د ترکیې د چاودیدونکو توکو د تولید کارخونه کې یوې چاودنې ۱۲ کسان وژلي دي

په ترکیه کې د بالیکسیر ښار په یوه فابریکه کې د چاودیدونکو توکو د تولید پر مهال یوه زوروره چاودنه شوې چې ۱۲ تنه یې وژلي او پنځه تنه یې ټپیان کړي دي.

په ترکیه کې د بالیکسیر ښار په یوه فابریکه کې د چاودیدونکو توکو د تولید پر مهال یوه زوروره چاودنه شوې چې ۱۲ تنه یې وژلي او پنځه تنه یې ټپیان کړي دي.
د دغې چاودنې د رامنځته کېدو علت تر اوسه نه دی څرګند شوی؛ خو د دغه هېواد چارواکو ویلي چې "د دې پېښې په تړاو د ورانکارۍ هېڅ اټکل نه شته."دغه چاودنه د سې شنبې په ورځ د (مرغومي څلورمه) د بالیکسیر ښار د کارسي په سیمه کې د یوې فابریکې په هغه برخه کې شوې چې د چاودیدونکو توکو د تولید لپاره کیپسولونه جوړوي.د بالیکسیر والي اسماعیل اوستااوغلو، ویلي چې د دغې چاودنې له امله د فابریکې ودانۍ په بشپړ ډول نړېدلې ده. ګڼ شمېر د بیړنیو خدمتونو ډلې او روغتیايي ټیمونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.د ترکیې حکومت څلور عمومي څارنوالان د څېړنو لپاره د پېښې ځای ته لیږلي دي. چارواکي ګومان کوي چې ښایي دغه چاودنه د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوې وي.

د پاکستان حکومت د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه او اعظم ورسک کې د وسلو پر ګرځولو بندیز لګولی او خبرداری یې ورکړی چې وسله ګرځوونکي به د « خوارجو» په نامه ووژل شي.
دغه بندیز واڼه ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له سفر څو ورځې وروسته لګول کیږي.
حکومتي ادارو د واڼه او اعظم ورسک په بازارونو کې اعلانونه خپاره کړي او د وزیرستان له خلکو یې غوښتنه کړې، چې نور له وسلو سره په بازارونو کې ونه ګرځي.
په دې اعلانونو کې ویل شوي، چې « څوک په بازارونو کې له وسلې سره ولیدل شي، هغه به ترهګر او خوارج ګڼل کیږي او په همغه شیبه به وژل کیږي او حکومت به یې مسوول نه وي».
په قبایلي سیمو کې عام خلک د خپل ځان د امنیت په خاطر له اوږدو کلونو راهیسې وسلې ګرځوي او په وروستیو کې وسله یو ډول دود ګرځېدلی، خو د ضرب عضب له عملیاتو وروسته په ګڼو سیمو کې د وسلو ګرځول بند شوي.
واڼه او اعظم ورسک د احمدزي وزیرو سیمې دي، چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ نفوذ پکې تر مسید میشتو سیمو او شمالي وزیرستان کم دی.
اسما الاسد له خپل خاوند بشارلاسد سره یو ځای د سوریې حکومت تر نسکوریدو وروسته مسکو ته وتښتېده؛ خو اوس هلته له اوسېدو خوښه نه ده. عربي رسنیو راپور ورکړی چې هغې په مسکو کې له خپل خاونده د جلا کېدو پرېکړې کړې او د روسیې له حکومته یې لندن ته د تګ اجازه لیک غوښتی.
د راپورونو له مخې د روسیې حکومتي چارواکي د اسمالاسد پر غوښتنې غور کوي او لا تر اوسه پورې یې ځواب نه دی ورکړی.
اسما دوه تابعیته لري، په لندن کې له سوریایي مور او پلار څخه زېږیدلې ده او د بریټانیا تر څنګ د سوریې تابعیت هم لري.
هغې په ۲۰۰۰ زیږیدیز کال کې سوریې ته کډه وکړه او د ۲۵ کلنۍ په عمر کې یې د سوریې له پخواني واکمن بشارالاسد سره واده وکړ.
د روان زېږدیز کال د ډیسمبر په پیل کې چې د تحریر الشام ډلې په ډراماتیکه توګه د سوریې پلازمېنه دمشق او ځیني لوی ښارونه ونیول اسما الاسد له خپل خاوند مخکې روسیې ته پناه یوړه او بشارالاسد پسې ورغی چې له دې سره پر سوریې د اسد د کورنۍ پنځوس کلنه واکمني هم پای ته ورسیده.
د دې تر څنګ که څه هم روسیې د بشارلاسدد پناه غوښتنه منلې؛ خو هغه تر سختو محدودیتونو لاندې دی او اجازه نه لري چې له مسکو څخه ووځي یا په سیاسي فعالیتونو کې ونډه واخلي.
د اورشلیم پوسټ د راپور له مخې، روسي چارواکي د بشارالاسد شتمنۍ او پیسې، چې ۲۷۰ کیلوګرامه سره زر، ۲ میلیارده ډالره او په مسکو کې ۱۸ اپارتمانونه شامل دي هم کنګل کړي دي.
د برازيل په سوېل د ګرامادو ښار په مرکز کې د یوې وړې الوتکې لوېدو له امله په کې سپاره ټول لس کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵ تنه ټپيان دي. د راپورونو له مخې په الوتکه کې د اور لګېدو له امله تر لسو ډیر کسان د لوګي د تنفس له امله روغتون ته وړل شوي.
د برازیل د ملکي دفاع ادارې د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په دغې پېښه کې د الوتکې مالک او پیلوټ لویز کلودیو ګالیزي د خپلې کورنۍ له نهو غړو سره مړ شوی دی.
سیمهییز چارواکي وایي، په دې پېښه کې ١٧ تنه ټپيان شوي چې ١٢ يې لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د راپورونو له مخې، دغه الوتکه په دوو کورونو لوېدلې ده.
د ګالیزي شرکت منلې، چې په دغې پېښه کې د ګالیزي مېرمن او درې لوڼې مړې شوې دي.
ګراماډو تر ډېره بریده زرغونه او د سیل سیمه ده، چې په کرېسمس کې ګڼ شمېر سېلانیان ورځي.
تېرکال هم په برازیل کې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۶۲ کسان مړه شوي وو.
د اسراییل لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې د یمن حوثیان دې هم د حماس او حزبالله په شان برخلیک ته په تمه شي. بنیامین نتنیاهو وویل: «لکه څنګه چې موږ د ایران د ترهګرو ډلو د مټو زور ختم کړ دغسې به د حوثیانو په وړاندې هم مبارزې ته دوام ورکړو.»
نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د حوثیانو پر ضد د اسراییل عملیات ښايي وخت ونیسي، خو پایلې به یې په سیمه کې د حماس او حزب الله په ګډون د ایران د نورو نیابتي ډلو پر ضد د اسراییل له عملیاتو سره ورته وي.
اسراییل په وروستیو میاشتو کې د ایران حکومت د نیابتي ډلو د له منځه وړلو په لټه کې دی او هڅه کوي چې په دې توګه د ایران سیمه ییز ګواښونه له منځه یوسي.
په لبنان کې د حماس او حزب الله د پام وړ کمزوري کیدو، په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو او د تهران د سیمه ییز اغېز د کمیدو په پایله کې اسراییل اوس په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو باندې بریدونه په خپله اجنډا کې ځای کړې دي.
نتنیاهو د خپل ویډیویي پیغام په دوام، وویل چې اسراییل به د حوثیانو په وړاندې په خپل کمپاین کې یوازې نه وي: «متحده ایالات او نور هیوادونه، زموږ په څیر، حوثیان نه یوازې د نړۍوال لیږد رالېږد لپاره ګواښ ګڼي، بلکې د نړۍ نظم ته هم ګواښ دی.»
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مرکزي دفتر سنټکام د مرغومي په لومړۍ نیټه وویل چې د دغه هېواد ځواکونو په صنعا کې د ایران په ملاتړ د حوثیانو د توغندیو یو ګودام او د کنټرول او قوماندې کمپلیکس په نښه کړ.
د امریکا پوځ هم څو ځانمرګي ډرون او د حوثیانو یو د بېړۍ ضد کروز توغندی په سره سمندرګي کې ویشتلي دي.
د ایران مذهبي مشر علی خامنه ای د ۱۴۰۲ میلادی کال د لړم میاشتې په لسمه نیټه اسراییل ته د تیلو او خوراکي توکو د صادراتو د بندولو په اړتیا ټینګار وکړ او له اسلامي حکومتونو یې وغوښتل چې له اسراییل سره اقتصادی ملګرتیا ونه کړي.
د خامنه اي له څرګندونو او د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له شدت وروسته، حوثیانو په سور سمندرګي، باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې پر نړۍوالو بېړیو بریدونه پیل کړل، چې په تېرو وختونو کې یې په سیمه کې سمندري امنیت له ګواښ سره مخامخ کړ. د دغو بریدونو لړۍ ان د هند سمندر ته هم غځول شوې ده.
د افغاستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي. نوموړي په دغه هیواد کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.
زلمي خلیلزاد د پاکستاني طالبانو له لوري په روانه اوونۍ کې د ۱۶پاکستاني پوځیانو وژل کیدو ته په اشارې سره ویلي چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دغه جګپوړی امریکایي ډیپلوماټ پر پاکستاني پوځیانو د طالبانو دغه بریدونه د لویې ناکامۍ تر څنګ د دغه هېواد لپاره ستر زیان بولي.
زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه د پوښتنې په ډول لیکلي چې ایا پاکستان د روانې نا امنۍ په تړاو یو ملي بحث ته اړتیا لري؟
خو د پاکستان حکومت او پوځي چارواکو لا د زلمي خلیلزاد داسې ټویټ ته غبرګون نه ښودلی.
تر دې پخوا هم زلمي خلیلزاد په پاکستان کې پر امنیتي ننګوونو او د دغه هېواد پر سیاستونو لانجمنې څرګندونې کړې دي چې د پاکستاني سیاستوالو له توند غبرګون سره مخ شوې دي.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه تر پخوا ډېر شوي او هره ورځ د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه د پوځیانو د وژل کیدو راپورونه ترلاسه کېږي.