د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان افغان شاعر مولانا جلال الدین بلخي ایرانی بللی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکان د افغانستان ستر عارف او عالم مولانا جلال الدین بلخي ایرانی بللی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکان د افغانستان ستر عارف او عالم مولانا جلال الدین بلخي ایرانی بللی دی.
مسعود پزشکان پر اېکس پاڼې د مولانا بلخي له یوه شعر سره لیکلي:« د ایراني ځمکې ستر عارف مولانا جلال الدین یاد دې تلپاتې وي.»
مولانا جلال الدين محمد بلخي د بهاالدين زوی د ۶۰۴ قمري کال د ربيع الاول پر ۶مه په بلخ کې زېږېدلی دی.
بلخي چې په مولوي او رومي هم مشهور دی، په ديارلسمې پېړۍ کې د پارسي ژبې يو شاعر تېر شوی، هغه د افغانستان په بلخ ولايت کې زېږېدلی و، نوموړی په تورکيې هېواد کې خاورو ته سپارل شوی دی.
مولانا بلخي چې په خپل یو شعر کې،خپله دا ادعا کوي چې د بلخ دی او وایي:
بلخی ام، من بلخی ام، من بلخی ام
شور دارد عالمی از تلخی ام
مولانا جلال الدين محمد بلخې په اوه ديرش کلنۍ کې د خپل وخت سترعارف او عالم وپېژندل شو او مريدانو او نورو خلکو یې له حضور نه په سېمه کې ګټه اخېسته.
مولانا دوه ودونه کړي و، چې خپلې لومړنۍ مېرمنې ګوهرخاتون نه يې د سلطان ولد او علاالدین په نومونو دوه زامن لرل.
د مولانا دویمه مېرمن خاتون قونوي نومېده چې د مولانا له مړیني وروسته نولس کاله ژوندۍ وه. هغې د مظفرالدین امیر عالم په نوم یو زوی او د ملک خاتون په نوم یوه لور لرله.

د بشري حقونو سازمان ههنګاو وویل، چې ایران د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د کرمان د جیرفت ښار په مرکزي زندان کې یو افغان بندي اعدام کړ. دغه سازمان تر دې مخکې د شیراز په عادل اباد زندان کې د یوه بل افغان زنداني د اعدام په اړه هم ویلي و.
د بشري حقونو سازمان ههنګاو په یوه راپور کې لیکلي، چې په کرمان کې افغان زنداني تر دې وړاندې د قضايي سیسټم له خوا د "مخدره توکو اړوند جرمونو" په تور په اعدام محکوم شوی و. دغه سازمان ویلي چې دغه اعدام شوی افغان جاسم جهان تیغ نومیږي.
د بشري حقونو دغه سازمان چې له ایرانه بهر فعالیت کوي وايي، د پنجشنبې په سهار په دغه زندان کې دوه ایراني بندیان، ۲۷ کلن اسعد امیني د سردشت اوسیدونکی او ۳۳ کلن سامان فخري هم په دغه زندان کې اعدام شول.
ههنګاو نن له غرمې مخکې د شیراز په عادل اباد زندان کې د یوه افغان په ګډون د دوو بندیانو د اعدام راپور ورکړی و. د بشري حقونو دغه سازمان وايي، افغان زنداني کاتب سیدنیان، درې کاله وړاندې د ایران د قضايي سیستم له خوا د "عمدي وژنې" په تور په اعدام محکوم شوی و.
همدا راز د بشري حقونو سازمان ههنګاو ویلي، چې ایران په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۷۲ افغان بندیان اعدام کړي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) په کابل کې یوه خبري غونډه کې وویل، هوکړه شوې چې له قزاقستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه شي.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ هوکړه شوې چې د سوداګرۍ کچه له یوه میلیارډ ډالرو څخه درې میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
د دغه طالب چارواکي په وینا، دغه هوکړه له قزاقستان څخه کابل ته د یوه پلاوي د سفر پر مهال شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د قزاقستان له پلاوي سره د خبرو پر مهال د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ حجم درې ميليارد ډالرو ته په لوړولو ټينګار شوى دى.
د نورالدین عزیزي په وینا، د قزاقستان تېل، د څارویو خوراکي توکي، موټرې او کرنیز ماشینونه هغه څه دي چې قزاقستان به یې افغانستان ته صادر کړي.
په قزاقستان کې د افغاني محصولاتو د خرڅلاو د مرکزونو جوړول یو له هغو نورو شیانو څخه دی چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په وینا پرې توافق شوی دی.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې قزاقستان لېواله دی چې د افغانستان په بېلابېلو کانونو کې پانګونه وکړي.
د قزاقستان د دولتي او خصوصي سکتور پلاوي، د دغه هېواد د سوداګرۍ او ادغام د مرستیال قیرات تربایف په مشرۍ د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) کابل ته سفر وکړ.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې ۲۰ کسان د «اخلاقي فساد» په تور نیولي دي. دغه وزارت زياتوي، چې تورن کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۶مه) د یوه غږ په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دغه وزارت محتسبانو دغه کسان د تېرې اونۍ په اوږدو کې په دایکندي، پروان، لوګر، تخار، سرپل او کابل ولایتونو کې نیولي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې په همدې اونۍ کې د دوی محتسبانو په غزني، بلخ او دایکندي ولایتونو کې ۱۰ تنه د جادوګرۍ په تور نیولي دي.
د دوی په وینا، دغو کسانو د «اسلامي شریعت خلاف» جادوګري کوله.
د محتسبانو په خبره، له دغو کسانو څخه ترلاسه شوي اسناد ښيي، چې په يادو ولايتونو کې يې د ډېرو کورنيو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي وو.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر له دې مخکې د مرغومي میاشتې پر لومړۍ نېټه ویلي و، چې دغه وزارت په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۵۵۰ کسان د جادوګرۍ په تور نیولي دي.
خیبر زیاته کړې: «دغو جادوګرانو د پیسو په بدل کې د کورنیو تر منځ نفاق ته لمن وهله.»
د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان په ټولو ولایتونو کې ګرځنده ګزمې کوي، خلک تعقيبوي او د خلکو چلند او کړنې وڅاري.
محتسبان ادعا کوي چې دوی د «اسلامي شریعت» له مخې ټولنه اصلاح کوي.

په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتلي دي.
په کابل کې د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ « د مرغومي شپږمه» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي سره وکتل او د خپل ماموریت د رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په تړاو د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
اعلامیه وايي، په دې کتنه کې عراقچي د ښه ګاونډيتوب پاليسۍ په تړاو د مسعود پزشکیان د حکومت جدي ارادې ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان حالاتو ته په ځانګړې پاملرنې سره د ثبات او تلپاتې امنیت او پراخیتا برخه کې د افغانانو مرسته او ملاتړ وشي.
علیرضا بیکدلي له دې وړاندې په قزاقستان کې دنده ترسره کړې او د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د اقتصادی بیارغاونې مرکز رییس، د سیاسی او نړیوالو مطالعاتو مرکز مرستیال څیړونکی او په اذربایجان، قبرس او ترکیه کې د ایران سفیر او کنسولي مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.

د افغان خبریالانو مرکز خپل کلنی راپور خپور کړی او لیکلي یې دي، چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې هم د رسنیو د ځپلو لړۍ روانه ساتلې ده. سږ کال دغه مرکز د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱پېښې ثبت کړې دي، چې ۱۳۰یې د ګواښ او ۵۱ یې د خبریالانو د نیولو دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۴ کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ.
د یاد راپور له مخې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو لړۍ په ډېر شدت دوام درلودلی او د ۲۰۲۳ کال په پرتله شاوخوا اته سلنه زیاتوالی ښيي. په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړې دي، چې د طالبانو له لوري د نويو وضع شویو محدودیتونو د پلي کېدو له امله د ۱۸ رسنیو د فعالیت بندول او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.
د راپور پر بنسټ، په تېر کال کې له رسنیو سره د چلند په اړه د حاکمې ادارې دننه دوه ګونی دریځ د ۲۰۲۳ کال په پرتله لا څرګند و.
د دوی د مالوماتو له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، چې د رسنيو اصلي مرجع بلل کيږي بې صلاحیته شوی او پر ځای یې د طالبانو امربالمعروف او استخبارات پر رسنيو سخت بنديزونه لګوي.
په دې راپور کې راغلي: «په ۲۰۲۴ کال کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کېدو سره، محتسبینو یا مذهبي پولیسو ته پراخ صلاحیتونه ورکړل شوي دي. دوی د دې قانون له مخې د خلکو لپاره، په ځانګړي ډول د رسنیو د کارکوونکو لپاره کړنلارې ټاکي.»
د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، د طالبانو يو شمېر وياندويان او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تېر حکومت د رسنيو د قانون پر پلي کېدو ټينګار کوي خو د طالبانو يو شمېر چارواکي د رسنيو قانون نه مني.
په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه د دغه مرکز په راپور کې ویل شوي چې «د قدرت سخت دریځ چې له خورا محافظه کاره عنعنوي او مذهبي چلند سره دی» په ۲۰۲۴ کال کې د رسنیو د محدودولو د امرونو د صادرولو بهیر ګړندی کړی دی.
یاد مرکز وايي، «موندنې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې طالبانو لږ تر لږه اووه نوې کړنلارې رسنیو ته اورولې دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېره څلور وه.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د امربالمعروف د قانون توشیح د دې ډلې استازو ته اجازه ورکړې، چې د رسنیو او خبریالانو کار وڅاري او په خپله خوښه او د استخباراتو په همکارۍ د رسنیو پر ضد عمل وکړي.
دغه مرکز لیکلي، طالبان په داسې حال کې د رسنیو کار څاري، چې د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمېسیون د بیا فعالولو خبر هم ورکړی دی.
دغه مرکز زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو د اقداماتو له امله لږ تر لږه ۱۸ رسنۍ تړل شوې، چې له دې جملې ۱۴ رسنیو ته د بیا پرانیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان اعلان کړی و، چې طالبانو پر رسنیو فشارونه او د خبریالانو ځورونه زیاته کړې ده.
دغه سازمان لیکلي، چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۱۲ دولتي او خصوصي رسنۍ تړلې دي.
