• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد صادق د پاکستان د بهرني سیاست د لومړیتوبونو ارزونې ناسته کې ګډون کړی

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق خان وايي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپلو سفيرانو په کلنۍ غونډه کې د دغه هېواد د بهرنۍ پاليسۍ د لومړيتوبونو په اړه بحث کړی. نوموړي ويلي، چې دغه مجلس د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمداسحاق ډار په مشرۍ تر سره شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سفیرانو په دې ناسته کې د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خپلې ارزونې او نظریات شریک کړل او د ۲۰۲۵ کال او راتلونکو کلونو لپاره یې د پاکستان د بهرني سیاست د لومړیتوبونو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې امنه بلوچ، د بهرنیو چارو وزارت رییسانو او مامورانو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، اسحاق ډار په خپله پرانېستونکې وینا کې د یوه خوځند بهرني سیاست د لیدلوري په اړه خبرې وکړې چې په دواړو دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړخونو کې فعال وي. هغه د پاکستان د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې سفیرانو ته وړاندیز کړی، چې د پاکستان نړیواله څېره لا پراخه کړي او له نړیوالو شریکانو سره یې اړیکې پیاوړې کړي.

خبرپاڼه وايي، دا غونډه د پاکستان د سفیرانو د کلنۍ غونډې یوه برخه ده چې هدف یې د بهرني سیاست د مختلفو اړخونو بیاکتنه او د اغیزناک پلیتابه په اړه مشورې کول دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان هم پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د پاکستان د سفيرانو د مهمو څو اړخيزو او دوه اړخيزو هدفونو اړوند ناسته کې يې ګډون کړی.

دا کابل ته له سفر وروسته څوومه ناسته ده چې محمد صادق پکې ګډون کوي.

نوموړي لیکلي، چې په دې ناسته کې په ۲۰۲۵ کال کې د سيمه ييزو او نړيوالو پرمختګونو، پاليسیو د لومړيتوبونو او د خپلو چارو د ارزونې اړوند بحثونه وشول.

صادق خان ويلي، چې په دې ناسته کې د بهرنۍ تګلارې د مختلفو اړخونو پر همغږۍ او تطبیق هم ټينګار وشو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني طالبانو په باجوړ کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي

۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې د باجوړ استازی وايي، چې پاکستاني طالبانو په تېرو څو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي او د افغان طالبانو بیرغونه یې پرې رپولي. دسه شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت اسمبلۍ پر امنیتي وضعیت ځانګړې ناسته درلوده.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په بیړنۍ ناسته کې چې امنیه قوماندان د امنیتي وضعیت په اړه پکې معلومات ور کول، له باجوړ نه د تحریک انصاف غړي انور زیب خان وویل، چې وسله والو طالبانو د ده په انتخابي حوزه کې پنځه امنیتي پوستې نیولې دي.

د بابر سلیم سواتي په مشرۍ د اسمبلۍ ناستې ته په وینا کې انور زیب وویل چې نږدې ۴۰۰ وسله والو د بانډه ملاسید په سیمه کې پوستې نیولې دي، د «امارت اسلامي افغانستان» بیرغونه یې پورته کړي او د هغوی په ملاتړ یې شعارونه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه، چې د نیول شویو پوستو ویډیوګانې، چې وسله والو ثبت کړې دي، پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې دي.

دوه ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو یوه ویډیو خپره کړه، چې ښيي د سالارزو په سیمه کې یې یوه امنیتي پوسته نیولې ده.جنګیالي د پوستې له نیولو وروسته ناڅي او خوښيي ښيي.

د ده په وینا، دا پوستې د بانډه ملاسید په سیمه کې دي، چې له ډیورنډ کرښې لرې پرته ده. هغه د پوښتنې په دود وویل، چې څنګه دومره زیات شمېر وسله وال له اغزن تار نه را واوښتل.

انور زیب وویل چې امنیتي ځواکونو د سیمې خلکو ته ویلي چې خپل کورونه پرېږدي څو د جنګیالیو پر ضدپوځي عملیات ترسره شي.

هغه د سیمې د خلکو وضعیت بیان کړ او ویې ویل، « دوی له کډې کولو پرته بله لاره نه لري».

د اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي د انور زیب پر څرګندونو اندیښنه وښوده او ویې ویل چې باید دا روښانه شي چې څنګه دومره زیات وسله وال په دومره اسانۍ سره دې سیمې ته راغلل.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د اپوزیسیون غړي احمد کریم کُنډي وړاندیز وکړ چې د امنیتي حالاتو د څېړلو لپاره دې د حقیقت موندنې او پخلاینې یو کمېسیون جوړ شي، چې معلومه کړي څوک ترهګرۍ ته وده ورکوي او مرسته ورسره کوي.

ټاکل شوې نن (چارشنبه) دا موضوع بیا وڅیړل شي.

د ګلګت بلتستان پخوانی سر وزیر امنيتي ادارو ته د ګواښ له امله په ۳۴ کاله بند محکوم شو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د جیو ټلوېزیون د خبر له مخې د ګلګت بلتستان د ترهګرۍ ضد محکمې د دې ایالت پخواني سر وزیر خالد خورشید ته د ۳۴ کلونو بند سزا ور کړه. د ګلګت بلستان ترهګرۍ ضد محکمې د پخواني سر وزیر پر ضد امینتي ادارو ته د سختو ګواښونو دوسیې پرېکړه اعلان وکړه.

د پاکستان د جیو ټلویزیون خبر زیاتوي چې عدالت د جرم ثابتيدو نه پس د پخواني سر وزیر خالد خورشيد ته د ۳۴ کالو بند سزا اورولې او هغه ته یې د بند ترڅنګ شپږ لکه کلدارې هم جریمه کړی دی.

د پاکستان محکمې د پخواني سر وزیر شناختي کارډ هم بلاک کړی دی او پولیسو ته یې امر کړی چې نوموړی مجرم ونیسي او زندان ته یې انتقال کړي.

پخواني سر وزیر د روان کال مې میاشت کې په یوه جلسه کې د امنيتي ادارو پر ګواښولو تورن شو.

د نوموړي پر ضد د ګلګت د ښاري پولیسو حوزه کې د ترهګرۍ ضد قانون لاندې دوسیه ثیت شوې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو جنازې ته څیرمه د چاودنې له امله «۲ کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول»

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

سرچینې وايي، د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د جنازې مراسمو ته نږدې د یوې مدرسې مخ ته چاودنه شوې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا چاودنه د پښتون ژغورني د درې غړو د جنازې مراسمو پر مهال شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم ښکاري چې خلک ځینې ټپیان لېږدوي.

د پښتون ژغورني درې غړي تېره ورځ د سوېلي وزیرستان د مرکز واڼه ته څېرمه مکین ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې جلسې ته په لاره وو، چې د ترافیکي پیښې له امله درې سره مړه شول.

۲۰۲۴ کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونی کال و

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۰

په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د خپلو وروستیو کلونو تر ټولو مرګونې کال تجربه کړ، چې امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او جنګیالیوته پکې درنده مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د کلني رپوټ له مخې، په دغه کال کې پاکستان کې له ۲,۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي.

دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښیي او دغه کال د تېرې یوې لسیزې تر ټولو مرګونی کال ثبتوي.

دغو پېښو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوااو بلوچستان ایالتونو پر سیمو پراخ اغیز شیندلی؛ چیرې چې ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالي ډېر فعال دي.

د تشدد زیاتوالی او د مرګونو ستر شمېر

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کې ټولټال ۲,۵۴۶ کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي چې ۱,۶۱۲ پکې ملکي وګړي او امنیتي سرتېري دي، چې دا د ټولو مرګونو ۶۳ سلنه برخه جوړوي.

په دغه کال کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې۹۳۴ تنه وسله وال جنګیالي او مجرمان وژل شوي. دغه نابرابري ښيي چې تاوتریخوالي ډېر پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو اغېز کړی. د رپوټ له مخې، په۲۰۲۴ کال کې په اوسط ډول هره ورځ نږدې اووو کسانو د تشدد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په ۲۰۲۴ کې د کورمې ولسوالۍ مذهبي تاوتریخوالي۱۸۲ کسان وژلي او ۲۳۴ نور یې ټپيان کړي دي. د زیاتو قربانیانو په ډله کې شیعه پښتانه دي چې ۷۹ یې وژل شوي او ۳۵ ټپیان شوي دي. له سنیانو څخه ۲۱ کسان وژل شوي او ۷۲ ټپیان دي.

د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډي په یوه تمځای کې چاودنې شاوخوا ۵۹ تنه ووژل چې ګڼ پکې پوځیان وو
100%
د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډي په یوه تمځای کې چاودنې شاوخوا ۵۹ تنه ووژل چې ګڼ پکې پوځیان وو

په ټولیز ډول، د مذهبي تاوتریخوالي له امله د قربانیانو شمېر له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۴۶۷ کسانو ته رسېدلی و، خو په وروستیو څلورو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۴) کې دغه شمېر ۴۸۷ ته لوړ شوی.

نومبر میاشت د پاکستان لپاره تر ټولو مرګونې میاشت ګڼل شوې ده. په نومبر کې ۱۲۵ بریدونه شوي، ۴۵۰ تنه وژل شوي او ۶۲۵ نور ټپیان دي، چې دا تر ټولو زیات شمېر دی.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د ټولو مرګونو ۹۴ سلنه او د تاوتریخوالي د ټولو پېښو ۸۹سلنه برخه جوړوي. د خیبر پښتونخوا هغه سیمې چې پر ډیورنډ کرښه پرتې دي لکه کورمه، شمالي وزیرستان او خیبر ولسوالۍ تر ټولو ډېرې زیانمنې سیمې ثبت شوې دي.

په دغه کال کې د بلوچستان د مرګونو شمېر له تېرو دریو کلونو (۲۰۲۱-۲۰۲۳) ټولو مرګونو سره برابر ګڼل شوی.

پوځ ته مرګونې مرګ ژوبله اوښتې

په ۲۰۲۴ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ضرب عضب له عملیاتو وروسته تر ټولو زیات بریدونه او مرګونه تجربه کړي دي. د پاکستان پر امنیتي ځواکونو سږکال ټولټال ۴۴۴ بریدونه شوي او ۶۸۵ تنه ترې وژل شوي، چې دا له۲۰۱۵ کال شمېرو ډېر دي.

دغه را ز رپوټ وايي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته تاوتریخوالی هرکال ۳۸ سلنه ډېر شوی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۹ زرو ډېر استخباراتي او پوځي عملیات ترسره کړي
100%
د پاکستان پوځ په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۹ زرو ډېر استخباراتي او پوځي عملیات ترسره کړي

۵۹ زره استخباراتي عملیات

په ورته وخت کې پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې امنیتي ځواکونو ۵۹ زره ۷۵۷ ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي چې ۹۲۵ جنګیالي پکې وژل شوي دي.

دغه عملیات د پاکستان د وسله والو ځواکونو، استخباراتي ادارو، پولیسو او نورو قانون نافذوونکو ادارو له خوا ترسره شوي، چې هره ورځ ۱۶۹ عملیات شوي دي. د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په دغو عملیاتو کې سلګونه کسان نیول شوي او د جنګیالیو پټنځایونه له منځه وړل شوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې۷۳ جګپوړي جنګیالي چې دترهګرۍ ضد ادارو په نوملړ کې وو، وژل شوي او په دې کې ځینې مشهور کسان لکه فدا رحمان (لاله)، علي رحمان او ابو یحیا شامل دي.

ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالو په ۲۰۲۴ کال کې ډېری بریدونه پر پوځي اهدافو وکړل
100%
ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالو په ۲۰۲۴ کال کې ډېری بریدونه پر پوځي اهدافو وکړل

پاکستاني ځواکونو دغه راز په ۲۰۲۴ کال کې دوه ځانمرګي بریدګر نیولي دي.

د پاکستان رسنۍ دغه عملیات د پوځ بری بولي، خو په ورته وخت کې د پاکستان امنیت په ۲۰۲۴ کال کې خورا کړکېچن و، ځکه وسله والو جنګیالیو په ځانګړې توګه پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو ددغه هېواد ګڼ پوځي اهداف په نښه کړل او پوځ اوامنیتي ځواکونو ته یې درنده مرګ ژوبله واړوله.

د اسلام اباد پولیسو تېره ورځ په دغه ښار کې ګڼ افغانان نیولي دي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۷ GMT+۰

د اسلام اباد پولیسو تېره ورځ په دغه ښار کې هغه افغانان نیولي، چې په دغه ښار کې یې د اوسېدو د اجازه لیک ( اېن او سي) اخیستو لپاره یوې رسمي ادارې ته ورغلي وو.

په پاکستان کې له وروستيو پرله پسې لاريونونو او ناامنیو وروسته د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير افغانانو ته خبرداری ورکړی و، چې د ډسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه لري، له دې ښاره دې ووځي.

په وروستیو څو ورځو کې په اسلام اباد کې مېشت افغانان د دغه اجازه لیک د ترلاسه کولو لپاره دغې ادارې ته ورځي.
په دغو نیول شویو افغانانو کې داسې کسان هم شته، چې پاسپورټونه او ویزې یې لرلې.
د دغو نیول شویو کډوالو له ډلې یو تن راخوشې شوی ځوان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې د (اېن او سي) ترلاسه کولو لپاره د دفتر مخې ته ګڼ افغانان ولاړ وو چې پولیس راغلل او دوی یې ونیول.
د نوموړي په خبره، هغه یې د ګڼو کسانو سره د پېښور حاجي کمپ ته لېږلی و؛ خو د اسنادو تر کتو او د کورنۍ د هڅو له امله یې بېرته خوشې کړ.
هغه زیاته کړې، په دغې ډله کې داسې کسان هم ورسره وو چې د اوسېدو قانوني اسناد ویزه او پاسيورټ یې نه لرل، چې ځیني یې افغانستان ته ستانه کړای شول او د پاتې کسانو له برخلیکه خبر نه دی.

د هغه په خبره:« یوه اونۍ وروسته مې امریکا ته پرواز دی؛ که ډیپورټ شوی وم، ټول کارونه او زحمتونه مې په اوبو لاهو کېدل. ماته ورته داسې نور کسان هم وو، چې پروازونه یې نږدې و؛ خو برخلیک یې لا روښانه نه دی.»

هغه وایي، پولیسو شاوخوا ۷۰ تنه افغانان تېره ورځ نیولي وو.
همدا تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې تر یو مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي و، چې دغه کډوال هم په خپله خوښه تو هم په زوره ستانه کړای شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه ستانه کړای شوي دي.