جنرال حمید د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره نږدې اړیکې درلودې. د خلکو او مسلم ليګ ګوندونو غړي چې اوس په واک کې دي، عمران خان د ترهګرۍ د زياتوالي او د طالبانو په وړاندې د هغه د زغم له امله د تحريک طالبان پاکستان د پياوړتيا مسوول ګڼي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل چې "د پولو له پرانیستلو وروسته د پاکستان د تحریک طالبان له ۳۰ څخه تر ۴۰ زرو پورې غړي له افغانستان څخه پاکستان ته ستانه شوي دي."
څه دپاسه درې کاله مخکې، کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د دوی هرکلی وکړ او د ای ایس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې کابل ته ولېږه.
خو د اسلام اباد د تمې خلاف، د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان تحریک طالبان ته شا نه کړه او د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په وینا، له درېیو کلونو راهیسې یې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته پناه ځایونه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د نوي کال په مناسبت له اډياله زندان څخه بهر رسنیو سره خبرې وکړې او ویې ویل چې ۲۰۲۵ به د "حقیقي ازادۍ" کال وي. هغه ډاډ ورکړ چې "دا جعلي نظام به مات شي."
خان د پاکستان د اوسني حکومت له خوا پر شخصي ازادیو برید، له بنسټیزو قانوني حقونو سرغړونې او د دولتي ادارو تخریب وغندل.
هغه وویل چې د دې واکمنۍ له امله نه یوازې د پاکستان ټولنیز، سیاسي او قانوني نظام خراب شوی، بلکې اقتصادي بنسټونه هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه زیاته کړه، « کله چې خالد خورشید ته ۳۴ کاله بند سزا ورکړل شوه، دا د دې ثبوت دی چې په پاکستان کې د قانون واکمني ختمه شوې او دلته یو نا اعلان شوی بدتره امریت حاکم دی.عمران خان زیاته کړه چې د پرویز مشرف په واکمنۍ کې هم پاکستان له داسې ښکاره ځورونې سره مخ نه و.
خان د عدلیې په اړه هم خپلې اندیښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې حکومت د عدلیې نظام تباه کړی او د قاضي فایز عیسی پاتې شونو ته یې د قضایي پرېکړو واک ورکړی څو د پوځ تر اغېز لاندې پرېکړې وکړي.
خان د خپل ځان په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې تېر کال یې په اړه څلور غیر قانوني پرېکړې شوې وې.
عمران خان د پوځي محکمې پر پرېکړو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، « د پوځي محکمې پرېکړو په پاکستان کې د قانون واکمني ختمه کړه ده. په هیواد کې چې د قانون واکمني نه وي، هلته هیڅوک پانګونه نه کوي».
خان ټینګار وکړ چې پاکستان کې به پرېکړې د پاکستان په دننه کې وشي، خو هغه داهم وویل چې کله د بنسټیزو بشري حقونو خبره وي، نو د نړۍ ټول ملتونه باید غږ پورته کړي. هغه زیاته کړه، « د ملګرو ملتونو په څېر ادارې د دې لپاره موجودې دي. ټوله نړۍ کې د بشري حقونو پلوي خلک د دې حقونو د سرغړونو پر ضد غږ پورته کوي».
د پاکستان پخواني لومړي وزیر د نړیوالو اړیکو په اړه له ټرمپ نه وغوښتل چې بې طرفه پاتې شي او ویې ویل: « ټرمپ باید بې طرفه پاتې شي ځکه چې بایډن د جنرال باجوه په هڅونه د عدم اعتماد رایو له لارې زموږ د حکومت په نسکورولو سره لاسوهنه کړې وه او په دې ټوله نړۍ پوهېږي».
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، چې تحریک انصاف ګوند له حکومت سره په خبرو اترو بوخت دی. هغه دوه مهمې غوښتنې وړاندې کړې چې یوه د نومبر د۲۶مې او د مې د۹مې پیښو په اړه د قضايي کمیسیون جوړول او بل د سیاسي بنديانو خوشي کول دي.
خان حکومت ته د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره د جنورۍ ۳۱ نېټه ټاکلې او وايي، چې که حکومت هوښیاري ونه کړه، نو پرېکون به ورسره وکړي.
په پای کې خان څرګنده کړه چې بني ګاله ته د هغه د انتقال وړاندیز شوی و، خو هغه دغه وړاندیز رد کړی دی.
د طالبانو مرستيال ویاند حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزير دا ادعا رد کړه، چې طالبانو له ډیورنډ کرښې نه د پاکستاني طالبانو د لیږدولو لپاره له اسلام اباد نه د لس میلیارده پاکستاني روپیو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له طالب چارواکو غوښتي و، چې پاکستان ته د وسله والو د نه ستنېدو ضمانت ورکړي، خو یادې ډلې مثبت ځواب ور نه کړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندي ملي ټلویزيون د پنجشنبې په ورځ د دې ډلې د مرستيال ویاند حمدالله فطرت له قوله د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف خبرو ته په غبرګون کې ویلي، چې « د تاسف ځای دی، چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي.»
نوموړي د پاکستاني طالبانو د تحریک د انتقال اړوند له پاکستان نه د لس میلیارده روپیو اخیستلو خبرې هم رد کړې دي. د جیو نیوز ټلویزیون مشهور ویاند حامد میر د چارشنبې په ورځ له خواجه اصف سره د خپلې مرکې یوه برخه خپره کړې. په دې مرکه کې د پاکستان د دفاع وزیر ويلي و: « وروسته له دې چې طالبان واک ته ورسېدل، زه افغانستان ته لاړم او د طالبانو له دفاع وزیر او د هغوی له نورو مشرانو سره مې وکتل. ما دوی ته وویل چې که ترهګر متوقف نه شي، موږ به اقدام وکړو او باید وروسته شکایت ونه کړئ.» پاکستان له دریو کلونو راهیسې لږ تر لږه دوه ځله د افغانستان اوسنۍ سرحدي سیمې بمباري کړې دي. دغه هېواد ویلي، چې د بریدونو موخه د تحریک طالبان پاکستان غړي دي چې په دغو سیمو کې پناه ځایونه لري، خو افغان طالبان د پاکستان دا ډول کړنې د یوه بل هېواد پر حریم تېری بولی او په غبرګون کې يې د ورته بریدونو ګواښونه کړي.
حکومتي چارواکو د ټولو اړخونو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی، چې دا تړون بریالی کړي.
د تړون بنسټیزې پرېکړې
د مري دغه نوی شوی تړون د پخوانیو تړونونو اساسي اصول، لکه د قومي دودونو، ځمکو ثبت او پخوانیو پرېکړو خوندیتوب، تصدیقوي. دا عناصر د کورمې د ټولنیز جوړښت د ساتنې لپاره اړین ګڼل کېږي، ځکه قومي دودونه لا هم په دې سیمه کې مهم رول لوبوي.
دغه راز، په تړون کې نوي تدابیر شامل دي چې دغه دودونه د فاټا له ادغام وروسته له قانوني چوکاټ سره سم عیار کړي.
د سړکونو امنیت او د بې ځایه شویو میشتول
د تړون یو اصلي هدف دا دی چې د حکومتي سړکونو خوندي او بېخنډه کارونې ډاډ ورکړل شي. دغه لارې به، چې زیاتره د شخړو او بندیزونو ځای ګرځېدلې دي، د دواړو خواوو له لوري له هر ډول سرغړونو خوندي وي.
د سولې کلیوالي کمیټې به د دغو سړکونو امنیت څاري او د ناوړه پېښو په صورت کې به په قبایلي او دولتي قوانینو عمل کېږي. سربېره پر دې، که هر څوک د تشدد د ترسره کولو لپاره خلکو ته پناه ورکړي، هغوی به د دود او قانون له مخې مجرم ګڼل کېږي.
په دغه تړون کې د هغو خلکو د بیا مېشتېدو ژمنه شوې چې د کلونو شخړو له امله بېځایه شوي دي. د دې پروسې څارنه به د کورمې مرستیال کمشنر تر مشرتابه لاندې یوه ځانګړې کمیټه کوي، چې په دې کې به د دواړو فرقهيي ډلو استازي شامل وي. د کمیټې دنده به دا وي چې د بیا مېشتېدنې پر وړاندې ټولې ستونزې او اندېښنې حل کړي.
په کورمه کې به د ځمکو پر سر شخړې، چې تل د تاوتریخوالي یو لوی عامل دی، د ځمکو د ثبت، قانوني پرېکړو او قومي دودونو پر بنسټ حل شي. د ځمکو د عوایدو کمېسیون به ژر تر ژره په دې اړه خپل کار پیل کړي او د اړتيا په صورت کې به د سولې کمیټې او د ولسوالۍ اداره د هغوی ملاتړ وکړي.
د ګیډو، پیو، علیزیو، بالش خېل، ډندر، بوشهر، غوزګړي، نسیکوټ، سبج علیزي، شور سیمو د ځمکو شخړې به د ځمکو د ټاکلي کمیسیون له لارې اواریږي. پر هغو سیمو چې د قانون ۱۴۴ مه ماده پلي شوې، دواړې خواوې به پرې عمل کوي.
د وسلو پر کارولو بندیز
په تړون کې د وسلو پر ازادانه ګرځولو او کارولو بشپړ بندیز لګول شوی، ځکه وسلو د دې سیمې تاوتریخوالی سخت کړی دی. دواړه اړخونه موافق شوي چې د وسلو د کنټرول لپاره به په ۱۵ ورځو کې دننه یو جامع پلان وړاندې کړي. که په ټاکلي وخت کې کوم اړخ ناکام شو، نو د حکومت اپیکس کمیټه به خپله پرېکړه پلې کوي.
په دې ډلو کې د زینبیون او سني سختدریځه ډلو په څېر پاروونکو ډلو پر فعالیتونو بندیز هم شاملیږي.
ټولنیزې رسنۍ به هم څارل کېږي او د تشدد هڅوونکي کسان به د قانون له مخې مجازات کیږي.
له تړون وروسته هیڅ اړخ د بل اړخ خلاف وسلې نه شي کارولای او که دا کار وکړي، د سرغړوونکي په توګه به ورسره عمل کیږي او ټولې وسلې به ترې اخستل کیږي او ټاکلې جریمه به ور کوي.
تړون دغه راز وايي، چې د مورچلو له ړنګولو وروسته چې کوم اړخ پر بل اړخ برید کوي، حکومت به یې ترهګر ګڼي او د هغوی خلاف به ګام اخلي.
دغه راز ویل شوي، چې د تړون د عملي کېدو لپاره به د ولسوالۍ اداره او د سولې کمیټې له قانون نافذوونکو ادارو سره په ګډه کار کوي او هر ډول سرغړونه به د قومي دودونو او قانوني اقداماتو له لارې حل کیږي.