• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ د مالټې حیرانوونکې ګټې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۴۲ GMT+۰

د مالټې خوړل د هاضمې سیسټم د ښه کولو ترڅنګ لسګونه حیرانوونکې نورې ګټې لري.

په مالټه کې داسې ګټور خوراکي مواد شته، چې د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي.

هره ورځ د مالټې خوړل زموږ بدن ته ګټه رسوي.

په ننني مطلب کې به له تاسو سره د مالټې د دغو حیرانوونکو ګټو په اړه معلومات شریک کړم:

مالټې د هاضمې سیسټم ښه کوي

د مالټې د خوړلو یو له مهمو ګټو څخه د هاضمې سیسټم ښه کول دي.

دغه مېوه په اسانې سره هضم کېږي، چې په خوړلو سره یې پر معدې فشار نه راځي.

که تاسو په پرله پسې قبضیت لرئ، په سهارنۍ کې د مالتې جوس څښل کولی شي، چې د هاضمي سیسټم پیاوړي کړي او دغه ستونزه تر یوه حده حل کړي.

د معدې تېزاب کموي

که تاسو په اکثراً د معدې له جوش یا تېزاب سره مخ یاست، د مالټې خوړل مو دغه ستونزه کموي، ځکه چې په دې مېوه کې داسې منرالونه شته، چې د معدې په تېزاب کې کموالی راولي.

داسې انګېرل کېږي، چې د مالټې هره ورځ خوړل د معدې جوش یا سوځېدو کمښت کې مرسته کوي.

مالټې له ویټامین سي او منرالونو بډایه دي

مالټې په زیاته اندازه ویټامین سي لري.

دغه ویټامین په بدن کې د انټي اکسیډنټ په توګه کار کوي او د معافیت سیسټم پیاوړی کوي، کوم چې د موسمي زکام په مخنیوي کې مرسته کوي.

همدا راز، ویټامین سي د پوستکي حجرې د زیان رسوونکو مالیکولونو څخه ساتي.

ویټامین سي د میټابولیزم فعالیت هم ښه کوي، کوم چې د بدن وزن کنټرول ساتلو کې مرسته کوي.

مالټې فزیکي ځواک زیاتوي

د مالټې خوړل فزیکي ځواک زیاتوي.

په دې کې موجود کاربوهایډریټ د بدن د انرژۍ د کچې په لوړولو کې مرسته کوي.

که ورزش یا ورځیني فعالیتونه مو ستړي کوي، د مالټې خوړل د ورځې په اوږدو کې د بدن ځواک ډېروي.

مالټې د وینې د غوړ کچه کنټرول کوي

د مالټې خوړل کولی شي، چې د خراب کلیسټرول په کمولو کې مرسته وکړي په داسې حال کې چې د ښه کلیسټرول کچه لوړوي.

د خراب کلیسټرول لوړه کچه د زړه ناروغۍ خطر او فالج په شمول د زړه ناروغیو خطر زیاتوي.

مالټې له کلسیم څخه بډایه دي

په مالټه کې د نورو لیمويي مېوو په پرتله کلسیم په زیاته کچه شته.

کلسیم د غاښونو او هډوکو د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دی.

اوس چې د مالټې له دغو حیرانوونکو ګټو خبر شوی زه مطمینه یم که مو دغه مېوه خوښه هم نه وي د ګټو لپاره به یې اړین خورئ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په ښځو کې میاشتنۍ ناروغي؛ دردونه، خپګان، قهر، ستړیا کم انرژي کیدل او بې قراري

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۵۲ GMT+۰
•
مسکا سنګر نیازۍ

میاشتنۍ ناروغي یا مېنسټرویشن د ښځو په بدن کې یو طبیعي او دوره‌يي حالت دی، چې د تولید مثل د سیستم د سالم فعالیت څرګندونه کوي. دا پروسه هغه مهال پیلېږي چې ښځې د بلوغ مرحلې ته ورسېږي، چې معمولاً د ۱۰ څخه تر ۱۶ کلنۍ پورې وي.

ډېری ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې ډېر دردونه لري، دغه دردونو ته په طبي ژبه ډیسمنوریا وایي. دغه دردونه ډېر کله د ښځو د میاشتني دوران پر مهال یا د دې دوران څخه لږ مخکې احساسېږي. دغه دردونه عموماً د رحم د عضلو د انقباض له امله رامنځته کېږي.

هغه دردونه چې ښځې یې د میاشتنۍ ناروغۍ په لړ کې تجربه کوي

دغه دردونه په دوه ډوله دي. لومړنۍ ډیسمنوریا چې د میاشتنۍ ناروغۍ طبیعي برخه ده او په ځوانۍ کې زیات لیدل کیږي او معمولاً له زیږون وروسته کمیږي.

دویمه ډیسمنوریا، له نورو روغتیایي ستونزو سره تړاو لري، لکه د رحم ناروغۍ، اینډومېټریوسېس، یا فیبرایډونه. دغه ډول یې د وخت په تېرېدو زیاتېږي او د میاشتني دوران له پای ته رسېدو وروسته هم دوام کولی شي.

ډېری ښځې له میاشتنۍ ناروغۍ مخکې یا هم په جریان کې په لاندې نس، ملا، ورنونو یا پښو او سر کې درد احساسوي. همدا راز په دغه وخت کې ښځې بې انرژۍ کیږي او د ستړیا او ګنکسوالي احساس کوي.

ځینې ښځې د هاضمې له ستونزو سره مخ کیږي لکه نس ناستې یا کانستیپیشن.

هغه لارې چې د دغو دردونو په کمولو کې مرسته کولی شي

له څو مېرمنو څخه مې په دې اړه وپوښتل هغوی له خپلې تجربې وویل، که چیرې ګرمو شیدو کې ادرک، ګبین او زردچوبه ګډه شي او وڅښل شي د درد په کمولو کې مرسته کولی شي.

ژوره ساه اخیستل او د بروفین ټابلیت خوړل هم د درد په کمولو کې مرسته کولی شي. که چیرې درد ډېر شدید وي، که میاشتنی دوران د معمول په پرتله ډېر یا لږ شي او یاد بلې ناروغۍ نښې ولیدل شي نو باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د ښځو رواني حالت

د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د ښځو رواني حالت کې بدلونونه د هورموني بدلونونو پایله وي چې په دې دوران کې په بدن کې رامنځته کېږي. دغه بدلونونه طبیعي دي. مګر دغه حالت پر ښځو متفاوتې اغیزې لري.

یوې ښځې راته وویل: «کله چې مې میاشتنۍ ناروغي نژدې وي نو داسې احساس لرم لکه ښه دروند غم چې لرم یا مې هم زړه ښه مات شوی وي، بې له کوم علته داسې ژاړم لکه خدای مه کړه د کورنۍ کوم غړی چې مې مړ شوی وي، خو اصل کې داسې څه نه وي راسره پیښ شوي.»

بلې ښځې راته وویل: «د میاشتنۍ ناروغۍ په جریان کې ډېره بې انرژي یم. ګنکسه یم حتی له ځایه د پورته کیدلو توان هم نه لرم.»

یوې بلې ښځې بیا وویل: «کله چې مې میاشتنۍ ناروغي نژدې کیږي اشتها مې ډېریږي. هېڅ د مړښت احساس نه لرم، هر څه چې مې مخې ته راشي خورم یې. مګر کله چې مې ناروغي راشي بیا مې اشتها سوځي.»

څېړنې ښیي چې ډېری ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ مخکې یا هم جریان کې ځان اندېښمن، خپه یا بې حوصلې احساسوي، چې دا د پروجسټېرون او ایسټروجن د کمېدو له امله دا حالت رامنځته کېږي.

ځینې ښځې پر وړو خبرو ډېر حساس یا قهرجنې وي، د ځېنو د ذهن د توازن ساتل ستونزمن کېږي، د ارامتیا او سکون کچه کمه کیږي، او دا احساس رامنځته کېږي چې هر څه غلط دي. د فزیکي ستړیا ترڅنګ رواني ستړیا او د انرژۍ کمښتدا هم په دې دوران کې احساسیږي.

حل لارې څه دي؟

هڅه وکړئ هره ورځ ۷-۸ ساعته خوب وکړئ.د مهمو کارونو لپاره پلان جوړ کړئ او ځان له زیاتې ستړیا وساتئ. صحتمنده خواړه لکه مغز لرونکي مواد، سبزیجات او میوې وخورئ، مالګه کمه کړی، ګرمې شیدې یا بوټې لرونکي چای وڅښئ.

ورزش وکړئ، ساده تګ یا یوګا کول د بدن هورمونونه تنظیموي او رواني فشار کموي. ژوره ساه واخلی ځکه چې دا مو ذهن اراموي.

کتاب ولولئ یا هم د خپلې خوښې موسیقي واورئ.

که دردونه ډېر سخت وي، د ډاکټر سره مشوره وکړئ. ځینې وخت د ضد اضطراب یا هورمون متوازن کوونکي درمل درسره مرسته کوي.

هڅه وکړئ داسې کارونه وکړئ، چې تاسو ته خوښي درکوي، لکه انځورګري، فلمونه کتل، یا ګنډل.

ژوند او روغتیا؛ ایا پوهیږۍ، کوم عام عادتونه ذهن ته زیان رسوي؟

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۰

دا خبره باید ومنو چې د عمر په تېرېدو سره د هر انسان په مغزو کې بدلون راځي او ذهني دندې هم بدلېږي. د عمر په تېرېدو سره، ذهن په تخریب پیل کوي او دا کولی شي په زاړه عمر کې د الزایمر او ډیمنشیا په څیر ناروغیو لامل شي.

د څېړنیزو راپورونو له مخې، د ذهن فعالیت د عمر سره ورو کیږي پداسې حال کې چې د ذهن ځینې برخې کمیږي.

مګر ځینې عادتونه ذهني عمر ګړندی کوي، د ډیمنشیا خطر زیاتوي، په حیرانتیا سره، دا عادتونه خورا عام دي او ډېری خلک یې بې ضرر ګڼي.

د زړه پروا نه کول

د زړه روغتیا مستقیم د رواني روغتیا سره تړاو لري، سالم زړه د مغز لپاره هم ګټور دی او که زړه تر فشار لاندې وي، دماغو ته د وینې رسول اغیزمن کیږي.

همدا ډول، د وینې لوړ فشار لرونکي خلکو کې د ډیمنشیا خطر ډیریږي.

په ناسته ډېر وخت تېرول

په ناسته ډېر وخت تېرول د ذهن په هغه برخه کې د بدلون لامل کیږي چې فکر کیږي د حافظې لپاره خورا مهم دی.

څېړنې ښیي، چې ډېر وخت په ناستو کې تېرېدل د میډیل (temporal lobe)، د ذهن هغه برخه چې د حافظې سره مرسته کوي، د نري کیدو لامل کیږي.

نو ساده حل دا دی چې هڅه وکړئ چې بدن مو څومره هم امکان ولري حرکت وکړئ.

د ورزش څخه لرېوالی

ډېر وخت په ناستې تېرول د ډیمنشیا خطر زیاتوي، او حتی په هر ساعت کې لږ مزل کول هم خطر نه کموي.

که غواړې چې خپل مغز مو وساتۍ، نو ورزش مو عادت وګرځوئ.

یوې تازه څېړنې موندلې، هغه خلک چې په اونۍ کې څلور ځله د ۳۰ دقیقو لپاره ګړندی تګ کوي په څو میاشتو کې د دوی ذهن فعالیت ښه کیږي.

ورزش د ذهن نیورون ته وده ورکوي، کوم چې حافظه ښه کوي. ورزش د ذهن په ځوان ساتلو کې مرسته کوي او د بدن نورې برخې هم سالمې ساتي.

مطالعه نه کول

د نیورولوژي په ژورنال کې خپره شوې څېړنه کې راغلي چې په مکرر ډول لوستل د ذهن د تخریب پروسې مخه نیسي او ممکن د الزایمر یا ډیمنشیا په څېر ناروغیو څخه ساتنه وکړي.

د امریکا د کالیفورنیا پوهنتون په دې څېړنه کې شاوخوا ۸۰۰ کسان شامل وو، چې ددغه کسانو اوسط عمر ۷۶ کاله ښودل شوی.

د دغو کسانو د ذهن سکینونه او د حافظې ازموینې هم ترسره شوې.

له دغو کسانو وپوښتل شول، چې ایا دوی تېر کال په ۳ ډوله فعالیتونو کې برخه اخیستې وه که نه.

په دې فعالیتونو کې (د ورځپاڼو، مجلو یا کتابونو لوستل)، لوبې کول او د ټولنې ټولګي شامل وو.

څېړنې موندلې چې ذهني عمر په اوسط ډول د هر ذهني فعالیت سره ۱۳ کاله کم شوی، مګر د نارینه وو لپاره ۱۷ کاله او د ښځو لپاره ۱۰ کاله توپیر درلود.

ذهني تمرین نه کول

د نوي مهارت، ژبې یا موضوع زده کول د ذهن ډېرو حجرو ته ګټه رسوي.

د دې لپاره تاسو کولی شئ یو هنر خپل کړئ لکه د موسیفۍ د یوې وسیلې غږول چې په منځني عمر کې د ښه فکر کولو کې مرسته کوي.

هر نوی کار په سر کې ستونزمن وي، مګر له لاسه یې مه ورکوئ، څومره چې کار سخت وي هغومره د ذهن لپاره ښه وي.

سګرټ څکول یا د تمباکو استعمال

تمباکو یو شمېر کیمیاوي مواد لري، چې ذهن ته زیان رسوي او همدا لامل دی چې سګرټ څکول د ذهن انحطاط او ډیمنشیا خطر زیاتوي.

د ټولنیز تعامل څخه ډډه کول

د کورنۍ او ملګرو څخه واټن په رواني روغتیا منفي اغیزه لري. یوې څېړنې موندلې چې د ملګرو یا خپلوانو لیدل د ډیمنشیا خطر ۴۷ سلنه کموي.

د خلکو سره اړیکه فشار کموي، د یوازیتوب احساس کموي، دا دواړه د ذهن عمر ګړندی کوي.

د خوب نشتوالی

کله چې تاسو د خوب له کمښت سره مخ شئ، حتی یو عادي کار د ذهن لپاره خورا ستونزمن کیږي.

د خوب له کمښت سره مخ کېدل د تمرکز کولو لپاره خورا ستونزمن وي پداسې حال کې چې په حافظه منفي اغیزه کوي.

نو د ښه ذهني روغتیا لپاره هره ورځ له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب اړین دی.

خواړو ته نه پاملرنه

په خوړو کې د زیات غوړ او بورې استعمال د دماغ فعالیت ته زیان رسوي. برعکس، ځینې خواړه لکه میوه، سبزيجات، دال، کب او زیتون غوړ د ذهن لپاره غوره دي. هره ورځ یوه پیاله چای یا کافي څښل هم ذهن ته ګټه رسوي.

پر هندي سینما تازه نندارې ته وړاندې شوی بي بي جان فلم خپل لګښت هم نشي پوره کولی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د هندي سینما بالیووډ فلمي ستوری ورون دون د خپل فلم "بي بي جان" په اړه ډېر خوښ و او غوښتل یې چې دا د یو لوی اکشن فلم په توګه وپیژندل شي. ځکه چې په تېرو څو کلونو کې هر لوی لوبغاړی غواړي یو لوی اکشن فلم کې ولوبیږي.

شاه روخ خان نه نیولې تر منوج باجپایي پورې زیات شمېر فلمي ستوري مو په اکشن فلمونو کې لیدلي او تر ډېره کامیاب هم وو.

خو بي بي جان کې ورون دون ونه توانېد چې د ځان له پاره لیدوونکي د سینما تر پردې راولي.

د رسنیو د مالوماتو له مخې، دا فلم د مینه والو د زړونو په ګټلو کې پاتې راغلی او په هندي سینما کې د ناکام فلم په توګه ثبت شو.

د بي بي جان فلم د ناکامۍ په اړه ویل کیږي چې د بازار موندنې برخه یې خورا کمرزورې وه، د دغه فلم ترویج ته هم هغه ډول کار نه دی شوی څنګه چې پکار و.

دغه فلم په سینما د نندارې په لومړۍ ورځ ۱۲ کروړه هندۍ کالدارې ګټلي چې دا د یو فلم له پاره تر ټولو کمه او بده ګټه ده.

شنونکي اټکل کوي چې دا فلم به د ۶۰ کروړه هندي روپیو څخه کمه ګټه وکړي، په داسې حال کې چې په دغه فلم نږدې ۱۶۰ کروړه هندې کالدارې پانګونه شوې.

چین لومړنی الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰

هغه ښارونه چې ټرافیکي بیروبار یې خلک اندېښمن کړي دي، له دې وروسته دې دا اندېښنې نه کوي ځکه چې چین داسې الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ چې دغه اندېښنې ژر لېرې کړي.

د نوي کال ۲۰۲۵ په لومړۍ نېټه د چین په ختیځ ولایت جیانګ سو کې د لومړي چینایي الوتونکي موټر رسمي پرانسته وشوه.

دغه الوتونکی موټر په عصري ټیکنالوژۍ سمبال دی او نږدې پنځه سوه کیلوګرامه وزن پورته کولی او وړلای شي.

د راپورونو له مخې، دغه موټر چې څلور ټایرونه لري، له ځمکې د الوتنې درې سوه متره لوړه توانایي لري او همدا ډول له شلو دقیقو څخه زیات سفر کولی شي.

لوګزامبورګ د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې ټول عامه ټرانسپورټ په کې وړیا دی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۰

لوګزامبورګ د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د رېل ګاډي په ګډون ټول عامه ټرانسپورټ په کې په بشپړ ډول وړیا دی.

که تاسو غواړئ په ټوله نړۍ کې له یو ځای څخه بل ځای ته ولاړ شئ او عامه ټرانسپورټ وکاروئ، نو پیسې باید مصرف کړئ.

خو لوګزامبورګ په نړۍ کې یو داسې هېواد دی، چې په کې د بسونو او ټرامونو څخه تر رېل ګاډي پورې هر ځای ته د سفر کولو لپاره یوه روپۍ هم نه مصرفېږي.

په دغه اروپایي هېواد کې د عامه ټرانسپورټ کرایه په ۲۰۲۰ کې لغوه شوې.

لوګزامبورګ د سړي سر عاید له پلوه د نړۍ تر ټولو بډایه هېواد ګڼل کیږي.

له دې وړیا ټرانسپورټ خدماتو څخه اوس څلور کاله کېږي او اوسیدونکي یې خوشحاله دي.

په دې توګه دا په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې وړیا عامه ټرانسپورټ وړاندې کوي.

مالټا بیا یو بل اروپایي هېواد دی، چې د اکتوبر په ۲۰۲۲ کې یې دا کار وکړ.

ځایي اوسیدونکي او همدارنګه بهرني سیلانیان د عامه ټرانسپورټ په کارولو سره د ټکټونو اخیستلو په اړه اندېیښنه نه لري.

په ۲۰۲۰ کې په اوسط ډول په دې اروپایی هېواد کې له هرو زرو څخه ۶۹۶ کسان خپل موټر لرلو، چې له امله یې د موټرو بیروبار ډېر شو.

خو په ورته وخت کې د دغه پروګرام د پیلولو اصلي لامل د هوا د ککړتیا د ستونزې کنټرول وبلل شو.

لوګزامبورګ له ۷۰۰ زرو څخه لږه ابادي لري او وړیا عامه ټرانسپورت د هوا ککړتیا کمه کړې ده.

د لوګزامبورګ اوسیدونکي هم وايي: «ولې خپل موټر وکاروو، په داسې حال کې چې هر چېرې وړیا ټرانسپورټ ترلاسه کولی شو.»