طالبانو په دوو ولایتونو کې ۴ تنه د “لواطت او له کوره د ښځې د تښتولو” په تور په دورو ووهل

د طالبانو سترې محکمه وايي، په خوست او زابل کې یې څلور تنه، چې په “لواطت او له کوره د ښځې په تښتولو” تورن وو، په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمه وايي، په خوست او زابل کې یې څلور تنه، چې په “لواطت او له کوره د ښځې په تښتولو” تورن وو، په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
دې محکمې په خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ یې د خوست ولایت په اسمعیل خیل ولسوالۍ کې درې تنه چې په “لواطت” تورن وو، په عام محضر کې په دورو ووهل.
طالبانو د دغو تورونو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې دا کسان یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.
همدارنګه زیاتوي، چې یو بل تن یې د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې “له کوره د نامحرمې ښځې د تښتونې” په جرم په عام محضر کې ۳۹ دوري وهلی او په یو کال تنفیذې بند یې محکوم کړی دی.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندني ښيي، چې طالبانو په تېره یوه کال کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۵۸۳ کسان په عام مضر کې په دورو وهلي دي.
د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونه که څه هم په عام محضر کې د طالبانو له لورې د بدني سزا عمل ده غندي، خو دا ډله لاس ترې نه اخلي او نږدې هرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې سزا ورکوي.

د افغانستان لپاره د ایران پخوانی سفیر په افغانستان کې د اوبو نویو بندونو ته په اشاره وايي، «ځینې لوري د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه کوي.» فدا حسین مالکيزیاتوي، چې په افغانستان کې د بندونو د جوړولو وروستي اقدامات به خامخا د ایران لپاره د ستونزو سبب شي.
فداحسین مالکي د ایران له مهر رسنۍ سره په خبرو کې د ایران په سرحدي سیمو کې د طالبانو له لوري د اوبو د بندونو جوړولو ته په اشاره ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د ګاونډیانو په ځانګړې توګه له ایران سره د حقوقي او سرحدي ستونزو او د حقابې مسلې په اړه اندیښنې راپورته شوې دي. «په دې وروستیو کې موږ ولیدل چې داسې ډلې شته چې د دې هیواد او ایران ترمنځ د سرحدي تاو تریخوالي او د اوبو شخړې رامینځته کول غواړي. موږ په افغانستان کې د ډلو او هېوادونو شتون تاییدوو او هغوی د افغانستان او ایران د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي.»
نوموړی وایي، چې په افغانستان کې د بندونو جوړول د ایران په زیان دي او:« دا د دې حقیقت ښودنه کوي چې ایران ته د زیان رسولو لپاره یوه پروژه جوړیږی.»
که څه هم نوموړی د کومې ډلې یا هېواد نوم نه اخلي، خو د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسون د غړي تېره اونۍ وویل، ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه واردوي.
ابوالفضل ظهره وند د ایران له انتخاب خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ترکان په افغانستان کې بندونه جوړوي او دوی فکر کوي، چې پر تهران په فشار راوړلو سره ایران کمزوری کوي.
د طالبانو واکمنېدو پسې ایراني چارواکو ویل، چې کمال خان بند کې د هلمند سین اوبه غړول شوې، خو اوس یې هرات کې د پاشدان بند پر جوړېدو له طالبانو سره جنجال تازه شوی دی.
ایراني چارواکي وايي، د دغه بند جوړېدو سره به د ایران خاورې ته د اوبو بهیر زیانمن شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره جمعه له طالبانو غوښتنه وکړه، چې دغه هېواد ته له افغانستان د تلونکو اوبو د بهېدو په دوام کې همکاري وکړي او خنډونه لرې کړي.
ښاغلي بقايي یو ځل بیا په افغانستان کې پر جوړېدونکو بندونو او ایران ته د تلونکو اوبو د اندازې پر اغېزمنېدو اندېښنه وښوده.
نوموړي هیله وښوده چې د طالبانو حکومت به د دواړو ملتونو ګټو، دوه اړخیزو هوکړو او تړونونو او نړیوالو اصولو ته په پام مناسبې پرېکړې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پکتیکا او خوست کې د پاکستان له هوايي بریدونو ۱۳ ورځې وروسته دغه حملې غندلې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۴۶ کسان ووژل شول. رندیر جیسوال خبریالانو ته ویلي:« دا د پاکستان یو پخوانی عمل دی چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه تل پر ګاونډیانو اچوي.
د پاکستان هوايي ځواک د ډیسمبر پر ۲۴ د تحریک طالبان پاکستان د غړو په نښه کولو په پلمه د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ هوايي بریدونو وکړل.
پر طالبانو سربېره نړیوال سازمانونه او خپلواکۍ رسنۍ وايي، چې دې بریدونو کې تر ډېره مرګ ژوبله ماشومانو او ښځو ته اوښتې ده.
ښاغلي جیسوال هم د رسنیو د یوې پوښتې په ځواب کې وویل:« موږ په بې ګناه ملکي وګړو هر ډول بریدونه په څرګنده توګه غندو.»
نوموړی وایي، اسلام اباد تل هڅه کوي چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیو هیوادونو واچوي.
له دې بریدونو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر هم احضار کړ.
طالبانو د پاکستان دغه بریدونه “ له ملي حاکمیت سرغړونه او د دواړو هېواددونو په اړیکو کې د بې باورۍ رامنځته کولو هڅه» وبلله او څو ورځې وروسته یې د دغو بریدونو په غبرګون له ډیورنډ کرښې سره په کورمه او شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

د افغانانو یوه ۳۰۰ کسیزه ډله د دوشنبې په ورځ فلیپین ته ورسېده،چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروسې په طی کولو سره په امریکا کې د بیا میشتېدنې جوګه شي. دا د مانيلا او واشنګټن ترمنځ د یوه تړون برخه ده.
فلیپین تېر جولای هوکړه وکړه چې په لنډمهالي ډول د امریکا د کډوالۍ ویزو د پړاوونو طی کېدو لپاره افغانانو ته یو محدود مرکز جوړ کړي.
د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تیریسیتا دازا اې پي ته وویل،« هغو افغان وګړو ته چې د دوشنبې په ورځ فلیپین ته رسېدلي، د داخلېدو ویزې ورکړل شوې دي». هغې وویل چې دوی له سختو امنیتي څېړنو تېر شوي او فلیپین ته له راتګ مخکې یې بشپړې طبي معاینې کړې وې.
هغې زیاته کړه چې په فلیپین کې د افغان وګړو د استوګنې، خوړو، امنیت، روغتیايي خدماتو او ټرانسپورټ ټول لګښتونه د امریکا حکومت ورکوي.
دازا دا ونه ویل چې څو افغانان ورغلي دي او د ویزو پروسه به څومره وخت ونیسي. د فلیپین د اصولو له مخې، د ویزې غوښتونکي له ۵۹ ورځو زیات په دغه هېواد کې نه شي پاتې کېدای.
تېر کال یوه جګپوړي فلیپیني چارواکي اسوشیېټډ پریس ته وویل چې یوازې ۱۵۰ تر ۳۰۰ پورې غوښتونکي به د دغه تړون له مخې په فلیپین کې منل کېږي.
هغه افغانان چې په امریکا کې د بیا مېشتېدو غوښتنه کوي، په عمده ډول یې د واشنګټن لپاره په افغانستان کې کار کړی و، یا د امریکا د مهاجرت ځانګړو ویزو لپاره وړ بلل شوي وو، خو کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل ددوی چارې وځنډېدې.
په لومړي ځل په ۲۰۲۲ کال کې دغه غوښتنه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د فلیپین د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړه او ولسمشر جو بایډن تېر کال د فلیپین له مشر فردیناند مارکوس سره د هغه د امریکا د سفر پر مهال پر دې خبرې وکړې.
مارکوس، چې دوه کاله وړاندې په ستر اکثریت د ولسمشر څوکۍ وګټله، له امریکا سره اړیکې بیا تازه کړې دي. د تېر کال فبرورۍ میاشت کې هغه د ۲۰۱۴ کال د دفاعي تړون له مخې د امریکا د پوځي حضور پراختیا ته اجازه ورکړه، چې دې پرېکړې یې د چین نارضایتي وپاروله.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي چې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ځايي چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال «جنرال مبین» د کار وېزې غوښتنلیک رد کړی دی. په دوبۍ کې د وېزو خدماتو یو شرکت هم تایید کړه، چې ځايي حکومت د «جنرال مبین» د اقامې او کار ویزې غوښتنلیک رد کړی دی.
په «جنرال مبین» د مشهور طالب رسنیز فعال د پاسپورټ په کډون ځینې سندونه افغانستان انټرنشنل پښتو ترلاسه کړي دي.
د نوموړي پاسپورټ شمېره هم د دوبۍ چارواکو په مکتوب کې درج شوې شمېرې سره توپیر نه لري.
د اقامې تر ردېدو وروسته بیا جنرال مبین د دوبۍ له دولتي ادارو غوښتنه کړې ده، چې د کار وېزې د غوښتنلیک د رد په اړه دې یوځل بیا کتنه وکړي.
جنرال مبین په خپل دغه مکتوب کې په عربي ژبه لیکلي:« ستاسې درانه حضور ته دا غوښتنه وړاندې کوم، چې زما د کار وېزې د رد پرېکړې ته بیا کتنه وکړي»
د مکتوب په یوه بله برخه کې راغلي:« زه غواړم تاسې ته خبر درکړم چې ما په دې وروستیو کې د وفي وفي د تخنیکي خدمتونو شرکت کې وظیفه ترلاسه کړې ده، دغه د شرکت زما لپاره د وېزې غوښتنه کړې وه خو دغه غوښتنه رد شوې ده.»

جنرال مبین د دوبۍ حکومت ته لیکلي چې تاسې ته څرګنده ده، چې زمونږ هېواد «افغانستان» کې د کار او تجارت وضعیت ډېر خراب دی او د وظیفې او عاید امکانات ډېر کم دي.
جنرال مبین په ټینکار سره ویلي «د دې غوښتنلیک منل به ماته د یوې واحدې عایداتي سرچینې فرصت راکړي څو خپل ځان او کورنۍ ته د عزت او ثبات ژوند برابر کړم.»
په دوبۍ کې یکې د یوه ځايي شرکت مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا ځل هم معلومه نه ده، چې د دوبۍ حکومت به د جنرال مبین د د اقامې او یا هم د کار وېزې غوښتنلیک ومني او کنه.
د طالبانو رسنیز فعال جنرال مبین چې په وروستیو کې دوبۍ ته په سفر دی او په دغه هېواد کې د طالبانو له سفیر سره دلیدنې انځورونه یې هم خپاره کړي و.

تر اوسه نه ده، معلومه چې په کومو دلایلو د دوبۍ حکومت د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د اقامې یا هم د کار وېزې غوښتنلیک رد کړی دی.
دجنرال مبین د طالبانو په روانه واکمنۍ کې څو ځلې د دې ډلې د حکومت له لوري ترې تم شوی او د ده د رسنیزو فعالیتونو په اړه یې ورته ګوتڅنډنې کړې چې د دغې ډلې د ارادې خلاف دې رسنیز فعالیت بند کړي.
جنرال مبین وخت ناوخت په ټولنیزو رسینو کې نیوکه کوله چې له خبرو معنه شوی دی او د طالبانو استخباراتو ورته ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې به سیاسي بحثونه او په پاکستاني چارواکو پسې به خبرې نه کوي.

د افغانستان د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه د بایډڼ په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت له پټو رازونو پرده پورته کړې او ویلي یې دي چې امریکا په بیلابیلو بڼو مالي او نورې سرچینې برابرې کړې، چې د طالبانو اقتصادي او اجرایي جوړښتونه ورسره لا پیاوړي شوي.
صالح ادعا کړې، چې د بایډن حکومت طالبانو ته دغه اقدامات د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر وروسته د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت لپاره ترسره کړي دي.
صالح څرګنده کړې چې د ۲۰۲۲ کال له پسرلي راهیسې، د بایډن حکومت درې میلیارده نوي افغانۍ چاپ کړې او دغه پیسې یې بیا طالبانو ته سپارلې دي.
د ده په وینا، دغه پیسې لومړی د پخواني جمهوري نظام پر مهال د افغانستان بانک له لوري په پولنډ کې چاپ شوې وې چې وروسته په بېلابېلو بڼو دغه پیسې طالبانو ته لېږل شوې دي او هېڅ ډول څارنه ترې نه ده شوې.
صالح دا کړنه د امریکا له بندیزونو سره سره سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې دا پیسې په حقیقت کې د بایډن حکومت لخوا طالبانو ته د«ډالۍ» په توګه ورکړل شوي دي.
د پاسپورټونو وېش
صالح زیاته کړې چې د بایډن حکومت طالبانو ته شپږ میلیونه ټوکه افغاني پاسپورټونه د اسلامي جمهوریت له نښې سره ورکړي دي.
دغه پاسپورټونه په تور بازار کې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ډالرو پلورل کېږي، چې طالبان ترې په لوی کچه عواید ترلاسه کوي. هغه وایي، په داسې حال کې چې دغه پاسپورټونه د تېر جمهوریت ملکیت و، چې په ناقانونه ډول طالبانو ته سپارل شوي او اوس هېڅ ډول قانوني باور نه لري.
د نغدي کڅوړو لېږد
امرالله صالح دې ته هم اشاره کړې چې هره اونۍ له۴۰ تر ۸۰ میلیونه ډالرو نغدي کڅوړې کابل ته لېږدول کېږي، چې د عراق د سلیمانیه سیمې له لارې یې د چارټر الوتکو په مټ وړي او بیا د طالبانو تر واک لاندې بانکونو ته سپارل کېږي.
د پخواني جمهوري نظام دغه لوړ پوړي چارواکي وویل،چې که څه هم دغه پیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر څار لاندې استول کېږي ؛خو بیا هم د ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.
نوموړي دغه کار د امریکا له قوانینو څخه سرغړونه بللې او د پټو همکاریو د یوې بېلګې په توګه یې یاده کړې ده.
د برېښنا د لګښتونو اړوند مرستې
د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال دې ته هم اشاره کړې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېدونکې بریښنا پیسې هم ورکول کېږي.
د ده په وینا؛ د امریکا حکومت تر څار لاندې د برېښنا اړوند لګښتونه د سویسي میکانیزم له لارې د افغانستان د جمهوري نظام د کنګل شویو شمتنیو له ترلاسه کیدونکې ګټې څخه ورکول کېږي.
د صالح په خبره، دغه لګښتونه په نا رسمي ډول د طالبانو حکومت د اجرایي چارو د دوام لپاره ترسره کېږي.
د بایډن د پټو سیاستونو څېړنه دې وشي
امرالله صالح د خپلو څرګندونو په پای کې ویلي چې طالبان د څلورو میلیاردهډالرو مالي کسر سره مخ دي، چې د بایډن د حکومت پټو مرستو یې ورسره د دې کسر په پوره کیدو کې لاسنېوی کړی دی.
هغه د بایډن حکومت دغه اقداماتو ته «تخریبي او شیطاني سیاستونه» وویل او د دې غوښتنه یې وکړه چې د بایډن د ټیم او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پایه شوې پټې مرستې باید په رڼه توګه وڅېړل شي.
صالح د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هم وغوښتل چې دغه سیاستونه بیا وارزوي او که اړتیا وي، دغه موضوعات دې خلکو ته بربنډ کړي.
د افغانستان د دغه پخواني چارواکي تر څرګندونو مخکې هم د امریکا پر حکومت یو شمېر څارونکو نادولتي موسسو له طالبانو سره د بایډن حکومت د خواخوږیو په تړاو اندیښنې څرګندې کړې وې.
امریکایي موسسو نیوکې کړې چې د بایډن حکومت له لوري د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره کیدونکې مرستې له بېلابېلو له لارو د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي چې ښايي په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار واخلي.
