• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني تېر کال ۱۳۶۱ تنه افغانان له خپلې خاورې شړلي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه هېواد تېرکال ۱۳۶۱ تنه افغانان اخراج کړي، چې ۲۸ تنه یې په یوه چارټر الوتنه کې مستقیم کابل ته لېږدول شوي. د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر څرګنده کړې چې افغانستان ته به د «مجرمانو» د شړلو لړۍ جاري وساتي.

جرمني رسنۍ وايي، چې برلین په ۲۰۲۴ کال کې د ورته تېرکال د شمېرو په پرتله ډېر خلک اخراج کړي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې له جنورۍ څخه د نومبر تر پایه پورې ۱۸ زره او ۴۰۰ کسان شړل شوي دي. دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله شاوخوا ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

چارواکي وايي، چې ډېری اخراج جورجیا ته شوی، چې جرمنی یې د "خوندي اصلي هېواد" په توګه طبقه بندي کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ټولټال ۱۸ زره او ۳۸۴ کسان بیرته استول شوي دي. د بیلډ د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۱۶ زره او ۴۳۰ تنه و.

په ۲۰۲۴ کال کې د اخراج اصلي ځای جورجیا وه، چې جرمني په ۲۰۲۳ کال کې د خوندي اصلي هېواد په توګه وټاکه.

په ۲۰۲۴ کال کې له جرمني څخه جورجیا ته له ۱۶ سوو زیات کسان شړل شوي دي.

هغه هېوادونه چې خوندي اصلي هېوادونه بلل کېږي، هغه ځایونه دي چې په عمومي توګه ګومان کېږي هلته د سیاسي تعقیب، غیر انساني چلند یا سپکاوي ویره نشته او له همدې امله د هغوی اوسېدونکو ته جدي خطر نه وي.

په تېر کال کې د شړل شویو کسانو په اصلي هېوادونو کې ترکیه په لومړي ځای کې ده. په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷ سوه او ۲۰ ترکي وګړي له جرمني څخه شړل شوي دي.

د هغو بهرنیانو یوه برخه چې په ۲۰۲۴ کال کې شړل شوي، جرمني چارواکو د هغوی اصلي هېوادونو ته نه دي استولي، بلکې نورو اروپایي هېوادونو ته یې لېږلي دي چې د ډوبلین مقرراتو له مخې د هغوی د پناه غوښتنو مسوولیت لري. دا په ځانګړي ډول د سوریې او افغانستان د خلکو لپاره صدق کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، له ۸۱۶ عراقي وګړو څخه چې په ۲۰۲۴ کال کې له جرمني شړل شوي، ۶۱۵ کسان په مستقیم ډول عراق ته استول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ له پاکستان نه وغوښتل چې افغانان په زور ونه شړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۵۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو او زنداني کولو اندېښنه وښوده. ریچارډ بېنېټ پر پاکستان غږ وکړ، چې دا بهیر ودروي او د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د زیانمنو افغانانو حقونه خوندي کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر خپل اېکس ولیکل چې د سیمې هېوادونه باید له زیانمنو افغانانو سره ښه چلند وکړي.

ریچارډ بینیټ لیکلي: « زه بیا خپل غږ پورته کوم د دې لپاره چې افغانان، په ځانګړې توګه هغه کسان چې زیانمنو کټګوریو پورې اړه لري، خوندي پاتې شي او جبري ونه شړل شي. په سیمه کې مېشت افغانان د غوره چلند مستحق دي».

نوموړي زیاته کړې، « زه له ټولو هېوادونو غوښتنه کوم چې د کوربه هېوادونو لپاره د تمویل کچه زیاته کړي او د کډوالو د ځای پر ځای کولو لارې چارې لا پیاوړې کړي».

په دې وروستیو کې پاکستان اعلان وکړ، چې په تېره یوه اونۍ کې یې ۱۸۳ بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده شړلي دي.

پاکستان له دغو کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه رد کړي، خو په دې وروستیو کې د دغه هېواد د پارلمان یوه پخواني غړي محسن داوړ ویلي، چې پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره "غیر انساني چلند" کوي.

د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سيالۍ د فراه ابو مسلم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سيالۍ د فراه ابو مسلم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د فوټبال په دغو سیالیو کې د سې شنبې په ورځ په لومړۍ سیالۍ کې فاریاب خراسان لوبډلې د فراه عدالت ته ۳ پر ۲ او د هرات اټک انرژۍ لوبډلې د کابل استقلال ته ۶ پر صفر ماته ورکړه.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ په څلورم پراو سياليو کې ۱۲ لوبډلو برخه لرله.

د فراه ابوملسم او د هرات اټک انرژۍ لوبډلې نومرې مساوي او لومړۍ هغه د ګولونو په توپير د سیاليو مخکښه لوبډله اعلان شوه.

په دې سياليو کې د فراه ابومسلم، د هرات اټک انرژۍ او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلو ترمنځ د اتلولۍ لپاره سخته سيالي روانه وه.

د فراه ابوملسم لوبډلې د افغانستان د ملي او نړيوالو لوبغاړو په درلودلو سره د ګولونو په توپير د دې سیاليو اتلولي تر لاسه کړه.

په دې سياليو کې د هرات اټک انرژۍ لوبډلې دویم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

د سرپل خادم اف سي او د فراه عدالت لوبډلې د کمو نمرو په لرلو سره د لوبو د جدول وروستي ځایونه خپل کړل او له لیسته بهر شوې.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د دویم او درېيم فصل اتلولي د هرات اټک انرژۍ لوبډلې له ځان سره درلوده.

په دې سياليو کې د کابل استقلال او جوانان پیروزي، د هرات اټک انرژي، صرافان او سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم او عدالت، د بلخ موج ساحل، د سرپل خادم، کندهار عینو مېنې او د فاریاب خراسان او سرسبز یاشلر لوبډلو برخه درلوده.

د افغانستان غالۍ د ترکیې په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۰

د طالبانو سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان غالۍ د ترکیې په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې. طالبان وايي چې ددې ډلې د سوداګرۍ وزارت د استازي او ترکیه کې د طالبانو د سفارت د مسولینو په ګډون د غالیو نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن سې شنبه «د مرغومي ۱۸مه» پر خپل اېکس د ترکیې په استانبول ښار کې د غالیو نړیوال نندارتون کې نندارې ته د افغان غالیو د وړاندې کولو خبر ورکړ.

په دغه نندارتون کې د ګډون هدف په نړيوال بازار کې د افغانستان غالیو ته بازار موندل ښودل شوي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان اتو شرکتونو هم په دغه نندارتون کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

دوی زیاتوي چې په دغه نندارتون کې به د ۱۹ هېوادونو لاسي او ماشیني غالۍ د څلورو ورځو لپاره نندارې ته کېښودل شي.

د نړۍ په بازارونو کې افغان غالۍ په لسګونه زره ډالرو پلورل کېږي خو غالۍ اوبدونکو ته یې ایله دومره ګټه رسېږي چې خپلې کورنۍ پرې مړې وساتي.

د طالبانو په واکمنیدو سره له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د غالیو د لېږد بهیر هم ټکنی شوی چې د غالیو اوبدونکو روزګار هم ورسره یو څه تت شوی دی.

غالۍ د افغانستان له پخوانیو صنعتونو څخه شمېرل کېږی چې شمالي ولایتونه یې د اوبدلو مهمې سیمې بلل کېږي.

امریکا له طالبانو سره د خپلو دریو زندانیانو پر تبادله خبرې کوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د بایډن اداره له طالبانو سره په خبرو بوخته ده،چې په افغانستان کې نیول شوي امریکایان د ګوانتانامو زندان د یوه لوړپوړي بندي په بدل کې، چې د اسامه بن لادن نږدې ملګری بلل کېږي، خوشي کړي. د بایډن ادارې او طالبانو ترمنځ ددې تبادلې خبرې د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې روانې دي.

وال سټریټ ژورنال او فاکس نیوز وايي، متحده ایالتونو د نومبر پر۱۴مه طالبانو ته وړاندیز کړی، چې محمد رحیم الافغاني، چې د امریکا حکومت یې د القاعده لوړپوړی غړی ګڼي، خوشی کړي. په بدل کې به د طالبانو واکمنان جورج ګلیزمان، ریان کوربټ او محمود حبیبي خوشي کوي.

محمودحبیبي طالبانو د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژنې په پېښه کې د ښکیلتیا له امله زنداني کړی.

جو بایډن د نړۍ په مختلفو سیمو کې د نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو لپاره هڅې کړې پیل کړې او په تېرو څلورو کلونو کې یې له ۷۰زیات امریکایان خپلو کورونو ته ستانه کړي دي.

د راپورونو له مخې، طالبانو د نومبر د تبادلې وړاندیز ته ځواب ورکړی او غوښتنه یې کړې چې رحیم او د هغه ترڅنګ دوه نور کسان هم خوشې شي چې جورج ګلیزمان او ریان کوربټ ازاد شي.

د وال سټریټ ژورنال د رپوټ له مخې، د امریکا کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې غړي د ډسمبر پر۱۷مه د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان سره په یوه محرمه ناسته کې خبر شول چې بایډن لا هم د دې وړاندیز په اړه غور کوي.

د دې غونډې یوه برخه‌وال وویل چې د غونډې پر مهال د کمېټې مشر، ریپ. مایکل مک‌کال د طالبانو د دې وړاندیز په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا د امریکا لپاره مناسبه معامله نه ده.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند شون ساوېت ویلي: « د بایډن-هرېس اداره په بهر کې د امریکایانو د خوندیتوب او امنیت لپاره تر خپلې وسې کار کوي او موږ شپه ورځ کار کوو چې جورج، ریان او محمود خوندي خپلو کورونو ته ستانه کړو.».

پاکستان په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو اړوند نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۰

پاکستان په اسلام اباد کې «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ننګونو او فرصتونو» اړوند د یوه نړيوال کنفرانس کوربه توب کوي. پاکستان په داسې حال کې د دغه کنفرانس مشري کوي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې نجونې له زده کړو منع شوې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو اړوند دغه نړيوال کنفرانس به د جنوري میاشتې پر ۱۱ مه او ۱۲ نېټه تر سره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دنیا نیوز ته ویلي، چې لومړی وزیر شهباز شریف به د دې غونډې پرانسته وکړي، چې موخه یې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د ستونزو څیړل دي.

یاده غونډه د اسلامي هېوادونو نړیوالې ټولنې ( رابطه العالم الاسلامي) او د پاکستان د لومړي وزیر په ګډو هڅو تنظیم شوې ده او په دې کې به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو له۵۰ نه ډېر پلاوي ګډون وکړي. د سرچینې په وینا،په غونډه کې به د ۳۰ هېوادونو د زده کړو وزیران هم برخه اخلي.

د پاکستان ډېپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د دې غونډې اصلي هدف د حکومتونو، اسلامي سازمانونو او مدني ټولنو ترمنځ یوه ګډه شبکه جوړول دي چې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو ته وده ور کړي.

تمه ده چې د سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، ایران، اذربایجان، قزاقستان، ترکمنستان او نورو مسلمانو هېوادونو پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

یاده غونډه به د نجونو د زده کړو د ودې لپاره عملي تګلارې وړاندیز کړي او د زده کړې لاسرسي او کیفیت پر وړاندې پرتې ستونزې به وڅېړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د دې غونډې د تیاریو کمېټې د سې شنبې په ورځ ناسته وکړه، چې ددغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ، د فدرالي زده کړو او روزنې وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي، د ځوانانو چارو وزیر رانا مشهود احمد او نورو چارواکو پکې ګډون کړی و.

پاکستان پر داسې مهال په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر اهميت د نړيوال کنفرانس کوربه توب کوي، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې نجونې له لومړنیو، نيمه او لوړو زده کړو بې برخې دي.

پاکستاني چارواکو نه دي ویلي چې دې غونډې ته د طالبانو پلاوی ور غوښتل شوی او که نه.

دا غونډه داسې مهال کیږي، چې د پاکستان مذهبي ګوندونو په افغانستان کې د نجونو زده کړو په برخه کې تراوسه ښکاره دریځ نه دیی نیولی.

پاکستاني سیاستوال او د جمعيت علمای اسلام مشر فضل الرحمان څه موده وړاندې د غزې جګړې ته په اشارې ويلي و، چې «په غزه کې جنګي جنايت روان دی، خو خلک وايي چې ولې افغانستان کې نجونې ښوونځيو ته نه ځي».