• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو اړوند نړیوال کنفرانس کوربه توب کوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۰

پاکستان په اسلام اباد کې «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو د ننګونو او فرصتونو» اړوند د یوه نړيوال کنفرانس کوربه توب کوي. پاکستان په داسې حال کې د دغه کنفرانس مشري کوي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې نجونې له زده کړو منع شوې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو اړوند دغه نړيوال کنفرانس به د جنوري میاشتې پر ۱۱ مه او ۱۲ نېټه تر سره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دنیا نیوز ته ویلي، چې لومړی وزیر شهباز شریف به د دې غونډې پرانسته وکړي، چې موخه یې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د ستونزو څیړل دي.

یاده غونډه د اسلامي هېوادونو نړیوالې ټولنې ( رابطه العالم الاسلامي) او د پاکستان د لومړي وزیر په ګډو هڅو تنظیم شوې ده او په دې کې به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو له۵۰ نه ډېر پلاوي ګډون وکړي. د سرچینې په وینا،په غونډه کې به د ۳۰ هېوادونو د زده کړو وزیران هم برخه اخلي.

د پاکستان ډېپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د دې غونډې اصلي هدف د حکومتونو، اسلامي سازمانونو او مدني ټولنو ترمنځ یوه ګډه شبکه جوړول دي چې په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړو ته وده ور کړي.

تمه ده چې د سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، ایران، اذربایجان، قزاقستان، ترکمنستان او نورو مسلمانو هېوادونو پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

یاده غونډه به د نجونو د زده کړو د ودې لپاره عملي تګلارې وړاندیز کړي او د زده کړې لاسرسي او کیفیت پر وړاندې پرتې ستونزې به وڅېړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د دې غونډې د تیاریو کمېټې د سې شنبې په ورځ ناسته وکړه، چې ددغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ، د فدرالي زده کړو او روزنې وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقي، د ځوانانو چارو وزیر رانا مشهود احمد او نورو چارواکو پکې ګډون کړی و.

پاکستان پر داسې مهال په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده کړو پر اهميت د نړيوال کنفرانس کوربه توب کوي، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې نجونې له لومړنیو، نيمه او لوړو زده کړو بې برخې دي.

پاکستاني چارواکو نه دي ویلي چې دې غونډې ته د طالبانو پلاوی ور غوښتل شوی او که نه.

دا غونډه داسې مهال کیږي، چې د پاکستان مذهبي ګوندونو په افغانستان کې د نجونو زده کړو په برخه کې تراوسه ښکاره دریځ نه دیی نیولی.

پاکستاني سیاستوال او د جمعيت علمای اسلام مشر فضل الرحمان څه موده وړاندې د غزې جګړې ته په اشارې ويلي و، چې «په غزه کې جنګي جنايت روان دی، خو خلک وايي چې ولې افغانستان کې نجونې ښوونځيو ته نه ځي».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په قطر کې د سفارت سرپرست نعیم وردګ کابل ته غوښتی او پر ځای یې سهیل شاهین ټاکلی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دې ډلې په دوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست نعیم وردګ کابل ته غوښتی او د هغه پر ځای یې سهیل شاهین ټاکلی دی. سرچینې وايي، نعیم وردګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نوی اداري معیین ګومارل شوی دی.

په کابل او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سرچینو نن سې شنبه «د مرغومي ۱۸مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان به ژر په دې اړه رسمي اعلان وکړي.

سرچینې وايي، چې په کابل کې د طالبانو په بهرنیو چاور وزارت کې هم ځینې تغییرات رامنځته شوي دي.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ددغه وزارت د څلورمې سیاسي څانګې مسوول ټاکل شوی او د هغه پر ځای د نوموړي مرستیال حافظ ضیاء احمد د ویاند په توګه ګومارل شوی دی.

تر دې دمه طالبانو ددغو بدلونونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

سهیل شاهین په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند و او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې نوموړی په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر مسوول وټاکه، خو وروسته یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لپاره معرفي کړ.

ملګرو ملتونو په څلورم ځل هم نوموړي ته د افغانستان څوکۍ ونه سپارله.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې په قطر کې د افغانستان د سفارت چارې دې ډلې ته وسپارل شوې، نعیم وردګ په دوحه کې د سفارت د سرپرست په توګه دنده پرغاړه واخېسته.

د طالبانو له وروستیو ګومارنو څرګندیږي چې دغه ډله هڅه کوي په دوحه کې د خپل سیاسي دفتر فعالیتونه کم کړي او پر سفارت تمرکز ډېر کړي.

طالبانو په نورستان کې هم د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د نورستان ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ټولو دولتي ادارو ته ویلي چې د ژوندیو موجوداتو انځور اخیستل او خپرول په رسمي ډول منع دي. نورستان شپږم ولایت دی چې په رسمي ډول طالبان دغه بندیز پکې اعلان او پلی کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن سې شنبه «د مرغومي ۱۸مه» په یوه اعلامیه کې پر یادو بندیزونو ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری ور کوي، چې دغه بندیز به پر رسنیو او معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي ناوړه اغیز پرېباسي.

د نورستان ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس دین محمد مستغني د دوشنبې په ورځ په هغه ناسته کې دا بندیز اعلان کړ، چې د د نورستان لپاره د طالبانو والي او نورو محلي چارواکو په حضور کې په مرکز پارون کې جوړه شوې وه.

مستغني ویلي چې دغه امر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ صادر شوی او باید په جدي توګه پلي شي.

د افغانستان خبریالانو مرکز ته ځايي سرچینو ویلي، چې په نورستان کې ملي ټلویزیون ځایي خپرونې نه لري او د ژوندیو موجوداتو پر انځورونو له بندیز مخکې یې راپورونه په کابل کې له ملي تلویزیون څخه خپرېدل. دغه راز د باختر خبري اژانس د ولایتي څانګې انځورونه او راپورونه هم کابل ته لېږل کېدل.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي دفتر له دغه فرمان وروسته په خپله فیسبوکپاڼه کې د ژوندیو موجوداتو انځورونه نه دي خپاره کړي او پر ځای یې د ادارو د ودانیو انځورونه کاروي.

تر دې دمه، پر نورستان سربیره دغه بندیز په پنځو نورو ولایتونو کندهار، تخار، بادغیس، هلمند او ننګرهار کې هم په رسمي ډول اعلان شوی، چې د یادو ولایتونو پر سیمه‌ییزو مسوولینو او خبریالانو له تازه محدودیتونو سربيره د ځینو سیمه‌ییزو ټلویزیونونو د بندېدو لامل هم شوی دی.

که څه هم په ننګرهار کې دا بندیز یوازې پر ملي ټلویزیون او د حکومت تر څار لاندې رسنیو پلي شوی خو تر اوسه د خصوصي رسنیو د تصویري فعالیتونو په اړه کوم ممانعت نه دی په ګوته شوی.

په نورستان کې د ملي رادیو ټلویزیون ولایتي دفتر او د باختر دولتي خبري اژانس ترڅنګ درې خصوصي راډیوګانې «الینا»، «سوله سحر» او « پارون غږ » هم فعالیت لري.

د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې له مخې د ساکښو د انځور اخیستل او خپرول حرام دي، چې له همدې امله په ګڼو ولایتونو کې د انځوریزو رسنیو پر خپرونو بندیز لګېدلی او دا لړۍ ښایي نورو ولایتونو ته هم ورسېږي.
سره له دې چې د رسنیو ملاتړو ادارو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې په دې اړه خپل دریځ بدل کړي، خو یاده ډله وایي چې د اسلامي شریعت پر اساس خپلې چارې ترسره کوي.

طالبانو د «اخلاقي فساد او قمار وهنې» په تور ۹ کسان نيولي او یوه ښځه يې په دُرو وهلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې يې يوه ښځه د زنا په تور په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهلې ده. په ورته وخت کې په کابل کې د طالبانو امربالمعروف د «اخلاقي فساد او قمار وهنې» په تور د ۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی.

د طالبانو سترې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د زنا په تور دې ښځې ته د محکمې له تاييد وروسته سزا ورکړل شوې.

طالبانو د دې ښځې د هویت په اړه مالومات نه دي ورکړي.

بل لوری په کابل کې د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، چې د ښار په درېيمه او پنځمه حوزه کې يې درې تنه د «اخلاقي فساد» او شپږ تنه يې د «قمار وهنې» په تور نيولي.

دغه وزارت د سه شنبې په ورځ ويلي، چې د «قمار وهنې» په تور نيول شوي کسان یې تر لنډ مهالي بند وروسته په ضمانت خوشي کړي.

طالبان وایي، له دې نیونو څخه یې موخه په ټولنه کې د «اسلامي او ټولنيزو ارزښتونو» ساتل او اصلاح کول دي.

طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې په خپلسري ډول خلک په بېلابېلو تورونو نيسي، زنداني کوي يې او په عام محضر کې يې په دُرو وهي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې د طالبانو قضايي سیستم معیاري نه دی او تورن کسان د مدافع وکیل په ګډون قانوني لارو چارو ته لاسرسی نه لري.

طالبانو په پنجشیر کې افغان او بهرنیو پانګوالو ته د زمردو استخراج ۵۶۰ جوازلیکونه ورکړي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په پنجشیر ولایت کې بهرنیو او افغان پانګواالو ته د زمردو د استخراج ۵۶۰ جوازونه ورکړي دي. د یاد وزارت ویاند همایون افغان وايي، په پنجشیر او کابل کې یې د یاقوتو د کان کیندنې جوازونه هم ورکړي او په درې نورو ولایتونو کې هم کار پرې روان دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نیویارک ټایمز ته وویل، چې افغانستان ته لا ډېر انجنیران او تخنیکي متخصصان په کار دي.

هغه وویل چې بهرني پانګوال تجربه لرونکي متخصصان له ځان سره راولي او د جوازونو له مخې مکلف دي چې افغانان وګوماري او هغوی ته تخنیکي او د انجنیرۍ مهارتونه ور وښيي.

خو ډېر نوي جوازونه د هغو کانونو لپاره دي چې لا تر اوسه نه دي پرانیستل شوي. سربېره پر دې، ډېر شته کانونه د خرابو زیربناوو او د تجربه لرونکو انجنیرانو او تخنیکي متخصصینو د کمي له امله له ستونزو سره مخ دي.

نیویارک ټایمز وايي، چې د میلیاردونو ډالرو نړیوالو مرستو له لاسه ورکولو وروسته د طالبانو حکومت د افغانستان د بډایه ګرانبیه تیږو او منرالونو په زیرمو حساب کوي.

ورځپاڼه وايي، چې طالبان د پنجشیر اونورو ولایتونو د ګرانبیه تیږو د خرڅلاو له لارې غواړي له دې سترو کاني زیرمو نغذې پیسې ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته طالبان وايي، چې له پانګوالو سره یې د ګرانبیه تیږو، سرو زرو، مسو، اوسپنو او کرومایټو په برخه کې ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي.

ورځپاڼه روسي او ایراني پانګوالو او د چین یوه سړک او یوه کمربند پروژې ته اشاره کوي، چې د چین د نړیوال نفوذ لپاره پیل شوې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د جیولوژیکي څیړنو پر بنسټ، د افغانستان تر ځمکې لاندې لږترلږه د څو تریلیونه ډالرو په ارزښت زیرمې دي، چې مس، سره زر، کرومایټ، کوبالټ، لیټیم او د یاقوتو، لاجوردو او زمردو په څېر ګرانبیه تیږې پکې شاملیږي.

نیویارک ټایمز وايي، طالبان هڅه کوي هغه څه ترسره کړي چې امریکا د خپل شل کلن حضور په جریان کې ونه شوای کړای.

امریکا نږدې یو میلیارد ډالر د افغانستان د کان کیندنې پروژو د پراختیا لپاره مصرف کړل، خو د پام وړ پرمختګ نه و شوی.

امنیتي اندیښنې، ناسمې زیربناوې، فساد او حکومتي تګلارې هغه ننګونې وې چې پخوا هم موجودې وې او اوس د طالبانو پر وړاندې هم دا ننګونې پرتې دي.

نیویارک ټایمز وايي، طالبان اوس د زمردو له پلورلو مالیه ټولوي.

ترکیې، قطر، چین او ایران په اوسپنې، سرو زرو، مسو او سمنټو کې پانګونه کړې ده. د ازبکستان یوې کمپنۍ د افغانستان په شمال کې د تیلو د استخراج لپاره تړونونه کړي دي.

رحمت الله شریفي، چې په لیلام کې یې دوه ډوله زمرد اخیستي وو، نیویارک ټایمز ته وویل: « دولت د هېواد د پرمختګ لپاره پیسو ته اړتیا لري. پوښتنه دا ده چې ایا دوی به دا د افغان ولس په ګټه وکاروي؟».

نیویارک ټایمز وايي، طالبان د کانونو د استخراج پروژو له لارې هڅه کوي د نړیوالو مرستو نشتوالی جبران کړي.

امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۰

طالبان وايي، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی یې نن متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر روان شو. طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې دې سفر کی به د دوی پلاوی له اماراتي چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پر لېوالتیا وړ نورو مسلو خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن دوشنبې «د مرغومي ۱۷مه» په خپل اېکسپاڼه کې متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر خبر ورکړ.

حافظ ضیا احمد پ لیکلي:« په پام کې ده، چې د دې سفر پرمهال به افغان پلاوی اماراتي چارواکو سره پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پر پراختيا او د دواړو خواوو د لېوالتيا وړ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.»

طالبانو د دې سفر په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي او نه هم تر دې دمه د متحده عربي امارات چارواکو په دې هکله څه ویلي دی.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې نه ده په ډاکه کړې چې دا سفر د چا په غوښتنه کېږې او په دې پلاوي کې د طالبانو نور کوم چارواکي شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي هغه انځورونه خپاره کړي دي، چې متحده عربي اماراتو ته د روانېدو وړاندې یې له خپلو مامورینو سره ناسته کړې ده.