• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۰

طالبان وايي، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی یې نن متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر روان شو. طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې دې سفر کی به د دوی پلاوی له اماراتي چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پر لېوالتیا وړ نورو مسلو خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد نن دوشنبې «د مرغومي ۱۷مه» په خپل اېکسپاڼه کې متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر خبر ورکړ.

حافظ ضیا احمد پ لیکلي:« په پام کې ده، چې د دې سفر پرمهال به افغان پلاوی اماراتي چارواکو سره پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پر پراختيا او د دواړو خواوو د لېوالتيا وړ پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.»

طالبانو د دې سفر په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي او نه هم تر دې دمه د متحده عربي امارات چارواکو په دې هکله څه ویلي دی.

طالبانو په دې خبرپاڼه کې نه ده په ډاکه کړې چې دا سفر د چا په غوښتنه کېږې او په دې پلاوي کې د طالبانو نور کوم چارواکي شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متقي هغه انځورونه خپاره کړي دي، چې متحده عربي اماراتو ته د روانېدو وړاندې یې له خپلو مامورینو سره ناسته کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایران: د بهرنیو چارو او انرژۍ وزارتونه په افغانستان کې د بندونو د جوړولو موضوع تعقیبوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۰

د ایران د پارلمان یا اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیټې غړی وايي، دغه هېواد په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بندونو جوړېدو موضوع تعقیبوي. فداحسین مالکي زیاتوي دایران د انرژۍ او بهرنیو چارو وزارتونو ته دنده سپارل شوې ده، چې دا موضوع په جدي توګه وڅاري.

د ایران ایسنا خبري اژانس نن دوشنبې « د مرغومي ۱۷مه» د فداحسین مالکي په حواله لیکلي، د بند جوړول هغه عمل دی چې طالبانو له ډیر پخوا پیل کړی.

مالکي وايی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې یو دریځ خپل کړی دی او په دې لړ کې ټاکل شوې چې د ایران سفیر د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.

د نوموړي له دې خبرو سره هممهاله په کابل کې د ایران د سفات سرپرست د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.

مالکي همداراز وايي، چې په دې اړه یې د ایران بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي عراقچي سره خبرې وکړې او پریکړه وشوه چې دا موضوع باید د حکومت په اجنډا کې وي او پارلمان یې هم تعقیب کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم تېره جمعه د ایران د اوبو د حق او هرات کې پر سیند د پاشدان بند د جوړیدو په اړه غبرګون وښود.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقاي وویل:« د بهرنیو چارو وزارت د هیواد د ډیپلوماسۍ د ساتونکي په توګه، د ایران د سرحدونو او ګډو سیندونو د اوبو حقونه د خپلې دوامداره اجنډا په توګه تعقیب کړي.»

خو طالبانو په ځلونو ویلي، چې ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې یې ایران ته د اوبو ورکولو حق تامین کړی دی.
څه موده وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو، چې طالبان ایران ته د اوبو ورکولو حق ته ژمن نه دي او د سېلابونو اوبه د ایران په حقابه کې حسابوي.
که څه هم طالبان او ایران په خپلو کې ډېر نږدي اړیکي سره لري؛ خو لا هم د ایران د حقابې او په ایران کې پر افغان کډوالو د ظلمونو مسایل د دواړو هېوادونو تر منځ په یو ترینګلي او لانجمن حالت کې پاتې دي.

طالبانو په دوو ولایتونو کې ۴ تنه د “لواطت او له کوره د ښځې د تښتولو” په تور په دورو ووهل

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۲ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمه وايي، په خوست او زابل کې یې څلور تنه، چې په “لواطت او له کوره د ښځې په تښتولو” تورن وو، په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

دې محکمې په خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ یې د خوست ولایت په اسمعیل خیل ولسوالۍ کې درې تنه چې په “لواطت” تورن وو، په عام محضر کې په دورو ووهل.

طالبانو د دغو تورونو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې دا کسان یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.

همدارنګه زیاتوي،‌ چې یو بل تن یې د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې “له کوره د نامحرمې ښځې د تښتونې” په جرم په عام محضر کې ۳۹ دوري وهلی او په یو کال تنفیذې بند یې محکوم کړی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندني ښيي، چې طالبانو په تېره یوه کال کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۵۸۳ کسان په عام مضر کې په دورو وهلي دي.

د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونه که څه هم په عام محضر کې د طالبانو له لورې د بدني سزا عمل ده غندي، خو دا ډله لاس ترې نه اخلي او نږدې هرو دوو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته په عام محضر کې سزا ورکوي.

د ایران پخوانی سفیر: ځینې لوري د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو جنجال غواړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ایران پخوانی سفیر په افغانستان کې د اوبو نویو بندونو ته په اشاره وايي، «ځینې لوري د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه کوي.» فدا حسین مالکي‌زیاتوي، چې په افغانستان کې د بندونو د جوړولو وروستي اقدامات به خامخا د ایران لپاره د ستونزو سبب شي.

فداحسین مالکي د ایران له مهر رسنۍ سره په خبرو کې د ایران په سرحدي سیمو کې د طالبانو له لوري د اوبو د بندونو جوړولو ته په اشاره ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د ګاونډیانو په ځانګړې توګه له ایران سره د حقوقي او سرحدي ستونزو او د حقابې مسلې په اړه اندیښنې راپورته شوې دي. «په دې وروستیو کې موږ ولیدل چې داسې ډلې شته چې د دې هیواد او ایران ترمنځ د سرحدي تاو تریخوالي او د اوبو شخړې رامینځته کول غواړي. موږ په افغانستان کې د ډلو او هېوادونو شتون تاییدوو او هغوی د افغانستان او ایران د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي.»

نوموړی وایي، چې په افغانستان کې د بندونو جوړول د ایران په زیان دي او:« دا د دې حقیقت ښودنه کوي چې ایران ته د زیان رسولو لپاره یوه پروژه جوړیږی.»

که څه هم نوموړی د کومې ډلې یا هېواد نوم نه اخلي، خو د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرني سیاست د کمیسون د غړي تېره اونۍ وویل، ترکیه په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو سره پر ایران فشارونه واردوي.

ابوالفضل ظهره وند د ایران له انتخاب خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ترکان په افغانستان کې بندونه جوړوي او دوی فکر کوي، چې پر تهران په فشار راوړلو سره ایران کمزوری کوي.

د طالبانو واکمنېدو پسې ایراني چارواکو ویل، چې کمال خان بند کې د هلمند سین اوبه غړول شوې، خو اوس یې هرات کې د پاشدان بند پر جوړېدو له طالبانو سره جنجال تازه شوی دی.

ایراني چارواکي وايي، د دغه بند جوړېدو سره به د ایران خاورې ته د اوبو بهیر زیانمن شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره جمعه له طالبانو غوښتنه وکړه، چې دغه هېواد ته له افغانستان د تلونکو اوبو د بهېدو په دوام کې همکاري وکړي او خنډونه لرې کړي.

ښاغلي بقايي یو ځل بیا په افغانستان کې پر جوړېدونکو بندونو او ایران ته د تلونکو اوبو د اندازې پر اغېزمنېدو اندېښنه وښوده.
نوموړي هیله وښوده چې د طالبانو حکومت به د دواړو ملتونو ګټو، دوه اړخیزو هوکړو او تړونونو او نړیوالو اصولو ته په پام مناسبې پرېکړې وکړي.

پر افغانستان بریدونو ته د هند غبرګون: پاکستان د خپلو داخلي ناکامیو پړه تل پر ګاونډیو اچوي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پکتیکا او خوست کې د پاکستان له هوايي بریدونو ۱۳ ورځې وروسته دغه حملې غندلې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۴۶ کسان ووژل شول. رندیر جیسوال خبریالانو ته ویلي:« دا د پاکستان یو پخوانی عمل دی چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه تل پر ګاونډیانو اچوي.

د پاکستان هوايي ځواک د ډیسمبر پر ۲۴ د تحریک طالبان پاکستان د غړو په نښه کولو په پلمه د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ هوايي بریدونو وکړل.

پر طالبانو سربېره نړیوال سازمانونه او خپلواکۍ رسنۍ وايي، چې دې بریدونو کې تر ډېره مرګ ژوبله ماشومانو او ښځو ته اوښتې ده.

ښاغلي جیسوال هم د رسنیو د یوې پوښتې په ځواب کې وویل:« موږ په بې ګناه ملکي وګړو هر ډول بریدونه په څرګنده توګه غندو.»

نوموړی وایي، اسلام اباد تل هڅه کوي چې د خپلو داخلي ناکامیو پړه پر ګاونډیو هیوادونو واچوي.

له دې بریدونو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر هم احضار کړ.

طالبانو د پاکستان دغه بریدونه “ له ملي حاکمیت سرغړونه او د دواړو هېواددونو په اړیکو کې د بې باورۍ رامنځته کولو هڅه» وبلله او څو ورځې وروسته یې د دغو بریدونو په غبرګون له ډیورنډ کرښې سره په کورمه او شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

دوبۍ د طالبانو د رسنیز فعال «جنرال مبین» د کار وېزې غوښتنلیک رد کړی دی

۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي چې د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ځايي چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال «جنرال مبین» د کار وېزې غوښتنلیک رد کړی دی. په دوبۍ کې د وېزو خدماتو یو شرکت هم تایید کړه، چې ځايي حکومت د «جنرال مبین» د اقامې او کار ویزې غوښتنلیک رد کړی دی.

په «جنرال مبین» د مشهور طالب رسنیز فعال د پاسپورټ په کډون ځینې سندونه افغانستان انټرنشنل پښتو ترلاسه کړي دي.

د نوموړي پاسپورټ شمېره هم د دوبۍ چارواکو په مکتوب کې درج شوې شمېرې سره توپیر نه لري.

د اقامې تر ردېدو وروسته بیا جنرال مبین د دوبۍ له دولتي ادارو غوښتنه کړې ده، چې د کار وېزې د غوښتنلیک د رد په اړه دې یوځل بیا کتنه وکړي.

جنرال مبین په خپل دغه مکتوب کې په عربي ژبه لیکلي:« ستاسې درانه حضور ته دا غوښتنه وړاندې کوم، چې زما د کار وېزې د رد پرېکړې ته بیا کتنه وکړي»

د مکتوب په یوه بله برخه کې راغلي:« زه غواړم تاسې ته خبر درکړم چې ما په دې وروستیو کې د وفي وفي د تخنیکي خدمتونو شرکت کې وظیفه ترلاسه کړې ده، دغه د شرکت زما لپاره د وېزې غوښتنه کړې وه خو دغه غوښتنه رد شوې ده.»

100%

جنرال مبین د دوبۍ حکومت ته لیکلي چې تاسې ته څرګنده ده، چې زمونږ هېواد «افغانستان» کې د کار او تجارت وضعیت ډېر خراب دی او د وظیفې او عاید امکانات ډېر کم دي.

جنرال مبین په ټینکار سره ویلي «د دې غوښتنلیک منل به ماته د یوې واحدې عایداتي سرچینې فرصت راکړي څو خپل ځان او کورنۍ ته د عزت او ثبات ژوند برابر کړم.»

په دوبۍ کې یکې د یوه ځايي شرکت مسوولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا ځل هم معلومه نه ده، چې د دوبۍ حکومت به د جنرال مبین د د اقامې او یا هم د کار وېزې غوښتنلیک ومني او کنه.

د طالبانو رسنیز فعال جنرال مبین چې په وروستیو کې دوبۍ ته په سفر دی او په دغه هېواد کې د طالبانو له سفیر سره دلیدنې انځورونه یې هم خپاره کړي و.

100%

تر اوسه نه ده، معلومه چې په کومو دلایلو د دوبۍ حکومت د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د اقامې یا هم د کار وېزې غوښتنلیک رد کړی دی.

دجنرال مبین د طالبانو په روانه واکمنۍ کې څو ځلې د دې ډلې د حکومت له لوري ترې تم شوی او د ده د رسنیزو فعالیتونو په اړه یې ورته ګوتڅنډنې کړې چې د دغې ډلې د ارادې خلاف دې رسنیز فعالیت بند کړي.

جنرال مبین وخت ناوخت په ټولنیزو رسینو کې نیوکه کوله چې له خبرو معنه شوی دی او د طالبانو استخباراتو ورته ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کې به سیاسي بحثونه او په پاکستاني چارواکو پسې به خبرې نه کوي.