• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو واکمني او د غربت څپې؛ لوګر کې یو کس د خپلو اولادونو د لوږې له کبله پښتورګی پلوري

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۲۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشل ته په یوې رسیدلې ویډیو کې ښکاري چې د پکتیا - لوګر پر لویې لارې د کونجک سیمه کې یو تن پر سپینه پاڼه لیکلي چې «له ډېرې مجبورۍ خپل پښتورګی پلوري.» هغه په ژړغوني غږ خپلې خبرې غځوي او په هېواد کې له روانې بې روزګارۍ سر ټکوي.

د یوه موټر چلوونکي د پوښتنې په ځواب کې دغه کس چې نوم یې نه دی ښودلی وايي، تازه له پاکستانه هېواد ته راکډه شوی او د بې روزګارۍ له امله یې اوس په کور کې هېڅ ډول خوراکي توکي نه شته نو په خبره یې، مجبور دی چې خپل پښتورګی وپلوري.

د پښتورګي د دغه پلورونکي کس په وینا؛ دوه ودونه یې کړي پنځه اولادونه لري چې اوس له سختې لوږې سره مخ دي او د ژمي په دې سړه هوا کې مناسبه سرپناه هم نه لري.

دغه غربت وهلي کس ویلي چې په کور کې یې د خوراکي توکو د نشت او لوږې له امله ماشومان ورته ژاړي ؛خو دی توان نه لري‌ چې روزګار پسې ګاونډیو هېوادونو ته مساپر شي.

د طالبانو په واکمنۍ کې پر هېواد د غربت خورا بده څپه راغلې چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک مجبور شوي چې د بدن غړي وپلوري او یا هم د خپلو اولادونو پلور ته مخه کړي.

د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سره هم مهاله یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو په هېواد کې خپل دفترونه وتړل او له دې سره د بشري مرستو کچه خورا راکمه شوه.

په روان کال کې یوې بلې کورنۍ په ننګرهار د غربت له امله خپلې دوه لوڼې پلور ته وړاندې کړې وې او ویلي یې و، چې مرستندویه ادارو ته له ورتګ سره سره هم ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

بل لوری نړۍوال مرستندویه سازمانونه هم په افغانستان کې د سختې لوږې او بشري کړکېچ څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له هېوادونو غوښتي چې په دې کړکېچ وضعیت کې د افغانانو لاسنېوی وکړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

•
•
•

نور کیسې

عباس ستانکزي او د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۳۸ GMT+۰
عباس ستانکزي او د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د (مرغومې ۲۳مه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي په کابل کې د بيلاروس د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال لوکا شیویچ سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو ټینګار شوی دی.

په دغې خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د طالبانو او بیلاروس تخنیکي ټیمونه به د همکاریو د لار پراختیا په موخه په کابل او مېنسک کې ګډې ناستې کوي.

د طالبانو په خپرې شوې خبرپاڼه کې د همکاریو او اړیکو بڼه نه ده څرګنده شوې.

عباس ستانکزي په دې وروستیو کې له امریکا سره د ښو اړیکو د لرلو تر څنګ پر پاکستان هم توندې نیوکې کړي.

هغه ادعا کړې چې پاکستان په خپل هېواد کې د «داعش لپاره ځانکړي مرکزونه جوړ کړي‌ او د پوځ له لوري یې ورته روزنې هم ورکول کېږي او په دې تړاو ثبتونه هم لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همدا راز پر پاکستان تور پورې کړی چې امریکا ته یې د بې پېلوټه الوتکو د الوتنو لپاره خپل هوایي ډګرونه په کرایه ورکړي او له هغې ځایه بې پېلوټه الوتکې د افغانستان اسمان ته ننوځي.

له افغانستان سره د ترکیې څه باندې اوه سوه ټنه بشردوستانه مرسته هرات ته رسېدلې ده

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۰
له افغانستان سره د ترکیې څه باندې اوه سوه ټنه بشردوستانه مرسته هرات ته رسېدلې ده
100%

په کابل کې د ترکیې سفارت د (مرغومې ۲۳مه) د یکشنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي‌ چې هرات ولایت ته د دغه هېواد ۷۲۴ ټنه بشردوستانه مرستو تازه جوپه له رسېدو سره سم طالبانو ته وسپارل شوه.

یاد سفارت ویلي چې دغه بشردوستانه مرسته ټول ټال ۷۲۴ ټنه کېږي چې په کې د خوراکي توکو او درملو تر څنګ یو شمېر نور توکي هم مرسته شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بشردوستانه مرسته یې د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور ته سپارلې او ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې اړمنو کسانو ته ووېشل شي.

د ترکیې سفارت ویلي چې دا ژمنۍ مرسته یې د خپل هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ځانګړې لارښوونه او ملاتړ ترسره کړې ده.

د طالبانو په واکمن کیدو سره په هېواد کې د بې روزګارۍ او غربت کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.

د بشري حقونو نړۍوالو ادارو په هېوادونو او مرستندویه ټولنو غږ کړی چې له افغانانو سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، څو په دغه هېواد کې د لوږې مخنېوی وشي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او کابل کې د ایران سفیر د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او کابل کې د ایران سفیر د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي
100%

د طالبانو دسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» په اړه خبرې کړې دي.

طالبان وايي، دواړو لوریو «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو خنډونو پر لرې کولو خبرې وکړې.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او علي‌رضا بیکدلي «د لارې د نقشې د لاسلیکولو، په افغانستان کې د پانګونې د باور رامنځته کولو، د ترانزیټي لګښتونو د کمولو او له ریل پټلۍ سره د چابهار د نښلولو، د ګمرکي تعرفو او بانکدارۍ په اړه» خبرې وکړي.

دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي پر وړاندې د پرتو خنډونو پر لرې کولو او د لا زیاتو غونډو پر جوړولو ټینګار وکړ.

ایران د طالبانو لومړنی اقتصادي ملګری دی. د دغه هیواد چارواکي وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو حجم په کال کې څلور میلیاردهډالرو ته رسېدلی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او چین سره هم د افغانستان اقتصادي اړیکې زیاتې شوې دي. خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲.۵ میلیاردهډالرو څخه ۷۰۰ ملیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان او یوناما استازو د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۳۹ GMT+۰
د افغانستان لپاره د پاکستان او یوناما استازو د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خبرې کړې دي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده کړو» په اړه د کنفرانس په څنډه کې یې د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره د افغانستان په تړاو ناسته کړې ده.

محمد صادق ویلي چې په دغه ناسته کې یې د افغانستان په روانو حالاتو،‌ د بشري مرستو په اړتیاوو او همدا راز د نړۍوالې ټولنې پر هڅو خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره اسلام اباد ته د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زده کړو» په تړاو جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون په موخه ورغلې؛ خو طالبانو د پاکسان له بلنې سره سره هم په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د مسلمانو هېوادونو د ټولنې مشر محمد عبدالکریم عیسی په اسلام اباد کې د یادې دوه ورځنۍ غونډې په لړ کې خبریالانو ته ویلي چې ځینو د اسلام په نوم نجونې له زده کړو راګرځولې دي او دا په اسلامي شریعت کې هېڅ ډول بنسټ نه لري.

په اسلام اباد کې جوړ شوی دوه ورځنی کنفرانس به نن یکشنبه د (مرغومې ۲۳مه) په ځايي وخت مازیګر ناوخته پای ته ورسېږي او د نوبل جایزې ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ به هم د خپلې ژمنې له مخې د افغان نجونو د زده کړو په ننګه ورته ځانګړې وینا وکړي.

نور جلال جلالي له بلاروسي چارواکي سره د روغتیایي ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۰
نور جلال جلالي له بلاروسي چارواکي سره د روغتیایي ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د بلاروس د روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معین الکساندر ستارویوتوف سره د شنبې په ورځ وکتل.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د هېوادونو په کچه د درملو اخیستنې، دوه اړخیزې همکارۍ او د روغتیایي پرسونل د ظرفیټ لوړولو په اړه خبرې شوي دي.

خبرپانه زیاتوي، چې نور جلال جلالي په دې کتنه کې وویل: «موږ د معیاري روغتیايي خدمتونو لپاره، با کیفیته درملو او طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو پر اساس کولای شو په دې برخه کې لا پر مخ ولاړ شو.»

تر دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې د افغانستان ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو ته یې د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټُنه درمل او روغتیايي کیټونه ورکړي دي.
له دې وروسته د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال بیا څه موده مخکې د روغتیا د نړۍوال سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د نړۍوالو ادارو له خوا په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو اندېښنه څرګنده کړې وه.
حنفي ویلي و، چې د دغو درملو وېشل د نړۍوالو ادارو اعتبار ته زیان رسوي.
له دې سره د روغتیا د نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشر ویلي و، چې په افغانستان کې به د تاریخ تېر درملو د وېشلو موضوع وڅېړي، خو تر دې مهاله په دې اړه تازه څه نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې هر کال د یو میلیارد ډالرو په اندازه دوا مصرفیږي طالب چارواکي وایي، چې که افغانستان په دې برخه کې خپله تولیدات ولري دا اندازه پیسې به په هېواد کې دوران شي.