ذبیح الله مجاهد: امریکا د بندیانو د تبادلې لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دغه ډله په خپلو شرایطو له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو ده، خو د بایډن حکومت په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دغه ډله په خپلو شرایطو له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو ده، خو د بایډن حکومت په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.
د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د درېیو امریکایي بندیانو د خوشې کېدو پر سر مذاکرات پیل شوي دي.
مجاهد په کابل کې یوه ازاد خبریال ته ویلې، چې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې تر اوسه کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلي او سپینې ماڼۍ د امریکايي بندیانو د خلاصون په بدل کې له ګوانتانامو زندان څخه د افغان اتباعو پر خوشې کولو موافقه نه ده کړې.
نوموړي ټينګار کړی: «موږ هیله لره چې د ګوانټانامو له زندان څخه افغان بندیان خوشې شي، دا یوه دوه اړخیزه برنامه ده. دوی ته توضیحات ورکړل شوي دي، مګر د هغوی له خوا کوم اقدام نه دی ترسره شوی.»
جورج ګلیزمن، ریانکار بیټ او محمود شاه حبیبي هغه درې امریکایي وګړي دي، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
تسنیم خبري اژانس هم پر دې موضوع راپور ورکړی او لیکلي یې دي، چې طالبانو د دغو امریکایي وګړو د خوشې کېدو په بدل کې له ګوانټانامو بندخونې څخه د خپل وروستي افغان زنداني محمد رحیم افغان د خلاصون غوښتنه کړې.
نوموړی د القاعدې له پخواني مشر اسامه بن لادن سره د اړیکو لرلو په تور بندي دی، داسې تور چې تر اوسه ثابت شوی هم نه دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې مسله له دې امله پېچلې ده، چې طالبان د محمود حبیبي نیول ردوي، خو د حبیبي ورور احمد شاه حبیبي بیا وایي، چې ورور یې له طالبانو سره دی. بلخوا، د بایډن حکومت ټینګار کوي، چې د محمود حبیبي په ګډون درې واړه بندیان باید خوشې شي.
د محمود حبیبي ورور احمد شاه حبیبي تېره ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن سره یې ټلیفون خبرې کړي او هغه ورته ډاډ ورکړی، چې ورور یې له طالبانو سره د بندیانو د خوشې کولو په مذاکراتو کې مهمه برخه ده.
احمد شاه حبیبي وایي، هیله من دی چې د بندیانو دغه تبادله به د ولسمشر بایډن د حکومت له پایته رسېدو مخکې ترسره شي او امریکا دې ته چمتو ده، چې محمد رحیم خوشې کړي.
د نوموړي په وینا: «که چیرې په دې څو ورځو کې دا کار ونه شي موږ له نوي حکومت څخه هم مرسته غوښتې او هغوی به په دې اړه مرسته وکړي ترڅو زموږ ورور کور ته راولي.»


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې یادې ډلې د نشه یي توکو د خرڅلاو، لېږد او قاچاق په تور څه باندې ۲۳ زره کسان نیولي او شاوخوا زر کارخونې او لابراتورونه یې له منځه وړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د نشه یي توکو د کار و بار په تړاو ټول ۲۳ زره او ۱۳۳ نیول کسان محکمو ته معرفي شوي هم دي.
نوموړي بیا په خپلو خبرو کې دا نه دي ویلي، چې یاد شمېر کسان یې په څومره وخت کې نیولي دي.
ښاغلي قانع دغه راز ویلي، چې یادې ډلې تر اوسه ۲۱ زره هکټاره ځمکې هم د نشه یي توکو له کر څخه پاکې کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې ده، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمان پربنسټ یې د یادې پدېدې د له منځه وړلو په موخه په ټول هېواد کې زرګونه عملیات کړي دي.
ښاغلي قانع له باختر خبري اژانس سره په خبرو کې همداراز ویلي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې له یادې ډلې سره هېڅ یوه هېواد یا ادارې همکاري نه ده کړې.
عبدالمتین قانع په ټینګار سره ویلي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کر او تولید د پام وړ کم شوی او ان صفر ته نږدې شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې د روان کال په زمري میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت باندې د بندیز سربېره، افغانستان لا هم د تریاکو پراخه زېرمې لري، چې د مخدره توکو د قاچاقي شبکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کېدی شي.
د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان کې د تریاکو زیرمې دومره لویې دي چې "د نشه یي توکو په صادراتو کې د پام وړ توپیر نه شي لیدل کېدی. د کوکنارو د ذخیرو د اندازې اټکلونه تفاوت لري؛ مګر ښايي څو کاله وخت ونیسي تر هغه چې پر کوکنارو د بندیز اغیزې په بشپړه توګه و ارزول شي."
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر تازه راپور بیا څرګندوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د اپین تولید ۴۳۳ ټنو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کم دی.
راپور کې زیاته شوې، چې اوس دوه پر درېیمه برخه نشه يي توکي د هېواد په شمال ختیځ کې تولیدېږي.

سره له دې چې طالب چارواکو په ځلونو د نشه یي توکو د کر او تولید د پراخې کچې د کموالي خبره کوي، خو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر بیا د لېندۍ میاشت کې وویل، چې د طالبانو یو شمېر مهم چارواکي له کارټلونو او د نشه یي توکو د تولید او قاچاق له شبکو سره همکاري کوي.
نوموړي د امنیت شورا غړو ته وویل: «یو شمېر جګپوړي طالب چارواکي په پراخه توګه د نشه یي توکو په تولید او سترو قاچاق کونکو سره لاس لري. او په همدې حال کې نور بزګران بیا د کوکنارو بدیل کښت ته هڅول شوي دي.»
هغه بیا د دغو طالب چارواکو نومونه نه دي یاد کړي.
که څه هم د طالبانو مشر د یوه فرمان له مخې د نشه یي توکو پر کر، تولید او خرځلاو بندیزونه لګولي، خو په اوس وخت کې د طالبانو اکثره سیمه ییز قوماندان د نشه يي توکو پر قاچاق بوخت دي، چې غوره بېلګه یې په بدخشان کې د دغې ډلې امنیه قوماندان قاري واصل دی، چې د «نشه یي توکو د قاچاق او له دولتي تاسیساتو د ناوړه ګټې اخیستنې» په تور له دندې ګوښه شوی دی.
د نشه یي توکو د قاچاق مساله د طالبانو په راتګ نه یوازې دا چې کمېږي نه، بلکې لا پراختیا مومي او د ایران په ګډون تاجکستان او پاکستان له افغانستانه د نشه یي توکو د قاچاق له ستونزې سر ټکوي.
د ایران له نشه يي توکو سره د مبارزې د همغږۍ شورا منشي اکبر منتظري د روان کال په لېندۍ میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید او لېږد یې له نشه یي توکو سره مبارزه لا ستونزمنه کړې ده.
یاد ایراني چارواکي ادعا کړې وه، چې د نړۍ ۹۵ سلنه نشه یي توکي په افغانستان کې تولیدیږي او له همدغه ځایه قاچاق کیږي.
که څه هم ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق او کښت د کموالي خبره کړې ده؛ خو د ایران د نشه یي توکو د کنټرول ادارې ویلي وو، چې په افغانستان کې نه یوازې دا چې د تریاکو کښت کم شوی نه دی، بلکې څو چنده زیات شوی هم دی.

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیر الله خیرخواه د لښکرګاه ـ هرات لویې لارې ترمنځ د جوړېدونکي سړک له رغنيزو چارو نظارت وکړ.
د نوموړي دغه نظارت داسې مهال دی، چې د اداري اصولو له مخې د رغنیزو چارو نظارت د ټولګټو وزارت کار دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه «د مرغومي ۲۵مه» پر خپله اېکسپاڼه ولیکل، چې خيرالله خیرخواه هلمند ته د خپل سفر پر مهال د سرک په شمول د نورو بېلابېلو رغنیزو چارو څارنه کړې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزير خيرالله خیرخواه د خپلو خبرو پر مهال ویلي، « ډیر د خوښۍ ځای دی چې جګړه ځپلي هلمند کې رغنیزې پروژې پلې کيږي، دا سيمه مخکې د جګړې لومړۍ کرښه وه، چې هیچا ورته د راتګ زړه نه ښه کاوه، خو دا دی د اسلامي امارت له بیا راتګ سره دلته د امن تر سیوري لاندې داسې رغنیزې پروژې پلې کيږي.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر له سرک نه دا لیدنه داسې مهال کوي، چې ددې ډلې مشر په خپله وروستۍ وینا کې اهل کار ته پر کار سپارلو ټینګار کړی.
د طالبانو ولایت مقام د تېرې شنبې په ورځ په يوه خبرپانه کې ويلي، چې هبت الله اخوندزاده په خپلو خبرو کې د «اسلامي ارزښتونو پر تطبیق» سربېره ټينګار وکړ چې کار اهل کار ته وسپارئ. د نوموړي له قوله ویل شوي، « په نظام کې به اهلیت مراعتوو، چې اهل يې نه وي مسوولیت مه ورکوه. که ستا ورباندې پېرزوینه ده ماته یې پېشنهاد که زه د کور تنخوا او معاش ورته مقرروم، قدر به یې وکم، خو کار و اهل کار ته ورکه.»
ملاهبت الله ویلي و، چې «له بدنامۍ ځانونه وساتئ او کار اهل کار ته وسپارئ، ځکه خلک خبرې درپسې کوي.»

څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو یوه نړیواله غونډه جوړه شوه، چې په هغې کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اهمیت خبرې وشوې، پرته له دې چې څوک وپوښتي، چې ولې او چا په اسلامي هېوادونو په تېره افغانستان کې د نجونو د زدکړو مخه ډب کړې ده؟
هیچا ونه پوښتل چې دا کیسه له کومه ځایه راپیل شوې ده؟ هیچا په دې بحث ونه کړ، چې پخپله کوربه (پاکستان) په دې کې څه او څومره ونډه لرله او څنګه یې د افغانستان او ټولې لرو بر افغانمېشتې جغرافیې د نجونو او هلکانو د عصري زدکړو په استخباراتي او پوځي امکاناتو بندې کړې؟ له دې کیسې یې نن و سبا پنځوس کاله تیریږي. په دې غونډه کې چا هم ونه ویل چې پاکستان څنګه د مذهبي توندلارۍ د روزلو له برکته په اټومي ځواک بدل شو؟ او تر نن پورې مذهبي توندلاري د پاکستان لپاره د ګټې وټې تر ټولو لویه وسیله ده.
اصلي کیسه دا وه، چې ښکېلاکي واکمنیو ته د زبېښاکي بشرپوهې یوه زړه سپارښتنه په ښکېل کړای شویو زمکو او هېوادونو کې د خپلواکۍ غوښتنې د ځپلو لپاره توندلارۍ ته لمن وهل وو، چې په مرسته یې خلک په خپلمنځي شخړو کې ښکېل کړي. قومي، طبقاتي، مذهبي او نورې شخړې یې پېښولې. له هندوستان څخه رانېولې تر منځني ختيځ پورې د ویښتیا او روښانتیا د غورځنګونو تر سرراپورته کولو روسته دوی د ملتپالو جریانونو ځواکموندنې ووېرول. دوی لیدل، چې د ملتپالنې اور د یوه خپلواکيغوښتونکي ځواک په توګه په چټکۍ سره خپرېده. تر دې روسته چې په ۱۹۱۹ کې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، دغه کوشنی هېواد د سیمې د مسلمانانو او خپلواکيغوښتونکیو د پام وړ وګرځېد. هندوستاني خپلواکيغوښتونکیو خپل جلاوطنه دولت په کابل کې جوړ کړ او د عثماني خلافت ارمانجنو اعلیحضرت امان الله شاه غازي ته په افغانستان کې د اسلامي خلافت د بیا ژوندي کولو سترګې راواړولې. انګریزانو چې دا ځواک لا وخته پېژانده لوی افغان ملت یې د ډیورند کرغېړنې کرښې په وسیله وارله مخه لا ویشلی و. له همدې ځایه یې د دې کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ د ملتپالنې د روحیې او مدني ویښتیا و روښانتیا له خپرېدو څخه غوني زېږه شول او د دغو مختګونو مخه یې ډب کړه.
هغه مهال انګریزانو افغان ملتپالنه په مذهبي توندلارۍ او شخړو ځپل او د روستهپاتې ساتلو لپاره له ښوونځي، رسنیو او مختګ راوستونکیو اقتصادي - ټولنیزو اصلاحاتو مخنیوی کاوه. افغانان باید په ارتجاعي توګه بېرته د ډبرپېر زمانې ژوند و فکر ته ورستانه شوي وای. تکفیر او تکفیري زهاد و شیوخ د دوی لپاره تر ټولو غوره وسله ښکارېده او د واک و ځواک تږې تیاره مرتجعین یې لښکر ګاڼه، په دې توګه یې په دغو دوو قوتونو اماني نهضت، مشروطیت او سمونغوښتونکی خوځښت ګردسره ناکام کړل.
د شوروي په سر راپورته کولو، چې نړۍ دوهقطبي شوه او پانګوالې نړۍ په دغه نوي سیال پسې راواخیسته نو د سړې جګړې تر ټولو لویه وسله و وسیله هم مذهبي توندلاري شوه، په تېره بیا چې معتقدو او اسلامي ټولنو لیدل، چې کومونیستي شوروي وچه کلکه ماتریالیستي نظریه خپروي.
د برېژینسکي – کارتر دکترینو پر افغانستان تمرکز وکړ او شوروي هم چې مخ په سهیل را څښېده په دې تلک کې ګیر شوه. شوروي وپرځېده. نړۍ بېرته یوقطبي شوه، خو د سړې جګړې پاتې شوني تر اټومي فضلاتو ډېر ګواښمن او وژونکي لا په سیمه کې پاتې وو. د افغان وسلهوالو ډلو تر څنګ زرګونه عرب، پنجابي، چین و چیچني و نور نړیوال جنګیالي. له القاعدې رانیولې تر داعش پورې څرمنبدلوونکي سازمانونه چې په ګڼو نظریاتي – فقهي اختلافاتو کې سره ښکېل او یو بل ته لاس په ماشه ناست وو. امریکا ولاړه او دا ډلې یې دلته په افغانستان او تر ډیورند کرښې پوره غاړه افغانمېشته خاوره کې پرېښودې.

دا ډلې دلته وې او انګریز -امریکايي کړیو یې په اړه دوه ډوله فکر کاوه، لومړی دا چې په خپلومنځونو کې یې دومره سره وجنګوي چې لویدیځ ته د یوه ګواښ په توګه له منځه ولاړې شي، د دوی د جګړو لپاره وړیا جغرافیه هم افغانستان، پښتونمېشته سیمې، د منځنۍ اسیا څنډې، سینکیانګ و منځنی ختیځ و ټاکل شو. دویمه نظریه دا وه، چې نړۍ به یو قطبي پاتې نهشي. چین، روسیه، هیند، شمالي کوریا و ځینې سیمهییز پراختیا غوښتونکي لکه ایران و تورکیه لا پاتې دي او ښايي هریو د اقتصادي امکاناتو په موندلو سرراپورته کړي او یو ځل بیا به لویدیزو پانګوالو ته اړتیا پېښه شي، چې خپل دغه زاړه یاران د نویو سیالانو په وړاندې وکاروي. دا ډلې د دوی لپاره د منځني ختیځ په زړو شخړو کې هم پکارېدل، د اسرائیلو او عربو ترمنځ له شخړې څخه راوتي تېل هسې هم لویدیځ ته روان و او د دغو تېلو د راایستلو لپاه دایمي شخړه په کار وه او مذهبي توندلاري اورپکي د دې شخړې یوه لوري ته تومنه ورکوله. د مذهبي توندلاري ګټه لویدیځ او هغو سیمهییزو هېوادونو ته رسېده، چې د دوی په روزنه، پالنه، وسلوال کولو او لوبولو بوخت و، خو قربانیان یې افغانان او افغانستان وو.پاکستان او پوځي استبلېشمېنټ یې په نړیوال کچ د دغو ډلو د روزنې و پالنې و لوبولو کاروبار په ټېکه اخیستی و. پاکستان دغه ټېکه په ۱۹۷۰ لسیزه کې واخیسته او په ۱۹۹۰ کې یې له برکته په اټومي هېواد بدل شو. د مذهبي توندلارو ډلو کاروبار یوازې د پاکستان لپاره نغده ګټه نه راوړله، بلکې خپل دوه ګاونډي سیالان (هند و افغانستان) یې هم پرې داړل و ډارول.
پاکستان د هند دوښمن و او په کشمیر کې یې ورسره پوځي شخړه لرله، هندوستان چې په سیمه کې تر ټولو چټکه اقتصادي وده لرله نهغوښتل له پاکستان سره په مخامخ جګړه کې د خپلې اقتصادي ودې بهیر ته زیان ورسوي، پاکستان د هند له دغه ستراتيژيک زغم څخه ګټه کوله او په مذهبي توندلارو اورپکو یې ناامني ورپېښوله. له بلې خوا یې د همدې ډلو په مرسته د افغانستان په لور د فارورډ پالیسي او څښنده نیواک بهیر پرمخ بیوه. په پاکستان کې د سړې جګړې د دوران یوه داسې لویه زېربنا پاتې وه، چې تر لسیزو پورې یې پرې خپل دواړه ګاونډي ګواښلی شو، شپېته زره مدرسې د هغو له پوځي و استخباراتي مدیریت سره، په زرګونه عربي معهدونه، پرېمانه وسلې او روزل شوي اورپکي، بېڅښتنه پښتونمېشته جغرافیه چې که یې هستوګن هرڅومره وژل شوي وای څوک یې د پوښتنې نه وو او پاکستاني واکمنو یې پروا نه لرله، په تېره بیا چې کتل یې دغه نالوستي، له عصري و ښاري ژونده لرې ساتل شوي، ریښتیني، مومن او ساده ولسونه ډېر ژر د استخبارتي زهادو او شیوخو تر دم او چُف لاندې مذهبي توندلارۍ ته ورښویېدلای شي. پاکستان مذهبي توندلاري د ټولو افغانانو د ملتپال تفکر په وړاندې هم جنګوله، ځکه پاکستان د هندوستان له اټومي ځواک څخه دومره نهوېرېده، لکه په لرو بر کې له افغان ملتپاله تفکر څخه چې ویرېده.
تر ډيورند هاغاړه پښتنو هيڅکله خپل پلرنی ټاټوبی افغانستان هېر نهکړ او تل یې د لوی افغانستان په غېږکې ژوند د ځانژغورنې روستۍ چاره ګڼله. د « لرو بر یو افغان!» تفکر په وړاندې د پاکستان په لاس کې تر ټولو خونړۍ وسله و وسیله همدا مذهبي توندلاري اورپکي ول، په تېره بیا چې دوی یې سره ګډ کړي او په قبایلي سیمو کې مېشت کړي وو. تر روزل شویو افغانانو هاخوا په دوی کې پنجابیان، عربان، د چین اورپکي ، چیچنایان، د منځنۍ اسیا اسلامي ډلې ان د میانمار، اندونیزیا او نورو اسلامي هېوادونو راتښتېدلي وسلهوال هم په کې وو. د دوی کار له دې ځایه راپيلېده، چې په اول سر کې افغان ملتپالان تکفیر کړي، د ښځو په زدکړو بندیز ولګوي، ځکه د دوی په اند روښانې و پوهې مېرمنې ځانمرګي نهزیږوي،د ښوونځیو او پوهنځیومخه باید ونیول شي، د پښتنو تر منځ باید عصري زدکړې له کفر سره برابرې معرفي شي، ښوونځي یې وروسیزل شي او پرځای یې استخباراتي مدرسې جوړې شي، دا کیسه ښه په کش کې روانه ده. پنجاب د بېخبره و نالوستو پښتنو اقتصادي و اینرژیتکي سرچینې وړیا لوټلای شوې. د «ټ ټوپک» او «م مجاهد» و (ش شهید» نصاب خو لا پخوا پلی شوی و.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یوولسمې پېښې روسته یو ځل بیا د پاکستان غوا لنګه شوه او د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې سیمهییزه ټېکه یې واخیسته. په مهارت یې د جګړې اور د پښتونمېشته سیمې په خلکو بل وساته او پخپله یې پوځي وړاندې راتلل پیل کړل، چې دا کیسه تر نن پورې روانه ده.
نه د پاکستاني تالیبانو TTP جگړه د پاکستان په وړاندې ریښتینې ده او نه هم لاتراوسه مذهبي توندلاري د پاکستان لپاره کوم ګواښ دی. تر هغو چې په همدې پاکستاني مدرسو کې د روزل شویو شیوخو له خوا په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي وي، ترهغو پورې په اسلامآباد کې د داسې نړیوالو غونډو جوړول د تاریخ طنز او یوه سیاسي ټوکه ده. دا هرڅه مدیریت کیږي. ترهغو چې د دې جګړو قربانیان یوازې پښتانه و بلوڅان دي دا جګړه له پاکستان سره نه ده، بلکې مذهبي توندلاري او له هغې سره زرګري شخړې د پاکستان لپاره پوځي امکان برابر کړی، چې افغانستان د خپلو روزل شویو اورپکو له خوا کنترول کړي او تر ډيورند پورې غاړه افغاني زمکې تر پوځي څښنده نیواک لاندې راولي او بالاخره خپل ستراتيژيک عمق او د فاوروډ پالیسۍ روستي هدف ته ځان ورسوي.
مذهبي توندلاري لاتراوسه د افغان ملتپالنې د ځپلو لپاره یوازینۍ وسله و وسیله ده. پاکستان له خپل پلندر انګریز څخه دا چل ډېر ښه زده کړی، چې څنګه دغه تکفیري وسله د ملتپالو په وړاندې وکاروي.
پرون د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه پاکستاني پوځمشر عاصم منیر د پېښور عسکرکوټ (قول اردو) ته تللی، چې په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه له ځايي واکمنو سره خبرې وکړي. په دې ناستو کې څه پخواني پښتانه سیاستوال هم لیدل شوي دي، داسې ښکاري چې د روزل شویو مذهبي توندلارو په وړاندې د زرګري جګړې د حاصل ټولولو فصل رانږدې دی او هغه تالیبي تخمونه یې چې کرلي وو، اوس یې د رېبلو وخت دی.

که پاکستاني پوځ ظاهراً د TTP په وړاندې دا عملیات پیل کړي، نو د فارورډ پالیسي له مخې به د پاکستاني پوځ شوبلې پر ډیورند کرښه ودریږي او افغانستان به یې ترمخامخ ګواښ لاندې راشي. په پښتنو کې به ملتپال پاڅونونه وځپي،ملي مشران خو هسې هم نیم زنداني او څه یې د ځانمرګیو تر ګواښ لاندې چوپتیا ته اړ کړای شوي دي. پاکستان په دې باور لري، چې تر کاراخیستنې روسته مذهبي توندلاري مدیریت کولای شي، ځکه همدوی جوړ کړي او رالوی کړي دي، خو د افغاني ملتپالنې په وړاندې پرته له دې چې د همدې افراطي پردیو نړیوالو ډلو څخه ګټه پورته کړي، مخامخ یې ځپلی نهشي. د پښتنو سیمې په چټکۍ سره له خپلو اصلي هستوګنو تشیږي. د ګلبهادر ډله له ګازډبو څخه نوي توغندي جوړوي، چې خورا ویجاړوونکي دي. د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل حیدرخېل، د جنوبي وزیرستان د مکین د دشکې او نورو سیمو خلک له خپلو کورونو وشړل شول. کورمه محاصره ده او وږي تږي هستوګن یې له خپلې سیمې څخه د ژوندي وتلو لاره لټوي. توري او بنګښ ماشومان وږي و بې اسرې دي پخوا یې په مخ د پکتیا لاره خلاصه وه اوس یې هغه هم ورتړلې ده، د دوی د محاصرې موده تر سلو ورځو واوښته. د خلکو تر شړلو سمدستي روسته د القاعدې او داعش ډلې د ولس ځای نیسي، پاکستان ته د القاعدې او داعش ځینې جنګیالي له سوریې څخه نوي رارسېدلي دي. سیمه له ځايي مُلکي خلکو په لوی لاس تشیږي او یوه نوي پوځي کړکېچ ته لاره هواريږي. دا ټول له ورایه څرګندوي، چې مذهبي اورپکي لا تر اوسه هم د پاکستاني پوځ لپاره یوه وسیله ده، نه ګواښ! او د ترهګري خطر، چې د دوی له خوا ډنډوره شوې او د نړۍ غوږونه یې پرې کاڼه کړي دي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې ترکمنستان په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې له افغانستان څخه ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ پېري. اخوندزاده عبدالسلام جواد په یوه ویډیويي پېغام کې ادعا کوي، چې افغانستان د ګول سیخ له پلوه ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن سې شنبه «مرغومي ۲۵مه» د سوداګرۍ وزارت لپاره ددې ډلې ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویډیويي خبري کلیپ خپور کړی دی.
جواد وايي چې له درې زرو څخه نیولې تر څلورو زرو پورې کسان په مستقیم ډول د اوسپنې ویلې کولو او ګول سېخ په فابریکو کې په کار بوخت دي.
نوموړی زیاتوي چې اوس مهال په کابل، بلخ او هرات کې شاوخوا ۴۳ د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې فعالې دي.
د طالبانو سوداګرۍ وزارت ویاند همدراز وايي چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ګول سېخ په برخه کې عملا په سوداګرۍ بوخت دی.
د جواد په وینا، تېر کال افغان فابریکو پاکستان ته د ۶۰ زره ټنه او ترکمنستان ته د ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ د صادراتو قراردادونه درلودل.
په افغانستان کې د ګول سیخ او په ودانیزو چارو کې د نورو سیخونو فابریکې ډېری د جمهوري نظام پرمهال جوړې شوې دي، چې اوس هم فعالیت کوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل،چې د کابل په شهرنو سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.
سرچینه وايي، چې چاودنه انصاري څلورلارې ته نږدې شوې او په ټوله سیمه کې یې غږ اورېدل شوی او شاوخوا سیمه یې خوځولې ده.
سرچینې د چاودنې د ډول او مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ویل.
طالبانو تراوسه د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.