• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ پښتونخوا کې له ګوندونو سره «احتمالي عملیات» همغږي کوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۳۲ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت له والي او ددغه ایالت له ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو سره په څلورساعته ناسته کې ددغه ایالت پر وروستي امنیت وغږېد. منیر وویل چې په خیبر پښتونخوا کې به استخباراتي عملیات دوام وکړي.

منیر د دوشنبې په ورځ د پښتونخوا د سیاسي مشرانو غونډې ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې به لوی عملیات نه ترسره کېږي، خو استخباراتي عملیات به دوام وکړي.

د استخباراتي عملیاتو څرنګتیا تراوسه رسنیو ته نه ده په ډاګه شوې، خو دغو ګوندونو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پوځ په دریو سیمو بنو، لکي مروت او شمالي وزیرستان کې د «احتمالي عملیاتو» لپاره له سیاسي ګوندونو سره پر همغږۍ بوخت دی.

په دغو دریو ولسوالیو کې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه او د پوځ او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ډېر شوي دي.

100%

د منظور پښتین او پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ جوړې شوې پښتون قومي جرګې د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل، چې « د پاکستان پوځ په پښتون وطن یو ځل بیا پوځي عملیات پيلول غواړي. د پوځ مشر جنرال عاصم منیر نن پېښور ته لاړ او هلته یې د بېلا بېلو ګوندونو له مشرانو سره وکتل. ځینو ګوندونو او مشرانو د پوځ له مشر سره له کتلو انکار وکړ».

پښتون قومي جرګه وايي، پوځ تېر کال په پښتونخوا کې د "عزم استحکام" په نوم عملیات پیلول غوښتل، خو هغه وخت پښتنو د دغو عملیاتو پر وړاندې پاڅونونه او احتجاجونه وکړل چې له امله یې د پوځ پلان وځنډید.

د پېښور په ناسته کې د خیبر پښتونخوا سیاسي مشرتابه د پاکستان له پوځي چارواکو وغوښتل چې د پاکستان د داخلي امنیتي ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي.

د سې شنبې په ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړ، چې د عوامي ملي ګوند، جمعیت علمای اسلام، خلکو ګوند، مسلم لیګ (ن)، جماعت اسلامي او قومي وطن ګوند استازو په غونډه کې ګډون کړی و او ټولو د طالبانو له حکومت سره د رسمي یا غیر رسمي اړیکو د ټینګېدو وړاندیز کړی دی.

په دې ناسته کې سیاسي ګوندونو د ملي عمل پلان د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کړې او د اړتیا په صورت کې یې د پلان د بیاکتنې وړاندیز کړی دی.

دوی څرګنده کړې، چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمې په سوله کې مرسته کولای شي.

خو د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په ډاګه کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت [طالبان] د تېرو اخطارونو پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی. د پوځ مشر وویل، «هغوی زموږ خبرې نه مني».

سیاسي مشرانو په ځواب کې ویلي، چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د ستونزو د حل لپاره باید نورې لارې وکارول شي.

100%

ډان وايي، د پاکستان پوځي مشرتابه په ډاګه کړه چې په خیبر پښتونخوا کې نوي پوځي عملیات نه ترسره کېږي خو د استخباراتو پر بنسټ عملیات به ډېر شي. پوځ د امنیت او عملیاتو په تړاو د سیاسي ګوندونو نظرونه پوښتلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په یوه خبرپاڼه کې وویل، « سیاسي استازو د وسله والو ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو د ترهګرۍ ضد جګړې ملاتړ څرګند کړ او پر دې سلا شول چې د ترهګرو ډلو د سختدریځې فلسفې پر وړاندې له سیاسي رنګونو هاخوا یو موټی دریځ اړین دی».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې یې ۲۷ وسلوال ووژل

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، د بلوچستان په کچي سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې ۲۷ وسلوال ووژل. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې په دې عملیاتو کې د وسلوالو پټځي، وسلې او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

پوځ دا هم وايي، چې وژل شويو ۲۷ وسلوالو د پاکستان د امنیتی ځواکونو پرضد بریدونو او د عامو خلکو په وژنو کې لاس درلود.

خو د وژل شو کسانو د هویت او د اړوند ډلې په اړه کومه یادونه نه ده شوې.

په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان په پرتله بلوڅو بېلتون پاله ډلې زیاتې فعالې دي او په وروستیو کې یې خونړي بریدونه هم کړي دي.

تر اوسه د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه، چې په عملیاتو کې ۲۷ وسلوال وژلي دی، تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو یوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سرک په غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان چاودنه شوې وه.

د بلوڅو بېلتون پالې ډلې چې ځانته مجید لوا سرتېري وايي، د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي و چې د دوی غړي ځانمرګي برید کې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان په نښه کړی دی.

پخوا ۱۰۰ او اوس ۵۰ موټره؛ افغانستان او منځنۍ اسیا ته د پاکستان د مالټو صادرات کم شوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د سټروسو صادروونکي په روان موسم کې افغانستان او منځنۍ اسیا ته د صادراتو د پام وړ کمېدو په اړه اندېښمن دي، ځکه د پاکستان د مالیې مرکزي بورډ (FBR) نويو مالیاتو د دې سوداګرۍ پر وړاندې ستر خنډونه را ټوکولي دي.

په تورخم کې د پاکستان د مېوو سوداګرو ویلي، چې پر لوړتناژه(۳۵ ټُنه) موټرو صادراتي مالیات تېر کال ۹۵ زره پاکستانۍ روپۍ (۲۴،۲۲۵ افغانۍ) وو، خو اوس د جنورۍ له لومړۍ نېټې ۱۳۱ زره روپیو (۳۳،۴۰۵ افغانیو) ته لوړ شوي دي.

صادروونکي وایي، د مالیو دغه ناڅاپي زیاتوالي د دوی کاروبار اغېزمن کړی او په سیمه‌ییزو بازارونو کې یې سیالي کمزورې کړې ده.

د مېوو یوه صادروونکي خان الله شینواري ډان ته وویل، « دا د مالیاتو درېیم ځل زیاتوالی دی. دا پالیسي زموږ صادراتو ته سخت زیان رسوي، په ځانګړي ډول د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته زموږ لاسرسی محدودوي».

صادرات نیمایي راکم شوي

پر صادراتو د مالیاتو د نوې پالیسۍ اغېز په بیړني ډول څرګند شوی، ځکه د سیټروس (کېنو، نارنجو او مالټو) بار موټرو شمېر چې له دې وړاندې هره ورځ ۱۰۰موټره و، اوس شاوخوا ۵۰موټرو ته کم شوی دی.

صادروونکي وایي، د دغه ناڅاپي مالي فشار له امله دوی خپل کاروبار ته دوام نشي ورکولی.

خان الله شینواری زیاتوي، « دا یوازې مالیات نه دي. موږ ته ویل شوي چې د کراچۍ د نباتاتو ساتنې ادارې څخه د صادراتو لپاره سندونه واخلو او کمپنۍ ثبت کړو. ډېری صادروونکي دې ته چمتو نه دي او دا به د هغوی پر مالي حالت لا زیات بار واچوي».

د پاکستان د ټرانزیټ او مالیاتي بورډ د نويو مقرراتو له مخې، صادروونکي اړ دي چې منځنۍ اسیا ته صادرات یوازې په ډالرو وکړي، په داسې حال کې چې افغانستان ته زیاتره سوداګري په پاکستانۍ روپۍ کېږي.

د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو پاکستاني صادارت له یخچالي کانټینرونو او قرنطین او افت ضد سندونو سره مشرط کړي دي. دغو شرایطو د پاکستان د مېوو او سبزیو پر بازارونو سخت اغېز کړی.

د تورخم د ګمرکونو د تصفیې استازو د اتحادیې مشر نجیب الله شینواري ډان ته وویل، « که دا شرایط عملي شي، زموږ صادرات به په سخت ډول زیانمن شي او په بازارونو کې به د مېوو او سبزیجاتو بیه هم لوړه شي».

د طالبانو حکومت مالیات

خان الله شینواری وویل، چې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د طالبانو حکومت هم مالیات ډېر کړي او دپاکستان د کېنو صادراتو ته یې زیان رسولی دی.

ډان ورځپاڼه وايي، د پاکستان د مالیې مرکزي بورډد نویو پالیسیو هدف دا و چې له منځنۍ اسیا څخه ډالر جلب کړي، خو تر دې دمه دا تګلاره د صادروونکو لپاره زیانناکه ثابته شوې ده.

شینواری وايي، « دغه پالیسي په ناسم وخت کې نافذه شوه. صادروونکي د دغو بدلونونو لپاره چمتو نه وو. که دا حالات بدل نه شي، موږ به په خپلو کلیدي بازارونو کې خپل موقعیت له لاسه ورکړو».

صالح: ملالې یوسفزۍ د طالبانو هغه مفکوره وننګوله چې ګنې پښتنې زده‌کړو ته لېوالتیا نه لري

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۰

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د (مرغومې په ۲۲مه او ۲۳مه) د اسلامي هېوادونو استازو «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو دوه ورځنۍ غونډه وکړه چې د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح یې د طالبانو د مفکورې پر ضد لوی ګوزار بولي.

هغه ویلي چې په دغه ناسته کې د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه منل شویو دیني عالمانو، پوهانو، مشهورو شخصیتونو او د نوبل سولې جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ هم ګډن کړی و او د طالبانو هغه مفکوره یې وننګوله چې ګنې په اسلامي شریعت نجونو ته د زده‌کړو حق نه دی ورکړی.

امرالله صالح وايي، په دغه غونډه کې د ملالې یوسفزۍ ګډون او د هغې له لوري د افغان نجونو په ملاتړ وینا، د طالبانو د هغه مفکورې پر ضد خورا غوره دریځ و چې ګنې پښتنې نجونې له زده‌کړو سره لېوالتیا نه لري.

هغه زیاته کړې: «د ملالې یوسفزۍ وینا د هغې د نوم او قومیت له مخې ډېر ارزښت لري. د طالبانو هغه روایت چې ښځې په پښتني ټولنه او کولتور کې له زده‌کړو سره لېوالتیا نه لري د زمانې تر ټولو لوی بدعت دی».

د پخواني جمهوري نظام د لومړي‌ مرستیال په خبره، په دې غونډه کې که د یوې قرباني په توګه یوې افغانې مېرمنې ته د ګډون او خبرو حق ورکړل شوی وای؛ نو د یوې زیانمنې په توګه به یې د طالبانو د «کچلاغ افراطي مفکوره» لا ډېره او په ښه توګه ننګولی وی. د صالح په وینا، ګډون کوونکې افغانې مېرمنې به د پاکستان سیاستونه د اوسنیو روانو ناورینونو د اصلي سرچینې به توګه یاد کړی وی.

د امرالله صالح په باور طالبانو په دغه کنفرانس کې د نه ګډون پر پرېکړه ډېره هوښیاري کړې، ګنې په ډیپلوماټیکه ژبه به یې پرته له سپکاوي او توهین بل څه نه وای اوریدلي.

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اسلامي هېوادونو په کنفرانس کې د مسلمانو هېوادونو له ټولنې وغوښتل چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني او د دغه ډلې له لوري پر ښځو او نجونو د روانو بندیزونو پر ضد دې کلک ودرېږي.

ملالې یوسفزۍ د مسلمانو ټولنو پر مشرانو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت له مشروعیت څخه دې انکار وکړي، څو په دې توګه خپل رېښتونی مشرتوب ښکاره کړي.

په یاد کنفرانس کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د اسلامي هېوادونو د سازمان مشر، او د مسلمانو ټولنو مشرانو د نجونو د زده کړو پر وړاندې پر پرتو خنډونو او شته فرصتونو بحثونه وکړل.

ماهرنګ بلوڅ: د پاکستان پوځ پر ډیورنډ او ګولډ سمېټ کرښو بلوڅان او پښتانه ځوروي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د ښځو حقونو فعالې او د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ویلي چې د پاکستان پوځ د ګولډسمیت او ډیورنډ پر کرښو له پښتنو او بلوڅانو سره د «وحشیانه چلند کوي» چې ورته د منلو وړ نه دی.

هغې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي: «په دې سیمو کې اوسیدونکي خلک نسلونه وړاندې د بلوچستان، افغانستان او ایران ترمنځ د مالونو، کولتور او تجارت په تبادله بوخت وو. خو له بده مرغه، هغه کسان چې استعماري فکر لري، د بې ځایه محدودیتونو او امنیتي پلمو په بهانه یې د غریبوخلکو ژوند ستونزمن کړی دی».

د بلوڅو د یووالي غورځنګ مشرې زیاته کړې چې د پاکستان پوځ پر دغو کرښو له خلکو سره داسې سپک او ظالمانه چلند کوي چې له څارویو سره هم باید ونه شي.

ماهرنګ ویلي چې دغو غیر انساني کړنو د میلیونونو انسانان ژوند اغېزمن کړی او جدي منفي پایلې یې هم له ځانه سره لرلې دي.

د ماهرنګ بلوڅ په وینا، د پاکستاني پوځ دغو محدودیتونو د خلکو ژوند ته زیان رسولی، ژورې فرهنګي اړیکې یې پرې کړي او سوداګري یې هم لمنځه وړې ده.

هغې د پاکستان پوځ ته په اشارې سره ټینګار وکړ: «مهمه نه‌ که تاسو که څومره محدودیتونه زیات کړئ، بې وزله وګړي او سوداګر وځوروئ یا خپله اراده ورباندې وتپئ ؛نو د دې سیمو د خلکو څو سوه کلنې اړیکې په هېڅ ډول نه شي ختمولای».

تر دې هاخوا بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په دې باور دی چې د پاکستان حکومت له لوري په دغه هېواد کې د پښتنو حقونه تر پښو لاندې شوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د مېشتو قبیلو تر څنګ د پښتنو ترمنځ نفاق ته لمن وهلې او د پښتنو په سیمو کې یې د جګړو اور ګرم ساتلی دی.

ډېری کارپوهان باور لري چې ډیورنډ کرښې او ایران ته نږدې د پرتو سیمو د وضعیت ښه کولو لپاره، د پاکستان حکومت ته په کار ده چې خپله تګلاره کې بدلون راولي او د خلکو انساني حقونو ته درناوی وکړي.

ماهرنګ بلوڅ چې د طب ډاکټره ده په ۲۰۲۳ کال کې یې د زرګونه بلوڅانو په ملاتړ اباد کې د پاکستان د پوځ خلاف ستر لاریونونه وکړل او دغه پوځ یې د‌ بلوڅو تر څنګ د پښتنو پر نسل وژنې تورن کړ.

ماهرنګ بلوڅ په پاکستان کې د بلوڅانو د حقونو د غوښتنې په برخه کې یو له مهمو شخصیتونو بللې کېږي او د بي بي سي له لوري په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د نړۍ په ۱۰۰ ارزښتناکو او اغېزمنو شخصیتونو کې هم وشمېرل شوه.

محسن داوړ: میرعلي کې د یوې نااعلان شوې جګړې له امله زرګونه خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی او د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وایي، چې د یوې نا اعلان شوې جګړې له امله زرګونه خلک د شمالي وزیرستان له میرعلي څخه کډه کولو ته اړ ایستل شوي دي.

نوموړي ير اېکس پاڼه د ځینو کډو د تصویر په خپرولو سره لیکلي، بې ګناه ملکي وګړي د جګړې په اور کې د سوځېدو له وېرې، خپل کورونه او ژوند پرېږدي.

100%


هغه په دې اړه د اندېښنې په څرګندونو سره لیکلي: د «طالبانو پروژې موږ په یوې تل پاتې جګړې محکوم کړي یو.»
د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یو شمېر کورنۍ د جګړو او تاوتریخوالي زیاتېدو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایسنل شوې دي.

د سیمې خلک وايي، چې پوځ او وسله وال دواړه ورته د سیمې پرېښودو خبرداري ورکوي او کډې کولو ته یې اړباسي.
په سیمه کې خبریالان وایي، چې هره ورځ له دغې سیمې له لسو تر شلو کورنیو خپلې مېنې پرېږدي.
د میرعلي اوسېدونکي له ډېرې مودې راهیسې په دغه سیمه کې د ناسم امنیتي وضعیت له امله له دغې سیمې کډه کولو ته اړ شوي دي.
ځایي خلک بیا وایي، چې د شپې له‌خوا وضعیت تر دې حده ناکراره شوی چې ان پولیس ګزمې ته نه شي را وتلای.