طالبان وايي، له ایران څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې له درې زرو میټریک ټنو ډېر توکي وارد شوي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې له ایرانه د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې په درې اورګاډو کې درې زره او ۳۶۴ میټریک ټنه سوداګریز توکي هرات ته رسېدلي دي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې په دغو اورګاډو کې ساختماني توکي افغانستان ته وارد شوي.