• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ژوند او روغتیا؛ ولې په خپګان اخته کیږو؟

۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۱۹ GMT+۰

ډيپریشن یا ژور خپګان یوه پیچلې رواني ناروغي ده، چې پرې اخته ناروغان ډېری وختونه خپګان لري او ممکن هر وخت د بې وسۍ احساس وکړي. خو فکر مو اوسه چې خپګان یوازې یوه ناروغي نه ده چې په "ذهن" پورې محدوده ده بلکې په پایله کې ټول بدن اغیزمن کوي.

په ژور خپګان اخته کسان په هغو فعالیتونو کې لېوالتیا له لاسه ورکوي چې دوی ترې پخوا خوند اخست او د دې لامل دا دی چې فکرونه د منفي ذهنیت ښکار کیږي.

تر اوسه پورې، متخصصین په دې نه دي توانیدلي چې معلومه کړي چې ولې خلک په دې ناروغۍ اخته کیږي.

مګر اوس دوی یو مهم احتمالي لامل موندلی او هغه د یو چا د احساساتو د پوهیدو نشتوالی دی.

د براین بېهېور ایمینټي په مجله کې خپره شوې څېړنه ښیې، چې کله یو انسان په روښانه ډول احساساتي فکر کولو کې پاتې راشي نو په هغه کې د خپګان خطر ډېریږي.

خو خبره یوازې په دې پورې محدوده نه ده، د احساساتي بې حسۍ ترڅنګ د دغه ډول کسانو په بدن کې د پړسوب کچه هم لوړېږي او دا پړسوب مستقیماً پر خپګان اغېز کوي.

دا باید په یاد ولرئ چې التهاب زموږ د بدن یو دفاعي میکانیزم دی چې د ناروغۍ یا انفیکشن په وخت کې فعال کیږي.

مګر کله چې په بدن کې د هغې کچه لوړه شي یا ثابت پاتې شي، د مختلفو ناروغیو خطر ډیریږي.

دې نوې څېړنې موندلې چې په بدن کې د التهاب د کچې لوړېدل پر دماغ منفي اغېز کوي او د خپګان خطر زیاتوي.

څېړنه زیاتوي چې ذهني ثبات او ښه احساساتي روغتیا د دې لامل کیږي چې د خپګان په وړاندې مقاومت زیات شي.

په دې څېړنه کې د ترسره شویو تجربو په ترڅ کې معلومه شوه چې ۳۷ سلنه خلک چې احساساتي ستونزې لري په بدن کې د پړسوب کچه د پام وړ لوړه شوې، چې دا د خپګان د جدي نښو خطر زیاتوي.

د څېړونکو په وینا، اذیما کیدای شي د خلکو په خپګان کې مهم رول ولوبوي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د چین د فوجیان پوهنتون یوې څېړنې موندلي و، چې د تلویزیون یا نورو سکرینونو مخې ته ډېر وخت تېرول د خپګان خطر زیاتوي.

څېړنو ښودلې چې هر ساعت د سکرین مخې ته تېرېدل د انسان د خپګان خطر ۵ سلنه زیاتوي.

په پخوانیو څېړنو کې دا هم موندل شوي چې د زیرک ټلېفونونو، کمپیوټر یا نورو سکرینونو مخې ته د ډېر وخت ناسته د رواني ناروغیو خطر زیاتوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

ژوند او روغتیا؛ د سهارنۍ د نه خوړلو اغېزې

۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۰

ډېری خلک په خپل ورځیني ژوند کې سهارنۍ نه خوري، خو څېړنو ښودلې چې د سهارنۍ نه خوړل تر اټکل ډېر تاوان لري.

په نړۍ کې ځینې سیمې شته، چې د خلکو اوسط عمر د نورو په پرتله خورا اوږد دی او دې ډول سیمو ته د نیلي زون اصطلاح کارول کېږي.

روغتیا پوهان وایي، څېړنو ښودلې چې د دغو سیمو د خلکو د خوړلو مهم وخت سهار دی.

د نیلي زون اصطلاح د دې سیمو لپاره کارول کېږي او کارپوهان د څېړنو له مخې وایي، چې سهارنۍ د دې خلکو د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي.

هغوی وایي، چې سهارنۍ بدن ته د ورځې د پیل لپاره انرژي ورکوي او د دې فرصت برابروي چې ورځ په صحي خوړو سره پیل شي.

د سهارنۍ د نه خوړلو ۳ منفي روغتیايي اغېزې په لاندې ډول دي:

تمرکز کې ستونزه:

د سهارنۍ خوړل زموږ ذهن ته هغه انرژي ورکوي، چې د ورځې پیل لپاره ورته اړتیا لرو، خو که چېرې سهارنۍ ونه خورو دا عمل مو پر ذهن منفي اغېزه کوي او د ذهن کار کول ستونزمن کوي.

یوې څېړنې موندلې، هغه خلک چې سهارنۍ نه خوري او یا هم سهار په غیر صحي خوړو پیلوي، د ورځې په اوږدو کې یې د ذهن فعالیت خراب وي.

د دې څېړنې له مخې، د داسې خلکو لپاره په کارونو کې تمرکز ستونزمن وي.

.

له فشار سره مخ کېدل:

د سهارنۍ نه خوړل د وینې فشار ټیټوي او فزیکي فشار هم راوستلی شي.

یوې څېړنې موندلې، چې د سهارنۍ په نه خوړلو سره د کورټیسول کچه لوړېږي، چې په پایله کې یې اشتها ډېروي، ذهني او فزیکي فشار زیاتوي.

خوب اغیزمن کوي:

که تاسو ډېری وخت سهارنۍ نه خورئ، نو په دې پوه شئ چې دا مو خوب اغېزمن کوي.

د کالج د زده کونکو یوې مطالعې موندلې، چې د سهارنۍ نه خوړل د خوب پر کیفیت اغېزه کوي او د خپګان نښې نښانې زیاتوي.

په ورته ډول، یوې بلې څېړنې بیا موندلې چې د سهارنۍ نه خوړل د خوب کیفیت او غذايي عادتونو کې بدلون راولي.

هغه خلک چې سهارنۍ خوري، نو د خوب کیفیت یې عالي وي او کله چې سهار له خوبه پاڅېږي طبیعت یې هم ښه خوشاله وي.

په امریکا کې د میلیونونو کاروونکو پر مخ ټیک‌ټاک وتړل شو

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۰

په امریکا کې څو ساعته مخکې د سترې محکمې د پرېکړې له مخې د خواله رسنیو یو مشهور اپلکیشن ټیک‌ټاک د ۱۷۰ میلیونه کاروونکو پر مخ رسمآ وتړل شو؛ خو دغې خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي له ټرمپ سره یې د بېرته راګرځیدو په اړه خبرې روانې دي.

د متحده ایالاتو سترې محکمې پر ټیک‌ټاک له دې امله بندیز لګولی چې د دغه هېواد ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی او په کې د خلکو معلومات خوندي نه دي.

دغه قانون د محکمې لخوا تر تایید وروسته د کانګرس یا د «استازو جرګې» تصویب کړی او څو ساعته وړاندې پلی شو.

د یاد قانون له مخې ټیک‌ټاک اړ شوی چې خپل چینایي مالکیت دې لمنځه یوسي او د بایټ ډانس کمپنۍ څخه دې جلا شي او یا دې هم په امریکا کې خپل فعالیتونه ودروي.

د دغه بندیز اعلان د ختیځې امریکا په وخت د شپې ۱۰:۳۵ بجې وشو. پر همدې وخت چې کاروونکو هڅه وکړه اپلیکیشن خلاص کړي، هغوی ته یو پیغام ښکاره شو چې په کې ویل شوي وو: «بښنه غواړو، ټیک‌ټاک اوس مهال په متحده ایالاتو کې نه شته.د یوه نوي قانون له مخې، موږ اړ شوي یو چې خپل فعالیتونه بند کړو. موږ له تاسو مننه کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې یو حل لاره پیدا کړو.»

په دغه پیغام کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه وینا هم شامله وه چې ویلي یې و «موږ ژمن یو چې د ټیک‌ټاک لپاره د یوې حل لارې په موندلو کار وکړو، ترڅو دغه اپلیکیشن بېرته فعال شي. مهرباني وکړئ انتظار وکړئ.»

له اېپل او ګوګل پلی څخه د ټیک‌ټاک لرې کول

پر ټیک‌ټاک دغه بندیز یوازې د اپلیکیشن کارول نه دي محدود کړي، بلکې د اېپل او ګوګل له پلورنځیو څخه یې دغه اپلیکیشن هم لرې کړی دی. سربېره پر دې، هغه شرکتونه چې ټیک‌ټاک ته خدمتونه وړاندې کوي، لکه د وېب ملاتړ کوونکې کوربنې کمپنۍ اوراکل، هم اړ شوې چې خپل ملاتړ بند کړي.

د دغه نوي قانون له مخې، که هر شرکت د ټیک‌ټاک ملاتړ ته دوام ورکړي، هغوی به له څو میلیارد ډالري جریمې سره مخ شي.

د ټرمپ دریځ او ژمنې

ډونالډ ټرمپ، چې اوس د امریکا منتخب ولسمشر دی، د دې پرېکړې په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

هغه ویلي: «موږ د سترې محکمې د پرېکړې درناوی کوو؛ خو دا مهمه ده چې د ټیک‌ټاک لپاره یوه داسې لاره ومومو چې هم د ملي امنیت اندېښنې ختمې شي او هم دغه پلټفارم د خلکو لپاره فعال پاتې شي.»

ټرمپ ژمنه کړې چې د خپل حکومت په راتلونکې دوره کې به د دې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي. هغه وویل چې ښایي د ټیک‌ټاک لپاره لنډمهاله حل په نظر کې ونیسي، لکه د «ټکساس پروژې» په بڼه د یوې موافقې بیا راژوندی کول.

«ټکساس پروژه»یو داسې پلان دی چې د ټیک‌ټاک معلومات به په امریکا کې د اوراکل په څېر یوې کمپنۍ له خوا وساتل شي او فډرالي چارواکو ته به اجازه ورکړي چې د اړتیا په صورت کې ټیک‌ټاک وځنډوي. ټرمپ ویلي چې دغه پلان ښايي د چین د اغېز د مخنیوي لپاره یوه مناسبه حل لاره وي.

هغه زیاته کړې:‌ «موږ دې ته چمتو یو چې ټیکټاک ته ۹۰ ورځې وخت ورکړو ترڅو د دې مسلې حل ته ورسیږي. موږ باید دواړه د ملي امنیت اړتیاوې او د خلکو د بیان ازادي وساتو.»

د کاروونکو او ملاتړو غبرګونونه

د ټیک‌ټاک بندیز په خلکو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې چې دغه اپلیکیشن یې په ورځني ژوند کې د ساعت تېرۍ او اړیکو لپاره کاراوه.

د بیان ازادۍ ملاتړو، لکه پین امریکا PEN America ویلي چې د ټیک‌ټاک بندیز د دولت لخوا د سانسور یوه بڼه ده.

دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې وویل: «دا ډول بندیزونه د استبدادي حکومتونو ځانګړتیا ده، او موږ باید په دې اړه محتاط و اوسو چې د ملي امنیت تر نامه لاندې د خلکو د غږونو چوپتیا ته لاره هواره نه کړو.»

د ټیک‌ټاک ناڅرګند برخلیک

سره له دې چې د ټیک ټاک د بندېدو پرېکړه عملي شوې ؛خو د دې خواله رسنۍ راتلونکی لا هم نامعلوم دی. دا روښانه نه ده چې ټرمپ به د خپلې ژمنې سره سم د دې بندیز لپاره یوه دایمي حل لاره ومومي یا نه.

د ټیک‌ټاک د بندیدو دا بحث ښايي نورو ټولنیزو رسنیو لپاره هم یو مهم پیغام وي چې د امریکا د حکومت د ملي امنیت په نوم د بهرنیو ټکنالوژیو پر کارولو څومره جدي‌ دي.

پاکستان او هند وار له مخه پر ټیک‌ټاک محدودیتونه لګولي او په اروپايي هېوادنو کې هم د دغه خواله رسنیو د کارولو په تړاو پخواني بحثونه بیا را تازه شوي دي.

د خواله رسنیو کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا دغه تازه اقدام نورو هېوادونو ته دا جرات ورکولی شي چې د دغه ډول پلټفارمونو پر ضد اقدامات وکړي.

مصري هلک په یوه وخت له درېیو نجونو سره په واده کولو ټول حیران کړل

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۰

عربي رسنیو راپور ورکړی، چې یوه ځوان له درېیو نجونو اسما، بوسي او امیره سره واده کړی او درې واړه له دې واده خوشحاله دي.

د راپورونو له مخې، د ځوان تر څنګ درې واړه ناویانو ته هم د سینګار سالون یو ځای غوره شوی و.

د دغه واده ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې او په ویډیو کې لیدل کېږی، چې درې واړه ناویانو سپینې جامې په تن کړي دي.

دغه ځوان وایي، چې له درې واړو نجونو سره یې په مینه واده کړی.

هغه زیاتوي: «امیره زما ګاونډۍ وه چې زما لومړۍ مینه ده، بیا مې له بوسي سره مینه پیدا شوه او بیا هم اسما سره. بیا ما درې واړه د واده لپاره راضي کړې.»

جالبه ده، ما اورېدلي، چې مینه یو ځل کېږي، خو زه چې د یوې نجلۍ له لید څخه ورته ګورم مینه په یوه وخت یو انسان سره کېږي.

تاسو څه فکر کوئ ایا په یوه وخت له یوه انسان څخه ډېرو انسانانو سره مینه کېږي؟

انسان څو ځله میین کېدلی شي؟

تاسو واده په خپله خوښه کړې یا د کورنۍ؟

څو ودونه مو کړي؟

دغه پوښتنې د دې لپاره کوم چې ډېری خلک له یوه څخه زیات ودونه کوي او له دوو یا درېیو مېرمنو سره ژوند کوي، خو داسې ډېر کم رامنځته شوي چې مېرمنې دې له دې وضعیت څخه خوشحاله وي او یا دې هم رضایت ولري.

ایا تاسو په خوب کې خرېږئ؟ یا له هغو زورېږئ چې د خوب خرار یې ستاسو خوب نا ارامه کړی؟

۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۰

ایا پوهېږۍ په خوب کې خرېدل یوازې ستاسو د کورنۍ خوب نه ګډوډوي بلکې د مختلفو روغتیایي ستونزو ګواښ هم زیاتوي. د خوندورو خوړو په خوړولو سره کولی شئ چې د خرېدو ستونزه تر ډېره کنټرول کړئ.

باید ووایم، چې دا زما خبره نه ده بلکې د سلېپ میډيسن په نامه ژورنال یوه طبي څېړنه خپره کړې چې دا موضوع یې په ډاګه کړې ده.

دغه څېړنه ښیي، چې د پنیر خوړل د سلیپ اپنیا په نوم د تنفسي ناروغۍ د رامینځته کېدو ګواښ کموي. د خوب د اپنیا په ناروغانو کې ترټولو عام نښه په خوب کې خرېدل دي.

هغه خلک چې د خوب په اپنیا ناروغۍ اخته وي د خوب په وخت کې د دوی په تنفس کې پرله پسې وقفې تجربه کوي، کوم چې د خرېدو ګواښ او همدارنګه یو شمېر طبي پیچلتیاوې زیاتوي.

څیړنې څرګنده کړې، چې د پنیر خوړل په بدن کې په ځینو هورمونونو او مرکباتو اغیز لري. په ځانګړې توګه، پنیر په یوریا او ټسټورسټون باندې اغیزه کوي، چې دواړه د خوب د اپینا سره تړاو لري.

څیړنې دا نه دي په ډاګه کړي چې کوم ډول پنیر او څومره خوراک یې ډېر ګټور دی.

یوازې همدومره په ډاګه شوې چې د پنیر خوراک روښانه او مثبتې اغیزې لري. مګر د هر څه ډېر خوړل په دې مانا نه ده چې ډېره ګټه به لري. هر څه باید په اندازه وخوړل شي.

د څېړونکو په وینا، د خوړو او د خوب د اپینا ترمنځ د اړیکو د پوهېدو لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.

د دوی په وینا، دا څیړنه په ځینو برخو کې محدوده وه ځکه چې په دې کې یوازې اروپایان شامل وو.

څېړنکو ویلي چې پنیر به سمدلاسه ستاسو د خرېدو یا د خوب اپنیا درملنه ونه کړي ،مګر تاسو باید انتظار وکړئ.

د څېړنو له مخې، پنیر د کیفیت لرونکي پروټین، کلسیم، شحمي اسیدونه، ویټامینونه او نورې برخې لري چې د روغتیا لپاره ګټې لري.

څیړنې ښودلې چې د زړه شیریانونو او میټابولیک کمزورې روغتیا د خوب د ناروغۍ خطر زیاتوي، مګر په پنیر کې موجود ویټامینونه کولی شي چې د دغه ناورغیو مخه ونیسي.

په یاد مو وي چې څېړونکو ویلي چې له زیات پنېر خوراک ځکه باید ډډه وشي چې ډېره زیاته کالوري لري.

که تاسو ډیر پنیر وخورئ، نو په تاسو کې به د چاغۍ خطر ډېر شي او چاغي یو له هغو مهمو فکتورونو څخه ده چې د خوب د ناروغۍ خطر زیاتوي.

زه ولې بدرنګه یم؟

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۰
•
مسکا سنګر نیازۍ

تاسو هم کله داسې احساس کړی چې ولې بدرنګه یاست؟ یا مو شاوخوا کورنۍ او ملګرو کې درته شکایت کړئ ،چې بدرنګه دي او له دې اړخه ځوریږي؟

زه ولې بدرنګه یم یا زه ولې ښکلې/ ښکلی نه یم احساس ډېر ځورونکی، دروند او دردونکی دی. دغه ډول احساسات کولی، شي زموږ باور او خوشالۍ ته زیان ورسوي.

الله (ج) هېڅ انسان بدرنګ نه دی پیدا کړی او هېڅ انسان بدرنګه نه دی.

د ښکلا تعریف یوازې د ظاهري بڼې پورې محدود نه دی، بلکه هغه ټول خصوصیات او ځانګړتیاوې چې موږ یې په ځان کې لرو، د هغه یوه پراخه او ژوره انځور جوړوي.

که چېرې موږ ځان بدرنګه احساسوو، باید ځان د خپلې کورنۍ د غړو، دوستانو او هر هغه چا له نظره وګورو، چې موږ ورسره په ورځنیو چارو کې سر و کار لرو.

ډېری وخت موږ بدرنګه نه یوو، خو یوازې احساسوو یې چې بدرنګه یوو.

زه یوه نجلۍ پېژنم چې تل له ځان څخه شکایت کوي.

هغه تل وایي، چې زه ښکلې نه یم، بدرنګه یم، یوه بریالۍ مېرمنه نه یم، په ژوند کې هېڅ نه لرم، زه چاغه یم، هېڅوک راسره مینه نه لري او د هېچا نه یم خوښه، ان کله کله وژاړي چې ولې داسې ده، خو په حقیقت کې چې ورته وګورې هم ښکلې ده، هم یې وزن مناسب دی، هم ښه کورنۍ لري، هم ښه دنده لري، هم ښه دوستان لري چې په هر چا ګرانه ده.

خو اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې دغه نجلۍ او دې ته ورته نور خلک له داسې یو حس سره مخ دي چې ځورونکی دی؟

که تاسو داسې احساسوئ، چې بدرنګه یاست او تل له دې اړخه ځوریږئ، ښایي دا رواني‌ او ذهني عوامل ولري.

دلته یې څو عامو لاملونو ته اشاره کوو:

د ټولنیزو فشارونو اغېزه:

په هره ټولنه کې د ښکلا معیار توپیر لري.

په کوم چاپیریال کې چې موږ ژوند کوو، ښایي ځانګړي د ښکلا او بدن معیارونه په کې موجود وي او کله چې موږ ځان له هغو معیارونو سره پرتله کوو، ګورو چې ترې توپیر لرو ،

د "ښکلا" د یوې ځانګړې بڼې د ترلاسه کولو فشار زموږ په ذهن کې رامنځته کوي او همدا ده، چې ښایي دا احساس وکړئ چې تاسو بدرنګه یاست.

د ځان پرتله کول:

ځیني وختونه له نورو سره د ځآن پرتله کول، په ځانګړې توګه د ټلویزیون خبریالانو، فلمي ستورو، سندرغاړو په ټولنیزو شبکو کې له ځینو خلکو سره د ځان پرتله کول موږ ته داسې احساس راکوي، چې موږ ډېر کمزوري یوو.

دغه پرتله کول باعث د دې کېږي، چې ذهن کې مو منفي فکرونه ځای پیدا کړي او نتیجه یې دا شي، چې موږ داسې احساسوو چې ډېر بدرنګه یوو.

د بدن ډیسمورفي:

بدن ډيسمورفي (body dysmorphia) یو رواني حالت دی، چې انسان د ځان په اړه غلط فکرونه او قضاوتونه کوي او په ځان کې مثبت څه لیدل د ځان په اړه منفي خبرې او فکرونه کوي.

که دا ډول احساسات دوام وکړي، باید رواني مرستې او یا هم مشورې ترلاسه شي.

ځان په اړه ټیټ قضاوت:

کله چې انسان د خپل ځان د ښکلا په معیار کې کم ارزښته ارزوي دا د هغې د ټولنیزو فشارونو یا د تېرو تجربو په بنسټ رامنځته کیږي.

دا ډول باورونه زموږ د ذهن په ځینو برخو کې پاتې کېږي.

څنګه له دې حالت څخه راووځو؟

په ځان مهربانه اوسئ:

هڅه وکړئ چې خپل منفي فکرونه لرې کړئ، له ځان سره په مینه او درنښت خبرې وکړئ.

د ځان ستاینه وکړئ، چې کله کومه لاسته راوړنه لرلې او که ډېره وړه هم وي ځان خپله په یوې ډالۍ ونازوئ، دا ستاسو ذهن ته مثبت پیغام رسوي.

مثبت فکرونه تمرین کړئ:

هره ورځ د ځان په اړه یو مثبت فکر خپل کړئ.

د دې فکرونو تکرار به ستاسو ذهن ته مثبت انځورونه ورکړي.

لکه «زه یوه ځانګړې انسان یم، زه هغه څه یم چې د نړۍ لپاره ځانګړی ارزښت لرم. زه ډېره مهربانه/ مهربان یم، زه ډېره ښکلې یم، نړۍ باید خوشاله وي چې زما په څېر ښکلې/ ښکلی انسان په کې ژوند کوي، زه د هر کار د ترسره کولو ځواک و ړتیا لرم.»

د بدن د تصویر مثبت پوهه:

د بدن شکل یوازې یوه لنډمهاله برخه ده، چې د وخت او عمر له تېرېدو سره بدلېږي.

د بدن د هرې برخې یا شکل سره مینه وکړئ، ځکه چې ستاسو بدن یوازې ستاسو فزیکي اړخ نه دی، بلکې ستاسو ځواک، انرژي او ستاسو د ژوند برخه ده.

د ټولنیزو معیارونو څخه ازادي:

هڅه وکړئ، چې د نورو سره د خپل ځان پرتله کول بند کړئ.

هر انسان خپل ځانګړی شکل، شخصیت، ژوند او ښکلا لري.

ستاسو ښکلا یوازې ستاسو ځانګړتیاوو، شخصیت او د نورو سره د اړیکو له مخې ټاکل کېږي.

د منفي فکرونو مقابلې لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ:

که چیرې دا احساسات دوام وکړي، له یوه مشاور یا روان پوه سره خبرې وکړئ.

د دوی ملاتړ او لارښوونه ستاسو ذهن ته یو نوی لید درکوي او د ځان په اړه منفي افکارو سره مبارزه کې مرسته کوي.

زما په اند هېڅ انسان بدرنګه نه دی او هر انسان ښکلی دی.

د ښکلا مفهوم پراخ دی او یوازې د ظاهري بڼې پورې تړاو نه لري. ستاسو شخصیت، اخلاق، وړتیاوې، او داخلي ښکلا هغه څه دي، چې تاسو ته ځانګړې او مکمله ښکلا درکوي.

له ځان سره مهرباني، د مثبت فکرونو تمرین، او د ټولنیزو فشارونو څخه ازادي ستاسو د داخلي او ظاهري ښکلا پیاوړي کولو کې مرسته کولی شي.

له یاده مه باسه، چې ته ډېره ښکلې/ ډېر ښکلی یې.