هندي الاصله ستور مزلې نوی فضایي رېکارډ جوړ کړو

هندي الاصله ستور مزلې سنیتا ویلیامز د یوې میرمنې په توګه د ۶۲ ساعتونو او ۶ دقیقو په فضا کې ګرځېدو سره، په فضا کې ترټولو اوږدې مودې لپاره د ګرځېدو رېکارډ مات کړو.

هندي الاصله ستور مزلې سنیتا ویلیامز د یوې میرمنې په توګه د ۶۲ ساعتونو او ۶ دقیقو په فضا کې ګرځېدو سره، په فضا کې ترټولو اوږدې مودې لپاره د ګرځېدو رېکارډ مات کړو.
ویلیامز او د هغې همکار بوچ ویلمور، چې د ۲۰۲۴ د جون راهیسې په نړۍوال فضایي سټیشن ( ای ایس ایس) کې بند پاتې دي، دواړو د پنجشنبې په ورځ د فضایي سټيشن نه د باندې د ګرځېدو په ماموریت کې د راډیو مخابراتو هارډویر بدل کړل او د مایکروبیل نمونې یې راټولې کړې.
تر دې وړاندې پیګي ویټسن ۶۰ ساعته او ۲۱ دقیقې په فضایي سټیشن کې ګرځېدلی وو.
ناسا پر اېکس لیکلي: "د ناسا ستورمزلو سني ویلیامز یوازې د پخواني ستورمزلي پیګي ویټسن د ۶۰ ساعتونو او ۲۱ دقیقو په فضا کې د تګ وخت څخه تېر شوي."
د ویلیامز او ویلمور لپاره د لومړني ماموریت موده یوازې د اتو ورځو لپاره ټاکل شوې وه مګر په بې ساري ډول ۲۳۸ ورځو ته وغځول شوه، چې دې چارې د ستورو مزلو په هوا کې د پاتې کېدو په اړه بحثونه راپورته کړل.


واتیکان د سهشنبې په ورځ پر حکومتونو غږ وکړ چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پرمختګ په ټینګه وڅاري او خبرداری یې ورکړ، چې په دې ټکنالوژۍ کې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو له امله «د شر سیوری» موجود دی.
د مصنوعي ځیرکتیا په اړه په یوه نوي اخلاقي لاسوند کې، چې د واتیکان دوو ادارو لیکلی او پاپ فرانسیس تایید کړی، ویل شوي، « د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړې شوې جعلي رسنۍ د ټولنې بنسټونه ورو ورو کمزوري کولای شي».
د واتیکان په سند کې، چې «لرغونی او نوی» نومیږي، د کار پر بازار، روغتیا او زده کړو د مصنوعي ځیرکتیا اغېزې څېړل شوې دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، سند وايي، « په ټولو هغو ځایونو کې چې انسانان پرېکړې کوي، د شر سیوری دلته هم ځان راجوتوي».
پاپ اخلاقي چوکاټونه غواړي
واتیکان ټینګار کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د اخلاقي ارزونې لپاره د ټکنالوژۍ د کارونې او موخو په اړه روښانه تګلارې اړینې دي.
سند خبرداری ورکوي چې د ناسمو معلوماتو خپرېدل، په ځانګړې توګه هغه چې د مصنوعي ځیرکتیا تر کنټرول یا اغېز لاندې وي، «په ټولنه کې په غیر قصدي ډول سیاسي وېش او ګډوډي ته لمن وهلای شي».
پاپ فرانسیس، چې له ۲۰۱۳کال راهیسې د ۱.۴ میلیارد کسیزې کاتولیک کلیسا مشري کوي، په وروستیو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا اړوند اخلاقي مسایلو ته پاملرنه ډېره کړې ده.
تېره اونۍ، پاپ په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې ته په یوه پیغام کې وویل، چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت راتلونکي ته «جدي ګواښونه» پېښولای شي. هغه د نړۍ له سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مشرانو وغوښتل چې د دې ټکنالوژۍ د کارونې لپاره اخلاقي چوکاټونه کېږدي.
پاپ د تېرکال په جون میاشت کې په ایټالیا کې د جي اووه غونډې پر مهال هم ورته خبرداری ورکړی و. هغه وویل چې خلک باید الګورېتمونه دې ته پرې نه ږدي چې ددوی برخلیک وټاکي.

د چینايي موډل بری
د واتیکان دغه سند داسې مهال خپریږي، چې د چین د نوې مصنوعي ځیرکتیا ماډل « ډيپ سیک» د امریکايي ورته کمپنیو بازارونه ګډوډ کړي دي.
د امریکا د چیپ جوړولو شرکت انویدیا ونډې د دوشنبې په ورځ ۱۷ سلنه ولوېدې او په بازار کې یې ونډه ۵۹۳ میلیارده ډالرو ته را ښکته شوه. رویټرز وايي، چې دا د تاریخ تر ټولو ستر یو ورځنی زیان دی.
ډیپسیک (DeepSeek) شرکت ادعا کوي چې دا ماډل د اوسنیو شته خدماتو په پرتله لږ معلومات او کم لګښت لري، خو دغه نوي ځیرک ماډل په نړیواله کچه پام ځان ته اړولی دی.
د OpenAI اجرایه رییس سام الټمن دایو پام وړ ماډل بللی او ویې ویل، « موږ به لا غوره ماډلونه وړاندې کړو او دا رښتیا هم خوشحالوونکې ده چې یو نوی سیال راغلی».
په اسیا کې د جاپاني شرکت ایډوانټیسټ ونډې لس سلنه ټیټې شوې، د هالنډ (ASML) شرکت هم یو څه شاته لاړ، په متحده ایالاتو کې د مایکروسافټ، ګوګل مور او نورو ټکنالوژیکو شرکتونو ونډې هم کمې شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د ډیپ سیک بری باید د امریکا د ټکنالوژۍ شرکتونو لپاره « د ویښتابه نښه» وي.

ایا کله مو کېله له تورو مرچو سره خوړلې؟ که مو نه یي خوړلې نو د دې معلوماتي مطلب له لوستلو وروسته یې په ګټو پوهېږئ او حتما یې خوری.
د هاضمې سیسټم لپاره ښه ده
کېله په خپل ترتیب کې ډېر فایبر لري او د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي.
تور مرچ هم د معدې لپاره ښه ښودل شوي، که چېرې کېله له تور مرچ سره په نهاره وخوړل شي دا د هاضمې سیسټم لپاره ډېره ګټوره ده.
د معافیت سیسټم پیاوړی کوي
کېله ویټامین سي او انټي اکسیډنټ لري، چې د معافیت سیسټم پیاوړي کولو کې مرسته کوي او تور مرچ د فنګس سره د مبارزې وړتیا لري.
د قبضیت مخه نیوی کوي
که تاسو له قبضیت څخه ځورېږئ، نو تاسو کولی شئ خامه کېله له تور مرچ سره وخورئ او له دې ستونزې څخه ځان خلاص کړئ.
د وزن په کمولو کې مرسته کوي
ټول پوهېږو چې د کېلې له خوړلو وروسته په نس کې یو دروندوالی پیدا کېږي او دا د دې لامل کېږي چې اشتنها مو کمه شي، نو په دې ټوګه کېله مو وزن کمولو کې مرسته کوي.
تور مرچ هم میټابولیزم زیاتوي او دا مرسته کوي، چې بدن څخه غوړ کم شي.

ډيپریشن یا ژور خپګان یوه پیچلې رواني ناروغي ده، چې پرې اخته ناروغان ډېری وختونه خپګان لري او ممکن هر وخت د بې وسۍ احساس وکړي. خو فکر مو اوسه چې خپګان یوازې یوه ناروغي نه ده چې په "ذهن" پورې محدوده ده بلکې په پایله کې ټول بدن اغیزمن کوي.
په ژور خپګان اخته کسان په هغو فعالیتونو کې لېوالتیا له لاسه ورکوي چې دوی ترې پخوا خوند اخست او د دې لامل دا دی چې فکرونه د منفي ذهنیت ښکار کیږي.
تر اوسه پورې، متخصصین په دې نه دي توانیدلي چې معلومه کړي چې ولې خلک په دې ناروغۍ اخته کیږي.
مګر اوس دوی یو مهم احتمالي لامل موندلی او هغه د یو چا د احساساتو د پوهیدو نشتوالی دی.
د براین بېهېور ایمینټي په مجله کې خپره شوې څېړنه ښیې، چې کله یو انسان په روښانه ډول احساساتي فکر کولو کې پاتې راشي نو په هغه کې د خپګان خطر ډېریږي.
خو خبره یوازې په دې پورې محدوده نه ده، د احساساتي بې حسۍ ترڅنګ د دغه ډول کسانو په بدن کې د پړسوب کچه هم لوړېږي او دا پړسوب مستقیماً پر خپګان اغېز کوي.
دا باید په یاد ولرئ چې التهاب زموږ د بدن یو دفاعي میکانیزم دی چې د ناروغۍ یا انفیکشن په وخت کې فعال کیږي.
مګر کله چې په بدن کې د هغې کچه لوړه شي یا ثابت پاتې شي، د مختلفو ناروغیو خطر ډیریږي.
دې نوې څېړنې موندلې چې په بدن کې د التهاب د کچې لوړېدل پر دماغ منفي اغېز کوي او د خپګان خطر زیاتوي.
څېړنه زیاتوي چې ذهني ثبات او ښه احساساتي روغتیا د دې لامل کیږي چې د خپګان په وړاندې مقاومت زیات شي.
په دې څېړنه کې د ترسره شویو تجربو په ترڅ کې معلومه شوه چې ۳۷ سلنه خلک چې احساساتي ستونزې لري په بدن کې د پړسوب کچه د پام وړ لوړه شوې، چې دا د خپګان د جدي نښو خطر زیاتوي.
د څېړونکو په وینا، اذیما کیدای شي د خلکو په خپګان کې مهم رول ولوبوي.
تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د چین د فوجیان پوهنتون یوې څېړنې موندلي و، چې د تلویزیون یا نورو سکرینونو مخې ته ډېر وخت تېرول د خپګان خطر زیاتوي.
څېړنو ښودلې چې هر ساعت د سکرین مخې ته تېرېدل د انسان د خپګان خطر ۵ سلنه زیاتوي.
په پخوانیو څېړنو کې دا هم موندل شوي چې د زیرک ټلېفونونو، کمپیوټر یا نورو سکرینونو مخې ته د ډېر وخت ناسته د رواني ناروغیو خطر زیاتوي.

ډېری خلک په خپل ورځیني ژوند کې سهارنۍ نه خوري، خو څېړنو ښودلې چې د سهارنۍ نه خوړل تر اټکل ډېر تاوان لري.
په نړۍ کې ځینې سیمې شته، چې د خلکو اوسط عمر د نورو په پرتله خورا اوږد دی او دې ډول سیمو ته د نیلي زون اصطلاح کارول کېږي.
روغتیا پوهان وایي، څېړنو ښودلې چې د دغو سیمو د خلکو د خوړلو مهم وخت سهار دی.
د نیلي زون اصطلاح د دې سیمو لپاره کارول کېږي او کارپوهان د څېړنو له مخې وایي، چې سهارنۍ د دې خلکو د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي.
هغوی وایي، چې سهارنۍ بدن ته د ورځې د پیل لپاره انرژي ورکوي او د دې فرصت برابروي چې ورځ په صحي خوړو سره پیل شي.
د سهارنۍ د نه خوړلو ۳ منفي روغتیايي اغېزې په لاندې ډول دي:
تمرکز کې ستونزه:
د سهارنۍ خوړل زموږ ذهن ته هغه انرژي ورکوي، چې د ورځې پیل لپاره ورته اړتیا لرو، خو که چېرې سهارنۍ ونه خورو دا عمل مو پر ذهن منفي اغېزه کوي او د ذهن کار کول ستونزمن کوي.
یوې څېړنې موندلې، هغه خلک چې سهارنۍ نه خوري او یا هم سهار په غیر صحي خوړو پیلوي، د ورځې په اوږدو کې یې د ذهن فعالیت خراب وي.
د دې څېړنې له مخې، د داسې خلکو لپاره په کارونو کې تمرکز ستونزمن وي.
.
له فشار سره مخ کېدل:
د سهارنۍ نه خوړل د وینې فشار ټیټوي او فزیکي فشار هم راوستلی شي.
یوې څېړنې موندلې، چې د سهارنۍ په نه خوړلو سره د کورټیسول کچه لوړېږي، چې په پایله کې یې اشتها ډېروي، ذهني او فزیکي فشار زیاتوي.
خوب اغیزمن کوي:
که تاسو ډېری وخت سهارنۍ نه خورئ، نو په دې پوه شئ چې دا مو خوب اغېزمن کوي.
د کالج د زده کونکو یوې مطالعې موندلې، چې د سهارنۍ نه خوړل د خوب پر کیفیت اغېزه کوي او د خپګان نښې نښانې زیاتوي.
په ورته ډول، یوې بلې څېړنې بیا موندلې چې د سهارنۍ نه خوړل د خوب کیفیت او غذايي عادتونو کې بدلون راولي.
هغه خلک چې سهارنۍ خوري، نو د خوب کیفیت یې عالي وي او کله چې سهار له خوبه پاڅېږي طبیعت یې هم ښه خوشاله وي.

په امریکا کې څو ساعته مخکې د سترې محکمې د پرېکړې له مخې د خواله رسنیو یو مشهور اپلکیشن ټیکټاک د ۱۷۰ میلیونه کاروونکو پر مخ رسمآ وتړل شو؛ خو دغې خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي له ټرمپ سره یې د بېرته راګرځیدو په اړه خبرې روانې دي.
د متحده ایالاتو سترې محکمې پر ټیکټاک له دې امله بندیز لګولی چې د دغه هېواد ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی او په کې د خلکو معلومات خوندي نه دي.
دغه قانون د محکمې لخوا تر تایید وروسته د کانګرس یا د «استازو جرګې» تصویب کړی او څو ساعته وړاندې پلی شو.
د یاد قانون له مخې ټیکټاک اړ شوی چې خپل چینایي مالکیت دې لمنځه یوسي او د بایټ ډانس کمپنۍ څخه دې جلا شي او یا دې هم په امریکا کې خپل فعالیتونه ودروي.
د دغه بندیز اعلان د ختیځې امریکا په وخت د شپې ۱۰:۳۵ بجې وشو. پر همدې وخت چې کاروونکو هڅه وکړه اپلیکیشن خلاص کړي، هغوی ته یو پیغام ښکاره شو چې په کې ویل شوي وو: «بښنه غواړو، ټیکټاک اوس مهال په متحده ایالاتو کې نه شته.د یوه نوي قانون له مخې، موږ اړ شوي یو چې خپل فعالیتونه بند کړو. موږ له تاسو مننه کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې یو حل لاره پیدا کړو.»
په دغه پیغام کې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه وینا هم شامله وه چې ویلي یې و «موږ ژمن یو چې د ټیکټاک لپاره د یوې حل لارې په موندلو کار وکړو، ترڅو دغه اپلیکیشن بېرته فعال شي. مهرباني وکړئ انتظار وکړئ.»
له اېپل او ګوګل پلی څخه د ټیکټاک لرې کول
پر ټیکټاک دغه بندیز یوازې د اپلیکیشن کارول نه دي محدود کړي، بلکې د اېپل او ګوګل له پلورنځیو څخه یې دغه اپلیکیشن هم لرې کړی دی. سربېره پر دې، هغه شرکتونه چې ټیکټاک ته خدمتونه وړاندې کوي، لکه د وېب ملاتړ کوونکې کوربنې کمپنۍ اوراکل، هم اړ شوې چې خپل ملاتړ بند کړي.
د دغه نوي قانون له مخې، که هر شرکت د ټیکټاک ملاتړ ته دوام ورکړي، هغوی به له څو میلیارد ډالري جریمې سره مخ شي.
د ټرمپ دریځ او ژمنې
ډونالډ ټرمپ، چې اوس د امریکا منتخب ولسمشر دی، د دې پرېکړې په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.
هغه ویلي: «موږ د سترې محکمې د پرېکړې درناوی کوو؛ خو دا مهمه ده چې د ټیکټاک لپاره یوه داسې لاره ومومو چې هم د ملي امنیت اندېښنې ختمې شي او هم دغه پلټفارم د خلکو لپاره فعال پاتې شي.»
ټرمپ ژمنه کړې چې د خپل حکومت په راتلونکې دوره کې به د دې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي. هغه وویل چې ښایي د ټیکټاک لپاره لنډمهاله حل په نظر کې ونیسي، لکه د «ټکساس پروژې» په بڼه د یوې موافقې بیا راژوندی کول.
«ټکساس پروژه»یو داسې پلان دی چې د ټیکټاک معلومات به په امریکا کې د اوراکل په څېر یوې کمپنۍ له خوا وساتل شي او فډرالي چارواکو ته به اجازه ورکړي چې د اړتیا په صورت کې ټیکټاک وځنډوي. ټرمپ ویلي چې دغه پلان ښايي د چین د اغېز د مخنیوي لپاره یوه مناسبه حل لاره وي.
هغه زیاته کړې: «موږ دې ته چمتو یو چې ټیکټاک ته ۹۰ ورځې وخت ورکړو ترڅو د دې مسلې حل ته ورسیږي. موږ باید دواړه د ملي امنیت اړتیاوې او د خلکو د بیان ازادي وساتو.»
د کاروونکو او ملاتړو غبرګونونه
د ټیکټاک بندیز په خلکو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې چې دغه اپلیکیشن یې په ورځني ژوند کې د ساعت تېرۍ او اړیکو لپاره کاراوه.
د بیان ازادۍ ملاتړو، لکه پین امریکا PEN America ویلي چې د ټیکټاک بندیز د دولت لخوا د سانسور یوه بڼه ده.
دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې وویل: «دا ډول بندیزونه د استبدادي حکومتونو ځانګړتیا ده، او موږ باید په دې اړه محتاط و اوسو چې د ملي امنیت تر نامه لاندې د خلکو د غږونو چوپتیا ته لاره هواره نه کړو.»
د ټیکټاک ناڅرګند برخلیک
سره له دې چې د ټیک ټاک د بندېدو پرېکړه عملي شوې ؛خو د دې خواله رسنۍ راتلونکی لا هم نامعلوم دی. دا روښانه نه ده چې ټرمپ به د خپلې ژمنې سره سم د دې بندیز لپاره یوه دایمي حل لاره ومومي یا نه.
د ټیکټاک د بندیدو دا بحث ښايي نورو ټولنیزو رسنیو لپاره هم یو مهم پیغام وي چې د امریکا د حکومت د ملي امنیت په نوم د بهرنیو ټکنالوژیو پر کارولو څومره جدي دي.
پاکستان او هند وار له مخه پر ټیکټاک محدودیتونه لګولي او په اروپايي هېوادنو کې هم د دغه خواله رسنیو د کارولو په تړاو پخواني بحثونه بیا را تازه شوي دي.
د خواله رسنیو کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا دغه تازه اقدام نورو هېوادونو ته دا جرات ورکولی شي چې د دغه ډول پلټفارمونو پر ضد اقدامات وکړي.