• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګانګرس غړی برچیټ: د بایډن ادارې هغه افغان ته وېزه ورکړې چې د طالبانو سره نږدې اړیکې لري

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د متحده ایالاتو د کانګرس غړي ټیم برچیټ د بایډن اداره په دې تورنه کړې چې یوه داسې سړي ته یې، چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو سره نږدې اړیکې لري، ویزه ورکړې ده. نوموړي ویلي چې دا کس تر اوسه په امریکا کې دی.

ټيم برچیټ پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي، د تېر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د نهمې د کانګرس د غړي په توګه بهرنیو چارو وزات ته لېږلي مکتوب سره لیکي چې افغان تبعه ایمان رحیمي امریکا ته مطلوب شخص سراج الدین حقاني ته د خلیفه خطاب کړی او همدا ډول یې د طالبانو کړنې ستایلي دي.

په دغه مکتوب کې چې د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته استول شوی په کې راغلي: «زه د ښاغلي ایمان رحیمي په اړه د بیړنۍ اندیښنې څرګندولو لپاره لیکم، چې د افغانستان تبعه دی او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست سره احتمالي اړیکې لري، چې په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو ویزه ورکړل شوې او له ترکیې څخه متحده ایالاتو ته راغلی دی.»

په مکتوب کې وړاندې راغلي:« د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو راهیسې، ښاغلي رحیمي د لوړ پوړو طالب قوماندانانو ته نامحدود لاسرسی درلود او د طالبانو او حقاني شبکې له خوا کنټرول شوي محدودو سیمو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې، په شمول د ترهګرو روزنیز کمپونه او د پخوانیو لوړ پوړو حکومتي چارواکو استوګنځایونو.»

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې دغه ډول ځایونو ته د لاسرسي دا کچه یوازې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له خوا ورکول کیږي.

مکتوب کې وړاندې راغلي: «په خپلو عامه موجودو ویډیوګانو کې، ښاغلي رحیمي سراج الدین حقګاني چې د (ایف بي ای) له خوا مطلوب ترهګر دی او د ۱۰ میلیون ډالرو انعام پرې اېښودل شوی، د "خلیفه" په توګه یاد کړی.»

په مکتوب کې په ښاغلي رحیمي تور پورې شوی، چې په دوامداره توګه د بندیزونو لاندې طالب مشرانو په اړه په سوشل میډیا کې مناسب پوښښ ترسره کړی، چې په موثره توګه د دوی د افراطي اجنډا په وده کې مرسته کوي.

د متحده ایالاتو کانګرس غړي په توګه د برجیټ په دغه مکتوب کې د افغان تبعه ایمان رحیمي په اړه بېلا بېلې هغه کړنې په نښه شوي چې نوموړي د طالبانو د حکومت په ګټه ترسره کړي او د بهرنیو چارو وزارت نه یې غوښتنه کړې چې د نومړي کړنې وڅاري.

ټيم برچیټ: «زه د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې د ښاغلي رحیمي فعالیتونه او تړاوونه له نږدې وڅاري، ځکه چې دوی ممکن د ملي امنیت لپاره د پام وړ احتمالي ګواښ رامینځته کړي او هغه ارزښتونه زیانمن کړي چې موږ یې ملاتړ کوو.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرینا هوټل تایید کړه چې د طالبانو له مداخلې وروسته به وتړل شي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د سرینا هوټلونو ادارې وویل، چې د شنبې په ورځ به د طالبانو د مداخلې له امله له شاوخوا دوه لسیزو فعالیت وروسته په کابل کې خپله څانګه وتړي. افغانستان انټرنشنل په دې وروستیو کې راپور ورکړی و، چې طالبانو د کابل سرینا پنځه ستوریز هوټل د اغا خان د پراختیايي شبکې څخه نیولی دی.

د کابل سرینا هوټل ادارې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دولتي پلاوي له کوربه توب او د نړۍوالو معیارونو سره سم د خدمتونو له وړاندې کولو دوه لسیزې وروسته به خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هوټل مدیریت به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دولتي هوټلونو شرکت«ایچ ایس او سي» په غاړه وي.

سرینا هوټل په دې بیان کې لیکلي چې په ۹ هېوادونو کې په ۳۳ نورو څانګو کې د خپلو مېلمنو د کوربه توب لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

افغانستان انټرنیشنل لومړی د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې طالبانو د سرینا هوټل مدیریت د اغا خان د پراختیایي شبکې او د افغانستان د پخواني حکومت تر منځ د پخواني تفاهم خلاف بللی دی.

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د کابل سرینا هوټل تر درېیو کلونو زیات د لوړ پوړو بهرنیو چارواکو کوربه و. په دغه هوټل کې هغه وخت د پاکستان د استخباراتو (ای ایس ای) مشر فیض حمید او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) مشر ویلیم برنز په څېر شخصیتونو کوربتوب شوی.

کابل سرینا هوټل د کابل ښار په مرکز او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري. د اغا خان پرمختیايي شبکې د دغه هوټل د جوړولو لګښت ۲۵ میلیونه ډالره اعلان کړی و.

د پاکستان د استخباراتو لوړ پوړی پلاوی په استانبول کې د طالبانو ضد جهادي مشرانو سره ګوري

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د استخباراتي ادارې یو لوړ پوړی پلاوی سبا په استانبول کې له پخوانیو افغان چارواکو او جهادي شخصیتونو سره ګوري. باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، دا پلاوی د صلاح الدین رباني، عبدالرشید دوستم، عبدالرب الرسول سیاف، محمد محقق او کریم خلیلي په څیر شخصیتونو سره ویني.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دې غونډو موخه د طالبانو له سیاسي مخالفینو سره د پاکستان د تعاملاتو زیاتول دي.

د دې ترڅنګ په اسلام اباد کې د دې ډلو د سیاسي دفترونو د بیا پرانستلو او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې په مبارزه کې د ګډې همکارۍ په اړه هم بحثونه کيږي.

د سرچینو په وینا، دا په تیرو دریو میاشتو کې ترکیې ته د لوړ پوړو پاکستاني پلاوو دوهم سفر دی.

د طالبانو له مخالفینو سره د ای ایس ای چارواکو لیدنه د افغان سیاسي مشرانو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه ییزو ننګونو لپاره د ګډو حل لارو موندلو لپاره د پاکستان د مخ په زیاتیدونکو هڅو ښودنه کوي.

دا خوځښتونه په ځانګړي ډول د طالبانو د فعالیتونو په اړه د مخ په زیاتیدونکو اندیښنو او په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي حل لارو موندلو لپاره د کورني او نړیوال فشار د زیاتوالي په پایله کې ترسره کیږي.

روبيو د بهرنیو مرستو د کمولو په دفاع کې وایي د امریکا حکومت خیريه موسسه نه ده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه هیواد له خوا د ملیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو د ځنډولو دفاع وکړه او ویې ویل: «د امریکا حکومت خیريه موسسه نه ده» ښاغلي روبیو په یوه مرکه کې وویل، چې هغه به وڅارې چې کومې پروژې «امریکا خوندي، پیاوړې یا ډیره سوکاله کوي.»

مرستندویه ادارو ویلي، چې د مرستو ځنډول د دوی د جدي اندیښنو لامل ګرځيدلي، ځکه چې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د خوړو ملاتړ په څیر پروګرامونه ممکن ودرول شي.

د دغو سازمانونو په وینا، د مرستو ځنډول د دې ماشومانو د ډیرې مړینې مانا لري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشبنې په ورځ په يوه مرکه کې ټینګار کړی چې: «موږ نه غواړو خلکو د مړينې شاهد واوسو.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سملاسي له افغانستان سره د پيسو د لېږد په ګډون ټولې بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره وځنډولې.

له دې پریکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له بیړني خوراکي پروګرامونو او اسراییل او مصر ته د پوځي مرستو پرته د بهرنیو مرستو ډیری پروژې به وځنډول شي.

دا پریکړه د ټرمپ ادارې د پالیسیو سره د دې پروګرامونو اړوند د څارنې په موخه شوې او ممکن دا څارنه تر ۸۵ ورځو پورې وخت ونیسي.

مارکو روبیو وویل، چې د دې اقدام یوه موخه د مرستو ترلاسه کونکو ترمنځ د همکارۍ زیاتوالی دی.

امریکا، چې د نړۍ ترټولو لوی بشري مرسته کوونکی دی، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۷۲ ملیارد ډالر مرسته کړې.

د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډول هم په افغانستان باندې د پام وړ اغیزې لري.

له دې پریکړې وروسته، د افغانیو ارزښت بې ساري کچې ته راټیټ شو.

وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل د بشري مرستو له لارې افغانستان ته نغدي پیسې رسېدلې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د تیر کال تر غويي مياشتې، په اونۍ کې دوه ځله کابل ته د ۴۰ ملیون ډالرو په ارزښت د کڅوړو د رسیدو خبر ور کاوه.

د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري مخکې اعلان کړی و، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډولو وروسته د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو مرستندویه سازمانونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې بشري مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي.

له دې سره هم مهاله طالبانو دولتي کارمندانو ته تنخواوي او د تدارکاتي توکو اخیستل بند کړي دي.

لطیف نظري تایید کړه، چې د «تخنیکي ستونزو» له امله د دولتي کارمندانو د معاشونو په ورکولو کې ځنډ راغلی دی.

انوارالحق احدي: د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او دا ښه حالت نه دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰

په سویس کې د افغانستان د وجهي (اماني) صندوق د بورډ غړي انوارالحق احدي د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په اېکس سپیس کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ټیټیدو ته په اشاره وویل؛ «افغانستان ښې خوا ته نه دی روان، افغانستان د انزوا خوا ته روان دی او دا ښه حالت نه دی.»

احدي وویل، چې افغانستان کې اوسنی حالت د ملي ګټو په زیان دی او د بهرنیو مرستو په بندیدو سره فقر او بیکاري ډیره شوې ده.

نوموړي د امریکا له خوا د مرستو بندیدو ته په اشاره زیاته کړه:« که دا کومکونه بند شي دا بحران به فوق العاده شدید شي، مالي او پولي بحران به هم زیات شي.»

انوارالحق احدي وايي، د افغانستان اوسنی اقتصادي بحراني حالت مخامخ د طالبانو له حکومتدارۍ سره تړاو لري.

احدي وايي، دمګړی د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره په ارګ کې د سرو زرو د خښتو پرته هیڅ ملاتړ نه لري.

نوموړی وايي، په ارګ کې د سر زرو خښتي میعاري نه دي او ارزښت یې د ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې دی.

احدي وايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره ښه ملاتړ د اماني صندوق سرمایه کیدای شي، خو طالبانو تر اوسه زموږ څخه په دې اړه د مرستې هیڅ ډول غوښتنه نه ده کړې.

احدي د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت کمېدو ته په اشاره زیاته کړه:«ډیره سخته ده چې دا حالت ودریږي خو د لنډ مهال لپاره افغانستان بانک کولی شي په دوامداره توګه په بازار کې مداخله وکړي او ډالر لیلام کړي خو زه نه پوهیږم چې طالبان به څومره توان ولري؟»

نوموړی وايي، د افغانستان د اقصاد د ښه والې او افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره غوره داده چې طالبان له نړۍ سره ښې اړیکي جوړي او سیاسي مخالفتونه ختم او د خلګو په خوښه حکومتدادري جوړه کړي.

احدي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې اوس د افغانستان بانک خپلواک دی وویل:«مخکې مرکزي بانک مستقل وو، ولسمشر حق نه درلود چې لارښوونه ورته وکړي. اوس هغه سیسټم نشته اوس ټول مرکزي دي. زه ډاډه نه یم چې مالیه وزارت او بانک په خپل کار کې څومره مستقل دي؟ طالبان اوس په مالي او‌پولې برخو کې مداخله کوي او کله کله دا مداخله د مثبت پر ځای منفي نتیجه ورکوي.»

نوموړی وايي، د پوهنې او روغتیا وزارتونو په ګډون یو شمېر نورو ادارو فعالیت د نړیوالې ټولنې او په ځانکړې ډول د امریکا په مرستو تکیه و، خو د بهرنیو مرستو په ودریدو سره د یادو وزارتونو او ادارو فعالیتونه د فلج کېدو له ګواښ سره مخ دي.« دا اوس ځیني مسولیتونه د نړیوالې ټولنې اړوند وه، اوس افغانستان مالي توان نه لري، که دا مرستې ودریږي. اتیا سلنه مرستې د امریکا دي اوس د پوهنې او روغتیا وزارتونو بودیجه له دغو مرستو ده که ودریږی، یا به تړل کیږي یا به پیسي ورته پیدا کوي. نو دا پیسي به له کومه پییدا کیږي. دا وضیعت د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه نه دي.»

د اماني صندوق د بورډ غړی ښاغلی احدی وايي، سره له دې چې دچین، جاپان او ځیني اروپايي هېوادونه له افغانستان سره مرستې کوي، خو که د امریکا مرستې بندې شي د افغانستان لپاره به یې پایله ډیره خرابه وي.

انوارالحق احدي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې، ځینې هېوادونه له طالبانو سره د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت په ساتلو کې همکاري کوي وايي:« د امریکا او نړۍ له خوا زموږ سره بلاعوضه مرستې کیدلې، ډیره برخه په اردو مصرفیدلې، خو روسیه په دا حد کې نه ده او چین هم په دې حد کې نه دی چې دومره مرستې وکړي چین، روسیه او ایران دا توانمندي نه لري چې له افغانستان سره د امریکا په څیر کومک وکړي او افغانستان له دې حالت څخه وباسي.»

همدارنګه ښاغلی احدي په سویس کې پر اماني صندوق د ټرمپ د ادارې د مداخلو په اړه وايي، چې یاد صندوق خپلواک دی د چا تر اثر لاندې نه دی او د صندوق په اړه هره پرېکړه د صندوق د بورډ د څلورو غړو له لوري کیږي خو تر اوسه امریکا د اماني صندوق په اړه کومه لاسوهنه نه ده کړي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه:« د قانون له مخې دا حق نه لري، خو د هغوی استازی زموږ سره شته. د هغوی استازی ویټو حق لري خو دا مسایل ورته واړه دي چې مداخله دې وکړي او عمومي پالیسې یې د دوی پیروي کوي. مثلا یو وخت ما پیشنهاد وکړ، چې له پاکستان راغلو کډوالو لپاره یو څه مرسته وکړو چې په افغانستان کې ځای پر ځای شي، خو دوی وویل چې دا کار به د ملګرو ملتونو له لارې وکړو خو زه طرفدار نه وم بیا ونه شو. که دوی یو پیشنهاد وکړي یا یې موږ وکړو د نه ویلو ځای پکې شته. اساسنامه یې مستقله ده او تصمیم به دا ګډ بورډ نیسي.»

انوارالحق احدي وايي، په دغه صندوق کې دمګړی درې عشاریه نهه میلیارده ډالر شته، خو تمه لري چې ډیر ژر به څلور میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

په لغمان کې د یوې مرمۍ د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۰

په لغمان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې په الیشنګ ولسوالۍ کې د يوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي دي. طالبانو ویلي، چې ماشومانو دغه مرمۍ تر موندلو وروسته ټکوله، چې ور باندې وچاودله.

د طالبانو امنيه قومندانۍ د مالوماتو له مخ، چې وژل شوي ماشومان د بيلابيلو کورنیو دي، چې لس، یولس او دیارلس کاله عمرونه یې درلوده.

د طالبانو د اعلاميې له مخي، د دوی پرسونل سيمې ته رسېدلی تر څو د پيښې پلټنه وکړي.

له جګړو پاتې ناچاوده توکي د ماشومانو لپاره خورا ستر ګواښ دی، چې له امله یې ماشومان مړه او یا هم دایمي معیوب کېږي.

یونېسف د مرغومې په ۱۶ مه راپور ورکړی، چې تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودو توکو یا د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله مړه او ټپیان شوي دي.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ای سي ار سي هم څه موده وړاندي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسان د نا چاوده توکو د چاودنو اړوند پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.