• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې رفح لاره به د شنبې په ورځ پرانیستل شي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰

د حماس یوه چارواکي رسنیو ته وویل، چې د غزې ترانګې د رفح پوله به د شنبې په ورځ د اوربند د موافقې له مخې د یرغمل شویو او بندیانو د څلورمې تبادلې وروسته بیرته پرانیستل شي. دا د مرستو رسولو له پاره تر ټولو مهمه لار ګڼل کیږي.

د حماس یوه چارواکي وویل: "منځګړیو حماس ته ویلي چې د شنبې په ورځ د بندیانو د تبادلې د څلورمې ډلې له بشپړېدو وروسته د رفح بندر د پرانیستلو اجازه ورکړي."

سرچینې څرګنده کړه چې "د غزې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو د موافقې له مخې به ټپي شوي فلسطینیان د غزې له خاورې څخه اېستل کیږي."

د مصر سره د رفح پوله د فلسطین خاورې ته د ننوتلو او د مرستې لپاره یوه مهمه لاره ده.

خو دا پوله د تېر کال په مې میاشت کې وروسته له هغې وتړل شوه، چې اسراییلي ځواکونو فلسطیني غاړه ونیوله.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاجا کالاس د جمعې په ورځ وویل چې د دې ټولنې ۲۷ غړي د فلسطین او اسراییل په غوښتنه د رفح په بندر کې د څارنې ماموریت ځای پر ځای کړی دی.

نوموړې پر اېکس پاڼې لیکلي: "دا به د فلسطین د سرحدي پرسونل ملاتړ وکړي او د غزې څخه بهر د افرادو لېږدولو ته به اجازه ورکړي، په شمول د هغه کسانو چې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري."

اسراییل او حماس به د شنبې په ورځ د اوربند د یوې برخې په توګه چې د جنورۍ په ۱۹ پلي کیږي د غزې په تړانګه کې د دوی څلورم پړاو یرغمل شوي بندیان تبادله کوي.

تر اوسه پورې ۱۵ تنه یرغمل شوي د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ای سي ار سي)ته د سلګونه فلسطیني بندیانو په بدل کې سپارل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ګانګرس غړی برچیټ: د بایډن ادارې هغه افغان ته وېزه ورکړې چې د طالبانو سره نږدې اړیکې لري

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۰

د متحده ایالاتو د کانګرس غړي ټیم برچیټ د بایډن اداره په دې تورنه کړې چې یوه داسې سړي ته یې، چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو سره نږدې اړیکې لري، ویزه ورکړې ده. نوموړي ویلي چې دا کس تر اوسه په امریکا کې دی.

ټيم برچیټ پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي، د تېر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د نهمې د کانګرس د غړي په توګه بهرنیو چارو وزات ته لېږلي مکتوب سره لیکي چې افغان تبعه ایمان رحیمي امریکا ته مطلوب شخص سراج الدین حقاني ته د خلیفه خطاب کړی او همدا ډول یې د طالبانو کړنې ستایلي دي.

په دغه مکتوب کې چې د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته استول شوی په کې راغلي: «زه د ښاغلي ایمان رحیمي په اړه د بیړنۍ اندیښنې څرګندولو لپاره لیکم، چې د افغانستان تبعه دی او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست سره احتمالي اړیکې لري، چې په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو ویزه ورکړل شوې او له ترکیې څخه متحده ایالاتو ته راغلی دی.»

په مکتوب کې وړاندې راغلي:« د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو راهیسې، ښاغلي رحیمي د لوړ پوړو طالب قوماندانانو ته نامحدود لاسرسی درلود او د طالبانو او حقاني شبکې له خوا کنټرول شوي محدودو سیمو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې، په شمول د ترهګرو روزنیز کمپونه او د پخوانیو لوړ پوړو حکومتي چارواکو استوګنځایونو.»

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې دغه ډول ځایونو ته د لاسرسي دا کچه یوازې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له خوا ورکول کیږي.

مکتوب کې وړاندې راغلي: «په خپلو عامه موجودو ویډیوګانو کې، ښاغلي رحیمي سراج الدین حقګاني چې د (ایف بي ای) له خوا مطلوب ترهګر دی او د ۱۰ میلیون ډالرو انعام پرې اېښودل شوی، د "خلیفه" په توګه یاد کړی.»

په مکتوب کې په ښاغلي رحیمي تور پورې شوی، چې په دوامداره توګه د بندیزونو لاندې طالب مشرانو په اړه په سوشل میډیا کې مناسب پوښښ ترسره کړی، چې په موثره توګه د دوی د افراطي اجنډا په وده کې مرسته کوي.

د متحده ایالاتو کانګرس غړي په توګه د برجیټ په دغه مکتوب کې د افغان تبعه ایمان رحیمي په اړه بېلا بېلې هغه کړنې په نښه شوي چې نوموړي د طالبانو د حکومت په ګټه ترسره کړي او د بهرنیو چارو وزارت نه یې غوښتنه کړې چې د نومړي کړنې وڅاري.

ټيم برچیټ: «زه د بهرنیو چارو وزارت او اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې د ښاغلي رحیمي فعالیتونه او تړاوونه له نږدې وڅاري، ځکه چې دوی ممکن د ملي امنیت لپاره د پام وړ احتمالي ګواښ رامینځته کړي او هغه ارزښتونه زیانمن کړي چې موږ یې ملاتړ کوو.»

روبيو د بهرنیو مرستو د کمولو په دفاع کې وایي د امریکا حکومت خیريه موسسه نه ده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه هیواد له خوا د ملیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو د ځنډولو دفاع وکړه او ویې ویل: «د امریکا حکومت خیريه موسسه نه ده» ښاغلي روبیو په یوه مرکه کې وویل، چې هغه به وڅارې چې کومې پروژې «امریکا خوندي، پیاوړې یا ډیره سوکاله کوي.»

مرستندویه ادارو ویلي، چې د مرستو ځنډول د دوی د جدي اندیښنو لامل ګرځيدلي، ځکه چې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د خوړو ملاتړ په څیر پروګرامونه ممکن ودرول شي.

د دغو سازمانونو په وینا، د مرستو ځنډول د دې ماشومانو د ډیرې مړینې مانا لري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشبنې په ورځ په يوه مرکه کې ټینګار کړی چې: «موږ نه غواړو خلکو د مړينې شاهد واوسو.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سملاسي له افغانستان سره د پيسو د لېږد په ګډون ټولې بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره وځنډولې.

له دې پریکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له بیړني خوراکي پروګرامونو او اسراییل او مصر ته د پوځي مرستو پرته د بهرنیو مرستو ډیری پروژې به وځنډول شي.

دا پریکړه د ټرمپ ادارې د پالیسیو سره د دې پروګرامونو اړوند د څارنې په موخه شوې او ممکن دا څارنه تر ۸۵ ورځو پورې وخت ونیسي.

مارکو روبیو وویل، چې د دې اقدام یوه موخه د مرستو ترلاسه کونکو ترمنځ د همکارۍ زیاتوالی دی.

امریکا، چې د نړۍ ترټولو لوی بشري مرسته کوونکی دی، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۷۲ ملیارد ډالر مرسته کړې.

د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډول هم په افغانستان باندې د پام وړ اغیزې لري.

له دې پریکړې وروسته، د افغانیو ارزښت بې ساري کچې ته راټیټ شو.

وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل د بشري مرستو له لارې افغانستان ته نغدي پیسې رسېدلې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د تیر کال تر غويي مياشتې، په اونۍ کې دوه ځله کابل ته د ۴۰ ملیون ډالرو په ارزښت د کڅوړو د رسیدو خبر ور کاوه.

د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري مخکې اعلان کړی و، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډولو وروسته د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو مرستندویه سازمانونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې بشري مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي.

له دې سره هم مهاله طالبانو دولتي کارمندانو ته تنخواوي او د تدارکاتي توکو اخیستل بند کړي دي.

لطیف نظري تایید کړه، چې د «تخنیکي ستونزو» له امله د دولتي کارمندانو د معاشونو په ورکولو کې ځنډ راغلی دی.

امریکایي سناتورې د امریکا له مرستو د طالبانو د لاس لنډېدو لپاره لایحه وړاندې کړه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۰

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتورې شیلي مور کاپيټو د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مالي مرستو ته د طالبانو او ترهګرو سازمانونو د لاسرسي د مخنیوي لپاره یوه لایحه وړاندې کړه.

د «د نړیوالې ترهګرۍ د مالي ملاتړ د بندولو قانون» په نوم دغه وړانديزي لایحه به د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مرستي په دې توګه مشروطې کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت به د دې تضمين کوي، چې د واشنګټن نغدې مرستې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په توګه افغانستان ته نه ليږل کېږي.

د لایحې د دوهم شرط له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید دا ډاډ تر لاسه کړي، چې هیڅ «ترهګریز سازمان» به د امریکا له دې مرستې ګټه پورته نه کړي.

سناتورې کاپيټو په یوه بیانيه کې لیکلي: «د امریکا خلک د دوی د مالیې له پیسو د ترهګرۍ د تمویل ملاتړ نه کوي.»

هغې وویل، چې وړانديز شوې لایحه به دا ډاډ ورکړي، چې د امریکا مالي مرستې د ملګرو ملتونو د نغدو پيسو په ليږد کې د طالبانو ډلې په ګټه، چې ښځې او نجونې ځوروي افغانستان ته نه داخليږي.

اغلې کاپیټو وویل: «که ملګري ملتونه افغانستان ته د امریکا لخوا د شويو مرستو حساب په سمه توګه نشي ورکولی نو باید باور پرې ونشي.»

د لویدیځې ويرجینیا سناتورې وویل، چې د یو شمیر نورو سناتورانو په ګډون له ارکانزاس ایالت ټام کاټن، د الاباما کيټي بريټ، د لوييزيانا بيل کسیډي، د فلوريډا ریک اسکاټ، د تګزاس ټډکروز، له ټنسي مارشا بلکبرن، د شمالي کارولينا ټام ټيليس او د جنوبي کارولينا ټيم اسکاټ د دې لايحې ملاتړ کړی.

سناتورې کاپیټو په خپله بیانيه کې زیاته کړې، چې د سیګار د راپور له مخې، د تیر کال په می میاشت کې د امریکايي مالیه ورکوونکو لږ تر لږه ۱۰.۹ ملیون ډالر د طالبانو لاس ته ورغلي وو.

پاکستانۍ جنس بدله ارادیا خان: موږ ډیر څه نه غواړو ژوند کولو ته دې پریښودل شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د پاکستان یوه مشهوره جنس بدله یا نرښځۍ او د ځوانانو د ملي شورا غړې ارادیا خان په یوه مرکه کې ویلي، چې حکومت دې دې د زدکړو او کار په برخو کې زمینه ورته برابره کړي او عام خلک دې یې ژوند کولو ته پریږدي.

د نرښځیو د حقونو فعالې ارادیا خان د پاکستان له دولتي راډیو سره په مرکه کې، د پاکستان له حکومت د زدکړو او کارې زمیني برابولو په برخه کې د اسانتیاوو برابولو غوښتنه کړې.

نوموړي وایي:« فکر کوم د حکومت لپاره پکار ده چې ډیر ځه وکړي، په ځانګړي ډول د زدکړو په برخه کې، د کاري زمینې برابرولو په برخه کې.»

دغه جنس بدلې د محرومو ډلو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کوي او په پاکستاني ټولنه کې د ټرانس جنسو د پراخ شمولییت او ټولنیز عدالت غوښتنه کوي.«له خلکو به تردې هاخوا نور څه وغواړم، چې وه وړونو ستاسو څخه موږ ډیره عادي غوښتنه کوو، هغه انساني حقوق دي، هغه که زموږ د قانون له مخې وي، که زموږ د ټولنې د اصولو له مخې وي، یو عادي انسان چې کوم حق لري موږ ته دې هم راکول شي. موږ ډیر څه نه غواړو بس موږ دې ژوند کولو ته پریږدي. »

دغه جنس بدلې خوشاله ده چې د ځوانانو په ملي شورا کې د ټرانس جنسانو استازیتوب کوي.

که څه هم د پاکستان په قانون کې ټرانس جنس د زدکړو ترڅنګ په دولتي ادارو کې د کارولو او نور ټولنیز حقونه هم ورکول شوي، خو د ځینو دودونو له امله په دغه هېواد کې لا هم د دوی حقونو ته د نورو وګړو په څیر درناوی نه کیږي.

د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۰

چارواکي وایي، چې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په ختیځ سومي ښار کې د استوګنې په بلاک د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید له امله نهه کسان وژل شوي چې درې یې عمر خوړلي دي. په دغه برید کې ۱۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

مسکو د اوکراین ښارونه د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې نږدې هره ورځ په لسګونه توغندیو او بې پېلوټه الوتکو په نښه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه برید په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "دا یوه وحشتناکه تراژیدي ده، د روسیې یو وحشتناک جنایت دی. دا ډېره مهمه ده چې نړۍ د دې ترهګرۍ لپاره په روسیه فشار راوړي."

د اوکراین ملي پولیسو وویل، چې د لټون عملیات له ۱۹ ساعتونو وروسته پای ته ورسیدل او ژغورونکو په کنډوالو کې نهه جسدونه او ۱۳ کسان ټپیان وموندل.

اوکرایني څارنوالانو وویل، چې په وژل شویو کې درې جوړې – نارینه او ښځینه شامل دي، چې عمرونه یې د ۶۱ او ۷۴ کلونو ترمنځ دي.

د سیمي څارنوالۍ دفتر ویلي، په وژل شویو کې یوه ۳۷ کلنه ښځه هم شامله ده، په داسې حال کې چې د هغې اته کلنه لور ټپي شوې ده.

سومي ښار د اوکراین په شمال ختیځ کې له روسیې سره پر پوله پروت دی او په دوامداره توګه د مسکو له خوا په نښه کېږي. له جګړې څخه مخکې شاوخوا دونیم لکه خلک دلته اوسېدل.