• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وسلو بېرته وړلو صورت کې؛ ټرمپ ته د طالبانو د جګړې ګواښ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې د غنیمت په توګه نیول شوې او اوس د افغانستان ملي شتمني ده او هېڅوک یې بېرته نه شي وړلی. نوموړي زیاته کړه، چې « که څوک یې د بیرته اخیستلو هڅه کوي، موږ به په همدې وسلو معامله ورسره وکړو».

ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې «د سلواغې ۱۵مه» د اېکسپاڼې په یوه سپېس کې خبرې کولې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت، په اړه وویل، « ټرمپ چې اوس واک ته راغلی، ښايي درک کړي چې اصلي مساله څه ده. مخکینۍ څرګندونې یې یوازې انتخاباتي لاپې شاپې وې».

هغه زیاته کړه، « امریکا نه شي کولی بګرام یا کابل بېرته ونیسي، سل کاله کې به هم افغانستان ته بیا راونه ګوري».

د طالبانو ویاند وویل «له چین سره داسې کوم تعامل نه لرو، چې د بګرام اډه په اختیار کې ورکړو.»

مجاهد ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت بهرنی سیاست په دقت مخته وړي، خو نړیوال تعامل دوه اړخیزه مساله ده.

نوموړي امریکا د نړیوال سیاست واکمن قدرت وباله او و یې ویل، « ډېر هېوادونه د امریکا له اجازې پرته تعامل نه شي کولی. واشنګټن او اروپايي هېوادونه خپله ماته په اسانۍ نه شي زغملای».

د طالبانو ویاند ادعا وکړه چې د نړیوالو تعاملاتو د نشتوالي ملامتي پر طالبانو نه ده، بلکې دا د نړیوال سیاست پایله ده.

هغه وویل، « امنیت شورا، ملګري ملتونه او نړیوال سیاسي وضعیت د امریکا تر سیوري لاندې دي».

د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنیزو هڅو کې دونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې د بګرام هوايي اډه د چین تر «اشغال» لاندې ده.

ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ وړاندې وویل، چې له طالبانو به د مرستو په بدل کې په افغانستان کې خپلې پاتې وسلې بېرته وغواړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: ۶۰ سلنه بهرنۍ مرستې موسسې په خپلو معاشونو او نورو مسایلو لګوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دې ډلې په تېر ۱۴۰۳کال کې ۵۵۵ پراختیايي پروژې منظورې کړې، چې ځینې یې بشپړې شوې دي. مجاهد د بهرنیو مرستو په اړه وویل، چې دا مرستې موسسې اخلي او دوی ورته نه اړتیا لري او نه یې هم غوښتنه کړې ده.

نوموړی په یوه اېکس سپیس کې چې ددې ډلې ګڼو غړو پکې برخه درلوده، د امریکايي مرستو له بندېدو وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت د تشریح په لړ کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان ملي بودجه په داخلي عوایدو تمویلېږي.

مجاهد وویل، نړیوالې مرستې د طالبانو حکومت ته نه، بلکې نړیوالو مرستندویه موسسو ته ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، «۶۰ سلنه یې د خپلو معاشونو لپاره کاروي او یوازې ۴۰ سلنه یې په پروژو لګیږي».

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې طالبان یوازې له مرستندویه موسسو سره همکاري کوي، خو دوی ته مستقیمه مالي مرسته نه ورکول کېږي، او نه ورته اړتیا لري.

د طالبانو ویاند د افغانۍ د ارزښت ټیټېدو په اړه وویل، چې بهرني ډالر د افغانستان بانک ته راځي، بیا بانک دغه پیسې د افغانۍ په بڼه موسسو ته ورکوي، چې له همدې امله د بشري مرستو په ځنډېدو سره د افغانۍ ارزښت کم شوی دی.

مجاهد وویل، چې د مرستو بندښت پر افغانۍ اغیز نه کوي. هغه زیاته کړه، « د افغانۍ ارزښت د ۷۰ په حد کې دی او د اقتصاد پوهانو په باور دا ښه حد دی، خو که ۶۰ ته راشي بیا زیان کوي او که له اتیا لوړه وي هم په زیان ده».

مجاهد وویل، طالبانو په تېرو دریو کلونو کې خپله کلنۍ بودجه د داخلي عوایدو له لارې تمویل کړې ده.

نوموړي وویل، چې له اقتصادي ستونزو سره سره، دوی د ټاپي نللیکې پروژې عملي کارونه پیل کړي او همداراز د ریل پټلۍ، سړکونو او نوري فایبر د غځولو پلانونه لري.

مجاهد په خپلو خبرو کې په ګڼو ولایتونو کې ددې ډلې د پروژو او پرمختیايي او پراختیايي چارو بېلګې ورکړې، چې دوی په تېرو څو کلونو کې پلې کړې او یا تر کار لاندې دي.

هغه دغه راز وویل، چې دوی د تېر حکومت د برېښنا پورونه هم ور کړي او په ولایتونو کې یې د وچکالۍ مخنیوي او اوبو د زېرمه کولو لپاره چک ډیمونه جوړ کړي دي.

پچه اچونه؛ له کندهاره ۲۹۵ عام خلک او ۵۲۵ طالبان حج ته لېږل کیږي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۰

ددوشنبې په ورځ د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ځانګړو غونډو په ترڅ کې د بچې اچونې له لارې د حج ونډې اعلان شوې. سږکال د کندهار ونډه ۸۲۰ تنه ټاکل شوې، خو له عامو خلکو ۲۹۵ تنه غوره شوي او پاتې ۵۲۵ نور ټول طالبان او د هغوی د کورنیو غړي دي.

د طالبانو د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زرمحمد حقاني په کابل کې د حاجیانو په مجتمع کې د پچې اچونې غونډې ته وویل، چې په ټول هېواد کې۱۰۵ زره او ۱۸۰ تنو نوملیکنه کړې ده.

د پچې اچونې بهیر په کابل او ولایتونو کې هممهاله پیل شو، خو عام خلک شکایت کوي، چې د حج په سهمیه کې ډېره برخه خپله د طالبانو غړو او مشرانو ته ورکړل شوې او عام خلک له پامه غورځول شوي دي.

100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندهار د سږ کال د حج سهمیه ۸۲۰ تنه ټاکل شوې، خو له عامو خلکو ۲۹۵ تنه غوره شوي اود پاتې ۵۲۵ نورو کسانو سهم طالبانو « مجاهدینو» ته ورکړل شوی دی.

د کندهار د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د حاجیانو د پچې اچونې یو نوملړ له افغانستان انټرنشنل سره هم شریک شوی، چې لیدل کیږي اکثریت پکې طالبان او د هغوی د کورنیو غړي غوره شوي دي.

دغه نوملړ چې د کندهار د ارشاد، حج او اقافو ریاست له خوا چمتو شوی، ددغه ولایت والي او د استخباراتو ریاست هم پرې لاسلیکونه کړي دي.

په کابل کې هم ولسي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د حج په سهمیه کې عامو خلکو ته کمه ونډه ورکړل شوې او ډېری لېستونه د طالبانو په خوښه د هغوی د ملګرو، خپلوانو او همکارانو په ګټه جوړ شوي دي.

تېر کال هم د حج په مراسمو کې د طالبانو ګڼو وزیرانو، جګپوړو مشرانو، رییسانو، مدیرانو او نورو هغو کسانو ګډون کړی و، چې ددې ډلې په لیکو کې یې جګړې کړې دي.

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت له دې وړاندې هرکال د سیاسي مشرانو او حکومتي چارواکو لپاره ځانګړې د حج کڅوړې درلودې، چې ډېری پکې د هغوی خپل خپلوان او د کورنیو غړي لېږل کېدل.

د روان کال د مرغومي پر ۲۴مه د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمد نبي محمدي او د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت مرستیال دکتور عبدالفتاح مشاط ترمنځ د افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو یو تړون لاسیک شو، چې له مخې به یې ۳۰ زره افغان حاجیانو ته خدمات وړاندې کیږي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له تړون لاسلیکېدو وروسته وویل، چې په تړون کې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د سعودي عربستان د حکومت له تعلیمات نامې سره سم په مکه مکرمه او مدینه منوره ښارونو کې د حاجیانو لپاره داستوګنځایونو، خوراک او څښاک، زیارتونو او ټرانسپورټ خدمات شامل دي چې د سعوي عربستان د حج او عمرې له وزارت سره په همغږۍ ترسره کیږي.

افغان حاجیان هرکال د حج له لوړو سفري لګښتونو او د حج د ونډې له پچې اچونې او نوملړه شکایت کوي.

د طالبانو له سختو بندیزونو سره د کابل په سروبي کې یوې خصوصي راډیو خپل نشرات پیل کړل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۰

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د سروبي راډیو په نامه یوې خصوصي رسنۍ رسماً خپل نشرات پيل کړل. د دې نوې راډیو مسوولان وايي، دا لومړی ځل دی ځل چې په سروبي ولسوالۍ کې یوه اف اېم راډيو خپل رسنېز فعاليتونه پيلوي.

د سروبي راډيو د خبرپاڼې له مخې نن دې راډيو خپل فعاليتونه د يادې ولسوالۍ د طالب چارواکو، ديني عالمانو، قومي سپين ږیرو، ځوانانو او خپلواکو ژورنالېستانو په شتون کې رسماً پيل کړل.

د يادې راډيو مسول مدير په وينا د راډيو د رامنځته کېدو موخه د سروبي ولسونو ته د خپلو رسنېزو فعاليتونو له لارې خدمات وړاندې کول دي.
هجرت الله ساپی زیاتوي :«چې د سروبي ولسوالۍ، د کابل ولايت يو له هغو مهمو او سټراټېژیکو ولسواليو څخه ده، چې له دې وړاندې پکې رسنېز فعاليتونه نه وو شوي، په لمړي ځل يادې راډيو په ۸۸.۱ اېف اېم څپه رسنېز فعاليتونه پيل کړل.»

دغه راډیو شپاړس ساعته نشرات لري چې پکې خپلو اوریدونکو ته اطلاعاتي، دیني، اقتصادي، تعلیمي، ښوونیزې،د ښځو او ماشومانو د حقونو، ټولنیزې، کلتوري، فرهنګي، انلاین زده کړې، سپورتي او د عامه پوهاوي خپرونې وړاندې کوي.
د راډیو د مسوولانو په وینا د سروبي راډیو اته تنه همکاران لري، چې شپږ تنه یې نارینه او دوه یې ښځینه دي.
دسروبي راډیو لګښت یو میلیون افغانۍ دی او د پوښښ په ساحه کې یې پر سروبي سربېره تګاب او خاکجبار ولسوالۍ هم شاملې دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره تر دې دمه تر ۳۰۰ ډېرې رسنۍ بندې شوې دي او طالبانو تر ۲۰ سختو حکمونو صادرولو سره بیان ازادي او اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی محدود کړی دی.
د افغان خبريالانو مرکز هم د نوي کال په پيل کې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې طالبانو په تېر يوه کال کې د ۱۲ ټلویزیونو فعالیتونه بند کړي دي.
دغه مرکز ويلي، چې طالبانو په همدې موده کې د رسنيو ۳۰ کارکوونکي او خبریالان زنداني کړي، چې ۷ تنه یې لا هم په بند کې دي.
طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې پر تصویري رسنیو هم محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په وروستي خپاره شوي قانون کې د نورو بندیزونو تر څنګ په رسنیو کې پر ساکښو انځورونو بندیز لګېدلی دی.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ: هند طالبانو ته او پاکستان بنګله‌دېش ته ور نږدې کیږي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰

په تېرو شپږو میاشتو کې د سویلي اسیا په جیو سیاسي وضعیت کې پام وړ بدلونونه راغلي، چې د بنګله‌دېش او پاکستان د نږدېوالي، د چین او هند د سرحدي هوکړې او د طالبانو او هند د اړیکو د پراخېدو په بڼه څرګند شوي.

له واک نه د شیخ حسینې له پرځېدا وروسته بنګله‌دېش له پاکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې، چین او هند د تاوتریخوالي کمولو لپاره هوکړه وکړه او نوي ډيلي له طالبانو سره خپلې اړیکې تودې کړې. دا بدلونونه نه یوازې د سیمې د ځواک انډول اغیزمنوي، بلکې د هند، پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ نوې ستراتیژیکې اړیکې هم رامنځته کوي.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼه په یوه تحلیل کې وايي، چې په بنګله‌دېش کې حسینه واجد د هند لپاره یوه مهمه سیمه‌ییزه متحده ګڼل کېده، خو نوي ډیلي ته د هغې تېښتې د هند د اوږدې مودې سیال پاکستان ته فرصت ور کړی، چې له بنګله‌دېش سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د دې شواهد د بنګله‌دېش له دې ګامونو هم څرګندیږي، چې پاکستاني وګړو ته یې د ویزې شرایط نرم کړل، د کراچۍ او چټاګانګ ترمنځ یې مستقیم سمندري مسیرونه پرانېستل او دواړو هېوادونو د سوداګریزو محدودیتونو نرمښت اعلان کړ. همدا میاشت، بنګله‌دېش په کراچۍ کې د پاکستان په "امن" سمندري تمریناتو کې برخه اخلي.

د دې نږدېوالي تر شا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګپوړو چارواکو د سفرونو لړۍ هم روانه ده.

ډاکې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر، د پاکستان د استخباراتو د رییس عاصم ملک د تېرې میاشتې سفر او د بنګله‌دېش د لنډمهالي حکومت د رییس محمد یونس او د پاکستان د لومړي وزیر شهبار شریف لیدنې کتنې هم په دې کې شامل دي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ په باور، که څه هم له نوي ډیلي او اسلام‌اباد سره د بنګله‌دېش اړیکې د صفر مجموعې د معادلې په توګه نه شي تحلیل کېدای، خو دا پرمختګونه د بنګله‌دېش د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون ښکارندویي کوي.

ورځپاڼه وايي، دا په ځانګړي ډول د اسلام‌اباد لپاره یو فرصت دی، ځکه بنګله‌دېش له۱۹۷۱ کال راهیسې د خپلواکۍ جګړې له وخته د پاکستان پر وړاندې منفي نظر درلود. د حسینې د واکمنۍ پر مهال پاکستان پلوه سیاسي ګوندونه لکه جماعت اسلامي تر جدي څار لاندې وو، خو اوس همدغه ډلې د بنګله‌دېش د لنډمهاله حکومت برخه دي یا یې ملاتړ کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دوبۍ کې د هند له مرستیال بهرنیو چارو وزیر ویکرم میسري سره
100%
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دوبۍ کې د هند له مرستیال بهرنیو چارو وزیر ویکرم میسري سره

د هند او طالبانو نږدې کېدل

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرم میسري تېره میاشت په دوبۍ کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

هند د طالبانو پر وړاندې یو محتاط دریځ لري، ځکه دا ډله د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره نږدې اړیکې لري. خو اوس افغانستان د هند لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي، په ځانګړي ډول له مرکزي اسیا سره د هند د اقتصادي وصل په چوکاټ کې، افغانستان مهم دی.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، طالبان هڅه کوي چې له نړیوالې انزوا ووځي. دوی غواړي د چین او روسیې ترڅنګ هند د پرمختیايي ملګري په توګه ومني، په ځانګړې توګه اوس چې امریکا خپلې مرستې بندې کړې دي.

هند ته طالبان تر داعش غوره ښکاري، ځکه نوی ډیلی داعش ته د احتمالي ګواښ په نظر ګوري.

له بلې خوا هند د سیمې یوازینی هېواد دی چې له ټولو ګاونډیو سره ګډې پولې لري، نو په همدې دلیل د تازه تحولاتو اغېزې مثبتې او منفي دواړې دي.

له یوې خوا، له بنګله‌دېش سره د اړیکو خرابوالی «اکټ ایسټ» پالیسۍ ته زیان رسوي، خو بل خوا له طالبانو سره د اړیکو ښه کېدل له مرکزي اسیا سره د هند د نښلولو هڅې تقویه کوي.

پاکستان د بنګله دېش له نوي حکومت سره په وروستیو میاشتو کې خپل اړیکي پیاوړي کړي
100%
پاکستان د بنګله دېش له نوي حکومت سره په وروستیو میاشتو کې خپل اړیکي پیاوړي کړي

د چین او هند ترمنځ د سرحدي شخړې کمېدل

د ۲۰۲۰ کال له مرګونو نښتو وروسته د چین او هند سرحدي هوکړې تاوتریخوالی کم کړی.

دې هوکړې دواړو هېوادونو ته اجازه ورکړې چې په دوو لانجمنو سیمو (ختیز لداخ او اکسای چین) کې ګزمه او د څارویو څرولو حقوق بېرته ترلاسه کړي.

خو دا هوکړه د اوږدې مودې سرحدي لانجې نه اواروي. دواړې خواوې لا هم د شخړو سیمې خپلې بولي او د لویدیزې پولې د کره کرښې په اړه توافق نه شته او لاهم دواړو خواوو ته دورند پوځي حضور شته دی.

د چین او هند ترمنځ سرحدي موافقه د دې لپاره شوې چې دواړه هېوادونه پر داخلي او نړیوالو مسائلو تمرکز وکړي.

چین غواړي له خپلو ګاونډیو سره اړیکې ثبات ته ورسوي، ځکه دا مهال له امریکا سره د ستراتیژیک رقابت لپاره چمتووالی نیسي.

هند له چین سره د سوداګرۍ پراخولو ته اړ دی، ځکه د نړیوال تولیدي مرکز په توګه مطرح کېدو لپاره باید چینايي توکو ته لاسرسی ولري.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، په ټوله کې، جنوبي اسیا کې د اړیکو نوی بدلون روان دی: بنګله‌دېش پاکستان ته نږدې کېږي، خو غواړي له هند سره انډولیزې اړیکې وساتي او افغانستان هند ته نږدې کېږي، خو له پاکستان سره انډول اړیکي غواړي. دغه راز چین هڅه کوي چې د امریکا د ګواښ پر وړاندې خپل ګاونډي هېوادونه ارام وساتي.

د ایران د انرژۍ وزارت: طالبان دې سږکال هم د کمال خان بند دروازې پرانیزي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۰

ایران د طالبانو له حکومت نه غوښتنه کړې چې د کمال خان بند د اوبو دروازې بېرته پرانیزي، ځکه مشهد ښار د څښاک اوبو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ دی.

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال محمد جوانبخت وویل چې د پراخو ډیپلوماټیکو هڅو پر بنسټ د تیر کال په مارچ کې د کمال خان بند دروازې پرانستل شوې، چې د هلمند سیند د سیلابونو یوه برخه ایران ته ورسېده، خو هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې سږ کال هم ورته ګام واخلي.

جوانبخت چې تېره اونۍ یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کابل ته سفر درلود، د ایران ایسنا اژانس ته وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسمهالې مهمه مساله د اوبو ستونزې دي. هغه د ۱۳۵۱ کال د هلمند سیند تړون ته اشاره وکړه، چې له مخې یې افغانستان «مکلف» دی هر کال ۸۲۰ میلیونه مکعب متره اوبه ایران ته خوشې کړي، خو دده په باور، دا ژمنه اوس نه پلې کیږي.

نوموړی وايي، چې پر هلمند سیند سربېره ایران او افغانستان د اوبو له دوو نورو مسایلو سره هم مخ دي.

د ایران دغه چارواکی وايي، په دې کې « یو د ایران هامونونو ته د اوبو رسېدل دي، چې د سیستان سیمې د چاپېریال او ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري. د هامونونو په نشتوالي او وچوالي سره سیمه په دوړو او ګردونو کې ډوبیږي چې په دې وروستیو کې یې شدت موندلی او دا د دې لامل شوی چې دا سیمه د استوګنې او ژوند له پلوه خپلې اصلي ځانګړنې له لاسه ورکړي».

د نوموړي په باور، بله موضوع له هریرود سیند څخه «د ایران تاریخي حقابه» ده، چې خراسان رضوي ولایت ته بهېږي. جوانبخت وویل چې دا ډول تاریخي حقابې په نړیواله کچه رسمیت لري.

د ایران د اوبو وزارت دغه چارواکي وویل چې د هلمند د اوبو کمیشنران هر کال دوه ځله غونډې کوي، چې د تړون له مخې باید عملي شي خو ایران هڅه کوي نور اړوند مسایل هم په دې غونډو کې شامل کړي.

جوانبخت زیاته کړه چې کمال خان بند، چې د ایران له پولې۶۰-۷۰ کیلومتره لرې جوړ شوی، په تېرو دریو کلونو کې ایران ته د سیلابونو د داخلیدو مخه نیولې. هغه زیاتوي، « د بند د اوبو د راوتلو جوړښت داسې دی چې اوبه ګودزره ډنډ ته لیږدوي. سره له دې چې ډیپلوماټیکې هڅې شوې، د ۱۴۰۲ کال په حوت کې د بند دروازې لنډمهالې پرانستل شوې، چې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ایران ته راورسېدې».

د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر د هریرود سیند پر سر د پاشدان بند پر جوړیدو اندیښنه څرګنده کړې او وايي، چې د ایران په خراسان رضوي کې د چاپېریالي ستونزو لامل شوی. هغه وايي، اصلي مساله د کمال خان بند د اوبو راوتلو جوړښت دی چې له ګودزرې باید تغییر شي او اوبه د ایران پر لور وبهیږي.

هغه وویل، چې « له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو اصلي تمرکز باید د اوبو پر موضوع وي».