• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له سختو بندیزونو سره د کابل په سروبي کې یوې خصوصي راډیو خپل نشرات پیل کړل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۲ GMT+۰

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د سروبي راډیو په نامه یوې خصوصي رسنۍ رسماً خپل نشرات پيل کړل. د دې نوې راډیو مسوولان وايي، دا لومړی ځل دی ځل چې په سروبي ولسوالۍ کې یوه اف اېم راډيو خپل رسنېز فعاليتونه پيلوي.

د سروبي راډيو د خبرپاڼې له مخې نن دې راډيو خپل فعاليتونه د يادې ولسوالۍ د طالب چارواکو، ديني عالمانو، قومي سپين ږیرو، ځوانانو او خپلواکو ژورنالېستانو په شتون کې رسماً پيل کړل.

د يادې راډيو مسول مدير په وينا د راډيو د رامنځته کېدو موخه د سروبي ولسونو ته د خپلو رسنېزو فعاليتونو له لارې خدمات وړاندې کول دي.
هجرت الله ساپی زیاتوي :«چې د سروبي ولسوالۍ، د کابل ولايت يو له هغو مهمو او سټراټېژیکو ولسواليو څخه ده، چې له دې وړاندې پکې رسنېز فعاليتونه نه وو شوي، په لمړي ځل يادې راډيو په ۸۸.۱ اېف اېم څپه رسنېز فعاليتونه پيل کړل.»

دغه راډیو شپاړس ساعته نشرات لري چې پکې خپلو اوریدونکو ته اطلاعاتي، دیني، اقتصادي، تعلیمي، ښوونیزې،د ښځو او ماشومانو د حقونو، ټولنیزې، کلتوري، فرهنګي، انلاین زده کړې، سپورتي او د عامه پوهاوي خپرونې وړاندې کوي.
د راډیو د مسوولانو په وینا د سروبي راډیو اته تنه همکاران لري، چې شپږ تنه یې نارینه او دوه یې ښځینه دي.
دسروبي راډیو لګښت یو میلیون افغانۍ دی او د پوښښ په ساحه کې یې پر سروبي سربېره تګاب او خاکجبار ولسوالۍ هم شاملې دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره تر دې دمه تر ۳۰۰ ډېرې رسنۍ بندې شوې دي او طالبانو تر ۲۰ سختو حکمونو صادرولو سره بیان ازادي او اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی محدود کړی دی.
د افغان خبريالانو مرکز هم د نوي کال په پيل کې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې طالبانو په تېر يوه کال کې د ۱۲ ټلویزیونو فعالیتونه بند کړي دي.
دغه مرکز ويلي، چې طالبانو په همدې موده کې د رسنيو ۳۰ کارکوونکي او خبریالان زنداني کړي، چې ۷ تنه یې لا هم په بند کې دي.
طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې پر تصویري رسنیو هم محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په وروستي خپاره شوي قانون کې د نورو بندیزونو تر څنګ په رسنیو کې پر ساکښو انځورونو بندیز لګېدلی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ: هند طالبانو ته او پاکستان بنګله‌دېش ته ور نږدې کیږي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰

په تېرو شپږو میاشتو کې د سویلي اسیا په جیو سیاسي وضعیت کې پام وړ بدلونونه راغلي، چې د بنګله‌دېش او پاکستان د نږدېوالي، د چین او هند د سرحدي هوکړې او د طالبانو او هند د اړیکو د پراخېدو په بڼه څرګند شوي.

له واک نه د شیخ حسینې له پرځېدا وروسته بنګله‌دېش له پاکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې، چین او هند د تاوتریخوالي کمولو لپاره هوکړه وکړه او نوي ډيلي له طالبانو سره خپلې اړیکې تودې کړې. دا بدلونونه نه یوازې د سیمې د ځواک انډول اغیزمنوي، بلکې د هند، پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ نوې ستراتیژیکې اړیکې هم رامنځته کوي.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼه په یوه تحلیل کې وايي، چې په بنګله‌دېش کې حسینه واجد د هند لپاره یوه مهمه سیمه‌ییزه متحده ګڼل کېده، خو نوي ډیلي ته د هغې تېښتې د هند د اوږدې مودې سیال پاکستان ته فرصت ور کړی، چې له بنګله‌دېش سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د دې شواهد د بنګله‌دېش له دې ګامونو هم څرګندیږي، چې پاکستاني وګړو ته یې د ویزې شرایط نرم کړل، د کراچۍ او چټاګانګ ترمنځ یې مستقیم سمندري مسیرونه پرانېستل او دواړو هېوادونو د سوداګریزو محدودیتونو نرمښت اعلان کړ. همدا میاشت، بنګله‌دېش په کراچۍ کې د پاکستان په "امن" سمندري تمریناتو کې برخه اخلي.

د دې نږدېوالي تر شا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګپوړو چارواکو د سفرونو لړۍ هم روانه ده.

ډاکې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر، د پاکستان د استخباراتو د رییس عاصم ملک د تېرې میاشتې سفر او د بنګله‌دېش د لنډمهالي حکومت د رییس محمد یونس او د پاکستان د لومړي وزیر شهبار شریف لیدنې کتنې هم په دې کې شامل دي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ په باور، که څه هم له نوي ډیلي او اسلام‌اباد سره د بنګله‌دېش اړیکې د صفر مجموعې د معادلې په توګه نه شي تحلیل کېدای، خو دا پرمختګونه د بنګله‌دېش د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون ښکارندویي کوي.

ورځپاڼه وايي، دا په ځانګړي ډول د اسلام‌اباد لپاره یو فرصت دی، ځکه بنګله‌دېش له۱۹۷۱ کال راهیسې د خپلواکۍ جګړې له وخته د پاکستان پر وړاندې منفي نظر درلود. د حسینې د واکمنۍ پر مهال پاکستان پلوه سیاسي ګوندونه لکه جماعت اسلامي تر جدي څار لاندې وو، خو اوس همدغه ډلې د بنګله‌دېش د لنډمهاله حکومت برخه دي یا یې ملاتړ کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دوبۍ کې د هند له مرستیال بهرنیو چارو وزیر ویکرم میسري سره
100%
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دوبۍ کې د هند له مرستیال بهرنیو چارو وزیر ویکرم میسري سره

د هند او طالبانو نږدې کېدل

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرم میسري تېره میاشت په دوبۍ کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

هند د طالبانو پر وړاندې یو محتاط دریځ لري، ځکه دا ډله د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره نږدې اړیکې لري. خو اوس افغانستان د هند لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي، په ځانګړي ډول له مرکزي اسیا سره د هند د اقتصادي وصل په چوکاټ کې، افغانستان مهم دی.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، طالبان هڅه کوي چې له نړیوالې انزوا ووځي. دوی غواړي د چین او روسیې ترڅنګ هند د پرمختیايي ملګري په توګه ومني، په ځانګړې توګه اوس چې امریکا خپلې مرستې بندې کړې دي.

هند ته طالبان تر داعش غوره ښکاري، ځکه نوی ډیلی داعش ته د احتمالي ګواښ په نظر ګوري.

له بلې خوا هند د سیمې یوازینی هېواد دی چې له ټولو ګاونډیو سره ګډې پولې لري، نو په همدې دلیل د تازه تحولاتو اغېزې مثبتې او منفي دواړې دي.

له یوې خوا، له بنګله‌دېش سره د اړیکو خرابوالی «اکټ ایسټ» پالیسۍ ته زیان رسوي، خو بل خوا له طالبانو سره د اړیکو ښه کېدل له مرکزي اسیا سره د هند د نښلولو هڅې تقویه کوي.

پاکستان د بنګله دېش له نوي حکومت سره په وروستیو میاشتو کې خپل اړیکي پیاوړي کړي
100%
پاکستان د بنګله دېش له نوي حکومت سره په وروستیو میاشتو کې خپل اړیکي پیاوړي کړي

د چین او هند ترمنځ د سرحدي شخړې کمېدل

د ۲۰۲۰ کال له مرګونو نښتو وروسته د چین او هند سرحدي هوکړې تاوتریخوالی کم کړی.

دې هوکړې دواړو هېوادونو ته اجازه ورکړې چې په دوو لانجمنو سیمو (ختیز لداخ او اکسای چین) کې ګزمه او د څارویو څرولو حقوق بېرته ترلاسه کړي.

خو دا هوکړه د اوږدې مودې سرحدي لانجې نه اواروي. دواړې خواوې لا هم د شخړو سیمې خپلې بولي او د لویدیزې پولې د کره کرښې په اړه توافق نه شته او لاهم دواړو خواوو ته دورند پوځي حضور شته دی.

د چین او هند ترمنځ سرحدي موافقه د دې لپاره شوې چې دواړه هېوادونه پر داخلي او نړیوالو مسائلو تمرکز وکړي.

چین غواړي له خپلو ګاونډیو سره اړیکې ثبات ته ورسوي، ځکه دا مهال له امریکا سره د ستراتیژیک رقابت لپاره چمتووالی نیسي.

هند له چین سره د سوداګرۍ پراخولو ته اړ دی، ځکه د نړیوال تولیدي مرکز په توګه مطرح کېدو لپاره باید چینايي توکو ته لاسرسی ولري.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، په ټوله کې، جنوبي اسیا کې د اړیکو نوی بدلون روان دی: بنګله‌دېش پاکستان ته نږدې کېږي، خو غواړي له هند سره انډولیزې اړیکې وساتي او افغانستان هند ته نږدې کېږي، خو له پاکستان سره انډول اړیکي غواړي. دغه راز چین هڅه کوي چې د امریکا د ګواښ پر وړاندې خپل ګاونډي هېوادونه ارام وساتي.

د ایران د انرژۍ وزارت: طالبان دې سږکال هم د کمال خان بند دروازې پرانیزي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۰

ایران د طالبانو له حکومت نه غوښتنه کړې چې د کمال خان بند د اوبو دروازې بېرته پرانیزي، ځکه مشهد ښار د څښاک اوبو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ دی.

د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال محمد جوانبخت وویل چې د پراخو ډیپلوماټیکو هڅو پر بنسټ د تیر کال په مارچ کې د کمال خان بند دروازې پرانستل شوې، چې د هلمند سیند د سیلابونو یوه برخه ایران ته ورسېده، خو هغه پر طالبانو غږ وکړ، چې سږ کال هم ورته ګام واخلي.

جوانبخت چې تېره اونۍ یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کابل ته سفر درلود، د ایران ایسنا اژانس ته وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسمهالې مهمه مساله د اوبو ستونزې دي. هغه د ۱۳۵۱ کال د هلمند سیند تړون ته اشاره وکړه، چې له مخې یې افغانستان «مکلف» دی هر کال ۸۲۰ میلیونه مکعب متره اوبه ایران ته خوشې کړي، خو دده په باور، دا ژمنه اوس نه پلې کیږي.

نوموړی وايي، چې پر هلمند سیند سربېره ایران او افغانستان د اوبو له دوو نورو مسایلو سره هم مخ دي.

د ایران دغه چارواکی وايي، په دې کې « یو د ایران هامونونو ته د اوبو رسېدل دي، چې د سیستان سیمې د چاپېریال او ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري. د هامونونو په نشتوالي او وچوالي سره سیمه په دوړو او ګردونو کې ډوبیږي چې په دې وروستیو کې یې شدت موندلی او دا د دې لامل شوی چې دا سیمه د استوګنې او ژوند له پلوه خپلې اصلي ځانګړنې له لاسه ورکړي».

د نوموړي په باور، بله موضوع له هریرود سیند څخه «د ایران تاریخي حقابه» ده، چې خراسان رضوي ولایت ته بهېږي. جوانبخت وویل چې دا ډول تاریخي حقابې په نړیواله کچه رسمیت لري.

د ایران د اوبو وزارت دغه چارواکي وویل چې د هلمند د اوبو کمیشنران هر کال دوه ځله غونډې کوي، چې د تړون له مخې باید عملي شي خو ایران هڅه کوي نور اړوند مسایل هم په دې غونډو کې شامل کړي.

جوانبخت زیاته کړه چې کمال خان بند، چې د ایران له پولې۶۰-۷۰ کیلومتره لرې جوړ شوی، په تېرو دریو کلونو کې ایران ته د سیلابونو د داخلیدو مخه نیولې. هغه زیاتوي، « د بند د اوبو د راوتلو جوړښت داسې دی چې اوبه ګودزره ډنډ ته لیږدوي. سره له دې چې ډیپلوماټیکې هڅې شوې، د ۱۴۰۲ کال په حوت کې د بند دروازې لنډمهالې پرانستل شوې، چې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ایران ته راورسېدې».

د ایران د انرژۍ مرستیال وزیر د هریرود سیند پر سر د پاشدان بند پر جوړیدو اندیښنه څرګنده کړې او وايي، چې د ایران په خراسان رضوي کې د چاپېریالي ستونزو لامل شوی. هغه وايي، اصلي مساله د کمال خان بند د اوبو راوتلو جوړښت دی چې له ګودزرې باید تغییر شي او اوبه د ایران پر لور وبهیږي.

هغه وویل، چې « له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو اصلي تمرکز باید د اوبو پر موضوع وي».

ددوشنبې په سهار؛ ډزو د کابل څرخي پله کې د یوناما دفتري چارې ټکنۍ کړې وې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۱ GMT+۰

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازځي په دفتر کې له ډزو وروسته، په څرخي پله کې ددغه دفتر کارکوونکو د دوشنبې په سهار ونه کړای شول، چې خپل کارځي ته لاړ شي.

لږ ترلږه د یوناما دریو کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د امنیتي اندېښنو له امله د یوناما مسوولانو دوی ته وویل چې له کوره کار وکړي.

د یادې ادارې یوه کارکوونکي ددوشنبې په ورځ غرمه ۱۲ بجې پیغام ترلاسه کړی، چې پکې ویل شوي، « ستونزه حل شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به کار په عادي توګه روان وي».

یوناما دفتر په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. یاد سازمان زیاته کړې چې د طالبانو ساتونکي په دې پېښه کې ښکیل دي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

طالبانو تراوسه پر دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی.

د ددوشنبې په ورځ د یوناما دفتر داسې مهال د لنډ وخت لپاره وتړل شو، چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډېدو له امله په افغانستان کې د ۵۰ بهرنیو موسسو فعالیتونه درېدلي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت معین عبداللطیف نظري د سې شنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل: «په وروستیو ورځو کې په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو موسسو او مرستندویه ادارو فعالیتونه درول شوي دي».

نظري د دغو موسسو د کار درېدلو لامل د متحده ایالتونو د مرستو ځنډول وبلل.

معترضې مېرمنې: پر طالبانو د بندیزونو نه پلې کېدل د نړۍوالو سیاستونو پراعتبار منفي اغېز کړی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې په سمه توګه د بندیزونو نه پلې کېدل د نړۍوالو سیاستونو پر اعتبار منفي اغېز کړی.

د ارغواني شنبو غورځنګ پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ترهګرو ډلو لپاره یو نوملړ جوړ کړي.

په دغې خبرپاڼې کې له ملګرو ملتونو دا هم غوښتل شوي، چې په دغه نوملړ کې دې د طالبانو، داعش، القاعدې، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو نومونه اضافه کړي.

دغه غورځنګ یوا وار بیا له طالبانو د ملاتړ او د تعامل د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

دغه غورځنګ پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو نوم دې د ترهګرو ډلو له نوملړه نه باسي او د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني.

دغهه غورځنګ کاږلي، د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې په ګډون ګڼو هېوادونو پر طالبانو بندیزونه لګولي؛ خو ملګرو ملتونو بیا په رسمي توګه دغه ډله ترهګره نه ده ګڼلې.
د دغه غورځنګ ویانده سارا خان وایي:« ملګري ملتونه هغه سازمان دی، چې د نړۍوالې سولې او امنیت د ډاډمنولو لپاره جوړ شوی؛ خو دا د حیرانتیا خبره ده، چې دغه سازمان د ترهګرو ډلو د نوملړ په جوړولو کې پاتی راغلی. نړۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوې واحدې، متحدې تګلارې ته اړتیا لري او موږ غواړو، چې ملګري ملتونه سمدلاسه اقدام وکړي.»
دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو غواړي، چې په منظمه توګه د ترهګرو نومونو بیاکتنې او تازه کولو لپاره کمیټه جوړه کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال وزیر لطیف نظري د (سلواغې ۱۵مه) د متحده ایالتونو له حکومته غوښتي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې څه باندې نهه نیم مېلیارده ډالر دې دوی ته ازادې کړي‌ او د دوی تر واک لاندې د افغانستان بانک ته دې وسپاري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال ټینګار کوي، چې د افغانیو د ثبات او د دوی تر واک لاندې د افغانستان اقتصاد لپاره د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدېدل ورته ګټور دي.

دغه غوښتنې داسې مهال کېږي، چې تازه په کابل کې د ټرمپ له لوري د امریکا د نغدي کڅوړو د بندېدو له کبله د افغانیو ارزښت خورا غورځېدلی دی.

تر دې دمخه د‌ طالبانو یو شمېر نورو لوړپوړو غړو هم د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او دوی ته یې د سپارل کېدو غوښتنې کړې وې.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې وروسته له هغې چې پخوانی جمهوري نظام وپرځېده؛ امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو له دې کبله چې د طالبانو له لاس وهنې لرې پاتې شي د افغانستان ۹.۵ مېلیارده امریکایي ډالره شتمنۍ یې کنګل کړې.

د دغو شتمنیو څخه اووه مېلیارده یې په نیویارک کې د امریکا فدرالي زېرمو کې ساتل کېدې، چې له دغو مرستو ۳.۵ مېلیارده ډالر په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته سپارل شوي دي.

اماني صندوق ته دغه مرستې د جوبایډن ادارې له لوري له دې کبله سپارل شوې؛ څو پرې افغانستان کې روان بشري ناورین حل شي او په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.

د یاد صندوق غړي‌ انوارالحق احدي بیا ویلي، چې لا تر اوسه ترې طالبانو د دغو مرستو ترلاسه کولو لپاره هېڅ ډول غوښتنه نه ده کړې.

هغه ویلي، که طالبان وغواړي‌ دوی ورسره له دغه صندوق څخه د افغانستان د بشري ناورین په برخه کې مرسته کولای شي.

د چارو کارپوهان په دې باور دي، که څه هم دغو کنګل شویو پیسو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېزې کړي؛ خو باید دغه شتمنۍ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ونه سپارل شي.

کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان د افغانستان د خلکو په رایو رامنځته شوی نظام نه لري او باید دغه ډول مستبدو رژیمونو ته د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ونه سپارل شي.

په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د امریکا یوې محکمې پرېکړه کړې وه، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه دې د افغانستان ۱۱ سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي؛ خو دغه غوښتنې پراخ غبرګونونه راوپارول او لا تر اوسه یاده پرېکړه پلې شوې نه ده.