احمد الشرع: په سوریه کې د ټاکنو تنظیمول ښايي پنځه کاله وخت ونیسي

د سوریې د موقت ولسمشر په توګه د احمد الشرع له ټاکل کېدو یوه اوونۍ وروسته نوموړي د دوشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې د ټاکنو تنظیمول ښایي پنځه کاله وخت ونیسي.

د سوریې د موقت ولسمشر په توګه د احمد الشرع له ټاکل کېدو یوه اوونۍ وروسته نوموړي د دوشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې د ټاکنو تنظیمول ښایي پنځه کاله وخت ونیسي.
الشرع په یوې ثبت شوې مرکه کې چې د سوریې په یوه خصوصي ټلویزیون کې خپره شوې وویل: «زما اټکل دا دی چې د ټاکنو د ترسره کېدو موده به له څلورو څخه تر پنځو کلونو پورې وخت ونیسي.»
نوموړي زیاته کړه: «چې د رایې ورکولو زېربنا بیا جوړېدو ته اړتیا لري او دا وخت نیسي.»
هغه د سیاسي ګوندونو تنظیم کولو د قانون ژمنه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې سوریه به یو داسې جمهوریت وي، چې پارلمان او اجراییوي حکومت ولري.
وروسته له هغه چې اسلامپالو یاغیانو د ډسمبر په اتمه د اسد حکومت نسکور کړ او د دغې کورنۍ د پنځو لسیزو اوسپنیزه واکمني پای ته ورسېدله، پوځي قوماندانانو تېره چهارشنبه احمد الشرع د موقت ولسمشر په توګه وټاکه.
د ولسمشر په توګه د الشرع ټاکل کېدل د سیمه ییزو لوبغاړو مصر، قطر، ترکیې او سعودي عربستان له خوا وستایل شو.

د کانګرس یوه استادي د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې(یوسایډ) مرکزي دفتر مخې ته پر اېلان ماسک نیوکه وکړه او اعلان یې وکړ، چې ډېموکراټان به د حکومت د ضایعاتو او درغلۍ له منځه وړلو لپاره د ټرمپ د حکومت د موثریت څانګه بنده کړي.
اېلان ماسک بیا دغه سیاستوال تورن کړی، چې له یو اېس ای ډي پېسې ترلاسه کوي.
د امریکا د کانګرس غړي جیمي راسکین په خپلو خبرو کې اېلان ماسک مخاطب کړی او ویلي دي:" اېلان ماسک، تاسو یوسایډ نه دی رامنځته کړی." نوموړی زیاتوي: "هغه د دې د ویجاړولو واک نه لري او څوک چې دا کار کولی شي موږ یو!"
جیمي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: "موږ د اېلان ماسک په نوم د حکومت څلورمه څانګه نه لرو."
بل پلو د اېکس شبکې مالک اېلان ماسک د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادرې (یوسایډ) په ملاتړ د کانګرس د غړو غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه سیاستوال له یوسایډ نه پېسې ترلاسه کوي.
نوموړي په خپله ایکس خواله رسنۍ لیکلي: "هغه فاسد سیاستوال چې د یوسایډ ودانۍ بهر "احتجاج" کوي هغه کسان دي چې د یوسایډ څخه پیسې ترلاسه کوي. "
اېلان ماسک د اېکس په دغه پوسټ کې د امریکا خلک مخاطب کړي او لیکلي یې دي: "له همدې امله دوی هلته دي - دوی ستاسو غلا شوي مالیې ډالر غواړي! "
تېره ورځ اېلان ماسک د امریکا د نړۍوالې پراختیا په ادارې یوسایډ سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دغه اداره رسنیو ته پېسې ورکوي څو د دوی لپاره پروپاګنډ وکړي.
نوموړي تور پورې کړی، چې یوسایډ د امریکا د خلکو روپۍ د کوېډ-۱۹ وایروس په کنټرول باندې لګولي چې میلیونه انسانان یې ووژل.
په عین حال کې، امریکا د ۳۷ ټریلیون ډالرو پور لري او امریکایانو ولسمشر ټرمپ په دې موخه په ټاکنو کې بریالی کړو چې ژمنه یې کړې وه چې ایلون مسک او د حکومت د موثریت څانګې تهبه د ضایعاتو د لګښتونو کمولو لپاره واک ورکړي.

د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی تهران ته تللی، ترڅو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو ته د بشپړ پلي کېدو اړتیا په اړه بحث وکړي. په دغه پرېکړه لېکونو کې د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک هم شامل دی، چې د ایران په ملاتړ د حزب الله د بې وسلې کولو غوښتنه کوي.
د نوموړي دفتر وویل، جینین هینس پلاسچارټ خپل سفر د لوړ پوړو ایراني چارواکو سره د لیدو لپاره پیل کړی او دا د سیمه ییزو او نړۍوالو شریکانو سره د هغه د روانو مشورو یوه برخه ده.
د یادولو ده، چې نوموړي له دې وړاندې څو ځله اسراییل ته هم سفر کړی وو.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي دفتر وویل: " نوموړی به په لبنان کې د مثبتو پرمختګونو په جدي اړتیا تمرکز وکړي، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۷ د جګړې د پای ته رسېدو له پیل راهیسې لیدل کېږي."
د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک له مخې، اسراییل د ۲۰۰۶ کال د جولای په میاشت کې له حزب الله سره جګړه پای ته ورسوله.
د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک له لبنان څخه د اسراییل د بشپړ وتلو او د لبنان په شمال کې د حزب الله جنګیالیو او وسلو د وتلو غوښتنه کوي او د پخوانیو پرېکړو اړتیا تاییدوي، چې د حزب الله بې وسلې کول پکې شامل دي.
که څه هم په دې تړون کې ټاکل شوې وه، چې اسراییلي ځواکونه د جنورۍ تر ۲۶ نیټې پورې د لبنان له جنوبي سیمو ووځي، خو امریکا تېره اوونۍ د دغه تړون د غځولو اعلان وکړ.
متحده ایالاتو وویل، چې د "لنډ او موقتي" اوربند تمدید ته اړتیا وه ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې حزب الله د لبنان خلکو یا ګاونډیانو ته ګواښ نه شي پېښولی.
سپینې ماڼۍ ویلي، خوښ دي چې د اسراییل پوځ په وتلو پیل کړی دی.

د امریکا د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سیاستونو په امکاني نړیوالو اغیزو باندې تحلیلونه او نظرونه له ډیر وخت وړاندې لیکل کیدل.
خلک هم په دې پوهیدل چې د یوه زبر ځواک او د اوسني نړیوال سیستم د غالب قوت په توګه د امریکا په سیاست کې راتلونکي غټ بدلونونه به په حتمي توګه ټوله نړۍ اغیزمنوي.
دې سره سره دا خبره هم باید په نظر کې وساتل شی چې د تیرو څو کلونو راهیسې نړۍ د یوه قطبیتوب او یا دوه قطبیتوب په ځای ګڼ قطبیتوب خوا ته خوځیدلې ده.
چین په ۲۰۰۸ کال کې د کاپیتالستي نړۍ د اقتصادي بحران په جریان کې د یوه نوي اقتصادي زبر ځواک په توګه تبارز کړی وو.
په ۲۰۰۹کې د برازیل، روس ، هند ، چین او د جنوبی افریقا په ګډون جوړیدونکي سازمان (BRICS) په ۲۰۲۴ کې د پنځو نورو هیوادونو مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو په شمول نور پراخ شوی دی او ۲۴ نورو هیوادونو هم په کې د ګډون تصمیم ښکاره کړی دی.
د بریکس سازمان په لیکو کې په تدریج سره د نړۍ د جنوب هیوادونه راغونډیږي. د جي ۲۰ ( G 20) سازمان پر دې برسیره دی.
په داسې شرایطو کې چې رئیس جمهور ټرمپ د امریکا د وړومبیتوب د سیاست د عملي کولو لپاره د اسرائیل او مصر نه پرته د نړۍ په ټولو هیوادونو او سازمانونو امریکايي کومکونه په موقتي توګه قطع کړل.
امریکا ته یې د بهر نه ټولو راتلونکو باندې بندیز لګولو سره سره په امریکا کې په غیر قانوني توګه میشت لکونوافرادو د شړلو لپاره خشن ګامونه پورته کړل.
په دې ګامونو برسیره یې د چین، کاناډا او میکسیکو نه امریکا ته واردیدونکي تجارتي شیانو باندې ټیکسونه زیات کړل.
دغو دریو واړو هیوادونو هم سملاسي په ځواب کې د امریکا نه واردیدونکو شیانو باندې د ټیکسونو د لوړولو اعلان وکړو، چې دا په عمل کې د تجارتی جنګونوپیل دی.
دا طبعي خبره ده چې دغو ټولو دراماتیکو پرمختګونو سره د خلکو په ذهنونو کې د زاړه نړیوال نظم د راتلونکي په باره کې سوالونه راپورته کیږي.
ملل متحد او د هغه ټولې څانګېتر اوسه په عمده توګه د امریکا له خوا تمویل شوې دي.
د امریکا د مالي کومکونو د قطع کیدلو نه پس به د ملل متحد راتلونکې څنګه شي ؟ په نړیوال تجارت باندې د نړۍ د تجارتی سازمان ( World Trade Organisation ) د قواعدو او ضوابطو نه د سرغړونې عواقب به څه وي ؟
دا غټ اساسي او جدي سوالونه دي، چې ځوابونه به یې د وخت په تیریدو رابرسره کیږي، خو دې سوالونو په ټوله نړۍ کې یوه غیر یقیني وضع مینځ ته راوستې ده.
دې سره د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د منځنۍ درجې ځواکمنو هیوادونو په خپلو سیمه ییزو چاپیریالونوکې د خپل نفوذ د زیاتولو او په خپلو سیمو کې په یوه محوري ځواک د بدلیدلو لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړې دي.
په دې لړ کې په غربي اسیا کې د اسرائیل، ترکیې، سعودي عرب او د ایران فعالیتونه جوت دي.
اسرائیل د خپلو غربي مربیونو په پشتیبانۍ د جنګ له لارې د فلسطیني عربو ځمکه په زور اشغالوي او د مسایلو پرامن سیاسي حل ته غاړه نه ږدي.
ترکیې په سوریه (شام) کې د بشارالاسد د حکومت په ختمولو او د هغه په ځای د سني مسلمانو جنګیالیو ډلو حکومت په کینولو کې کلیدي رول ولوباوه او سوریه کې یې د خپل نفوذ دائره په داسې حال کې پراخه کړه چې هغه په قطر او صومالیه کې هم نظامي اډې لري.
ترکیه کې د رجب طیب اردګان حکومت ځان د مرکزي اسیا په سیاست کې اساسي لوبغاړی ګڼي او د پان ترکیزم په اساس د ترک اکثریت نفوسه هیوادونو دول مشترک جوړول یې د اوږدې مودې هدف دی.
د فرورۍ په اتمه نیټه به اردګان پاکستان ته سفر کوي. د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او د هغه مشر ورور نواز شریف د اردګان سره شخصي مناسبات هم لري.
سعودي عرب کې د دغه هیواد بالقوه واکدار محمد بن سلمان په دولتي او ټولنیز نظامونو کې په پراخه کچه ریفورمونه کړي او دهیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
محمد بن سلمان د رئیس جمهور ټرمپ سره حسنه مناسبات لري.
د غربي اسیا د نزدې وختونو د کشمکش په جریان کې ایران په څرګند ډول تاواني شوی دی. د هغه متحدینو په لبنان او سوریه کې پوځي ماتې خوړلې ده او په یمن او عراق کې هم د ایران طرفدارې ملیشې ضعیفې شوې دي.
دغه امکان وجود لري چې اسرائیل او امریکا د ایران د هستوي بم د پروژې د مخ نیوي لپاره د ایران په ضد کوم پوځی عملیات وکړي او که وس یې بر شي، نو په ایران کې به د شپږ څلویښتو کلونو نه چلیدونکي دولتي نظام ته سقوط ورکړي.
غربي خوا ته د ناکامۍ سره مخامخ کیدلو نه وروسته د ایران واکدارانو شرقي خوا ته مخه کړې ده.په تیره شوی میاشت کې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان د پوځي او سیاسي مشرانو سره یې د سیمې په امنیتي مسلو خبرې وکړې، چې په دې کې د طالبانو د واک لاندې افغانستان په اوضاعو خبرې هم شاملې وې.
نن سبا پاکستان او ایران دواړو ته د ملي ګرا بلوڅانو د وسله وال او سیاسي قیامونو مسله ورپیښه ده، خو دې سره ایران شک لري چې د پاکستان د خاورې نه د ایران په ضد کیدونکي د سني ډلو حملې د پاکستان د حکومت په اجازت کیږي.
بلې خوا ته د پاکستان حکومت وايي چې ایران د پاکستان په ضد جنګیدونکو د ځینې بلوڅو بیلتون خوښو ډلو سره کومک کوي.
د جنورۍ په میاشت کې د ایران د خارجه چارو وزیر عباس عرقچي کابل ته سفر کړی وو.
دا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنیو نه وروسته د ایران د خارجه چارو وزیر افغانستان ته وړومبی سفر و، ایران ته د هلمند د سیند په اوبو کې د ونډې او په افغانستان کې موجودو وسله والو ډلو له خوا د ایران په ضد د فعالیت نه کولو ډاډ اخیستل د عرقچی د دغه سفر اصلي موخې وې.
د دې سره د ایران حکومت دافغانستان د نورو ګاونډیو هیوادونو غوندې د افغانستان د داخلی سیاسي اوضاعو په باره کې ځان پوه کول غواړي، ځکه چې طالبان د دریو کلونو نه زیات وخت اوښتو نه وروسته هم د کوم مشروع سیاسي نظام جوړولو کې پاتې راغلي، چې افغان اولس یې شا ته ولاړ وي.
هم دغه رنګه چې کله نه رئیس جمهور ټرمپ طالبانو باندې د امریکا نه په افغانستان کې د پاتې شوو وسلو د بیرته ستنولو غږ کړی دی، نو طالبانو سره تشویش پیدا شوی دی.
په دې مسله کې پاکستان سره هم خپل تشویش مل دی، ځکه چې که هغه بل هر چا ته ووايي چې هغه طالبان نه پیژني او یا یې د هغوی سره دشمني ده خو د امریکایانو لپاره پاکستان د طالبانو مربي او ضامن دی.

په تېرو شپږو میاشتو کې د سویلي اسیا په جیو سیاسي وضعیت کې پام وړ بدلونونه راغلي، چې د بنګلهدېش او پاکستان د نږدېوالي، د چین او هند د سرحدي هوکړې او د طالبانو او هند د اړیکو د پراخېدو په بڼه څرګند شوي.
له واک نه د شیخ حسینې له پرځېدا وروسته بنګلهدېش له پاکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې، چین او هند د تاوتریخوالي کمولو لپاره هوکړه وکړه او نوي ډيلي له طالبانو سره خپلې اړیکې تودې کړې. دا بدلونونه نه یوازې د سیمې د ځواک انډول اغیزمنوي، بلکې د هند، پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ نوې ستراتیژیکې اړیکې هم رامنځته کوي.
ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼه په یوه تحلیل کې وايي، چې په بنګلهدېش کې حسینه واجد د هند لپاره یوه مهمه سیمهییزه متحده ګڼل کېده، خو نوي ډیلي ته د هغې تېښتې د هند د اوږدې مودې سیال پاکستان ته فرصت ور کړی، چې له بنګلهدېش سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د دې شواهد د بنګلهدېش له دې ګامونو هم څرګندیږي، چې پاکستاني وګړو ته یې د ویزې شرایط نرم کړل، د کراچۍ او چټاګانګ ترمنځ یې مستقیم سمندري مسیرونه پرانېستل او دواړو هېوادونو د سوداګریزو محدودیتونو نرمښت اعلان کړ. همدا میاشت، بنګلهدېش په کراچۍ کې د پاکستان په "امن" سمندري تمریناتو کې برخه اخلي.
د دې نږدېوالي تر شا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګپوړو چارواکو د سفرونو لړۍ هم روانه ده.
ډاکې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر، د پاکستان د استخباراتو د رییس عاصم ملک د تېرې میاشتې سفر او د بنګلهدېش د لنډمهالي حکومت د رییس محمد یونس او د پاکستان د لومړي وزیر شهبار شریف لیدنې کتنې هم په دې کې شامل دي.
د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ په باور، که څه هم له نوي ډیلي او اسلاماباد سره د بنګلهدېش اړیکې د صفر مجموعې د معادلې په توګه نه شي تحلیل کېدای، خو دا پرمختګونه د بنګلهدېش د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون ښکارندویي کوي.
ورځپاڼه وايي، دا په ځانګړي ډول د اسلاماباد لپاره یو فرصت دی، ځکه بنګلهدېش له۱۹۷۱ کال راهیسې د خپلواکۍ جګړې له وخته د پاکستان پر وړاندې منفي نظر درلود. د حسینې د واکمنۍ پر مهال پاکستان پلوه سیاسي ګوندونه لکه جماعت اسلامي تر جدي څار لاندې وو، خو اوس همدغه ډلې د بنګلهدېش د لنډمهاله حکومت برخه دي یا یې ملاتړ کوي.

د هند او طالبانو نږدې کېدل
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرم میسري تېره میاشت په دوبۍ کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
هند د طالبانو پر وړاندې یو محتاط دریځ لري، ځکه دا ډله د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره نږدې اړیکې لري. خو اوس افغانستان د هند لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي، په ځانګړي ډول له مرکزي اسیا سره د هند د اقتصادي وصل په چوکاټ کې، افغانستان مهم دی.
ساوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، طالبان هڅه کوي چې له نړیوالې انزوا ووځي. دوی غواړي د چین او روسیې ترڅنګ هند د پرمختیايي ملګري په توګه ومني، په ځانګړې توګه اوس چې امریکا خپلې مرستې بندې کړې دي.
هند ته طالبان تر داعش غوره ښکاري، ځکه نوی ډیلی داعش ته د احتمالي ګواښ په نظر ګوري.
له بلې خوا هند د سیمې یوازینی هېواد دی چې له ټولو ګاونډیو سره ګډې پولې لري، نو په همدې دلیل د تازه تحولاتو اغېزې مثبتې او منفي دواړې دي.
له یوې خوا، له بنګلهدېش سره د اړیکو خرابوالی «اکټ ایسټ» پالیسۍ ته زیان رسوي، خو بل خوا له طالبانو سره د اړیکو ښه کېدل له مرکزي اسیا سره د هند د نښلولو هڅې تقویه کوي.

د چین او هند ترمنځ د سرحدي شخړې کمېدل
د ۲۰۲۰ کال له مرګونو نښتو وروسته د چین او هند سرحدي هوکړې تاوتریخوالی کم کړی.
دې هوکړې دواړو هېوادونو ته اجازه ورکړې چې په دوو لانجمنو سیمو (ختیز لداخ او اکسای چین) کې ګزمه او د څارویو څرولو حقوق بېرته ترلاسه کړي.
خو دا هوکړه د اوږدې مودې سرحدي لانجې نه اواروي. دواړې خواوې لا هم د شخړو سیمې خپلې بولي او د لویدیزې پولې د کره کرښې په اړه توافق نه شته او لاهم دواړو خواوو ته دورند پوځي حضور شته دی.
د چین او هند ترمنځ سرحدي موافقه د دې لپاره شوې چې دواړه هېوادونه پر داخلي او نړیوالو مسائلو تمرکز وکړي.
چین غواړي له خپلو ګاونډیو سره اړیکې ثبات ته ورسوي، ځکه دا مهال له امریکا سره د ستراتیژیک رقابت لپاره چمتووالی نیسي.
هند له چین سره د سوداګرۍ پراخولو ته اړ دی، ځکه د نړیوال تولیدي مرکز په توګه مطرح کېدو لپاره باید چینايي توکو ته لاسرسی ولري.
ساوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، په ټوله کې، جنوبي اسیا کې د اړیکو نوی بدلون روان دی: بنګلهدېش پاکستان ته نږدې کېږي، خو غواړي له هند سره انډولیزې اړیکې وساتي او افغانستان هند ته نږدې کېږي، خو له پاکستان سره انډول اړیکي غواړي. دغه راز چین هڅه کوي چې د امریکا د ګواښ پر وړاندې خپل ګاونډي هېوادونه ارام وساتي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د دغه هېواد د پوځ بری له امنیتي ځواکونو سره د ولس په ملاتړ پورې تړلی بولي. هممهاله د پاکستان د جګړې او سولې څېړنو مرکز وايي، تېر ډیسمبر تر پروسږن ډیسمبر په دغه هېواد کې امنیتي پېښې ۴۲ سلنه زیاتې شوې دي.
د پاکستان پوځ او حکومت تر ډېره په دې بریدونو کې ټي ټي پي ښکېل بولي او وايي، له ډیورنډ کرښې په ور اوښتو په دغه هېواد کې بریدونه کوي.
خو عمران خان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په تېره پوځ نیوکې کوي چې د سرحدونو ساتلو پر ځای یې ټول پام «د سیاسي ګوندونو ځپلو او د غلو او لوټمارو ساتلو ته اړولی دی.»
تحریک انصاف ګوند خپل ټوېټر کې د پاکستان د پوځ مشر ته نوموړي د لیک د ځینې برخو په خپرولو سره د نوموړي په حواله لیکلي: د ترهګرۍ خلاف جنک کې به پوځ هغه وخت بریالی شي چې ولس ور سره ودرېږي، خپله پالیسي بدله کړئ.
په ایډیاله جېل کې د بندي عمران خان وکیل رسنیو ته ویلي چې نوموړي خپل لیک کې شپږو ټکو ته اشاره کړې ده.
د هغه په خبره، ښاغلي خان ویلي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د نوموړي ګوند د پوځ ملاتړ کوي او ولس ته هم پکار ده چې له پوځ سره ودرېږي.
فیصل چوهدري وايي، ښاغلي خان د تېر کال ټاکنو کې د پوځ لاسوهنه هم یاده کړې او هم یې د نوموړي د ګوند پر غړو چاپې او ډزې یادې کړې دي.
نوموړي په خپل لیک کې د رسنیو لپاره پر نوي قانون نیوکې کړې او هم یې د اقتصاد په هکله د اوسني حکومت پر پالیسۍ اندېښنه ښودلې ده.
عمران خان چې تېره جنورۍ کې د فساد د یوې قضیې له امله پر ۱۴ کاله بند محکومت شوی دا مهال په ایډیاله جېل کې دی.
نوموړی له نورو لسګونو تورونو سره هم مخ دی، خو ټول ردوي او د سیاسي انګېزې له مخې یې بولي.
