د طالبانو اقتصاد وزیر د جاپان له سفیر سره د اقتصادي همکارۍ او بشري مرستو په اړه خبرې کړي

د طالبان د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د ښه والي او د بشري مرستو د اغېزمنتوب او دوام په اړه خبرې کړي دي.