جرمن پولیس وایي، یوه افغان ګډوال په دغه هېواد کې ۲۸ تنه په موټر وهلي

رویټرز د جرمن پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې نن پنج شنبه یوه افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې ۲۸ تنه په موتر وهلي دي. پولیس, ویلي، له پيښې وروسته یې دا افغان نیولی دی.

رویټرز د جرمن پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې نن پنج شنبه یوه افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې ۲۸ تنه په موتر وهلي دي. پولیس, ویلي، له پيښې وروسته یې دا افغان نیولی دی.
دا پېښه نن سهار د جرمني په مونشن ښار کې د یوې سوداګریزې اتحادیې د کارګرانو د لاریون پر مهال شوې ده.
پولیس ویلي، چې د یاد لاریون پرمهال یوه موټروان خپل موټر پر لاریون کوونکو وربرابر کړ او ګڼ کسان یې ټپیان کړل.
د جرمني د مونشن ښار د پولیسو مرستیال کریسټین هوبر وايي، موټر چلوونکی چې ۲۴ کلن افغان کډوال دی د پیښي په ځای کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
خو پولیسو د یاد افغان په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او د یادې پېښي انګیزه هم نه معلومه.
د دغه افغان کډوال له لوري په موټر وهل شويو د یوشمېر ټپي شویو کارګرانو روغتیا وضیعت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
د اعتصاب کوونکو کارګرانو په ډله کې یو عیني شاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي::« موټر په ګڼه ګوڼه ور برابر شو او وروسته مې ولیدل چې یو کس تر موټر لاندې شوی هم دی.و»
د دغو کراګرانو د اتحادیې مشر فرانک ورنیک په یوه بیان کې ویلي:« موږ د وردي همکارانو لخوا د سوله ییز لاریون په جریان کې د دې وحشتناکې پیښې له امله سخت خفه یو.»
د راپورونو له مخې، دا پېښه پر داسې مهال شوي، چې سبا به مونشن د یو امنیتي کنفرانس کوربه وي.
دې ته ورته نور پیښي هم په جرمني کې د افغان کډوالو له لوري شوې او د دغه ډول پېښو وروسته بیا په جرمني کې یو شمېر ګوندونه د کډوالۍ په اړه د قوانینو د سختیدو غوښتني په موخه لاریونونه هم کړي دي.