• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسيې په کندز کې ځانمرګی بريد وغانده

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د روسيې بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې د افغانستان په کندز ولایت کې پرون ځانمرګی بريد غندلی او دا یې د شمالي سيمو د وضعت خرابولو د هڅې په مانا بللی دی. مسکو ډاډ ښودلی، چې طالبان به د بريد تنظيموونکی ونیسي او د قانون منګولو ته به یي وسپاري.

د روسيې تاس دولتي اژانس د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له مخي ویلي، چې مسکو د افغانستان په کندز ولایت کې د سې شنبې د ورځې د ځانمرګي بريدله قربانیانو سره خپله خواخوږي ښیي.

د روسيې بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ځانمرګي بريد له کبله تر ۲۵ زیات کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د دغه بريد مسولیت داعش ډلې په غاړه اخيستی، چې د مسکو په تور ليست کې ده.

په اعلاميه کې د دې بريد اړوند ویل شوي: « روسیه د افغانستان په کندز کې هغه وحشیانه ترهګریز برید په کلکه غندي چې هدف یې د هیواد په شمالي سیمو کې وضعیت خرابول دي.»

د روسيې ډيپلوماتانو د دغه بريد د تنظیمونکو د نیولو ډاډ ښودلی: «مسکو ډاډه دی چې افغان چارواکي به وکولی شي په کندز کې د ترهګریز برید تنظیمونکي ومومي او عدالت ته به یې وسپاري.»

د معلوماتو له مخې، د سه شنبې په ورځ ځانمرګي بریدګر د کندز ښار د کابل بانک څانګې په ورودي دروازه کې د طالبانو پر هغو سرتېرو برید وکړ چې د خپل میاشتني معاش د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.

طالبانو یوازي د تسلیت څرګندونې کړي او تر دامهاله یې د بريد رسمي او وروستي تلفات هم نه دي په ډاګه کړي.

داعش ډلې په دې وروستيو کې په افغانستان کې خپل بريدونه زيات کړي، چې ورسره هم مهال د سيمې او نړۍ د هېوادونو اندېښنې يې هم را پورته کړي.

خو طالبان په خپلو څرګندونو کې د دغه ډلې د ځپلو ادعاوي کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

جرمن پولیس وایي، یوه افغان ګډوال په دغه هېواد کې ۲۸ تنه په موټر وهلي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰

رویټرز د جرمن پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې نن پنج شنبه یوه افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې ۲۸ تنه په موتر وهلي دي. پولیس, ویلي، له پيښې وروسته یې دا افغان نیولی دی.

دا پېښه نن سهار د جرمني په مونشن ښار کې د یوې سوداګریزې اتحادیې د کارګرانو د لاریون پر مهال شوې ده.

پولیس ویلي، چې د یاد لاریون پرمهال یوه موټروان خپل موټر پر لاریون کوونکو وربرابر کړ او ګڼ کسان یې ټپیان کړل.

د جرمني د مونشن ښار د پولیسو مرستیال کریسټین هوبر وايي، موټر چلوونکی چې ۲۴ کلن افغان کډوال دی د پیښي په ځای کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

خو پولیسو د یاد افغان په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او د یادې پېښي انګیزه هم نه معلومه.

د دغه افغان کډوال له لوري په موټر وهل شويو د یوشمېر ټپي شویو کارګرانو روغتیا وضیعت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د اعتصاب کوونکو کارګرانو په ډله کې یو عیني شاهد رسنیو سره په خبرو کې ویلي::« موټر په ګڼه ګوڼه ور برابر شو او وروسته مې ولیدل چې یو کس تر موټر لاندې شوی هم دی.و»

د دغو کراګرانو د اتحادیې مشر فرانک ورنیک په یوه بیان کې ویلي:« موږ د وردي همکارانو لخوا د سوله ییز لاریون په جریان کې د دې وحشتناکې پیښې له امله سخت خفه یو.»

د راپورونو له مخې، دا پېښه پر داسې مهال شوي، چې سبا به مونشن د یو امنیتي کنفرانس کوربه وي.

دې ته ورته نور پیښي هم په جرمني کې د افغان کډوالو له لوري شوې او د دغه ډول پېښو وروسته بیا په جرمني کې یو شمېر ګوندونه د کډوالۍ په اړه د قوانینو د سختیدو غوښتني په موخه لاریونونه هم کړي دي.

سرچينې: طالبانو د افغانستان په کورنيو رسنیو کې سیاسي خپرونې بندې کړلې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۰

پلازمېنه کابل کې د طالبانو حکومت د کور او ښارسازۍ وزارت له دروازې سره تر ځانمرګي برید څو ګړۍ وروسته دې ډلې په افغانستان کې خصوصي رسنیو ته د سیاسي خپرونو د بندېدو امر کړی. څو میاشتې مخکې هم د ځینې رسنیو مشرانو اندېښنه ښودلې وه چې طالبان یې سیاسي خپرونې بندول غواړي.

طالبانو اوس د دې خپرونو له بندولو سره کورنيو رسنيو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی له امر سرغړونکي به له جدي پايلو سره مخ شي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه امر د پنجشنبې په ورځ رسنيو ته شوی او تر دويمې خبرتيا پورې یې د دوام غوښتنه شوې.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ طالب چارواکي د رسنیو له مسولانو سره وويني.

د طالبانو له لورې په رسنيو کې دسياسي خپرونو د بندېدو لامل لا هم معلوم نه دی او نه هم دا معلومه ده، چې دغه بنديز به څومره دوام وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي دول څه نه دي ويلي.

له هغه وروسته، چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دغه ډلې پر رسنيو او د بیان پر ازادۍ پراخ بنديزونه لګولي دي.

د طالبانو په همدې واکمنۍ کې یو شمېر رسنۍ تړل شوي، خبريالان او د رسنيو کارکوونکي زنداني شوي او له تيرو دوو کلونو څخه طالبانو په خپله رسنيزه پاليسي کې رسنۍ تر سانسور لاندي راوستلي.

ملا برادر د قطر له لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو وغږېد

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، ملا عبدالغني برادر په دوحه کې د دغه هېواد له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنج شنبې په ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د اړېکو او اقتصادي مسایلو او د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې د موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

طالبانو د یادې کتنې په اړه نور جزیات نه دې ورکړي.

که څه هم طالب چارواکي د خپلو سفرونو په اړه لا له وړاندې معلومات خپري، خو طالبانو قطر ته د ملا عبدالغني برادر د سفر په اړه تردې وړاندې څه نه و ویلي.

ملا برادر په داسې حال کې قطر ته سفر کوي، چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی له تېرو دوه اونیو راهیسي په عربي اماراتو کې دی او له افغانستان څخه عربي اماراتو ته د ستانکزي د تګ لامل هم په دغه ډله کې خپل منځي مخالفتونه ښودل شوي دي.

د طالبانو د کور او ښارسازۍ وزارت مرستیال ارسلا خروټی په ځانمرګي برید کې ټپي شوی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۰

له کابل څخه دوو باوري سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د طالبانو د کور او ښارسازۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ارسلا خروټی په نني ځانمرګي برید کې ټپي شوی دی. د سرچینو په وینا نوموړی د درملنې لپاره په کابل کې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ښاغلی ارسلا خروټي روغتیايي وضیعت نازک دی.

همدارنګه سرچینو ویلي، چې په دغه ځانمرګي برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت منلي، چې د ښار او کور جوړونې په وزارت کې ځانمرګی برید شوی، خو تر اوسه یې د ارسلا خروټي د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان رسنیو ته ویلي، چې ځانمرګي بریدګر وزارت ته د داخلیدو پلان درلود، خو امنیتي ځواکونو وزارت ته د داخلیدو پر مهال له منځه یووړ.

افغان ویلي، چې د دغې چاودنې پرمهال یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت هیڅ ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، خو دې ته د ورته نورو بریدونو مسولیت داعش ډلي منلی دی.

د لیندۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د وزارت دننه د جومات څخه د راوتلو پر مهال ځانمرګی برید پري وشو او نوموړی ووژل شو. پر خلیل الرحمن حقاني د ځانمرګي برید مسولیت داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستی و.

د طالبانو کانونو وزارت یو ټن ګچ په څلور سوه افغانۍ قرارداد ورکړی دی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۰۱ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په افشا شویو سندونو کې یو هم د کانونو وزارت اړوند په سمنګانونو ولایت کې د ګچو د شوي قرارداد په تړاو یو سند دی چې په خورا کمه بیه یې دغه قرارداد یوه شرکت ته ورکړی دی.

د مکتوب له مخې، طالبانو د «میهن سټار په نوم یوې کمپنۍ ته یو ټن ګچ په څلور سوه افغانۍ قراداد» ورکړی او ټول ټال د ۱۰ زره ټنو قرارداد ورسره شوی دی.
په یاد مکتوب کې د طالبانو کانونو وزارت خپل ولایتي ریاست ته لیکلي، چې له اړوند شرکت څخه د استخراج او لېږد له درکه یوازې پر ټن څلور سوه افغانۍ واخلي.
د مکتوب له مخې، دغه قرارداد یوازې د یوه کال لپاره شوی دی چې د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د ګچو د یوه کان د استخراج لپاره شوی دی.
د دغه کان د کېندنو قرارداد لومړی د متر مکعب په بڼه شوی و؛ خو طالبانو په ناببره توګه بېرته بدل کړی او د ټن حساب ته یې اړولی دی.
دغه سند په سمنګان ولایت کې د طالبانو د کانونو رییس لطف الله حبیبي له‌خوا لاسلیک شوی دی.

100%


نیوکې دا د‌ي، چې د طالبانو په کانونو وزارت کې پراخ فساد روان دی او د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي غړي د کانونو په قراردادونو کې ښکېل دي چې له دې درکه یې پراخه ګټه شخصي جېبونو ته روانه ده.
د طالبانو د یاد وزارت پر پخواني وزیر شهاب الدین دلاور هم د کانونو په برخه کې د فساد تور و او له همدې کبله د ملا هبت‌الله له لوري له دندې ګوښه شو.
د «طالب لیکس» له‌خوا د طالبانو د افشا شویو سندونو پربنسټ، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې هم یوازې په یوه میاشت کې له پنځه سوه ټنو څخه زیات د مرمر ډبرې استخراج شوې دي.

د دغو سندونو له مخې، د مرمر ډبرو د استخراج دغه شمېره یوازې په یوې ولسوالۍ کې ښودل شوې، چې ښیي په ټول هېواد کې د ګران بیه ډبرو استخراج په پراخه توګه په چټکۍ سره روان دی او دا اندېښنې هم راپورته کوي، چې دغه لړۍ له فساده ډکه ده.

راپورونه کاږي، چې د کانونو په برخه کې طالبان په زیات شمېر تړونونو کې په مستقیم ډول ونډه لري او د دوی عایداتي سرچینې بلل کېږي.
طالبان غواړي د افغانستان طبیعي زېرمې د عوایدو په یوې مهمې سرچینې بدلې کړي؛ خو کارپوهان وايي، د تخصص او څار کمښت اوږدمهاله ګواښونه پېښوي.
د امریکا او ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د افغانستان د طبیعي زېرمو ارزښت شاوخوا یو ټریلیون ډالره دی.
د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې د کان کېندنې له ۲۰۰ ډېر تړونونه لاسلیک شوي، چې ګڼ یې له سیمه‌ییزو شرکتونو سره دي او د میلیاردونو ډالر ارزښت لري.