• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: ایران د افغانانو د ویزو ۹۰ سلنه غوښتنلیکونه ردوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۲ GMT+۰

په کابل کې د سیاحتي شرکتونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په تېره یوه میاشت کې ایران د افغانانو د وېزو ۹۰ سلنه غوښتنلیکونه رد کړي دي. د شرکتونو په وینا، په کابل کې د ایران سفارت له افغانانو د الوتکې ټکټ غواړي خو بیا یې وېزې ردوي او د ټکټ پیسې نه ور کول کیږي.

په کابل کې د ایران د وېزو ځینو شرکتونو نن یکشنبه «د سلواغې ۲۸مه» وویل چې د پاکستان، دوبۍ، ترکیې او د عمرې له وېزو وروسته په تېره یوه میاشت کې ایران هم د افغانانو د وېزو ۹۰ سلنه غوښتنلیکونه رد کړي دي.

په کابل کې د ایران د وېزو د یوه شرکت مسوول وویل، چې ایران یوازې د مرکزي ولایتونو اوسېدونکو ته وېزې ورکوی خو د نورو ولایتونو د خلکو د ویزو غوښتنلیکونه ردوي.

دوي زیاتوي چې په کابل کې د ایران سفارت د ځمکې له لارې تلونکو افغانانو ته د وېزو ورکول مطلق بند کړي دي.

د سیاحتي مسوول په وینا، له دې وړاندې هر کس د وېزو غوښتنلیکونه په کابل کې د ایران سفارت ته وړل او بیا د سل یورو په بدل کې وېزه ورکول کېده خو د ځمکې له لارې یې د سفر کولو اجازه درلوده.

په کابل کې د سیاحتي شرکت دغه مسوول وايي، « د ایران د وېزو غوښتونکي باید د فورم ۵۰ یورو تحویل کړي او که خپل پرواز ځنډوي نو باید ۳۰۶ ډالره ایراني هوايي شرکت ته ورکړي.»

د شرکتونو مسوولان وايي چې یو شمېر افغانان د ایران له لارې عراق ته د کار لپاره ځي خو کله چې وېزې ردیږي د ټکټ شرکت ورته بېرته پیسې نه ورکوي.

د وېزو د شرکتونو مسوولان نیوکه کوي چې دا کار په کابل کې د ایران سفارت په خوښه کېږي او د ماهان په نامه د ایران هوايي شرکت له خلکو ټولې پیسې ګرځوي.

د یو بل ځايي شرکت د مسوول په وینا، ایران د افغانانو لپاره د انلاین وېزو سایټ په مکمل ټول بند کړی دی.

په کابل کې د وېزو شرکتونو مسوولانو هغه لېستونه هم له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړل چې د ایران د سفارت له خوا یې د وېزو غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د پاکستان وېزه

په کابل کې د پاکستان د وېزو د شرکتونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پاکستان له ایران څخه هم ناوړه چلند پیل کړی او زیاتره وېزې له غوښتنلیک ور کولو درې میاشتې وروسته ردوي.

دغه شرکتونه وايي، هر ورځ لسکونه افغانان د پاکستان وېزو لپاره غوښتنلیکونه لېږي، چې د هر غوښتنلیک پر سر ۹ ډالره اخلي.

د یوه سیاحتي شرکت مسوول افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د پاکستان وېزې بیا څو ډوله دي خو له ۵ سوه نیولې تر یونیم زر ډالرو پورې وېزې په تور بازار کې پیدا کېږي.»

د شرکتونو په وینا، په کابل کې د پاکستان سفارت د ناروغانو لپاره د «اي ټي اې» په نامه وېزې ورکوي خو بیا په تورخم کې پاکستاني ځواکونه دا وېزې نه مني او د ناروغ ترڅنګ یې پایواز ته د تګ اجازه نه کوري او بډې ورنه اخلي.

په کابل کې د پاکستان او ایران د وېزو شرکتونه د پاکستان او ایران له سفارتونو غواړی چې په دې برخه کې د افغانانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ایران او پاکستان سفارتونو تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د جرمني حکومت برلین ته د سلګونو افغانانو د انتقال الوتنې لغو کړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۵ GMT+۰

د جرمني فدرالي حکومت برلین او نورو ښارونو ته د سلګونو افغان وګړو د انتقال پروسه وځنډوله. برلین د روانې او راتلونکې اونۍ لپاره پلان شوې دوه هغه ځانګړې چارټر الوتنې لغو کړې، چې په پام کې وه د جرمني د بیا میشتیدو پروګرام له لارې پکې په سلګونو افغانان دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د وېلټ ام زونتاګ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دغو افغانانو د جرمني ویزې ترلاسه کړې وې.

د مونشن له بریدو وروسته، چې یوه ۲۴ کلن افغان پکې ۳۴ تنه ټپیان او د یوه ماشوم او یوې مور په ګډون دوه تنه ووژل، په جرمني کې د افغانانو پر وړاندې حساسیتونه ډېر شوي دي.

د بایرن لومړي وزیر او د مسیحي سوسیال اتحادیې ایالتي مشر مارکوس زودر، چې ایالت یې دا اونۍ د خورا بدې پېښې شاهد و، غواړي د افغانانو د شړلو په تړاو له طالبانو سره زر خبرې اترې پیل شي.

هره اونۍ د شړلو یوه الوتنه

مارکوس زودر د مونشن له برید وروسته بیلډ ام زونټاګ ته وویل، « د دوشنبې له ورځې باید د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک او د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر له طالبانو سره د دې موضوع په اړه خبرې پیل کړي. هره اونۍ باید افغانستان ته یوه الوتنه وشي».

زودر وایي چې یوازې په بایرن کې دوه زره افغانان د اجباري شړلو په نوملړ کې دي، چې له دې ډلې ۲۰۰ یې خطرناک مجرمین دي. هغه ټینګار کړی چې « مخکې اشافنبورګ او اوس مونشن! نور بس دی. فدرالي حکومت باید سملاسي اقدام وکړي، نه چې کله وخت پیدا شي، بلکې همدا اوس. هغه افغانان چې د اخراج حکم لري، باید ژر تر ژره و ایستل شي».

زودر یو پنځه ماده يي پلان چمتو کړی، چې له مخې یې باید سر له راتلونکې اونۍ د افغان پناه غوښتونکو شړل پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، « افغان وګړو ته باید د جرمني د ویزو ورکولو لړۍ ودرول شي او د افغان کډوالو لپاره یو بیړنی پلان ترتیب شي. موږ باید د خپل هېواد امنیت ته لومړیتوب ورکړو او ناقانونه کډوالي محدوده کړو».

د بایرن ایالت لومړی وزیر وايي، چې افغانستان ته باید سملاسي هره اونۍ د اخراج یوه الوتنه وشي
100%
د بایرن ایالت لومړی وزیر وايي، چې افغانستان ته باید سملاسي هره اونۍ د اخراج یوه الوتنه وشي

طالبان د فرصت په لټه کې

د طالبانو حکومت په جرمني کې د افغان کډوالو په تړاو راپورته شویو حساسیتونو او د اخراج غوښتنو ته د فرصت په سترګه ګوري او غواړي د اخراج الوتنو په بدل کې په جرمني کې ددوی کونسلي خدمات فعال شي.

خو د جرمن سیاستوالو یوه ډله خبرداری ورکوي چې له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې دوی ته نړیوال اعتبار ورکولی شي. د منتقدینو په باور، طالبان دا موضوع له لویدیز سره د همکارۍ د یوې وسیلې په توګه کارولی شي.

زودر د مونشن برید په غبرګون کې د اسلامي افراطیت پر ضد د سختو تدابیرو غوښتنه وکړه. هغه وویل، باید د هغوجوماتونو او اسلامي ټولنو مالي سرچینې بندې او له مالیاتي معافیت بې برخې شي چې د افراطیت شک پرې کېږي.

زودر دا هم وغوښتل چې د امنیتي ادارو واکونه پراخ شي، چې د مخابراتي معلوماتو ذخیره کول او د مجرمینو د تعقیب لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول پکې شامل دي.

هغه زیاته کړه، « موږ باید افراطي اسلامپاله ویب‌پاڼې بندې کړو، چې د انټرنیټ له لارې د بنسټپالنې مخه ونیسو. موږ باید د خپلې پرانېستې ټولنې دښمنانو ته ژوند اسانه نه کړو».

د بایرن د جنایي څیړنو اداره د مونشن د برید په تړاو وايي، شواهد ښيي چې دغه برید یوه اسلامي افراطي انګیزه لري.د جرمني فدرالي لوی څارنوال د دې پېښې رسمي پلټنې پیل کړې دي.

د ترهګریزو چارو شنونکي په دې باور دي، چې د افغانانو اخراج القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته د جرمني په اړه د معلوماتو امکان ور کوي
100%
د ترهګریزو چارو شنونکي په دې باور دي، چې د افغانانو اخراج القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته د جرمني په اړه د معلوماتو امکان ور کوي

شړل حل لاره نه ده

خو په ورته وخت کې ځینې جرمني شنونکي دا ډول ګامونه او د افغانانو شړل حل لاره نه ګڼي.

د فرانکفورتر رونشاو د رپوټ له مخې، د جرمني د ترهګرۍ کارپوه هانس جیکوب شینډلر وویل، چې د بریدونو په رڼا کې د مهاجرت په اړه بحث ناشونی دی خو د افغانانو اېستل د جرمني د امنیت لپاره اړین نه دي.

شینډلر وايي، « که تاسې اسلامي افراطیان افغانستان ته وشړئ، نو تاسې د جرمني لپاره د خطر د زیاتوالي له خطر سره مخ یئ ځکه طالبان د القاعدې ساتنه کوي».

نوموړی وايي، هغه خلک چې له جرمني ایستل کیږي، په افغانستان کې به له ترهګریز سازمان سره خوندي پناه ځای ومومي او د جرمني په اړه به معلومات له ځان سره یوسي».

شینډلر ټینګار کوي، « د جرمني د جرایمو قانون به دلته غوره لاره وي، په جرمني کې زندان دی، اخراج هیڅ نشته».

طالبانو د کندهار-هرات د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې پیل کړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د (سلواغې ۲۸مه) خبر ورکړی، چې د هرات-کندهار اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې یې پیل کړې دي. هغه وايي، د دغه پروژې په بشپړېدو سره ترکمنستان او ایران هېوادونه به د افغانستان له لارې پاکستان سره ونښلول شي.

مجاهد دغه چاره له ټرانزیټي او اقتصادي پلوه د طالبانو لپاره مهم ګام بللی دی.

د طالبانو ویاند ویلي، چې د دغې اوسپنیزې کرښې ټول‌ټال اوږدوالی «۷۳۷،۵» کیلومټره دی.

نوموړي دا خبره نه ده کړې، چې په څومره موده کې به د دغې پټلۍ سروې بشپړه شي او کله به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

تر دې دمخه د طالبانو ټولګټو وزارت په دې تړاو له درېیو شرکتونو سره د سروې او ډیزاین په برخه کې د دوه سوه مېلیونه افغانیو د قرارداد خبره کړې وه.

د معلوماتو له مخې، د دغې پروژو په لومړۍ برخه کې به د هرات - شینډنډ پر لاره ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالي‌ کې او دویمه برخه به یې د شینډنډ - فراه پر لارو سروې او ډیزاین وشي چې دا هم ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

پاتې درېیمه برخه د فراه مرکز زرنج څخه تر غورغوري پورې، څلورمه برخه کې د غورغوري څخه تر لښګرګاه ښاره پورې او په وروستۍ برخه کې له لښګرګاه څخه تر کندهاره پورې د سروې او ډیزاین دغه پروژې لاسلیک شوې ده.

طالبانو په وار وار د دغه ډول پروژو د پیلېدو او پلي کېدو خبرونه ورکړي؛ خو باورونه دا دي چې په عملي توګه بیا د دغو کارونو د ترسره کولو هېڅ راز نښې نه تر سترګو کېږي.

طالبان غواړي، د دغه ډول پروژو د تړونونو په رسنیز کولو سره پر دغه ډلې د کېدونکو نیوکو څخه د خلکو پام واړوي.

طالبان اندېښنه لري، چې د پاکستان د څارګرې شبکې غړي په سپین بولدک کې له افغانانو بډې اخلي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو ناڅرګندې ډلې له لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو مکتوب افشا شوی، چې پکې لیکل شوي د بلوچستان ایالت د سپین بولدک له لارې پاکستان ته تلونکي افغانان د دغه هېواد د څارګرې شبکې له لوري ځورول کېږي او بیا ترې بډې اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدونو چارو ریاست په یو مکتوب کې چې اسلام اباد کې یې خپل سفارت ته لیکلي له افغانانو سره په چمن کې پر کېدونکي چلند اندېښنه څرګنده کړې.

مکتوب کې لیکل شوي، چې د سیف الله ملک خان په نوم د بلوچستان اوسېدونکی او د پاکستان د څارګرې شبکې غړی په چمن کې د کمپیوټر کار په توګه دنده مخ ته وړي او پاکستان ته تلونکي افغانان په بېلابېلو پلمو ځوروي.

په مکتوب کې ویل شوي، سره له دې چې افغانانو سره د تګ قانوني اسناد او ویزې هم وي؛ خو نوموړی کس ترې له لس زرو نیولې تر دېرش زره کلدارو پورې بدې اخلي.

په مکتوب کې راغلي، د پېسو د نه ورکړې له کبله د پاکستان د څارګرې شبکې یاد غړی افغانان ډبوي او بیا یې سخت شکنجه کوي چې ځیني وختونه یې لا زندان ته هم لېږي.

په افشا شوي سند کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان د څارګرې شبکې غړی سیف الله ملک خان افغانان تر څلور ورځو پورې په زندان کې ساتي او بیا له هغې وروسته ترې پنځوس زره کلدارې اخلي او یا یې هم د دوسیې محکمې ته لېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې خپل سفیر ته سپارښتنه کړې، چې یاده موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي؛ خو معلومه نه ده، چې پاکستان د طالبانو دغه غوښتنې ته څه ځواب ویلی دی.

تر دې دمخه هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ډیورڼد پر کرښه د تورخم په ګډون په بېلابېلو لارو کې د پاکستان د امنیتي ادارو د مسوولینو له لوري له افغانانو څخه په ناقانونه پېسې اخیستل کېږي او که یې ورنکړي؛ نو له ستونزو سره یې مخ کوي.

یو شمېر افغانانو دا اندېښنې هم شریکې کړې دي، چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال هم ترې په تورخم کې پیسې اخیستل کېږي.

نږدې کال وړاندې پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړ، چې په تورخم کې د‌ پاکستاني ځواکونو ترمنځ له افغانانو څخه د اخیستل کېدونکو پیسو د وېش پر سر خپلمنځي نښته شوې وه.

چینایي رسنۍ: چین په افغانستان کې د امریکا د ځنډېدلو مرستو تش شوی ځای نه شي ډکولای

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۰

چینایي رسنۍ باور لري، چې د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډېدو چین ته فرصت برابر کړی؛ څو په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي، خو شنونکي باور لري چې بېجینګ د پراخو پرمختیایي مرستو ورکولو ته چندان لېوالتیا نه لري.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ټولې بهرنۍ مرستې به د ۹۰ ورځو لپاره ودرول شي او د امریکا د نړۍواله پراختیايي اداره (USAID) به له سره وارزول شي. دغه اقدام به پر افغانستان لوی اغېز ولري، ځکه چې امریکا حتی د ۲۰۲۱ کال تر وتلو وروسته د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی پاتې شوی و او د دغه هېواد ۴۳.۹ سلنه بهرنۍ مرستې یې برابرولې.

د امریکا د نفوذ کمزوری کېدل او د چین فرصت

د ساوت چاینا مارنینګ رسنۍ د جینیفر بریک مرتضوي «چې د پټسبرګ پوهنتون د حکومتوالۍ او بازارونو مرکز مشره ده» له خولې لیکلي، چې د امریکا د پراختیایي ادارې USAID تړل کېدل به په افغانستان کې د امریکا د نفوذ کمښت ته لاره هواره کړي.

نوموړې ټینګار کوي، چې واشنګټن له ۲۰۲۱ کال راهیسې یوازې د غبرګون رول لوبولی او خپل تمرکز یې پر بندیزونو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ډېر کړی دی.

د نوموړې په وینا، دا حالت چین ته فرصت برابروي؛ خو ښايي چندان لوی فرصت نه وي. بېجینګ که څه هم اقتصادي او ډېپلوماټیک نفوذ ته لېواله دی؛ خو نه غواړي چې افغانستان ته پراخې ژمنې ورکړي. تر اوسه د چین او طالبانو اړیکې زیاتره پر سوداګرۍ، امنیت او پانګونې راڅرخي او د پراختیایي مرستو برخه پکې د پام وړ نه ده.

د چین محتاط دریځ

چین تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د خپل سفیر په استول کېدو یې زرغون څراغونه روښانه کړي او غواړي، چې له کابل سره تعامل ولري.

تېر کال چین طالبانو ته پرته له تعرفې د بازارونو اسانتیاوې برابرې کړې او په ۶.۵ مېلیارد ډالرو یې د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړه.

همداراز چین د ۵۴۰ مېلیون ډالرو ارزښت د انرژۍ یو تړون هم له طالبانو سره لاسلیک کړ.

سره له دې د چین پرمختیایي مرستې لا هم محدودې پاتې دي. بېجینګ ځان د یوه لوی مرسته کوونکي په توګه معرفي کوي؛ خو د دغو مرستو جزییات اکثره نامعلوم وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له مخې، چین تېر کال ۳۵ زره افغان کورنیو ته ۲ زره ټنه خوراکي مواد لکه بوره، غوړي، چڼې او مالګه ورکړې ده.

مرتضوي وايي: «چین ښايي خپل نفوذ پراخ کړي؛ خو د امریکا ځای هېڅکله نشي نیولی. که څه هم مالي وړتیا لري؛ خو نه غواړي پراخې پرمختیایي مرستې ورکړي».

د امنیتي اندېښنو اغېز

د لانژو پوهنتون استاد ژو یونګبیایو وايي، د چین امنیتي اندېښنې هم د دې لامل شوې چې په افغانستان کې خپلې مرستې ډېرې نه کړي.

د هغه په وینا: «چین به تر هغه وخته پورې خپلې مرستې ډېرې نه کړي؛ څو چې طالبان د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک پر ضد خپل دریځ بدل نه کړي او یو ټولګډونه حکومت رامنځته نه کړي».

که څه هم طالبان د سیمې د ثبات ډاډ ورکوي؛ خو چین لا هم د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې د داعش یوې څانګې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې ځانمرګی برید وکړ، چې چینایي وګړي یې پکې هدف وګرځول.

سربېره پر دې په پاکستان کې د چین پر پانګونو د بریدونو زیاتوالی چې اسلام‌اباد یې یوه برخه د افغانستان بې ‌ثباتۍ ته منسوبوي؛ د چین او کابل اړیکې اغېزمنې کړې دي.

د هند نفوذ زیاتېدل

په همدې حال کې هند هم هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي.

تېره میاشت نوي ډیلي اعلان وکړ، چې د روغتیا او افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخو کې خپلې مرستې زیاتوي.

دغه پرېکړه د هند د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په دوبۍ کې تر لیدنې وروسته اعلان شوه.

عبدالباسط چې د نانیانګ ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکی دی وايي، چې د USAID وتل افغانستان د چین او هند د نفوذ سیالۍ ته برابر کړی دی؛ خو د هغه په وینا، چین په دې سیالۍ کې تر هند مخکې دی.

نوموړی زیاتوي: «هند به خپل رول وساتي؛ خو ایا کولای شي چې د چین تر کچې نفوذ ترلاسه کړي؟ امکان نه لري».

ایا څوک به د امریکا ځای ونیسي؟

داسې ښکاري چې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله افغانستان د سیمه‌ییزې سیالۍ مرکز ګرځېدلی؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد – حتی چین – نه غواړي، چې د امریکا د مرستو ځای ډک کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت یو پلاوی چاپان ته تللی دی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی چاپان ته تللی دی. د دغه وزارت مرستیال وزیر عبداللطیف نظري پر اېکس پاڼه د دغه سفر په اړه کاږلي:« موږ د نړۍوالې ټولنې د یو پیاوړي، متحد، پرمختللي، سوکاله او فعال غړي په توګه نړۍ سره د باعزته اړیکو غوښتونکي یو.»

هغه، چاپان ته د خپل سفر په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي.

واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي، چې له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي؛ خو د دغو هڅو سره، سره بیا هم دغه ډله هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې همدا څور ورځې مخکې د هېکرانو یوې ډلې طالب لیکس له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي و، چې د ملا هبت‌الله له اجازې پرته طالب کارکوونکي او چارواکي نشي کولای د زده‌کړو او یاهم رسمي سفر لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.