• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د وينې انتقال اداره: په ایران کې افغان کډوال وینه نه شي ورکولای

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د ایران د وينې د انتقال د ادارې مرستيال وايي چې يوازې په هېواد کې مېشتو وګړو ته د وينې ورکولو اجازه شته او د افغانانو په ګډون نور وګړي وینه نه شي ورکولای. عبادالله سالک مقدم وويل:«د نړيوال قانون او معيار له مخې له هغو کسانو چې د هيواد وګړي نه وي، وينه نه اخستل کيږي.»

د اعتماد انلاین په نوم یوې ایرانۍ رسنۍ د ایران د وینې د انتقال ادارې د مرستیال په حواله لیکلي چې بهرني وګړي نشي کولی وینه ورکړي.

عبادالله سالک مقدم وايي، یوازې هغه بهرني وګړی کولی شي وینه ورکړي چې د وینې د ورکولو کارت له ځان سره ولري.

دغه ایراني چارواکي په خپلو خبرو کې ویلي چې که د چا مور او پلار افغان وي خو په ایران کې زېږېدلی وي هغه یو ډول ایراني وګړی ګڼل کېږي او کولی شي وینه ورکړي.

د ایران د وینې د انتقال ادارې مرستیال په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې، چې د افغان او امریکايي وینه یو ډول ده او دواړه نه شي کولای وینه ور کړي.

هغه ددې لامل په افغانستان او هر بل هېواد کې د ناروغیو شته والی یاد کړ، چې ښايي په ایران کې پېژندل شوې ناروغۍ نه وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو یو جګپوړی پلاوی جاپان ته په اووه ورځني سفر لاړ

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي، چې ددې ډلې د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم پکې شامل دی، د یکشنبې په ورځ جاپان ته لاړ. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، لومړی ځل دی، چې د دوی یوجګپوړی پلاوی توکیو ته سفر کوي.

د جاپان حکومت لاهم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د جاپاني حکومتي سرچینو له مخې، د «نیپون فاونډیشن» په نوم د جاپان یوې عامه موسسې طالبانو ته ددغه سفر بلنه ور کړې ده. لاهم د دوی د لیدنو او کتنو کره مهالوېش نه دی په ډاګه شوی، خو تمه ده چې دوی به له جاپاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري د شنبې په ورځ پر خپل ایکس ولیکل چې دوی جاپان ته ځي.

هغه ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي له نړۍ سره د «عزتمند تعامل» له لارې، افغانستان یو پرمختللی او فعال هېواد کړي.

نظري زیاته کړې، « موږ د یوه قوي، متحد، پرمختللي، سوکاله، او پرمختیا موندونکي افغانستان لپاره هڅه کوو او له نړۍ سره د عزتمند تعامل په لټه کې یو، څو افغانستان د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی شي».

د طالبانو د حکومت سرچینو جاپاني رسنیو ته ویلي، چې د دغه سفر په تنظیم کې د جاپان حکومت مستقیمه ونډه نه لري، خوساساکاوا د سولې بنسټ او ځینې نورې غیر دولتي ادارې د دغه سفر همغږي کوي.

د نظري تر څنګ د طالبانو د حکومت یو شمېر نور جګپوړي چارواکي چې د بهرنیو چارو او پوهنې برخو کې فعالیت لري، هم ددغه پلاوي ملتیا کوي.

د طالبانو یوه غړي د جاپان JNN خبري شبکې ته ویلي، « د جاپان دا سفر له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پراخولو لپاره ډېر مهم دی او موږ له بېلابېلو اړخونو سره خبرو اترو ته سترګې په لار یو».

ټاکل شوې چې د لطیف نظري په مشرۍ دا پلاوی به شاوخوا یوه اونۍ په جاپان کې پاتې شي او د دې مودې په ترڅ کې به له جاپاني چارواکو سره د لیدنو هڅې هم وشي.

طالبان: د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پاتې کارونه به د دوو کلونو په موده کې بشپړ شي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت رییس وویل چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پاتې کارونه بیا پیل شوي او د دوه کلونو په موده کې به بشپړ شي. له دې وړاندې د طالبانو اوبو او برېښنا وزارت ویلي و چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پیل لپاره له نړېوال بانک سره په اړیکه کې دي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د پروګرامونو رییس فرهاد محمودي د روان کال د اسد پر ۱۵مه په ډاګه کړې وه، چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به د طالبانو حکومت په کال کې ۶۵ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

یاد شرکت نن یکشبنه د سلواغې پر ۲۸مه په کابل کې د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته په وروستیو لسو میاشتو کې د برېښنا شبکې پراختیا، اصلاح، برېښنا رسونې، عملياتي چارو، برنامو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا انرژۍ په برخو کې معلومات ورکړل.

د افغانستان د برېښنا عمومي شرکت لپاره د طالبانو اجرایوي رییس عبدالباري عمر د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې دا ویلي چې ددې سترې پروژې چارې په کومو ولایتونو کې دوام لري.

عبدالباري عمر ویلي چې د نورالجهاد سب سټېشن د ډیزاین، جوړولو او نصب چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې، چې د برېښنا پېرونکو شمېر یې هم له ۱۲۰ زرو څخه ۱۵۰ زرو ته لوړ شوی دی.

پر یاده پروژه ۳.۲۹ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی دی.

عبدالباري عمر وویل، «د میدان وردګ د چک، د کونړ مناګي او د ګرشک د برېښنا تولید بندونو د جوړولو او بیارغولو پروژو چارې دوام لري.»

دغه طالب چارواکی وايي چې د روان کال په جریان کې د برېښنا پلورنې له درکه په ټولیز ډول ۳۱ میلیارده او ۵۳۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

دغه راز، برېښنا شرکت په روان کال کې د برېښنا پېرلو له درکه ګاونډیو هېوادونو ته ۲۲۷ میلیونه امریکایي ډالر او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۲۸.۷ میلیونه امریکایي ډالر او ۲۴۷.۸ میلیونه افغانۍ ورکړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په کب میاشت کې نړیوال بانک ویلي و، چې په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد د مزي پروژې د جوړولو کار د دغې پروژې د شریکو هېوادونو، قرغیزستان، ازبکستان او پاکستان په غوښتنه پیلوي.

د نړیوال بانک د پرېکړې له مخې، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د جوړولو ټول لګښتونه به له افغانستان نه بهر او د طالبانو له اداري سیسټمونو لرې اداره کېږي.

که څه هم دا پروژه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ودرول شوه، خو نړیوال بانک د تېر کال په وروستیو کې وويل چې اوس به پر دې پروژې ۱۱۰ میلیونه ډالر ولګول شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي. دغه پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په تاجکستان کې د سیمه ییزو هېوادونو مشرانو په ګډون پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې بشپړه شي.

د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد مزي به د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا په لرلو د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته به لېږدول کېږي.

پاکستان له کوټې او کچلاغ نه د طالبانو د یو شمېر مامورینو کورنۍ اخراج کړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۰

پاکستاني پولیسو تېره شپه د کوټې ښار په نوي کلي او کچلاغ کې د هغو طالبانو پر کورونو چاپې وهلې او د کورنۍ غړي یې په زوره کندهار ته شړلي، چې په افغانستان کې دندې ترسره کوي. باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په شړل شویو کسانو کې د څو کورنیو غړي شامل دي.

د کوټې او چمن تر منځ کچلاغ هغه سیمه ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندازه د څو کلونو لپاره هلته اوسیده او د ددې ډلې د ګڼو غړو کورنۍ اوس هم هلته اوسیږي.

د طالبانو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ددې پېښې په غبرګون کې وویل، چې تېره شپه ناوخته پاکستاني پولیسو د بلوچستان ایالت په کوټه ښار او کچلاغ سیمو کې د افغان کډوالو ماشومان او ښځې په زور له خپلو کورونو ایستلي.

طالبان وايي، «پاکستاني پولیسو له کورونو څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو سره ناسم چلند کړی».

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې په یادو کسانو کې ۵۶ ماشومان او ۳۰ ښځې شاملې دي او د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته په زور ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې پاکستان له تېرو دوو کلونو راهیسې په تکرار د افغان کډوالو پر وړاندې ناسم چلند کوي.

دې ډلې د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان کړنې غندلې او پر نړیوالو بنسټونو یې غږ کړی، چې په پاکستان کې دې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو هلته مېشت افغانان په باعزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو پر یو شمېر جګپوړو مشرانو نیوکې دي، چې د کورنیو غړي یې په پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر کې دي او وخت ناوخته دغو هېوادونو ته سفرونه کوي.

په خوست کې د «انګېزه» په نوم یوې اېف اېم راډیو خپرونې پیل کړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۰۱ GMT+۰

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د «انګېزه» په نوم اف اېم راډیو نشرات پیل کړل. د راډیو مسوول پوهان ارین وایي:« دغه راډیو به ۱۵ ساعته تعلیمي، ټولنیزې او خبري خپرونې ولري او هڅه کوو، چې د هېواد نورو ولایتونو ته هم د نشراتو لمن پراخه کړو».

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس نن یکشنبه د «سلواغې ۲۸مه» د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شاه حسین مسجدي له خولې وايي، چې په دغه ولایت کې د انګېزه په نوم یوې راډیو په اف.اېم ۹۹.۳ څپو خپرونې پیل کړې دي.

شاه حسین مسجدي وویل، « د دې رسنیو برکت دی چې ځینې هغه کسان چې په رخصتیو وخت کې مکتوبونو او شخصي کورسونو ته لاس رسی ونه لري دوی په انلاین شکل ددې راډيو او ټلوېزیونونو له لارې زده کړې کوي.»

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې ددې ډلې په واکمنۍ کې په دغه ولایت کې څلور نویو راډیوګانو فعالیت پیل کړی دی.

دا مهال په خوست کې ۱۹ ډله ییزې رسنۍ دي، چې د هغو له ډلې ۴ ټلوېزیوني چینلونه او ۱۵ یې راډیوګانې دي. څلور غږیزې رسنۍ د طالبانو په واکمنۍ کې فعالې شوې دي.

ورته مهال د «انګېزې» راډیو مسوول پوهان ارین وایي، د خبرونو ترڅنګ تعلیمي او کلتوري خپرونې لري.

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ټلوېزیونونو د پرانیستلو لپاره د جوازونو ګڼ غوښتنلیکونه رد شوي او دوی په شاوخوا څلورو کلونو کې له اف اېم راډيوګانو پرته تصویري رسنیو ته د نشراتو د پیل جوازونه نه دي ورکړي.

په کابل کې د حقاني شبکې تر واک لاندې په جلال بنسټ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی غوښتل د ټلوېزیون جواز ترلاسه کړي خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جواز ورکولو څخه ډډه کړې ده.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل داسې راپورونه ترلاسه کړي ول، چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خپلې تصویرې خپرونې بندوي او شریعت غږ راډيو ته بدلېږي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله دا کار له دې وړاندې د کندهار په ګډون ګڼو ولایتونو کې کړی دی او د ملي ټلوېزیون د ولایتي څانګو نشرات یې بند کړي او پرځای یې شریعت غږ راډيوګانې نشرات لري.

د راپورونو له مخې، د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره تر دې دمه تر ۳۰۰ ډېرې رسنۍ بندې شوې دي او طالبانو تر ۲۰ سختو حکمونو صادرولو سره د بیان ازادي او اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی محدود کړی دی.
د افغان خبريالانو مرکز هم د نوي کال په پيل کې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې طالبانو په تېر يوه کال کې د ۱۲ ټلویزیونونو فعالیتونه بند کړي دي.
دغه مرکز ويلي، چې طالبانو په همدې موده کې د رسنيو ۳۰ کارکوونکي او خبریالان زنداني کړي، چې ۷ تنه یې لا هم په بند کې دي.
طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې پر تصویري رسنیو هم محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په وروستي خپاره شوي قانون کې د نورو بندیزونو تر څنګ په رسنیو کې پر ساکښو انځورونو بندیز لګېدلی دی.

ټیلګراف: طالبان پر ښځو د بندیزونو پر سر له داخلي کړکېچ سره مخ دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰

ټیلګراف ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو داخلي مخالفت ښايي په افغانستان کۍ د یوې بشپړې شخړې لامل شي. دغه ورځپانه وايي، چې هبت الله اخوندزاده د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز له امله د خپلې کابینې د لوړ پوړو وزیرانو له مخالفت سره مخ دی.

ټیلګراف ورځپاڼې عربي اماراتو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د تیښتې او له افغانستان نه بهر د سراج الدین حقاني څو ورځني سفر ته په اشاره په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو مشر په کابل هوايي ډګر کې ځینې کسان ځای پر ځای کړي چې له افغانستان څخه د نورو طالب چارواکو د وتلو مخه ونیسي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته مولوي هبت الله اخوندزاده اوس له یو لوی بحران سره مخ دی.

دغه رسنۍ د طالبانو له لوري پر ښځو د زده کړو، کار او جبري حجاب بندیزونو ته په اشاره وايي:« د دغو بندیزونو د له منځه وړو لپاره هیلې کمې شوې او د یو نسل افغان نجونو راتلونکی له زده کړو محروم دی.»

دې ورځپاڼې د طالبانو د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هغه غږیز پیغام ته هم اشاره کړې، چې وايي، پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د دې ډلې د ځینو لوړ پوړو چارواکو شخصي غوښتنه ده.

عباس ستانکزي له افغانستان څخه د تېښتې دمخه په یوه غونډه کې په عامه توګه د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په اړه نیوکه وکړه.

ټیلګراف لیکلي، چې له دې څرګندونو وروسته د طالبانو مشر د عباس ستانکزي د نیولو امر صادر کړ څو په هیواد کې مخالف غږونه غلي کړي.

په راپور کې ویل شوي، «عباس ستانکزی مخکې له دې چې ونیول شي، عربي اماراتو ته وتښتېد» خو عباس ستانکزي ویلي، چې د استراحت لپاره له هېواده بهر تللی دی.

د ټیلګراف په دغه راپور کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دفاع وزیر ملا یعقوب له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز سره د مخالفت یادونه هم شوې ده.

ټیلګراف لیکلي:«د طالبانو په منځ کې رسمي وېش کولی شي د ډلې کنټرول کمزوری کړي او د داخلي شخړو، انحرافاتو او د مرکزي واک له لاسه ورکولو لامل شي. حقاني کولی شي له خپل نفوذ او جنګیالیو څخه په استفاده د اخوندزاده واکمني وننګوي.»

راپور د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري هغې وینا ته اشاره کړې، چې په یوه غونډه کې یې په ژړا د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لري کولو غوښتنه پکې کړې وه.

په دغه راپور کې د طالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد د اېکس سپیس په اړه هم یادونه شوې، چې نوموړي د طالبانو تر منځ مخالفتونه تایید کړي وو.