د انډین اېکسپرېس د رپوټ له مخې، دا بدلون، چې د یوه نادر تجارتي کسر لامل شوی، په داسې حال کې راغلی چې هند له طالبانو سره تر ټولو لوړې کچې تعامل پیل کړی.
طالبانو له هند سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړې او هند یې « یو مهم سیمهییز او اقتصادي ځواک» بللی.
د هند د حکومت شمېرې ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې په ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال کې د هند صادرات افغانستان ته ۸۲۵.۷۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي وو، خو له هغه وروسته صادرات په چټکۍ سره راټیټ شول چې په ۲۰۲۱ او ۲۲ کې ۵۵۴.۴۷ میلیونه، په ۲۰۲۲ او ۲۳ کې ۴۳۷.۰۵ میلیونه او په ۲۰۲۳ او ۲۴ کې ۳۵۵.۴۵ میلیونه ډالره وو، خو په مقابل کې له افغانستان نه د هند واردات زیات شوي دي.
په ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال کې هند ته۵۰۹.۴۹ میلیونه او په ۲۰۲۳-۲۴ کې ۶۴۲.۲۹ میلیونه ډالره صادرات شوي.
د دغه بدلون له امله هند له طالبانو سره په سوداګرۍ کې له نادر تجارتي کسر سره مخ شوی.
وچه مېوه د هند د وارداتو ستره برخه جوړوي
یاده ورځپاڼه وايي، چې افغانستان د هند لپاره د مهمو کرنیزو توکو او وچې مېوې لوی صادروونکی هېواد دی، چې انځر، ممیز، بادام، پسته، مڼې، هوږه، زعفران، د شنو مېوو تخمونه، زردالو، پیاز، انار، چارمغز او نور پکې شامل دي.
یوازې تېر کال هند ۲۹.۱۲۳ ټنه انځر له افغانستان نه وارد کړي دي.
افغانستان اوس د هند لپاره د مڼو یو مهم عرضه کوونکی دی، چې د ایټالیا او امریکا په څېر دودیزو بازارونو سره سیالي کوي. په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې افغانستان له ایران او ترکیې وروسته هند ته د مڼو درېیم لوی صادروونکی و.
د هند صادرات
هند لا هم افغانستان ته درمل، واکسینونه، سویابین خوراک او جامې صادروي، خو د ۲۰۲۴ مالي کال د لومړیو اوو میاشتو (اپریل – اکتوبر) لپاره له افغانستان سره د هند تجارتي کسر ۱۲۵.۲۷ میلیونه ته رسېدلی، چې صادرات پکې ۱۹۶.۰۳میلیونه او واردات ۳۲۱.۳۰میلیونه ډالره دي.
د رپوټ له مخې، د هند او افغانستان سوداګري په ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال کې ۱.۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، خو په ۲۰۲۳ او ۲۴ مالي کال کې ۹۹۷.۷۴ میلیونه ډالره سواګري شوې.
رپوټ وايي، چې افغانستان د هند د ټولیزې ۱.۱۱۵ ټریلیون ډالره سوداګرۍ ۰.۰۹ سلنه برخه جوړوي او د هند د سوداګریزو شریکانو په لیست کې ۸۲یم ځای لري.
د هند د وچو مېوو د شورا منشي دیپک اگروال وايي، « د طالبانوله واکمنېدو وروسته سوداګري لا اسانه شوې. دا صنعت هر کال ۱۵-۲۰ سلنه وده کوي او هند لا هم د افغانستان وچې مېوې، چې له ګمرکي مالیاتو مستثنا دي، په زیاته پیمانه واردوي».
پخوانی هندی سفیر جیانت پرساد وايي چې د هند د صادراتو کچه هغه بشري مرستې نه منعکسوي چې افغانستان ته لیږل شوې.
هغه وايي، « دا مثبت پرمختګ دی چې له افغانستان څخه زعفران واردیږي. افغان حکومت د کوکنارو د کښت پر ځای د زعفرانو تولید ته وده ورکړې. دا پروژه له ۲۰۰۸-۰۹ راهیسې پیل شوې او لا هم دوام لري، چې د مخدره توکو سوداګرۍ ته د اړتیا کچه راکمولی شي».
د هند نړیوالې سوداګرۍ د څېړنیز ابتکار (GTRI) بنسټ ایښودونکی اجی سریواستو وايي، « د هند او افغانستان سوداګري د سیمې پر ثبات د هند تمرکز ښيي. سره له دې چې امنیتي ننګونې شته، سوداګري د چابهار له لارې روانه ده، چې د هند پانګونه پکې شامله ده».
هغه زیاتوي، « د طالبانو بېرته راتګ ځینې خنډونه پیدا کړل، خو اوس سوداګري په احتیاط سره بیرته پیلېږي. هند غواړي د افغانستان په اقتصادي بیا رغونه کې رول ولوبوي، داسې چې د چین نفوذ محدود کړي».
د هند او طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ سوداګري داسې مهال بېرته د غوړېدو په حال کې ده، چې نوی ډیلی له دې ډلې سره د تعامل نږدې کچې ته رسېدلی او غواړي د چین او پاکستان پر وړاندې په افغانستان کې د نفوذ سیالۍ کې مخکښ واوسي.
هند د افغانستان پر وچو مېوو تعرفې لرې کړې او له همدې امله دغه هېواد ته د افغانستان د وچو مېوو صادرات په لوړه کچه دي.