فرانسه سبا د اوکراین او اروپا د امنیت سرمشریزې کوربه توب کوي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پاریس به سبا د اروپایي مشرانو یوې سرمشریزې کوربه وي او په دې غونډه کې به د اوکراین د جګړې او د اروپا امنیت په اړه بحثونه وشي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پاریس به سبا د اروپایي مشرانو یوې سرمشریزې کوربه وي او په دې غونډه کې به د اوکراین د جګړې او د اروپا امنیت په اړه بحثونه وشي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروټ فرانس انټر راډیو ته وویل:«مکرون د اروپا د امنیت په اړه د بحث لپاره اصلي اروپایی هیوادونه رابولي.» نوموړي زیاته کړه، چې دا غونډه به ډیره ډراماتیکه نه وي او کاري غونډه به وي.
رویترز ویلي، چې لسګونو ورته غونډو اروپا بې ثباته، کله ناکله بې اتفاقه او له سیاسي پلوه کمزورې ښودلې او اوس پر اوکراین د روسیې له یرغل درې کاله وروسته د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو او له روسیې سره د مقابلې لپاره د یو منسجم پلان د جوړولو لپاره مبارزه کوي.
فرانسوې ډیپلوماتانو ویلي، چې د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د یادې غونډي اعلان نه دی کړی، خو د دوشنې په ورځ د یادې غونډې د رابللو په موخه یې بلنې لیږلې دي.
رویټرز ته شپږو اروپايي ډیپلوماتانو ویلي، چې بلنې بریتانیا، جرمني، پولنډ، ایټالیا او ډنمارک ته لیږل شوې.
رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې به د جرمني لومړی وزیر اولاف شولڅ او د پولنډ لومړی وزیر ډونالډ ټوسک هم ګډون کوي.
دغو سرچینو ویلي، چې په یاده غونډه کې به اوکراین ته د بیړنیو مرستو پر رسولو، د کیېف امنیت خوندي کولو کې د اروپا پر رول او د اروپا د امنیت پر پیاوړتیا خبرې وشي.
دغو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې دا لا روښانه ده، چې په دې غونډه کې په کومه پرېکړه وشي او که نه خو تېره ورځ د اوکراین لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کېلوګ ویلي و، چې اروپا به د اوکراین د سولې په خبرو کې ځای ونه لري.


پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د (سلواغې ۲۸مه) راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په کیچ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو د پوله ساتو ځواکونو پر یوې پوستې بریدونه کړي دي.
په دغو بریدونو کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
راپور کې ویل شوي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه د پاکستان درې تنه پوله ساتي سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.
لا تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت هېڅ کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی.
په یوې بله پېښه کې د همدې ایالت د اوران ولسوالۍ په مشکي سیمه کې وسلهوالو کسانو له یوه پولیس څخه ټوپک هم تښتولی دی.
نږدې دوه اونۍ وړاندې په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر پوځ وسلهوالو درانه بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۱۸ پوخیان ووژل شول او تر دې پېښې وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بلوچستان ته په بېړني سفر کې هلته د امنیت په تړاو غونډه هم وکړه.
په بلوچستان کې بېلابېلې وسلهوالې ډلې فعالې دي، چې تر ټولو پیاوړې هغه یې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلهواله ډله ده چې وخت ناوخت د پاکستان پر پوځيانو ځانمرګي او مخامخ وسلهوال بریدونه کوي.
په دې وروستیو کې د بلوچستان سربېره په خېبر پښتونخوا کې هم نا امنۍ مخ په پراخېدو دي.
د پاکستاني طالبانو یا «ټيټيپي» بریدونه هم په یاد هېواد کې تر بل هر وخت ډېر شوي او پاکستان اندېښنه لري، چې دغه وسلهواله ډله د دوی په هېواد کې کېدونکي بریدونه په افغانستان کې تنظیموي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو روروسته په پاکستان کې هم امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او هره ورځ د پاکستاني طالبانو او پوځیانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي.
که څه هم پاکستان ادعا لري، چې افغان خاوره یې پر ضد کارول کېږي؛ خو طالبانو بیا په وار وار دغه ادعاوې رد کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا او روسیې چارواکي به په نږدې راتلونکو ورځو کې په سعودي عربستان کې سره وګوري. په راپور کې راغلي، چې دواړه خواوې به په دغې لیدنه کې د روسیې او اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا یو قانون جوړونکي په دې تړاو رویټرز خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي:« کېدای شي، چې دا خبرې د راتلونکې شنبې په ورځ پرانیستل شي».
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي چې د جمعې په ورځ یې په جرمني کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره ولیدل وویل، چې اوکراین په سعودي عربستان کې خبرو اترو ته نه دی بلل شوی او کیف به د ستراتیژیکو شریکانو سره د مشورې پرته له روسیې سره خبرې ونکړي.
د امریکا د کانګرس غړي مایکل مکال رویټرز ته ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف به سعودي عربستان ته سفر وکړي. دا لا روښانه نه ده چې دوی به له روسي لوري څخه له چا سره وویني.
د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې مک مکال وویل، چې د خبرو اترو هدف د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او زیلینسکي ترمنځ د غونډې تنظیم کول دي «ترڅو سوله راشي او دا شخړه پای ته ورسېږي.»
ټرمپ په امریکا کې د واک ترلاسه کولو ورسته په وار، وار ژمنه کړې چې د اوکراین جګړه به په چټکۍ سره پای ته ورسوي.
هغه د چهارشنبې په ورځ پوتین او زیلینسکي سره په جلا توګه تلیفوني خبرې کړې، چې د واشنګټن اروپایي متحدین یې اندېښمن کړي چې دوی به د سولې له هر ډول پروسې څخه و اېستل شي.
دغه وېره وروسته له هغې زیاته شوه، کله چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین لپاره وویل چې اروپا به د خبرو اترو په میز کې ځای ونلري.
مخکې له دې چې روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره خبرې وکړي؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دوی د پوتین او ټرمپ ترمنځ د غونډې لپاره د چمتووالي په منظمو اړیکو هوکړه وکړه.
متحده ایالاتو او اروپا د جګړې له پیل راهیسې اوکراین ته په لسګونو ملیارد ډالر پوځي مرسته ورکړې ده.
ټرمپ ویلي، چې هغه د اوکراین ملاتړ کوي؛ خو د کیف لپاره د متحده ایالاتو د تمویل لپاره امنیت هم غواړي.
متحده ایالات او اوکراین اوسمهال د یوې داسې معاملې په اړه خبرې اترې کوي، چې کولی شي د اوکراین پراخه طبیعي شتمني د متحده ایالاتو پانګونې ته پرانیزي.
درېیو سرچینو رویټرز ته وویل، چې متحده ایالاتو د اوکراین د مهمو منرالونو د ۵۰ سلنه ملکیت وړاندیز کړی.
زیلینسکي د شنبې په ورځ وویل، د تړون په مسوده کې هغه امنیتي تدابیر شامل نه وو چې کیف ورته اړتیا لرله.

فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د اتریش په سوېل کې د چړې پرمټ په شوي برید کې یو ۱۴ کلن ځوان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان دي.
ځایي پولیسو ویلي، چې د برید په تړاو یې یو شکمن سوریایي وګړی چې په دغه هېواد کې قانوني استوګنه لري نیولی دی.
پولیسو زیاته کړې، چې پېښه د ویلج په ښار کې رامنځته شوې او قربانیان یې هم ټول نارینه دي، په ټپیانو کې د دوو کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.
د ویلج پولیسو ویاند راينر دیونیسیو ویلي، چې د برید لامل لا روښانه نه دی.
هغه زیاته کړه، چې پولیس د شکمن کس د شخصي شالید په اړه پلټنې کوي.
هغه وویل:« موږ باید د باوري معلوماتو ترلاسه کولو پورې انتظار وکړو، چې ایا د پېښې لامل یوازې همدا یو کس دی او که تر شا یې د کومې ډلې لاس دی.»
د اتریش د کارنتن ولایت والي پیټر کایزر د وژل شوي ۱۴ کلن ځوان د کورنۍ سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل:« دغه زړه بوږنوونکی جنایت باید سختې پایلې ولري. ما تل په روښانه توګه ویلي، هغه کسان چې په کارنتن یا اتریش کې ژوند کوي، باید د قانون او زموږ د ټولو پالیسیو او ارزښتونو درناوی وکړي.»
په اتریش کې دغه پېښه وروسته له هغې شوې، چې په تېر دسمبر کې د اتریش په ګډون ځینو نورو اروپایي هېوادونو کې د سوریایي وګړو د پناه غوښتنې په اړه پرېکړې وځنډول شوې.

مارکو روبیو د شنبې په شپه د (سلواغې ۲۷مه) د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه منځني ختیځ ته خپل لومړی سفر پیل کړ او په دې لړ کې اسراییل ته ورسېد. دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې په غزه کې د فلسطینیانو د بې ځایه کولو یوه جنجالي طرحه وړاندې شوې ده.
روبیو د تل ابیب هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم د خپل اسراییلي سیال لهخوا له تود هرکلي سره مخ شو.
ټرمپ وړاندیز کړی، چې امریکا باید د غزې کنټرول واخلي او د مصر په ګډون اردن دې فلسطینیان ومني؛ خو دواړو هېوادونو د دغه وړاندیز پر وړاندې مخالفت کړی.
ټرمپ چې دا طرحه یې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تر لیدو وروسته اعلان کړه، غواړي غزه په یوه نړۍوال ساحلي زون بدله کړي.
نوموړي وړاندې ویلي، فلسطینیان به د دې طرحې له مخې غزې ته د بېرته ستنېدو حق ونلري.
د امریکا د ولسمشر دغې خبرې په پراخه کچه اندېښنې راپارولې او دغه چاره د فلسطینیانو دایمي بې ځایه کېدو ته لاره هواروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تېره اونۍ ویلي و، چې روبیو به په دې سفر کې د غزې او د حماس د بریدونو پایلو په اړه بحثونه وکړي او د ټرمپ سیمهییز سیاست ته به دوام ورکړي.
د روبیو له سفر سره هممهاله بنیامین نتنیاهو د شنبې په ورځ د ټرمپ له «بشپړ ملاتړ» مننه وکړه.
دغه څرګندونې د غزې د اوربند له شپږم پړاو وروسته هغه وخت وشوې، چې د برمته شویو اسراییلیانو او فلسطیني بندیانو تبادله ترسره شوه.
د شنبې په ورځ درې اسراییلي برمته شوي کسان د ۳۶۹ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شول.
د نتنیاهو دفتر وویل:« د ټرمپ قوي دریځ د دې لامل شو، چې درې اسراییلي برمته شوي کسان خوشې شي؛ په داسې حال کې چې حماس مخکې د دوی له ازادولو ډډه کړې وه».
روبیو په داسې وخت کې اسراییل ته تللی، چې د "المانیتور" رسنۍ د جمعې په ورځ د یوه لوړپوړي اسراییلي ډیپلومات له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ او نتنیاهو د ایران اسلامي جمهوریت په اړه «بشپړ تفاهم» ته رسېدلي دي.
دغې سرچینې ویلي، که د ایران د اټومي تړون لپاره هوکړه ونشي «دوزخ به د ایران پر مخ پرانیستل شي».
دغې سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړه داسې راتلونکو ګامونو ته هم لاره اواروي چې که ایران نوی اټومي تړون رد کړي؛ نو اسراییل او امریکا به یې پر ضد سخت اقدامات وکړي.
ټرمپ تېره اونۍ د نتنیاهو تر څنګ اعلان وکړ، چې د خپلې ولسمشرۍ د لومړي پړاو د سختو بندیزونو بېرته لګولو امر یې کړی او ټینګار یې وکړ چې د ده اداره به هېڅکله ایران ته اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
کله چې له نتنیاهو وپوښتل شول، چې د دغو څرګندونو په اړه څه فکر لري؛ نو ځواب یې ورکړ: «تر ټولو مهمه دا ده، چې ټرمپ روښانه کړه؛ ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي».
د "المانیتور" د راپور له مخې، په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي اقدام یادونه نه ده کړې او دا د اسراییلي چارواکو لهخوا د نتنیاهو غوښتنې ته د منفي ځواب په توګه تعبیر شوې وه.
خو د ټرمپ وروستیو څرګندونو روښانه کړې، چې نوموړی د ایران اوسني کمزوري حالت ته پام دی او د احتمالي برید د بریا امکان یې زیات کړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ له متحده ایالاتو څخه اېستل شوي ۱۲۰ هندیان په یوې ځانګړې الوتکې کې د هند امرتسر ښار ته ورسېدل.
دا د هندي وګړو دویمه ډله ده، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د فشار له امله اېستل کېږي.
دا په دا په داسې حال کې ده، چې نن به په یوه بله الوتکه کې ۱۵۷ اېستل شوي هندي ناقانونه کډوال هند ته ورسېږي.
یاده دې وي، چې تر دې مخکې د فېبرورۍ په پنځمه هم په یوې امریکايي الوتکه کې ۱۰۴ هندي وګړي له دې غه هېواد څخه واېستل شول.
له دغو اېستل شویو کډوالو څخه زیاته برخه یې په ناقانونه لارو امریکا ته داخل شوي وو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۱میلیونه کډوال په متحده ایالاتو کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې له دې څخه ۱.۴میلیونه کډوالو ته د شړلو حکمونه ورکړل شوي، چې ځینې یې جرمي مخینه هم لري.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه نېټه د امریکا متحده ایالاتو واک ترلاسه کړ او د ناقانونه کډوالو د شړلو پرېکړه یې وکړه.