• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د عدلیې وزیر د لاسوهنو په غبرګون کې استعفا کړې

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۶ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي غږیز فایل ترلاسه کړی، چې نوموړی پکې وايي، د مداخلو له امله له دندې استعفا کوي. دا غږ د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په واک کې ورکړل شوی. په دغه غږ کې هغه وايي چې استعفا یې نه ده منل شوې.

د رپوټونو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزیر دوبۍ ته تللی او په وروستیو اونیو کې په کابل کې خپل دفتر ته نه دی حاضر شوی.

هغه په دې اډیو کې د طالبانو د ادارې مامورانو ته د غلو خطاب کړی او وايي، چې دوی له نورو سره په غلا او فساد کې شریک دي.

د طالبانو پر تخنیکي پلاویو تورونه

عبدالحکیم شرعي وايي، چې د ځمکو غصب کوونکو لپاره ددوسیو اچولو مکتوبونه صادر شوي او د زر اجرااتو غوښتنه شوې ده، خو دا ټولې خبرې له پامه غورځول شوې دي.

هغه زیاتوي، « د امیرالمومنین شفاهي حکم دی چې کوم ځای امارتي ملکیت تثبیت شوی وي او خلکو پرې کورونه جوړ وي، زر پکې اجراات وکړئ ، نو د هغې پر اساس مو درته لیکلي، چې خلکو ته استعلامونه ور کړئ، زر یې ځواب واخلئ ، دوسیه ورته واچوئ او که چیرې ځواب ته نه حاضریږي او دوسیه ورته نه شئ اچولی، هغه خلک پوه کړئ، چې کله خبره درباندې را ورسېده بیا حق نه لرئ چې شکایت وکړئ».

د طالبانو د عدلیې وزیر، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې په جدیت مشهور دی، د ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي په فساد کې ښکیل ګڼلي.

هغه وايي، « ددې ټولو خبرو نادیده نیولو نه دا معلومیږي چې ټول فساد په تاسې کې دی، تاسې تخنیکي هیئتونو کې فساد دی، تاسې کار نه کوئ، قوم پرستي او واسطه پرستي کوئ».

نوموړی په دغه غږیز فایل کې د یادو پلاویو ایمانداري او « جهاد» تر پوښتنې لاندې راولي او وايي، په منځ کې یې داسې کسان شته چې بډې اخلي او درغلي کوي.

نوموړی وايي، څو ځله یې استعفا کړې، خو استعفا یې نه منل کیږي: « په کراتو مراتو مې استعفا کړې، امیرالمومنین ته مې استعفا کړې، کابینې او رییس الوزرا ته مې استعفا کړې، زما استعفا خو نه مني، خو تاسې ته هم وایم چې یا مسوولیت ادا کړئ یا استعفا وکړئ او که مسوولیت هم نه ادا کوئ او استعفا هم نه کوئ، نو غله مو بولم، غله، خاینان او مفسدان یئ».

د طالبانو خپلمنځي اختلاف را برسېره کیږي

افغانستان انټرنشنل وړمه ورځ رپوټ ور کړی و، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د یکه تازیو له امله ددې ډلې په منځ کې اختلاف راټوکېدلی.

ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د رییس الوزراز اقتصادي مرستیال مولوي برادر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی دمګړۍ په متحده عرب اماراتو او قطر کې اوسیږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارووزیر سراج الدین حقاني پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.

د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلاف اټکلونه هله لا ډېر شول، چې ددې ډلې د رییس الوزارا د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر د درملنې په نامه قطر ته په شاوخوا یوه میاشتني سفر لاړ.

طالبانو په رسمي ډول ددې ډلې د وزیرانو استعفاوې نه دي تایید کړې، خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بېرته کابل ته راستون شوی.

نړۍ د هبت الله بدیل لټوي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل افغانستان انټرنشنل ته وویل، نړۍ هڅې پیل کړې چې په افغانستان کې د ملاهبت الله بدیل پیدا کړي او دوی په بهر کې د طالبانو له ځینو مشرانو سره په خبرو بوخت دي.

رحمت الله نبیل وویل، « ځینې هېوادونه د طالبانو له مشرانو سره خپلې برنامې شریکوي او غواړي په افغانستان کې یو ځل بیا ګډوډي رامینځته نه شي ځکه چې دا د سیمې د امنیت او ثبات لپاره لوي خطر پېښوي».

د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو تر منځ بې باوري او اختلافات اوس د پټېدو وړ نه دي.

داودزی په دې باور دی چې له افغانستان څخه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وتل له ملاهبت الله سره د دوی اختلافات ښيي.

داودزی وايي، په وروستیو کې د طالبانو په وزارتونو کې دننه چاودنو او د دوی د مشرانو هدف ګرځېدو ددې ډلې ترمنځ بې باوري ډېره کړې او د پېښو عاملان هم تر اوسه نه دي پیدا شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کورمې ته د توکو پر لېږدوونکو لاریو او امنيتي ځواکونو برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپيان دي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د پښتونخوا په کورمه کې ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې کورمې ته د بار وړونکو لاريو او امنيتي ځواکونو پر کاروان د بريد له کبله د پوليسو په ګډون ۷ کسه وژل شوي او تر ۲۰ زيات ټپيان دي. پوليسو ويلي، چې سيمې ته هوايي ځواک هم رسېدلی او په دې نښته کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، وسله والو پر هغو بار وړونکو لاريو او امنیتي ځواکونو پر کاروان بريد کړی، چې پاړه چنار ته روان وو.

په راپور کې راغلي، چې په بريد کې ۵ امنيتي سرتيري، یو لارۍ چلوونکی او یو هم ملکي کس او په مقابلو ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

د جیونیوز د خبر له مخې، په دغه بريد کې د پنځو امنیتي سرتېرو او پنځو لارۍ چلوونکو په ګډون تر ۲۰ زيات کسان ټپیان شوي دي.

پوليسو رسنيو ته ويلي، چې تر بريد وروسته یو شمېر کسانو بار وړونکې لارۍ لوټ کړې، چې په زياته اندازه مالي زيان یې هم اړولی.

په تېره مياشت کې هم د پښتونخوا په کورمه کې ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي و، چې له ټل دغې سیمې ته د خوراکي، درملو او نورو توکو پر لیږدوونکي کاروان د برید په پایله کې یو سرتیری او شپږ وسله وال وژل شوي وو.

پر دې لار زيات مهال ورته پيښې رامنځ ته کېږي، چې د ځاني زيان تر څنګ مالي زيان هم پيښوي.

ملګري ملتونه: طالبانو په یوه میاشت کې د بشري بنسټونو له ۳۰ ډېر کارکوونکي نیولي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، چې طالبانو د روان کال په جنوري کې د بشري همکاریو د سازمانونو د نهو ښځو په ګډون ۳۴ کارکوونکي نیولي دي. د سازمان په وینا، د دوی له ډلې ۱۵یې تر فبروري پورې په توقیف کې پاتې وو.

اوچا د مداخلو له امله د ۵۶ بشري پروژو د ځنډولو اعلان هم کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) یو نوی رپوټ ښيي چې د طالبانو له خوا د نیول شویو بشري کارکوونکو شمیر د تیرې میاشتې په پرتله ۱۶۱ سلنه زیات شوی دی.

اوچاپه خپل میاشتني رپوټ کې اعلان وکړ چې په جنوري کې، ۵۶ بشري پروژې د مختلفو مداخلو له امله ځنډول شوې، او ۴۸ سلنه یې لاهم ځنډول شوې پاتې دي.

د رپوټ له مخې، په ورته موده کې د بشري مرستو په لاسرسي کې د لاسوهنې یا محدودیتونو ۱۲۷ قضیې ثبت شوې، چې ۸۳ سلنه یې د طالبانو له خوا دي.

په دې مداخلو کې د کارکوونکو د لیستونو او معلوماتو غوښتل، په بشري هڅو کې د ښځو د ګډون محدودول، د استخدام په پروسه کې مداخله کول، د اسنادو لاسلیک ځنډول او تدارکاتو کې مداخله شامل دي.

په کندهار کې د «جبري نکاح» له امله یوې ځوانې نجلۍ ځان وژلی

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰

په کندهار ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ وروسته له هغه ځان وژنه کړې چې کورنۍ یې د پاخه عمر څښتن کس ته په نکاح ور کړې ده. دې جینۍ د زهرجنو توکو په خوړولو سره خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی.

له کندهاره یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا پېښه په خاکرېز ولسوالۍ کې شوې. نجلۍ له نکاح تړلو یوه اونۍ وروسته زهر خوړلي دي.

سرچینې وايي، چې کورنۍ یې دغه واده د نجلۍ له رضایت پرته ترسره کړی و.

نوموړې له زهر خوړولو وروسته د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوې او هملته یې سا ورکړې ده.

د میرویس روغتون ډاکټران هم پيښه مني او وايي، چې د سعيدې په نوم دغه شل کلنه نجلۍ د زهرجنو توکو د خوړلو له کبله روغتون ته ور وړل شوې او مړه شوې ده.

په کندهار کې د طالبانو امنيه قومانداني د نجلۍ د جبري نکاح موضوع ردوي او د مرګ لامل د هغې عصبي ستونزه يادوي.

طالبانو ويلي، چې دغه نجلۍ څه موده مخکې ۲۲ کلن ځوان ته کوژده شوې او واده یې لا نه و شوی.

نجلۍ د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکې وه.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان نږدې راتلونکي کې ټول افغانان له خپلې خاورې باسي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، د پاکستان حکومت دوی ته له اطلاع پرته له پلازمېنې او راولپنډۍ نه د افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده او په نږدې راتلونکي کې غواړي چې ټول افغان کډوال وباسي. یاد سفارت وايي، چې دا د پاکستان د حکومت رسمي پرېکړه ده.

یاد سفارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د افغانانو د نیولو دغې پروسې په تړاو، چې «په نا اعلان شوي ډول پیل شوې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکړل شوې».

سفارت وايي، چې په دې اړه یې د پاکستان له اړوندو ادارو او چارواکو سره ګڼې غونډې کړې دي چې که دا «انفرادي عمل وي مخه یې ونیول شي او که پالیسي وي باید عامه او ټولو ته ورسول شي».

د طالبانو سفارت وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو منلې ده، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ او په نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی.

سفارت زیاتوي، « دا د پاکستان د حکومت رسمي فیصله ده چې له دې وروسته به په اسلام اباد او پنډۍ کې یوازې هغه افغانان کولای شي و اوسي، څوک چې قانوني ویزه ولري. پاکستاني چارواکو وویل چې حکومت یې پریکړه کړې چې د ACC او PoR لرونکي کډوالو په ګډون، ټول افغان مهاجرین سمدلاسه له اسلام اباد او پنډۍ څخه وباسي او په نږدې راتلونکي کې به له ټول پاکستان څخه اخراج شي».

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، چې دوی له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په ناستو کې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو اخراج او په دې هکله د پاکستان د یوې اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

سفارت وايي، چې دوی یاده موضوع له کابل سره شریکه کړې ده.

پاکستان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په دغو دوو ښارونو کې پر استوګنو افغانانو کړۍ را تنګه کړې ده.

یوې افغانې مور او لور د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه وګټله

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۰

د جینوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ۲۰۲۵کال د ښځو د حقونو جایزه یوې افغانې مور او لور ګټلې ده.

د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه د جینوا په کنفرانس کې د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه مسعوده جلال او د هغې لور حسنا جلال ته ورکړل شوې ده.

دوی د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه د جنیوا په (۱۷ مې) کلنۍ ناستې کنفرانس کې دغه جایزه ترلاسه کړې ده.

دغه مور او لور د ۳۰ بشري حقونو سازمانونو له‌خوا چې د افغان ښځینه فعالینو استازیتوب کوي؛ د جایزې ګټونکې وپیژندل شوې.

مسعوده جلال د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل:« موږ داسې راتلونکې غواړو، چې ښځې په کې له وېرې پرته ټولګیو ته ننوځي او هیڅوک مجبور نه شي چې د خپل جنسیت له امله غلي پاتې شي.»
اغلې جلال زیاته کړې:« د افغانستان د ښځو د حقونو د فعالانو په استازیتوب د دغې جایزې ترلاسه کول یو لوی ویاړ دی. دا جایزه د دوی غږ او د برابرۍ لپاره زموږ دوامدارې مبارزې ته وده ورکوي، زما هیله دا ده چې دغه نړۍوال دریځ به نړۍواله ټولنه وهڅوي چې د افغان مېرمنو سره د ازادۍ، وقار او بشري حقونو په مبارزه کې ودرېږي.»

مسعوده جلال د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړ.

نوموړې د ښځو چارو د وزیرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د هغې لور حسنا جلال هم په نړۍ کې د افغان ښځو د غږ د پياوړي کولو لپاره د افغانستان د ځوانو ښځو اعتراضي غورځنګ مشري کوي.

هغې وویل، «دا جایزه د افغان مېرمنو زړورتیا ته درناوی دی، چې د ډېرو ستونزو سره سره، د خپلو حقونو غوښتنه کوي. موږ د دوی په استازیتوب دا منو او پوهیږو، چې د دوی مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.»
حسنا وایي:« په افغانستان کېد ښځو حقونه له ویجاړونکو خنډونو سره مخ شوي، چې طالبانو د لسیزو پرمختګونه په شا وتمبول او د ښځو غږ یې خاموش کړ. نړۍوالې ټولنې د دغو سرغړونو د مخنیوي لپاره کافي کار نه دی کړی او افغان مېرمنې د سیستماتیک ظلمونو زغملو ته پاتې دي.»

دغه دوه مور او لور د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه ووتلې او اوس په هالنډ کې مېشتې دي.