• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حقاني په غیاب کې؛
هبت الله اخوندزاده د بدخشان لپاره نوی امنیه قوماندان وټاکه

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۵۶ GMT+۰

افغانستان انټرنیشنل ته رسېدلي مکتوب له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ملا نیک محمد ملنګ د بدخشان د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی. دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې سراج الدین حقاني له ۴۰ ورځو راهیسې په کابل کې په کورنیو چارو وزارت کې نه دی لیدل شوی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وروستی ځل د سراج الدین حقاني حضور په کابل کې د هغه په ​​دفتر کې د سې شنبې په ورځ، د مرغومي په ۲۵مه ښودلی دی.

په همدې ورځ، ښاغلي حقاني په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البغمي سره په خپل دفتر کې ولیدل.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له هغې ورځې راهیسې د حقاني د شتون په اړه هیڅ راپور نه دی خپور کړی.

تېره میاشت، داسې انځورونه خپاره شول چې سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کړی.

په ورته وخت کې، په رسنیو کې د هبت الله اخوندزاده له کړنو څخه د هغه د نارضایتۍ راپورونه خپاره شول.

100%

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له اوږدې مودې غیر حاضرۍ سره، د بدخشان د ستراتیژیک ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان ټاکلی دی.

دا روښانه نه ده چې ایا دا بدلونونه د حقاني په رضایت یا د هغه له خبرېدو پرته شوي دي.

د هبت الله اخوندزاده له خوا تغیرات یوازې د بدخشان پولیسو پورې محدود نه دي.

د حقاني په غیاب کې، نوموړي د طالبانو په امنیتي جوړښت کې نور مهم بدلونونه راوستلي دي.

له دې مخکې، د طالبانو مشر د ۳۱۳ بدر ځانګړې قطعې، چې د حقاني شبکې تر اغېز لاندې وه، کندهار ته د لېږد امر وکړ او د دې قطعې پخوانی قوماندان او د کورنیو چارو وزیر ورور عزیزالدین یې کندهار ته له احضارولو وروسته له دندې ګوښه کړ.

د کندهار امنیه قومندانۍ، چې د کورنیو چارو وزیر یې مسوولیت درلود، هم له دندې ګوښه شو او پر ځای یې نوی کس وګمارل شو.

په دې بدلونونو سره، هبت الله اخوندزاده وښودله چې د طالبانو د حکومت په ګمارنو کې لومړی او وروستی نظر لري.

هغه په ​​دې وروستیو کې خپل یو باوري کس مولوي عبدالاحد طالب د کندهار د پولیسو د مشر په توګه وټاکه.

داسې ښکاري چې دا پریکړه د داخلي اختلاف او د داعش د بریدونو په څیر ګواښونو په وړاندې د طالبانو د مشر د امنیت ساتلو په موخه شوې ده.

له دې مخکې، په لړم په میاشت کې، هبت الله اخوندزاده یو فرمان صادر کړ چې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست یې د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د ویشلو واک واخیست.

د هبت الله د فرمان له مخې، یوازې د طالبانو مشر کولی شي د پوځي تجهیزاتو د ویش په اړه پریکړه وکړي.

لومړۍ ماده وايي چې د هبت الله اخوندزاده پرته بل څوک نشي کولی چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست په ډیپوګانو کې ثبت شوي پوځي تجهیزات چا ته وویشي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو دوه بریټانیايي وګړي د الوتکې د خپلسري استعمال له امله بندیان کړي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۰

یوه برېټانیايۍ جوړه، چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د تعلیمي پروژو مشري کوي، طالبانو د الوتکې د استعمال له امله بندي کړې ده. د طالبان وايي، دوی د بامیان امنیه قوماندانۍ او سرحدي ځواکونو له اجازې پرته الوتکه کاروله.

باربي او پیټر رینولډز، چې ۷۵ او ۷۹ کلن دي، د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ونیول.

سارا انټویستل، چې په مرکزي بریټانیا کې اوسي ټایمز راډیو ته وویل چې د نیول کېدو په لومړیو ورځو کې یې مور او پلار د پیغامونو له لارې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی و، خو درې ورځې وروسته هر ډول تماس پرې شو.

د رویټرز د رپوټ له مخې، هغې وویل، « موږ غوښتل طالبانو ته موقع ورکړو چې د دې نیونې علت روښانه کړي، خو اوس چې له دریو اونیو زیات وخت تېر شوی، نور انتظار نه شو کولی. موږ له برېټانیایي کونسلګرۍ غوښتنه کوو چې زموږ د مور او پلار د خلاصون لپاره له ټولو شونو لارو کار واخلي».

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د دوو برېتانیایي وګړو له کورنۍ سره مرسته کوي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

د طالب چارواکو له خوا لا هم رسمي غبرګون نه دی راغلی، خو بي بي سي د طالبانو د سرچینو له قوله ویلي چې دوه برېټانیايي وګړي، چې په بامیان ولایت کې یې له یوې نادولتي موسسې سره کار کاوه، نیول شوي دي.

د طالبانو رسمي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې دا کسان ۲۰ ورځې وړاندې د بامیان امنیه قوماندانۍ او سرحدي امنیتي ځواکونو له خبرولو پرته د الوتکې د کارولو له امله نیول شوي دي.

طالبانو دا روښانه کړې نه ده، چې دغو کسانو څه ډول الوتکه [شخصي الوتکه او که بې پیلوټه الوتکه] کاروله.

دا لومړی ځل دی چې طالبان بهرني وګړي په ورته تور نیسي.

د تورخم دروازې د پرانیستو په اړه د طالبانو او پاکستان ناسته بې نتیجې پای ته ورسېده

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۰

په تورخم ښارګوتي کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دروازې د پرانیستو په اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. په دغه ناسته کې د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي عزیز الله مصطفا او له پاکستاني لوري د دغه هېواد نظامیانو ګډون درلود.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې سرچینو نن د کپ ۶مه وویل، چې طالبانو پاکستاني لوري ته په ناسته کې وویل، چې دوی به دا ناستې د بحثونو موضوعات په کابل کې له خپلو مشرانو سره شریک کړي.

طالبانو او پاکستاني اړخونو د ناستې جزییات نه دي خپاره کړي.

د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت ددې ډلې تر واک لاندې باختر ژانس ته دغه ناسته تایید کړې او پر پاکستاني لوري یې نیوکه کړې، چې غواړي په لوی لاس سوداګرو او عامو ته ستونزې راولاړې کړي.

باختر ژانس د خپلې سرچینې له قوله ویلي، چې دغه موضوع په لوړه کچه مشرانو پرېکړې ته ځنډول شوې ده.
د تورخم فرضي کرښې لار د پاکستان لخوا درې ورځې وړاندې د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو له لوري د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې تړل شوې ده.

د کندز لپاره د طالبانو والي ۱۱۵ ساتونکي لري

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۰

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته یو لیست ورکړی، چې ښیي په کندز کې د طالبانو والي ملا محمد خان دعوت ۱۱۵ ساتونکي لري. په دې لیست کې د دې خلکو نومونه او بشپړ توضیحات شامل دي.

د ساتونکو دا شمېر د امنیتي وضعیت په اړه د طالب چارواکو اندېښنه او د احتمالي بریدونو ویره څرګندوي.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی، خو د یوه سیمه ییز چارواکي لپاره د لسکونو ساتونکو شتون پخپله د طالبانو په منځ کې د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

د کندز لپاره د طالبانو والي محمد خان دعوت د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په فرمان ټاکل شوی دی او هغه له دې وړاندې په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان هم پاتې شوی دی.

100%

دا په داسې حال کې ده چې داعش په خپلو بریدونو کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر، د بلخ والي او د بدخشان مرستیال والي په نښه کړي او وژلي دي.
سربېره پردې، د طالبانو مخالفې ازادۍ او د مقاومت ډلې هم په مختلفو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کوي.
د طالبانو له واکمېدو مخکې په جمهوري حکومت کې هم داسې رپوټونه ول، چې ځینې چارواکي او جهادي مشران د ساتوونکو په نامه له دولت معاشونه ترلاسه کوي.
طالب چارواکو تر اوسه د دې لېست د افشا کېدو او د هغو دلایلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی چې ولې د کندز والي دومره لوی شمېر ساتونکو ته اړتیا لري.

د قزاقستان شارزدافیر هرات کې له طالب چارواکو او سوداګرو سره پر تجارت زیاتولو وغږېد

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۰

د قزاقستان شازدافیر نن هرات کې له ځايي طالب چارواکو او په دغه ولایت کې له سوداګرو سره د خپلمنځي سوداګرۍ پر زیاتولو خبرې وکړې. قزاقستان تېر دوبی وویل، چې له افغانستان سره د خپلې سوداګرۍ درې میلیارد ډالرو ته د رسولو لپاره پر بدیله لار کار کوي، چې له ترکمنستان هرات ته رسېږي.

قزاقستان دغه هدف ته د رسېدو د یوې هڅې په توګه د تېر کال په مۍ میاشت کې په هرات کې د سوداګرۍ خونه هم فغاله کړه.

د طالبانو والي اسلام جار په نننۍ لیدنه کې ویلي، چې د دې خونې پیلېدو سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري هم پراخه شوې ده.

طالبان په خپله اعلامیه کې د قزاقستان د شازدافیر ګازیز اکباسوف له خولې وايي، راتلونکو کلونو کې به خپلمنځي راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.

قزاقستان په هرات کې د سوداګرۍ خونې تر فعالولو وروسته وویل، چې غواړي د یو مهم لوجسټیک مرکز له لارې سوېلي اسیا او خلیج ته د رسېدو لپاره د افغانستان سړکونو او پټلۍ ته پراختیا ور کړی.

قزاقستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره هم د ترکمنستان له لارې هرات په نښه کړی او نن یې شازدافیر له طالب چارواکو سره د پټلۍ پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

د طالبانو والي هم ویلي چې د هرات د تورغونډۍ او اسلام کلا پټلۍ د هرات- مزار او هرات- کندهار له پټلیو سره نښول کېږي.

هرات د ټاپي پروژې له پلوه هم مهم دی چې د ترکمنستان، افغانستان پاکستان او هند د ګاز نللیکه د دغه ولایت له لارې افغانستان ته ننوځي او تر نورو ولایتونو تېرېدو سره پاکستان ته اوړي.

د دې پروژې کارونه په ترکمنستان کې بشپړ او تېر دوبی په هرات کې پیل شوي دي.

قزاقستان هم د دې پروژې بشپړېدو ته لېوال دی او د دغه هېواد د انرژۍ وزارت تېره میاشت وویل، چې دولتي شرکت قزاق ګاز له دې پروژې سره د یوځای کېدو لپاره د ترکمنستان له ترکمن ګاز شرکت سره خبرې اترې پیل کړې دي.

ترکمن ګاز په ټاپي کې ۸۵ سلنه ونډه لري او قزاقستان هم پکې شریکېدل غواړي.

د طالبانو د بلخ والي د عباس ستانکزي د پوځي محاکمې غوښتنه وکړه

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰

افغانستان انټرنیشنل ته رسېدلي سندونه ښیي چې په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو سترې محکمې ته شکایت کړی دی، چې ولې یې د دې ډلې پر مشر هبت الله اخوندزاده نیوکه کړې ده.

د یوسف وفا له دفتر د سلواغې په لومړۍ نېټه د طالبانو سترې محکمې ته د لېږل شوي رسمي لیک له مخې، د بلخ والي غوښتنه کړې چې ستانکزی د طالبانو د مشر د "بې احترامۍ" په تور محاکمه شي.

د عباس ستانکزي خلاف د شکایت محتوا

په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل هم ترلاسه کړې، راغلي چې عباس ستانکزي په خوست ولایت کې د دستاربندۍ په مراسمو کې په خپله وینا کې د طالبانو د مشر پر ضد انتقادي دریځونه نیولي دي.

د بلخ والي په خپل لیک کې ټینګار کړی، چې ستانکزي د طالبانو د مشر له امر او لارښوونو سره مخالفت ښودلی او د ده دغه کړنه د قضايي څېړنې وړ ده.

محمد یوسف وفا د خپل شکایت په متن کې د ستانکزي د خبرو اوه برخې د "غیر مستقیمې بې احترامۍ" او "د طالبانو د مشر له امر سره د مخالفت" د بېلګې په توګه یادې کړې.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي شریعت له مخې، د امیر اطاعت واجب دی او د هغه نافرماني د سزا لامل کیږي.

د ستانکزي اوه انتقادي جملې، چې "مشر ته سپکاوی" بلل شوې دي

یوسف وفا د عباس ستانکزي د خبرو اوه برخې نقل کړې چې هبت الله اخندزاده ته د هغه د "بې احترامۍ" نښې دي.

عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل: زه باید په واضح ډول ووایم چې زموږ په خاوره کې هر څه په ښځو پورې تړلي دي. ښوونځي د ښځو پر مخ تړل شوي، روغتون د ښځو پر مخ تړل شوی، ډاکټر ته تلل او نور کارونه د ښځو پر مخ تړل شوي، ښځې حتی جومات ته د لمانځه لپاره نه شي تللای. دا [محدودیت] د دین او شریعت په نوم پلي کیږي.

ايا موږ له صالحو خلفاوو زيات پرهيزګاران يو؟

عباس ستانکزي په دويمه موضوع کې چې د يوسف وفا نيوکې يې راپارولې، وويل: "ځینو خلکو د اسلام دايره دومره تنګه کړې چې له ځانه پرته بل څوک په کې نه شي راتلای."

په دریمه مسله کې د عباس ستانکزي خبره راخیستل شوې چې وایي: نن د افغانستان له څلویښت ملیونو وګړو له شل ملیونو سره ظلم روان دی. ايا موږ به د اخرت په ورځ په داسې حال نه ودريږو چې نیم بدن به مو فلج وي!؟

د یوسف وفا په لیک کې، پوښتنه دا ده، "ایا موږ د شریعت په لاره روان یو؟" دا د هیبت الله اخوندزاده لپاره د عباس ستانکزي د بې احترامۍ د یو دلیل په توګه هم یاد شوی دی.

په لیک کې د عباس ستانکزي په حواله ویل شوي چې "ټوله نړۍ نن زموږ سره ښکېله ده او په دې مسله نیوکه کوي."

د عباس ستانکزي د دې خبرې په ځواب کې، یوسف وفا لیکلي چې نړۍ له څو لسیزو راهیسې زموږ پر وړاندې په جګړه کې ښکېله ده او د هغه په ​​وینا، د سورة البقره ۱۲۰ ایت په دې اړه نازل شوی دی.

یوسف وفا په خپل لیک کې د سورة البقرة عربي متن هم شامل کړی، چې پکې راغلي دي، "یهودیان او عیسویان به هیڅکله له تاسو راضي نشي تر هغه چې تاسو د دوی د دین پیروي ونه کړئ."

په اوومه قضیه کې، د عباس ستانکزي له قوله ویل شوي چې "هغه لاره چې موږ پرې ځو هغه زموږ د طبیعت د غوښتنو پر بنسټ ده، نه د قانون پر بنسټ."

یوسف وفا دا اووه قضیې د هیبت الله اخوندزاده د احکامو او لارښوونو سره ښکاره مخالفت او د طالبانو د مشر بې احترامي ګڼلې.

100%

اماراتو ته د ستانکزي تلل

د افغانستان انټرنشنل د روان کال د سلواغې په اتمه په یوه ځانګړي راپور کې څرګنده کړه چې عباس ستانکزی د هیبت الله اخوندزاده د نیولو له حکم وروسته له افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.

سرچینې وایی د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد دوبۍ ته د هغه بېړنی سفر ترتیب کړی و.

په کابل کې یوې باخبرې سرچینې وویل چې وروسته له هغه چې عباس ستانکزي د نجونو د زدکړې د بندیز له امله په هیبت الله اخوندزاده سختې نیوکې وکړې، د طالبانو مشر د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته امر وکړ چې ستانکزی ونیسي او د هغه د وتلو مخه ونیسي.

د یوسف وفا ځای د هبت الله اخندزاده په حلقه کې

محمد یوسف وفا، هبت الله اخندزاده ته له نږدې کسانو دی او د تېر کال د کپ په ۱۹مه د بلخ د پخواني والي ملا محمد داوود مزمل تر وژل کېدو وروسته د طالبانو له لوري بلخ ته ولېږل شو.

نوموړی تر دې وړاندې د کندهار والي و او یو له هغو کسانو دی چې د طالبانو د کډوالو چارو د پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني تر وژل کېدو وروسته د ملا شیرین (د کندهار والي) او عبدالاحد طالب (په کندهار کې د طالبانو د پولیسو قوماندان) هم د داعش د ګواښونو په سر کې و.

د عباس ستانکزي په وړاندې د بلخ د والي رسمي شکایت چې د طالبانو یو جګپوړی غړی ګڼل کیږي، د دغې ډلې په مشرتابه کې د داخلي اختلافاتو نښه ده.

له دغو نیوکو وروسته د ستانکزي تېښته او هبت الله ته د یوه نږدې کس له خوا د هغه د محاکمې غوښتنه د طالبانو د مشرانو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو ښکارندويي کوي.