د کندز لپاره د طالبانو والي ۱۱۵ ساتونکي لري

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته یو لیست ورکړی، چې ښیي په کندز کې د طالبانو والي ملا محمد خان دعوت ۱۱۵ ساتونکي لري. په دې لیست کې د دې خلکو نومونه او بشپړ توضیحات شامل دي.

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته یو لیست ورکړی، چې ښیي په کندز کې د طالبانو والي ملا محمد خان دعوت ۱۱۵ ساتونکي لري. په دې لیست کې د دې خلکو نومونه او بشپړ توضیحات شامل دي.
د ساتونکو دا شمېر د امنیتي وضعیت په اړه د طالب چارواکو اندېښنه او د احتمالي بریدونو ویره څرګندوي.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی، خو د یوه سیمه ییز چارواکي لپاره د لسکونو ساتونکو شتون پخپله د طالبانو په منځ کې د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
د کندز لپاره د طالبانو والي محمد خان دعوت د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په فرمان ټاکل شوی دی او هغه له دې وړاندې په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان هم پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې داعش په خپلو بریدونو کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر، د بلخ والي او د بدخشان مرستیال والي په نښه کړي او وژلي دي.
سربېره پردې، د طالبانو مخالفې ازادۍ او د مقاومت ډلې هم په مختلفو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کوي.
د طالبانو له واکمېدو مخکې په جمهوري حکومت کې هم داسې رپوټونه ول، چې ځینې چارواکي او جهادي مشران د ساتوونکو په نامه له دولت معاشونه ترلاسه کوي.
طالب چارواکو تر اوسه د دې لېست د افشا کېدو او د هغو دلایلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی چې ولې د کندز والي دومره لوی شمېر ساتونکو ته اړتیا لري.


د قزاقستان شازدافیر نن هرات کې له ځايي طالب چارواکو او په دغه ولایت کې له سوداګرو سره د خپلمنځي سوداګرۍ پر زیاتولو خبرې وکړې. قزاقستان تېر دوبی وویل، چې له افغانستان سره د خپلې سوداګرۍ درې میلیارد ډالرو ته د رسولو لپاره پر بدیله لار کار کوي، چې له ترکمنستان هرات ته رسېږي.
قزاقستان دغه هدف ته د رسېدو د یوې هڅې په توګه د تېر کال په مۍ میاشت کې په هرات کې د سوداګرۍ خونه هم فغاله کړه.
د طالبانو والي اسلام جار په نننۍ لیدنه کې ویلي، چې د دې خونې پیلېدو سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري هم پراخه شوې ده.
طالبان په خپله اعلامیه کې د قزاقستان د شازدافیر ګازیز اکباسوف له خولې وايي، راتلونکو کلونو کې به خپلمنځي راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.
قزاقستان په هرات کې د سوداګرۍ خونې تر فعالولو وروسته وویل، چې غواړي د یو مهم لوجسټیک مرکز له لارې سوېلي اسیا او خلیج ته د رسېدو لپاره د افغانستان سړکونو او پټلۍ ته پراختیا ور کړی.
قزاقستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره هم د ترکمنستان له لارې هرات په نښه کړی او نن یې شازدافیر له طالب چارواکو سره د پټلۍ پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
د طالبانو والي هم ویلي چې د هرات د تورغونډۍ او اسلام کلا پټلۍ د هرات- مزار او هرات- کندهار له پټلیو سره نښول کېږي.
هرات د ټاپي پروژې له پلوه هم مهم دی چې د ترکمنستان، افغانستان پاکستان او هند د ګاز نللیکه د دغه ولایت له لارې افغانستان ته ننوځي او تر نورو ولایتونو تېرېدو سره پاکستان ته اوړي.
د دې پروژې کارونه په ترکمنستان کې بشپړ او تېر دوبی په هرات کې پیل شوي دي.
قزاقستان هم د دې پروژې بشپړېدو ته لېوال دی او د دغه هېواد د انرژۍ وزارت تېره میاشت وویل، چې دولتي شرکت قزاق ګاز له دې پروژې سره د یوځای کېدو لپاره د ترکمنستان له ترکمن ګاز شرکت سره خبرې اترې پیل کړې دي.
ترکمن ګاز په ټاپي کې ۸۵ سلنه ونډه لري او قزاقستان هم پکې شریکېدل غواړي.

افغانستان انټرنیشنل ته رسېدلي سندونه ښیي چې په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو سترې محکمې ته شکایت کړی دی، چې ولې یې د دې ډلې پر مشر هبت الله اخوندزاده نیوکه کړې ده.
د یوسف وفا له دفتر د سلواغې په لومړۍ نېټه د طالبانو سترې محکمې ته د لېږل شوي رسمي لیک له مخې، د بلخ والي غوښتنه کړې چې ستانکزی د طالبانو د مشر د "بې احترامۍ" په تور محاکمه شي.
د عباس ستانکزي خلاف د شکایت محتوا
په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل هم ترلاسه کړې، راغلي چې عباس ستانکزي په خوست ولایت کې د دستاربندۍ په مراسمو کې په خپله وینا کې د طالبانو د مشر پر ضد انتقادي دریځونه نیولي دي.
د بلخ والي په خپل لیک کې ټینګار کړی، چې ستانکزي د طالبانو د مشر له امر او لارښوونو سره مخالفت ښودلی او د ده دغه کړنه د قضايي څېړنې وړ ده.
محمد یوسف وفا د خپل شکایت په متن کې د ستانکزي د خبرو اوه برخې د "غیر مستقیمې بې احترامۍ" او "د طالبانو د مشر له امر سره د مخالفت" د بېلګې په توګه یادې کړې.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي شریعت له مخې، د امیر اطاعت واجب دی او د هغه نافرماني د سزا لامل کیږي.
د ستانکزي اوه انتقادي جملې، چې "مشر ته سپکاوی" بلل شوې دي
یوسف وفا د عباس ستانکزي د خبرو اوه برخې نقل کړې چې هبت الله اخندزاده ته د هغه د "بې احترامۍ" نښې دي.
عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل: زه باید په واضح ډول ووایم چې زموږ په خاوره کې هر څه په ښځو پورې تړلي دي. ښوونځي د ښځو پر مخ تړل شوي، روغتون د ښځو پر مخ تړل شوی، ډاکټر ته تلل او نور کارونه د ښځو پر مخ تړل شوي، ښځې حتی جومات ته د لمانځه لپاره نه شي تللای. دا [محدودیت] د دین او شریعت په نوم پلي کیږي.
ايا موږ له صالحو خلفاوو زيات پرهيزګاران يو؟
عباس ستانکزي په دويمه موضوع کې چې د يوسف وفا نيوکې يې راپارولې، وويل: "ځینو خلکو د اسلام دايره دومره تنګه کړې چې له ځانه پرته بل څوک په کې نه شي راتلای."
په دریمه مسله کې د عباس ستانکزي خبره راخیستل شوې چې وایي: نن د افغانستان له څلویښت ملیونو وګړو له شل ملیونو سره ظلم روان دی. ايا موږ به د اخرت په ورځ په داسې حال نه ودريږو چې نیم بدن به مو فلج وي!؟
د یوسف وفا په لیک کې، پوښتنه دا ده، "ایا موږ د شریعت په لاره روان یو؟" دا د هیبت الله اخوندزاده لپاره د عباس ستانکزي د بې احترامۍ د یو دلیل په توګه هم یاد شوی دی.
په لیک کې د عباس ستانکزي په حواله ویل شوي چې "ټوله نړۍ نن زموږ سره ښکېله ده او په دې مسله نیوکه کوي."
د عباس ستانکزي د دې خبرې په ځواب کې، یوسف وفا لیکلي چې نړۍ له څو لسیزو راهیسې زموږ پر وړاندې په جګړه کې ښکېله ده او د هغه په وینا، د سورة البقره ۱۲۰ ایت په دې اړه نازل شوی دی.
یوسف وفا په خپل لیک کې د سورة البقرة عربي متن هم شامل کړی، چې پکې راغلي دي، "یهودیان او عیسویان به هیڅکله له تاسو راضي نشي تر هغه چې تاسو د دوی د دین پیروي ونه کړئ."
په اوومه قضیه کې، د عباس ستانکزي له قوله ویل شوي چې "هغه لاره چې موږ پرې ځو هغه زموږ د طبیعت د غوښتنو پر بنسټ ده، نه د قانون پر بنسټ."
یوسف وفا دا اووه قضیې د هیبت الله اخوندزاده د احکامو او لارښوونو سره ښکاره مخالفت او د طالبانو د مشر بې احترامي ګڼلې.

اماراتو ته د ستانکزي تلل
د افغانستان انټرنشنل د روان کال د سلواغې په اتمه په یوه ځانګړي راپور کې څرګنده کړه چې عباس ستانکزی د هیبت الله اخوندزاده د نیولو له حکم وروسته له افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.
سرچینې وایی د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد دوبۍ ته د هغه بېړنی سفر ترتیب کړی و.
په کابل کې یوې باخبرې سرچینې وویل چې وروسته له هغه چې عباس ستانکزي د نجونو د زدکړې د بندیز له امله په هیبت الله اخوندزاده سختې نیوکې وکړې، د طالبانو مشر د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته امر وکړ چې ستانکزی ونیسي او د هغه د وتلو مخه ونیسي.
د یوسف وفا ځای د هبت الله اخندزاده په حلقه کې
محمد یوسف وفا، هبت الله اخندزاده ته له نږدې کسانو دی او د تېر کال د کپ په ۱۹مه د بلخ د پخواني والي ملا محمد داوود مزمل تر وژل کېدو وروسته د طالبانو له لوري بلخ ته ولېږل شو.
نوموړی تر دې وړاندې د کندهار والي و او یو له هغو کسانو دی چې د طالبانو د کډوالو چارو د پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني تر وژل کېدو وروسته د ملا شیرین (د کندهار والي) او عبدالاحد طالب (په کندهار کې د طالبانو د پولیسو قوماندان) هم د داعش د ګواښونو په سر کې و.
د عباس ستانکزي په وړاندې د بلخ د والي رسمي شکایت چې د طالبانو یو جګپوړی غړی ګڼل کیږي، د دغې ډلې په مشرتابه کې د داخلي اختلافاتو نښه ده.
له دغو نیوکو وروسته د ستانکزي تېښته او هبت الله ته د یوه نږدې کس له خوا د هغه د محاکمې غوښتنه د طالبانو د مشرانو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو ښکارندويي کوي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی وايي، «د افغانستان په بربادۍ کې نړۍ لاس لري او دا هېواد په سیمه کې هم ملګری قوت نه لري.» محسن داوړ له افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل، «نړۍ وار په وارد باید په دې پوه کړل شي، چې طالب د افغانانو نماینده نه دی.»
محسن داوړ په هسپاینا کې د هرات ۱۲ امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د ښاغلي داوړ په خبره، افغانستان په ښه حالت کې نه دی او د ورته غونډو په جوړولو سره په دې تړاو باید مشورو ته دوام ورکړل شي، ترڅو افغانان له اوسني حالت د خپل هېواد د اېستلو لپاره یوې ګډې تګلارې ته سره ورسېږي.
۲۰۲۱ کې د طالبانو واکمنېدو سره نه یواځې دې ډلې ټولګډونه حکومت جوړ نه کړ، بلکې وخت ناوخت یې له ګاونډیو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران سره سرحدي لانجې هم راځي.
پر ګاونډیو هېوادونو سربېره روسیه او نړیواله ټولنه هم افغانستان کې د وسلوالو ډلو پر شتون اندېښنه ښيي.
محسن داوړ دغو پرمختیاوو ته په پام وايي، «په سیمه کې د افغانستان ملګری قوت هم نشته او ښه ورځ افغانستان ته هیچا هم نه ده غوښتې.»
نوموړی د طالبانو لاس ته د افغانستان ورتلو کې امریکا ته هم ګوته نیسي او زیاتوي: «د افغانستان په ورانولو او بربادۍ کې د ټولې دونیا لاس دی او په دې کې د امریکا د ملګرو لاس دی او د افغانستان په ګاونډ کې چې کوم هېواد دی پاکستان غټ لاس دی.»
د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو نن دوشنبه د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د «افغانستان: د هیلو د بیا راژوندي کولو ګډې هڅې» په سرلیک یل شو او ټاکل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، په دغه غونډه کې سیاسي شخصیتونو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو او د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی دی.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې په مهمو موضوعاتو کې به په نړۍوال سیاست کې د افغانستان دریځ، د ترهګرۍ ګواښ او د هېواد په راتلونکې کې د ډیپلوماسۍ رول شامل وي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په خوست ولایت کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور د څلورو ښځو په ګډون ۱۸ تنو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي.
د دغې محکمې لهخوا په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوست ښاري ابتداییه محکمې د جزا دیوان د پرېکړې له مخې څلورو تنو ته د «لواطت» او د څلورو ښځو په ګډون څوارلس تنو ته د «نامشروع اړیکو» په جرم یو – یو کال بند او په عام محضر کې د ۳۹ – ۳۹ درو سزا ورکړل شوې ده.
یاده محکه وایي، چې دغه سزا یې د عالي مقام له منښتې وروسته پلې کړې ده.
په سیمه کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو دوی د سزا ورکولو ځای ته په زور ورغوښتي وو.
څو ورځې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی و، چې په روزګان او غزني ولایتونو کې یې ۵ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې لهخوا خپل سرې ناقانونه سزاوې ډېرې شوې، چې هره ورځ د دغې ډلې د سترې محکمې لهخوا د دغه ډول سزاوو د ورکړې خبرونه خپرېږي.
که څه هم د طالبانو دغه کړنې د نړۍوالو بنسټونو لهخوا غندل شوې؛ خو طالبان وایي چې دوی په دې توګه غواړي «اسلامي شریعت» پلی کړي.

د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو نن دوشنبه د هسپانیې په سرښار مادرید کې د «افغانستان: د هیلو د بیا راژوندۍ کولو ګډې هڅې» تر سرلیک لاندې پیل شوه او ټاکل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، په دغې غونډه کې سیاسي شخصیتونو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو او د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی دی.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې په مهمو موضوعاتو کې به په نړۍوال سیاست کې د افغانستان دریځ، د ترهګرۍ ګواښ او د هېواد په راتلونکې کې د ډیپلوماسۍ رول شامل وي.
په دغې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې لپاره د حل لارې او له دغه هېواد سره د نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا لټه کېږي.
د هرات د امنیتي ناستې پخوانی ۱۱م پړاو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شو.
په دغې ناسته کې د «طالبانو د واک انحصار» او د افغانستان د راتلونکې لپاره د هغې پر پایلو بحث شوی و.