د بیلد د رپوټ له مخې، د ۱۵۵ مساپرو له ډلې يوازې پنځه تنه د جرمني پخواني محلي کارکوونکي وو. دغو کسانو تر ۲۰۲۱ کال پورې د جرمني له پوځ (بونډسوېهر) او د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت سره کار کاوه. دوی د خپلو کورنیو له۲۲غړو سره یو ځای سفر کړی.
په دې الوتکه کې ۸۰ ښځې او ۶۱ کوچنيان هم وو، چې له دې جملې ۴۲ یې له لسو کلونو کم عمر درلود. همدارنګه، د بشري حقونو فعالان، يوه ښځينه پوليسه، نور پخواني دولتي کارکوونکي او يو ژورناليست هم په دې الوتکه کې شامل وو.
خو برلين ته له رسېدو سره سم د دریو افغانانو پر ضد د جرمني فدرالي پوليسو دوسیې ثبت کړې. لامل یې دا و، چې دوی له «پراکسي»پاسپورټونو سره راغلي وو، چې طالبانو ورته صادر کړي او دا ډول اسناد په جرمني کې په رسمیت نه پېژندل کیږي. پراکسي پاسپورټونه ډېری د شخص له حضور او غوښتنې پرته صادریږي.
د جرمني د کډوالو د فدرالي ادارې یوه کارکوونکي وویل، چې د هر مساپر دوسیه مخکې تر مخکې ارزول شوې. هغه بیلد ورځپاڼې ته وویل، « یوازې هغه هغه مهال چې بامف دې پایلې ته ورسېږي، چې دغه کس له تعقیب سره مخ دی، نو د ویزې پروسه او د امنیتي ارزونې بهیر ترسره کېږي. که کوم شک موجود وي، نو ویزه نه ورکول کېږي».
د افغانانو هوايي انتقال انالینا بیربوک لاسلیکوي
د مسیحي دیموکرات اتحادیې د پارلمان د کورنیو چارو ویاند الیکساندر ټرو هم د افغانانو د منلو پر پرېکړه نیوکه کړې او وايي، په دې کې ټول مسوولیت د زرغون ګوند پرغاړه دی.
هغه د جرمني له انلاین فوکس سره په خبرو کې وویل، « د افغانانو هوايي انتقال د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک لاسلیکوي».
نوموړي وویل، « داسې ښکاري چې زرغون ګوند غواړي له فدرالي حکومت نه تر وتلو وړاندې په وروستیو شېبو کې د افغانانو تر ټولو زیات شمېر جرمني ته راولي. دا د زرغون ګوند یوه جدي تېروتنه ده».
د جرمني د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر د افغانانو د راتګ پر دوام سختې نیوکې کړې دي.
نوموړي وویل، « موږ ایالتونو وار دمخه څو ځله د دغه پروګرام د سملاسي بندولو غوښتنه کړې ده».
هغه د جرمني پر حکومت تور پورې کړ، چې له انتخاباتو مخکې یې د دې الوتنو درول یو« رسنیز حرکت» و، خو له انتخاباتو وروسته یې بېرته پيل کړل.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت له انتخاباتو مخکې د افغانانو د انتقال دوه چارتر الوتنې لغوه کړې. که څه هم رسمي دلیل لوژستیکي ستونزې وښودل شوې، خو د ډيپلوماټیکو سرچینو له مخې، دا یو انتخاباتي تاکتیک ښکارېده ځکه د جرمني په وروستیو جنايي پېښو کې د څو افغانانو د ښکیلتیا له امله د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر تر سخت فشار لاندې وه.
د افغانانو پر انتقال نیوکې ناسمې دي
خو د شنه ګوند پخوانی رییس امید نوريپور د افغانانو د منلو پر پروګرام نیوکې ناوړه او ناسمې بولي.
هغه پر اتحاديې(سي ډي یو) ګوندتور پورې کړ، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې د جرمني ځواکونو د افغان محلي کارکوونکو د خونديتابه هڅه نه وه کړې. نوموړي له ویلت تلویزیون سره په خبرو کې وویل، « موږ د هغو خلکو په اړه خبرې کوو، چې له بوندیس ویهر سره یې مرسته کړې ده او د افغانستان په تر ټولو سختو شرایطو کې یې د جرمني خلکو ته خدمت کړی، نو دا خلک اوس په خطر کې دي».
د واکمن ایس پي ډي د پارلماني ډلې مرستیال ډیرک ویسه هم د افغانانو د انتقال الوتنو د بیا پیل ملاتړ کړی.
هغه ویلت ټلویزیون ته وویل، «ډېر کسان چې اوس جرمني ته راغلي، د جرمني لپاره یې کار کړی».
هغه زیاته کړه، « دې خلکو د افغانستان په کمپونو کې زموږ له ځواکونو سره همکارۍ کړې ده. موږ د هغو کسانو پر وړاندې مسئولیت لرو، چې له بوندیس ویهر سره یې یوځای کې کار کړی، د دې محلي کارکوونکو پرېښودل غلطه لار ده».
په پاکستان کې د افغانانو وضعیت خرابېږي
جرمني ته د افغانانو د لېږد بهیر اوس هره میاشت يوه الوتنه ده. وروستۍ الوتنه د جنورۍ په پای کې شوې وه، چې ۱۴۴ کسان یې انتقال کړل، خو اوس هم شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان، چې د جرمني د استوګنې اجازه لري، په اسلاماباد کې انتظار باسي.
دوی ډېر سخت شرایط تجربه کوي، ځکه زیاترو يې خپل ټول ملکيتونه پلورلي او پاکستان ته تښتېدلي. پاکستان هغوی ته یوازې درې میاشتنۍ ویزه ورکړې، خو جرمني ته د انتقال پروسه تر دې ډېره اوږده ده.
پاکستاني حکومت اوس د افغان کډوالو پر ضد اقدامات سخت کړي او اعلان یې کړی، چې څوک قانوني ویزه ونه لري باید د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې له دغه هېواده ووځي. خو د جرمني حکومت ښايي تر دې وخته د ټولو افغانانو انتقال ممکن نه کړي.
د ویلټ د رپوټ له مخې، تر اوسه اووه کسان، چې جرمني ته تلل، بېرته افغانستان ته شړل شوي او شپږ د جرمني په همکارۍ بېرته پاکستان ته راوستل شوي.