د بیلد د رپوټ له مخې، د ۱۵۵ مساپرو له ډلې يوازې پنځه تنه د جرمني پخواني محلي کارکوونکي وو. دغو کسانو تر ۲۰۲۱ کال پورې د جرمني له پوځ (بونډسوېهر) او د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت سره کار کاوه. دوی د خپلو کورنیو له۲۲غړو سره یو ځای سفر کړی.
په دې الوتکه کې ۸۰ ښځې او ۶۱ کوچنيان هم وو، چې له دې جملې ۴۲ یې له لسو کلونو کم عمر درلود. همدارنګه، د بشري حقونو فعالان، يوه ښځينه پوليسه، نور پخواني دولتي کارکوونکي او يو ژورناليست هم په دې الوتکه کې شامل وو.
خو برلين ته له رسېدو سره سم د دریو افغانانو پر ضد د جرمني فدرالي پوليسو دوسیې ثبت کړې. لامل یې دا و، چې دوی له «پراکسي»پاسپورټونو سره راغلي وو، چې طالبانو ورته صادر کړي او دا ډول اسناد په جرمني کې په رسمیت نه پېژندل کیږي. پراکسي پاسپورټونه ډېری د شخص له حضور او غوښتنې پرته صادریږي.
د جرمني د کډوالو د فدرالي ادارې یوه کارکوونکي وویل، چې د هر مساپر دوسیه مخکې تر مخکې ارزول شوې. هغه بیلد ورځپاڼې ته وویل، « یوازې هغه هغه مهال چې بامف دې پایلې ته ورسېږي، چې دغه کس له تعقیب سره مخ دی، نو د ویزې پروسه او د امنیتي ارزونې بهیر ترسره کېږي. که کوم شک موجود وي، نو ویزه نه ورکول کېږي».
دوی ډېر سخت شرایط تجربه کوي، ځکه زیاترو يې خپل ټول ملکيتونه پلورلي او پاکستان ته تښتېدلي. پاکستان هغوی ته یوازې درې میاشتنۍ ویزه ورکړې، خو جرمني ته د انتقال پروسه تر دې ډېره اوږده ده.
پاکستاني حکومت اوس د افغان کډوالو پر ضد اقدامات سخت کړي او اعلان یې کړی، چې څوک قانوني ویزه ونه لري باید د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې له دغه هېواده ووځي. خو د جرمني حکومت ښايي تر دې وخته د ټولو افغانانو انتقال ممکن نه کړي.
د ویلټ د رپوټ له مخې، تر اوسه اووه کسان، چې جرمني ته تلل، بېرته افغانستان ته شړل شوي او شپږ د جرمني په همکارۍ بېرته پاکستان ته راوستل شوي.
طالبانو په ښکاره توګه په کابل کې پر جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او بېلابېلو ګوندونو تر څنګ پر پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سیاسي فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي دي. د کرزي او ګلبدین حکمتیار په ګډون بېلابېل سیاستوال اجازه نه لري، چې لویې غونډې وکړي او یا هم د طالبانو ځینې لویې پرېکړې په سیاسي توګه وننګوي.
ملا برادر وايي، افغانستان د ټولو قومونو، ژبو او مذهبونو ګډ کور دی ؛خو پخوانیو حکومتونو له دغې تنوع څخه ناسمه ګټه اخیستې ده.
نن پنجشنبه (د کب ۹مه) د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې به دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شانداره غونډو پر جوړېدو سره نمانځل کېده او خلکو به هم سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول.
د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې د پخوانیو سرتېرو ژوند له ګواښونو سره مخ شوی، چې له امله یې پخواني سرتېري اړ شول چې له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته کډه شي. تر دې وړاندې د ملي سرتېرو د ملاتړ بنسټ لهخوا افغانستان انټرنشنل سره په شریکو شویو شمېرو کې راغلي و، چې یوازې ایران ته شاوخوا ۱۵۰۰۰ سرتېري له خپلو کورنیو سره کډه شوي دي.
ډېری دغه کډوال د امنیتي ګواښونو اه امله له ویزو پرته په ناقانونه لار ګاونډیو هېوادونو ته ورغلي دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو په واکمنۍ کې د وژل شویو سرتېرو کورنۍ او ماشومان په بد وضعیت کې ژوند کوي او تر ډېره د بشري مرستو په وېش کې هم له دوی سره سلیقوي چلند کېږي.
له بل پلوه بیا په افغانستان کې پاتې سرتېري هم له وزګارتیا سرټکوي. سرتېري وایي، چې طالبان دوی ته په خپل حکومت کې دندې نه ورکوي او که پوه شي چې دوی پخواني پوځیان دي؛ نو له دوی سره بد چلند کوي. په افغانستان کې د تېر حکومت پوځیان او کارکوونکي د طالبانو له وېرې تر ډېره د هېواد دننه په پټه ګرځي.
تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې له زندانه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو شمېر د جمهوري نظام زنداني سرتېرو ویلي و، چې په دغه زندان کې شاوخوا ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.
بي بي سي په خپل راپور کې ویلي، تر دې وړاندې کله چې طالبان لا واک ته نه وو رسېدلي، کابل به هره ورځ د طالبانو او داعش ډلې بریدونو، انسان تښتوونکو پېښو او وسلهوالو غلاوو هدف و.
طالبانو د کابل تر نیولو وروسته ژمنه وکړه چې له جرمونو سره به کلکه مبارزه کوي.