طالبانو په جوزجان کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسان په دورو وهلي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په جوزجان ولایت کې یې ۱۳ کسانو ته د «زنا او نامشروع اړېکو» په جرم په عام محضر کې سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په جوزجان ولایت کې یې ۱۳ کسانو ته د «زنا او نامشروع اړېکو» په جرم په عام محضر کې سزا ورکړې ده.
د دغې ډلې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جوزجان ولایت د محکمې د پرېکړې له مخې یې دوه ورځې وړاندې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته د «زنا او نامشروع اړېکو» په جرم په عام محضر کې سزا ورکړه.
سترې محکمې یاد کسان مجرمین او تورن یاد کړي او ویلي یې دې چې د بدني سزا ورکولو ترڅنګ یې شپږ کسان په درې کاله، پنځه کسان په څلور کاله او دوه کسان یې په درې کاله بند محکوم کړي دي.
سره له دې چې په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو ورکولو له امله په طالبانو ډیري نیوکې کیږي، خو دې ډلې په تېرو یوه اونۍ کۍ په خوست، نیمروز، غزني او تخارو ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۳۸ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبتالله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.
د دې ډلې ستره محکمه وايي، دوی په عام محضر کې خلکو ته ځکه سزاګانې ورکوي، چې ننداره کوونکو ته د «عبرت» سبب وګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې سزاګانو ورکول اړین دي.


د افغانستان خبریالانو مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په کابل کې ارزو خصوصي ټلوېزیون بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه. د مرکز د خبرپاڼې له مخې ارزو ټلوېزیون ۸۶ ورځې وړاندې د طالبانو اسخباراتو او امربالمعروف ریاست تړلی و.
د افغانستان خبریالانو مرکز په کابل کې د ارزو ټلویزیون د بیا پرانستلو هرکلی کوي او په دې وخت کې د هغه تړل د ازادو رسنیو له حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ارزو ټلوېزیون مشر بصیر عابد په حواله لیکلي نن سهار شاوخوا یوولس بجې په کابل کې د ټلویزیون د دفتر "مهرلاک" په رسمي ډول لرې شو، او فعالیتونه یې د کارمنانو په شتون سره بیا پیل شول.
د روان کال د لیندۍ په ۳۰مه نیټه، د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف کارمنانو د کابل په کارته ۳ کې د ارزو تلویزیون پر دفتر چاپه واچوله.
د افغانستان خبریالانو مرکز په خبرپاڼه کې لیکلي:«دوی د رسنۍ له کارمندنو سره ناوړه چلند وکړ، د هغو د بریښنایی اسنادو ذخیره کولو وسایل او کمپیوټرونه یې ضبط کړل او د ټلوېزیون اووه کارمندان یې ونیول او دفتر یې وتاړه.»
د خبریالانو مرکز همدراز لیکلي چې د طالبانو د امربالمعروف یو مسوول د ټلوېزیون په مهرلاک پر سټیکر لیکلي ول چې د غیراخلاقي سریالونو د خپرولو له امله تر امرثاني تړل شوی دی.
د تلوېزون نیول شوي کارکوونکي د پلچرخي له زندان خوشي شول او د لیکلي ضمانت په ورکولو سره چې له کابله به نه وځي او محکمې ته حاضریږي او باید محکمه پرې حکم وکړي.
نن د ارزو ټلویزیون مشر د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې محکمې حکم کړی چې د ټلویزیون دغه کارمندان بې ګناه دي او د دوی لپاره په دې رسنۍ کې د کار کولو لپاره کومه ستونزه نشته.
عابد دا هم وویل چې د ټلوېزیون سټیشن د بیا پرانستلو لپاره کوم ځانګړي شرایط نه دي ټاکل شوي.
طالبانو له دې وړاندې د بېګم او ځوانانو راډيوګانې ته هم بېرته د فعالیت اجازه ورکړه.
د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغه ډلې پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي او د ښځو غږ یې عورت بللی دی.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د تورخم دروازې تړل کېدو سره د افغانستان خصوصي سکتور ته د ورځې شاوخوا ۵ لکه ډالره تاوان رسېږی. دوی همدراز زیاتوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یوازې د افغان سوداګر شاوخوا زر باري موټر ولاړ دي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مسوولانو نند کپ ۱۱مه وویل چې د افغانستان طرف ته ولاړ شاوخوا شپږ نیم سوه باري موټرو کې مڼې، شوکاڼی، پنبه او مۍ بار دي.
د دوی شمېرو له مخې یوازې د خصوصي سکتور شاوخوا شپږ سوه موټرو کې سمېټ، مالټې او سبزي بار ده.
په ننګرهار یو ځايي سوداګر وايی چې ځیني تازه مېوه خرابه شوې او یو څه یې بېرته د پيښور منډیي ته انتقال شوي دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال او سوداګر زلمي عظیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا یوازې د افغان سوداګرو موټر دي.
په همدې حال کې په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یو مسوول مجیب الرحمن شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یوازې د افغان سوداګرو شاوخوا څلور نیم سوه موټر ولاړ دي.
دوی هم مني چې تازه سبزي او میوه خرابه شوې ده او د کارېدو نه ده.
د تورخم دروازه له اتو ورځو راهسې د پاکستاني لوري لهخوا په داسې حال کې وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته نږدې پوځي تاسیسات جوړ کړي او پاکستان د دغې کړنې د مخنیوي لپاره له طالبانو د کار بندولو غوښتنه وکړه.

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسيې د امنيت شورا سرمنشي سرګي شويګو او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې، په بيجينګ کې د افغانستان او منځني ختيځ په اړه د امنيتي همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې اترې کړې دي.
په خبر کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په دې هوکړه وکړه، چې په مناسب وخت کې به د چين او روسيې د ستراتيژيکو خبرو اترو لپاره نوی پړاو پرانیزي.
د سينهوا د خبر له مخې، دغه غونډه د جمعې په ورځ د کب په لسمه وشوه، خو بشپړ جزيات يې نه دي خپاره شوي.
چین او روسیه له طالبانو سره پراخې اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې لري، خو دغه دواړه هیوادونه هم د نورو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني.
تر دې مخکې د اګست په میاشت کې د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو کابل ته سفر کړی و، او د طالبانو له اقتصادي او سیاسي مرستیالانو او همدارنګه یې د دغې ډلې د کورنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره جلا جلا کتنې کړې وې.
د روسيې د امنيت شورا سرمنشي بيجينګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره هم وکتل او د روسي خبري اژانسونو له خوا د خپرو شويو راپورونو له مخې، دواړه هېوادونه په بېلابېلو نړيوالو مسايلو کې یو ګډ لیدلوري ته نږدې شوي دي
په همدې حال کې د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو ویلي، چې دواړه هېوادونه له یو بل سره ستراتیژیک او سیاسي باور لري او د بهرنیو عواملو تر اغېز لاندې نه دي.

د بي بي سي انګریزي څانګې د راپور له مخې، د دغو افغان مېرمنو د کیسو اورېدو نندارتون چې، «افغانستان روح ته یوه کړکۍ» نوم ورکړل شوی د جمعې په ورځ د برېټانیا په ایپسویچ ښار کې پرانېستل شو او څلور اوونۍ به دوام وکړي.
د دې پروژې تنظیموونکو په تېر یوه کال کې هڅه کړې، چې د افغانستان دننه ښځو او هغو نجونو ته چې له هېواده وتلو ته اړې شوې، یو خوندي چاپېریال برابر کړي، څو وکولای شي خپلې کیسې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې او وروسته له نړۍ سره شریکې کړي.
په دې نندارتون کې به نجونې د څلورو اونیو لپاره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپل ژوند او د بشري حقونو تر څنګ د ښځو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي اړوند کیسې هم وکړي.
یوه نجلۍ چې نګینه نومېږي درې کاله وړاندې له افغانستان څخه انګلستان ته تللې هم د دې پروژې برخه ده.
هغې وویل: «زما تل خپل وطن یادېږي، کور مې هلته، خو بېرته نشمه تللی.»
نګینه وایي، د طالبانو له راتګ سره سملاسي په هماغه ورځ له خپلې کورنۍ سره له افغانستان ووته او هغه یې په ژوند کې خورا بده ورځ وه.
هغې وویل، لا هم یې کورنۍ په افغانستان کې ده او ښځینه خپلوان یې چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو پورته دي، د طالبانو د بندیزونو له کبله ښوونخیو ته نه شي تلای.
نګینې د زده کړو ارزښت ته په اشارې وویل: «دا یوزاې د هلکانو او نارینه وو حق نه دی، نجونې هم باید لوستې شي.»
نګینه اوس د انګلستان په سوفولک ښار کې د سینګار په برخه زده کړې کوي، خو وایي چې زړه یې لا هم له خپل وطن سره دی.
هغې زیاته کړه: «کله چې د خپل هېواد یادونه کوم، زړه مې درد کوي. دا زما لپاره غمجن حالت دی.»
هانا اریا یوه سیمه ییزه انګریزه هنرمنده چې د نندارتون په جوړولو کې یې برخه اخیستې، هغې وویل: «ما له کډوالو سره کار پیل کړ. کله چې د خلکو کیسې واورم، نو احساس کوم چې باید مثبت ګام واخلم.»
هغې زیاته کړه چې له افغانستان څخه د یوه کس له لارې یې له هغو ښځو سره اړیکه ونیوله چې غوښتل یې خپلې کیسې شریکې کړي.
دغه نندارتون د مجازي واقعیت (VR) او زیات شوي واقعیت (AR) له لارې د افغانستان د خلکو کیسې په یوه زړه راښکونکي، تعامل لرونکي بڼه وړاندې کوي، څو لیدونکي د ښځو دردونه او امیدونه له نږدې احساس کړي.
هانا اریا وایي، هدف یې دا دی چې مالي ملاتړ ترلاسه کړي، څو دا نندارتون پراخ کړي او نورې کیسې هم نړۍ ته وړاندې کړي.
رونا پنجشیرۍ یوه بله افغانه مېرمن چې په دې پروژه کې یې کار کړی، هغه وايي: «د افغان ښځو کیسې غمجنې دي، ځکه هر څه منفي روان دي، خو زه پرې ویاړم. سره له دې چې د بندیزونو درې کاله وشول، خو دوی لا هم امید لري.»
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د غونډو او نړۍوالو کنفرانسونو له لارې د ښځو پر ضد د طالبانو دریځ ننګوول کېږي او له دغه ډلې غوښتنې کېږي، څو د نجونو د زده کړو تر څنګ پر ښځو بندیزونه ختم کړي؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.
د طالبانو مشر ملا هبتالله د خپل سختدریځي مفکورې له کبله پر ښځو سخت بندیزونه لګولي، چې په کور دننه او بهر یې پر وړاندې پراخ مخالفتونه روان دي.

په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کابل-کندهار پر لویه لاره دوه مساپر وړونکو موټرو ټکر کړی، چې له امله یې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
خالد سرحدي ویلي، چې په دې پېښه کې په دواړو موټرو کې درې تنه سپرلۍ مړه شوي دي. هغه زیاته کړې، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې بلې ټرافیکي پېښې له کبله بیا درې تنه ټپیان شوي دي.
طالبانو د دغو ټرافیکي پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼلې ده.
کابل – کندهار لویه لاره د هېواد په کچه یو له هغو ګنل کېږي، چې د ټرافیکي پېښو کچه پرې خورا لوړه ده او یو لامل یې دا هم ګڼل شوی، چې پر دغه لاره ټرافیکي نښې نشته.
همدا راز د یاد سړک د جوړیدو پر مهال قراردادي شرکتونو د سړک کېفیت جوړونې ته چندان پاملرنه نه ده کړې چې له کبله یې ډېری برخې ویجاړې شوي دي.
پر یاده لاره موټر چلوونکي شکایت کوي، چې پر سړک کندې کپرې خورا ډېرې دي او د طالبانو په ګډون یې پخواني جمهوري نظام هم رغولو ته چندان پاملرنه نه ده کړې.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د کابل-کندهار پر لویه لاره د طالبانو له لوري ځمکني ماینونه ځای پر ځای شویو چې د هغې له کبله هم دغه سړک او پرې جوړ شوي پلونه ویجاړ شوي دي.