ټولنیزې رسنۍ: ښه والی او بد والی

نن سبا پخواني ډېر متلونه په ښه توګه د تطبیق وړ دي، لکه پروین ملال چې په دغه شعر کې ویلي: د رنګریز خم دې پیکه شوی دلته د بوډۍ ټال دې پلورل شوی دلته

نن سبا پخواني ډېر متلونه په ښه توګه د تطبیق وړ دي، لکه پروین ملال چې په دغه شعر کې ویلي: د رنګریز خم دې پیکه شوی دلته د بوډۍ ټال دې پلورل شوی دلته
ټولنیزې رسنۍ د رنګریز خم دی چې هر ډول ټوکر (د رخت تکه) ور واچوې د هماغه خم رنګ نیسي.
په دې توګه د رنګریز په هر خم کې چې غوټه وهئ، د هماغه خم رنګ اخلي.
د دې لپاره چې د خپل شوق او رنګ انتخاب وکړې، نو باید د ټولنیزو شبکو کارونکي د سپېسونو هر خم کې غوټې ونه وهي، ځکه په زیاتو خمونو کې غوټې وهل د انسان خپل اصلي رنګ ورک کړي.
څه پکار دي:
یا خو به د ټولنیزو رسنیو د خم نه ځان باید وباسې او یا که غواړې چې په ټولنیزو رسنیو کې پاتې شئ، نو د رنګریز په هر خم کې باید غوټې ونه وهل شي، ځکه بیا د انسان رنګ او خوند دواړه ورکېږي او د جوړ انسان نه شیشګی یا چینګداړې جوړېږي، نه یې لاره معلومه وي او نه یې موقف.
هم به خپله کنفیوز وي او هم به نور کنفیوزوي.
ټولنیزې شبکې لکه هغو لوښیو دي، چې یو ځل استفاده کېږي او بیا په درد نه خوري، نو ښه دا ده چې هر څوک په خپل کار او مسلک باندې زیات وخت تېر کړي چې هم یې فکر سم شي، هم یې ژوند ښه شي او هم په ښه توګه خپلې کورنۍ او ولس ته مصدر د خدمت وګرځي.
تعادل د ژوند په ټولو برخو کې مهم دی او که څوک زیات وخت په ټولنیزو شبکو کې تېروي او یا زیات ټلویزیون ګوري، په انګلیسي ژبه کې ورته Couch Potato یا د کوچ الوګان (کچالو) وایي چې خپل ځان ته یې خیال نه وي. ورځ تر بلې وزن اخلي او خپل سوچ او فکر د لاسه ورکوي.
انسان په تفکر او عقل د حیواناتو سره توپیر لري، که نه انسان او حیوان یو قسم خوراک کوي، کار کوي، تولید کوي او ضایع کېږي.
همدا علت دی، اکثره کسان چې زیات وخت په ټولنیزو رسنیو کې مصرفوي، نو په هر استدلال او خبره کې درته د ټیک ټاک، فېسبوک او ټوېټر مثالونه راوړي او ټول قضاوت یې د ټولنیزو شبکو په ګپ شپ وي او په علمي بحثونو کې بیا دا رېفرنسونه قوي رېفرنسونه نه دي.
په ټولنیزو شبکو قضاوت دوه تاوانونه لري چې هم د انسان د تفکر او مطالعې خپل قوت له منځه وړي او یا هم د کار او ژوند نه وروسته پاتې کېږي.
ځینې بیا دا مثالونه هم راوړي، چې احمد یا محمود د ټولنیزو شبکو نه زیاته ګټه د فالوورانو (څارونکو) څخه تر لاسه کوي.
دا سمه ده چې د ډالر جېټ د سکیم نه یو څو کسه ګټه پورته کوي، خو په زرګونو، لکونو او میلیونونو کسان پکې تاوان کوي.
ځیني په ما هم نیوکه کوي، چې زه هم زیات وخت په فېسبوک او ټوېټر تېروم، خو داسې نه ده.
زه د فرصت په وخت کې لیکل او سفرونه کوم، ټلویزیون ډېر کم ګورم او د فېسبوک لپاره چې کومه سوژه د لیکلو په ذهن کې راشي، هغه لیکم او د وخت د موضوع په پام کې نیولو سره خپلې لیکنې پوست کوم.
د پوست نه وروسته یو څو دقیقې کامنټونه هم ګورم او بیا که کومه دلچسپه تبصره د موضوع په اړوند یا نه اړوند د دوستانو او یا منتقدینو له خوا وي، د ځوانانو او لوستونکو د روښانتیا او وضاحت په خاطر ځواب ورکوم.
د دې لیکنې نه هدف (مؤخه) دا دی، چې د ټولنیزو رسنیو نه باید مؤثره استفاده وشي، نه دا چې څوک خپل ټول ژوند ټولنیزو شبکو ته وقف کړي او د ماشومانو لپاره د روب لاکس مصرف غوندې د خپلې د خولې مړۍ د ګلانو او زړونو په اخیستلو په نورو مصرف کړي.