طالبانو په فراه کې د ملي ټلویزیون تصويري خپرونې بندې کړې

طالبانو په فراه ولایت کې د ملي ټلویزیون تصويري خپرونې بندې کړې او د ټلویزیون نشرات يې راډيو بڼې ته اړولي دي. فراه اووم ولایت دی، چې طالبان پکې پر رسنیو ورته بنديزونه پلي کوي.

طالبانو په فراه ولایت کې د ملي ټلویزیون تصويري خپرونې بندې کړې او د ټلویزیون نشرات يې راډيو بڼې ته اړولي دي. فراه اووم ولایت دی، چې طالبان پکې پر رسنیو ورته بنديزونه پلي کوي.
د افغان خبريالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي، چې د فراه ملي ټلویزيون تصويري نشرات د امربالمعروف ادارې د فشارونو له کبله بند شوي.
د خبريالانو دغه مرکز د خپلو سرچينو له قوله ویلي: « اوس د ملي تلویزیون فعالیت بند شوی، ځایي تصویري خپرونې نه لري او راپورونه یې یوازې په غږیزه بڼه خپرېږي او په ټولنیزو رسنیو کې هم د ودانیو له انځورونو ګټه اخلي.»
د دې ترڅنګ په فراه ولایت کې ځينې طالب چارواکي تصويري مرکو ته هم نه حاضريږي.
په فراه کې ملي ټلویزیون او ۶ خصوصي راډيوګانې فعالیت لري.
د طالبانو د امربالمعروف د قانون په ۱۷ ماده کې محتسبینو ته دنده ورکړل شوې، چې د ساکښو د انځورونو خپرولو مخنيوی وکړي.
د افغان خبريالانو د مرکز د مالوماتو له مخې، له تېرو شپږو مياشتو راهیسې په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار او نورستان کې د ټلویزیوني خپرونو له بندېدو وروسته فراه اووم ولایت دی، چې دغه بندیز پکې عملي کيږي.
د خبريالانو مرکز په دې اړه اندېښنه ښودلې او دا یې د تصويري راپورونو، د معلوماتو د سانسور او بیان ازادۍ د ځپلو بیلګه بللې.
د خبریالانو ملاتړو ادارو په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي، خو یاده ډله وایي چې هېڅ یوې رسنۍ ته د دوی د پالیسیو خلاف د خپرونو او راپورونو اجازه نه ورکوي.


امو سیندد تاجکستان، افغانستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې تېرېږي او پخواني ارال سمندر ته توییږي او د دې اوبو د وېش هر ډول بدلون د یادو هېوادونو پر ایکوسیستمونو او اقتصاد جدي اغېزې کولی شي. د قرغیزستان ماښام بیشکک رسنۍ وايي، اوبه د نوې زمانې تېل دي او ددې لپاره سیالي پیل ده.
د (Vecherniy Bishkek) په وینا، د امو سیند له اوبو یو مهم کانال د قرهقوم کانال دی (چې مخکې د لینین کانال په نوم یادېده). دا کانال د ترکمنستان د اوبو ۸۰سلنه اړتیا پوره کوي. د دې اوږدوالی ۱۳۷۵ کیلومتره دی او له امو سیند څخه ۵۰۰ متر مکعبه في ثانیه اوبه اخلي، خو د ویچرني بیشکک په باور، د دې سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ د قوش تیپې کانال دی، چې افغانستان یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې فعالانه جوړوي.
قوش تیپه د افغانستان تر ټولو لویه بنسټیزه پروژه ده چې د اوبو سرچینو ته وده ورکوي، خو د رسنۍ په باور، دا کانال پرته له دې چې غاړې یې کانکریټ شي، جوړېږي او دا د اوبو د ضایع کېدو لامل ګرځي. یاده رسنۍ وايي، د دغه کانال ظرفیت ۶۰۰ متر مکعبه في ثانیه ته رسېږي، چې د چېرچک سیند له اوبو دوه عشاریه پنځه ځلهزیات دی.
د تخنیکي علومو دکتور صبیر مومادیورویچ قدیروف دې رسنۍ ته ویلي، چې « دا کانال پرته له استحکامه جوړېږي، اوبه شګلنو سیمو ته روانېږي، چې ډېره برخه یې جذبېږي او ضایع کېږي خو اصلي ستونزه دا ده چې ازبکستان او ترکمنستان به د کرنې او څښاک د اوبو لپاره له جدي کمښت سره مخ شي». نوموړی وايي، « افغانستان د دې اوبو د کارولو لپاره لازمې زیربناوې نه لري. دوی کانال لري، خو نه د اوبو رسولو پمپ سټېشنونه شته، نه مناسب سیسټمونه، لکه یوڅوک ګراج ولري، خو موټر ونه لري!».
یاده رسنۍ وايي، چې که د قوش تیپې کانال په بشپړ ډول فعال شي، د امو سیند د اوبو کچه به شدیده راټیټه شي، چې د ازبکستان او ترکمنستان د اوبو رسولو سیسټمونه به له کاره وغورځي او د ازبکستان د کرنې او څښاک د اوبو ستونزه به جدي شي.
ویچرني بیشکک زیاتوي، « د سیمې د هوا وضعیت به خراب شي، دوړې او شګلن توپانونه به زیات شي، د اوبي سرچینو پر سر سیمهییزې شخړې ډېرېدای شي او ګاونډي هېوادونه ښايي پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ولګوي».
ویچرني بیشکک وايي، په ۲۰۲۳ کال کې عبدالعزیز کاملوف کابل ته لاړ او هلته یې د اوبو د همکارۍ پر موضوع خبرې وکړې خو دا ستونزه باید د یوې پراخې ستراتیژۍ له لارې حل شي او هغه « د سرحدي اوبو د کارولو لپاره نړیوال تړونونه، افغانستان ته د اوبو د ښه مدیریت لپاره شریکې پروژې ورکول لکه د بندونو او زېرمتونونو جوړول او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي ټکنالوژۍ استعمال دي».
ویچرني بیشکک وايي، د برېښنا صادرات پر افغانستان د فشار یوه وسیله کېدای شي.

د فنلنډ د مساواتو د چارو استازې کریستینا سټینمن وايي، د کورنیو چارو وزارت سیاسي مشرتابه هڅه کړې چې فنلنډ ته د افغانستان او سوریې د مسلمانو کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.
د نوموړې په وینا، وزارت د ۲۰۲۵ کال د کډوالو د سهمیې د تطبیق پر مهال له تبعیضي چلنده کار اخیستی.
د استازې په رپوټ کې راغلي وزارت ته لارښوونه شوې وه چې د سهمیې ډېری برخه د مسیحي کډوالو له حسابه ډکه کړي او دا پالیسي کډوال د مذهب او ملي اصل پر اساس له نابرابرۍ سره مخ کوي، چې د مساواتو له قانون سره ټکر لري.
د فنلنډ د ملي عامه رسنیزې ادارې وای اېل اي د رپوټ له مخې، د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تبصرې له وړاندې کولو مخکې به رپوټ وځیري.
وزارت د ټولنیزې شبکې اېکس له لارې اعلان وکړ، « موږ به د دغه رپوټ د ارزونې لپاره وخت واخلو. همداراز د عدلیې ارزونې ته هم انتظار یو، دمګړۍ نور څه نشو ویلای».
د فنلنډ د کورنیو چارو وزیرې ماري رانټانن، چې د «حقیقي فنلنډیان» ګوند غړې ده، ویلي چې د مساواتو چارو د استازې د موندنو په اړه دمګړۍ نظر نه شي ورکولای.
نوموړې له دې وړاندې په نومبر کې دا تورونه رد کړي وو چې وزارت یې د کډوالو د سهمیې د تطبیق پر مهال تبعیضي عمل کړی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ او پراختيا په موخه له ۱۵ ملي او نړيوالو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. یاد وزارت ويلي، چې دغه ادارې به د ۱۲ میلیونه ۴۷۵ زره او ۴۰۶ ډالرو په ارزښت پراختیايي، بيارغونې او روزنيزې پروژې عملي کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزير نور الدین عزیزي د ۱۵ بيلابيلو ملي او نړیوالو موسسو له استازو سره دغه هوه کړه لیکونه لاسلیک کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې موخه يې خلکو ته کاري فرصتونه برابرول او د کورنیو سوداګريزو فعالیتونو ملاتړ او پراختيا ده.
د طالبانو د صنعت او سودګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، له دغو پروژو به ۷ زره ۶۷۳ تنه په کابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، بلخ، کندهار، لوگر، کندوز، بغلان، بدخشان، بادغیس، فاریاب، جوزجان، ننگرهار، تخار او بامیان ولایتونو کې ګټه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د تورخم دروازه د طالبانو له لوري د ډیورنډ کرښې پر «لانجمنه سیمه» د پوستو جوړولو په غبرګون کې تړل شوې. نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې یاده ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان دې په تورخم کې رامنځته شوې ګډوډي ژر تر ژره حل کړي.
نوموړی وایي، طالبانو پر ډیورنډ کرښه د دوو سرحدي پوستو جوړولو هڅه وکړه او د پاکستاني ځواکونو له غبرګون وروسته طالبانو پر پاکستاني لوري ډزې کړې دي چې له امله یې پاکستان د تورخم دروازه بنده کړې ده.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند پاکستاني ځواکونه تورن کړي، چې ډزې لومړۍ دوی کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر پاکستان د طالبانو هغه تورونه رد کړل چې په بلوچستان کې د داعشیانو لپاره د روزنې مرکزونه جوړ شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د برید د مسوول د نیول کېدو په غبرګون کې وویل چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ د داعش د روزنې مرکز جوړ شوی او دغه هېواد داعش د خپلې وسیلې په توکه کاروي.
شفقت علي یوځل بیا تور پورې کړ، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهرګرۍ لپاره کارول کیږي. نوموړی وایی، که امریکا خپلې وسلې له طالبانو واخلي نو په سیمه کې به امنیت ټینګ شي.
د تورخم دروازه له تېرو دیارلسو ورځو راهیسي د هر ډول تګ راتګ پرمخ بنده ده.
سرچیني وايي، چې په تورخم کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۱۱ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي او درې طالبان وژل شوي، خو طالبانو تراوسه رسمي دا نه ده تایید کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې د طالبانو مشر د خپل واک ساتلو او پياوړتيا لپاره نوي ګامونه اخيستي. په راپور کې ویل شوي، چې هبت الله په کندهار کې د ځان په ملاتړ غونډې جوړې کړې او خپل نژدې ملګري یې په مهمو څوکیو په دندو ګومارلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي، بشري او ټولنیز وضعت په اړه درې مياشتنی راپور وړاندې کړ.
په راپور کې په افغانستان کې د طالبانو پر يو شمېر کړنو او ناامنۍ اندېښه ښودلې شوې.
انتونیوګوترېش ويلي: « په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د امربالمعروف سخت قانون، له طبي زده کړو د ښځو منع کولو، د طالبانو د کړنو له کبله د مېرمنو پر ژوند اغېز، په کابل کې د داعش بريدونو، هدفي وژنو او ورته نورو کړنو باندې اندېښنې ښودلې دي.»
د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د طالبانو مشر د خپل واک ساتلو او پياوړتيا لپاره د ځان په ملاتړ په کندهار کې مهمې غونډې تر سره کړې او خپل نژدې او وفادار ملګري يې په مهمو پوستونو مقرر کړي دي.
په راپور کې یو ځل بیا د پخوانيو امنيتي ځواکونو نیول او شکنجه کېدو ته اشاره شوې.
دوی ویلي، چې طالبانو په وروستيو دريو میاشتو کې د پخوانيو امنيتي ځواکونو يو کس وژلی، ۳۷ يې زنداني کړي او ۱۸ نور یې شکنجه کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي زياته کړه، چې په افغانستان کې په تېرو دریو میاشتو کې د دغه سازمان د کارکوونکو پر وړاندې شاوخوا ۴۲ امنیتي پېښې شوې دي.
د نوموړي په خبره، په دې پېښو کې نیول، وهل ټکول، ګواښونه، ځورول او ورته نور شامل دي.
د دغه راپور له مخې، د دې ادارې د کارکوونکو پر وړاندې د ۶ د نيولو، ۱۲ د ځورونې او ګواښ، یوه د وهلو او د ۶ د بنديزونو قضيې شوې دي.
انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې تایید کړې، چې د طالبانو پر ضد پوځي جبهې په تیرو دریو میاشتو کې ۹۱ځله پر طالبانو بریدونه کړي دي.
د راپور د مالوماتو له مخې، په دې موده کې ملي مقاومت جبهې ۵۳ او ازادۍ جبهې ۲۱ ځلې پر طالبانو بریدونه کړي دي.
په راپور کې د افغانستان د بشري مرستو په اړه ویل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ مياشتې تر پايه افغانستان ته د اړتيا وړ مرستو یوازې ۳.۵ سلنه برابرې شوې دي.
دوی زياته کړې: «دا مرستې د ۲۰۲۵ لپاره د «بشري اړتیاوو او ځواب ورکولو پروګرام» برخه ده، چې موخه یې په افغانستان کې د ۲۲.۹ میلیونو اړو خلکو څخه ۱۶.۸ میلیونه خلکو سره مرسته کول دي.»
دا راپور داسې مهال وړاندې کيږي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له کبله ګڼو بشري سازمانونو د مالي سرچينو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې.
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو دوې ورځې وړاندي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروسته له هغه په افغانستان کې د یوناما پر فعالیت نیوکه وکړه، چې دغه سازمان په ۲۰۲۴ کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې له موضوع پرده پورته کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی ترسره کړی لکه څنګه چې ترې تمه کېږي.