طالبانو له ازبکستان څخه غوښتنه کړې چې د اورګاډي پټلۍ له لارې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي

د طالبانو حکومت په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره په ناسته کې له نوموړي د اورګاډي پټلۍ له لارې د سوداګرۍ د پراختيا غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره په ناسته کې له نوموړي د اورګاډي پټلۍ له لارې د سوداګرۍ د پراختيا غوښتنه کړې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس، د دغې ډلې د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقیار له قوله خبر ورکړی چې، د فواید عامې وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبک عثمانوف سره کتلي اوپه مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي.
په دغه خبرو کې د حيرتان-مزارشريف د اورګاډي پټلۍ بيارغونه، چې تمه ده د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد اسانتيا رامنځته کړي، هم یادونه وشوه.
په خبر کې راغلي چې چارواکو د بلخ- هرات د اورګاډي پټلۍ په اړه مطالعات وڅېړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یې د دې زیربنایي پروژو اهمیت په ګوته کړ.
افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ لري چې د سیمې هېوادنو اوزبکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال او سوداګرۍ کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.
طالبانو د روان ۱۴۰۳ مالي کال لړم میاشت کې اعلان وکړ، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ ټنه انتقالات شوي چې له دې جملې ۱۹۵۷ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.
ددغه اورګاډي پټلیو چارې په وروستي جهموري نظام کې شروع شوې، چې موخه یې د اورګاډي پټلیو له لارې د سیمې هېوادونو نښلول وو، خو د طالبانو بیا واکمنېدو سره یې چارې ونه درېده بلکې دوام یې پېدا کړ.


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تخار او بدخشان مېرمنو خوځښت غړو، اتم د مارچ د ښځو د یووالي د نړۍوالې ورځې په مناسبت ناسته وکړه او له نړۍ والې ټولنې یې وغوښتل چې د افغان مېرمنو د حقونو په اړه دې په فعاله توګه مداخله وکړي.
دغه مېرمنې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۶مه) د اسلام اباد په یو پارک کې ددې شعار سره راټولې شوې وې، چې موږ غواړو په نړۍواله کچه د طالبانو په واک کې د افغان ښځو د وضعیت او د هغوی د ملاتړ د اړتیا په اړه پوهاوی لوړ کړو.
د ناهید جسور په نامه د غونډې ګډنوالې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: « د مارچ اتمه د ښځو نړۍواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې د ازادۍ، مساوات او عدالت لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو د نه ستړي کیدونکي مبارزې یادونه کوي. موږ د تخار او بدخشان د ښځو د خوځښت غړي د دې سترې ورځې په مناسبت د نړۍ له ټولو ښځو او په ځانګړې توګه د افغانستان له ښځو سره چې د طالبانو د رژیم له ظلم او ستم سره مخ دي، خپل پیوستون څرګندوو.»
دغه مېرمنې وایي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغان مېرمنې له ډېرو اساسي حقونو څخه بې برخې شوې دي.
ددغه پروګرام یو بله ګډنواله حسینه هاشمي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «په افغانستان کې د ښځو نړۍواله ورځ نشو نمانځلی، ځکه طالبانو له ښځو ازادي اخیستې ده، په پاکستان کې هم دا ورځ نشو نمانځلی ځکه د اېستلو ډار دی، له کوره نشو وتلی، هره دقیقه ددې امکان شته چې پولیس راشي او موږ ونیسي او بېرته مو افغانستان ته ستانه کړي، اوس چې چرته یوو په ډار مو ددې ورځې لمانځل پېل کړي، ځکه د بشر حقونو او ښځو حقونو فعالان د پولیسو له لورې نیول کیږي.»
ددغه غونډې ګډنوالو سره ډار وو چې پولیس پرې خبر نشي، د دوی په وینا، په پاکستان کې افغان کډوال له سختو شرایطو سره مخ دی او ډېری افغان مېرمنې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بې برخې دی.
د غونډې ګډنوالو په یوې اعلامیه کې د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل، چې د افغان ښځو د حقونو د درک کولو لپاره په فعاله توګه مداخله وکړي، له افغان ښځو سره پېوستون وښيي او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو او د ښځو د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو د ملاتړ لپاره له هر ډول نړۍوال فشار څخه کار واخلي.
په اعلامیه کې همدا ډول د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل شول، چې په خپل هېودا کې د کډوالو اساسي حقوق په رسمیت وپېژني.
د ښځو نړۍواله ورځ په وروستي جمهوري نظام کې په ښو مراسمو نمانځل کېده خو کله چې جمهوریت ړنګ او طالبان بیا واکمن شول، په افغانستان کې نه یوازې دا چې اتم د مارچ نه نمانځل کیږي، بلکې له ښځو اساسي حقونه واخیستل شول، د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړل شوې، په کار او سیاسي ګډون یې بندیز ولګېد، او تفریحي ځایونه یې پر مخ وتړل شول، د طالبانو دغه چاره په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوه مګر دغه بندیزونو د طالبانو په دریڅ کې هېڅ بدلون رانهوست.

د پروان ولایت اوسېدونکو په تېرو څو ورځو کې د بګرام هوايي اډې په اسمان د بې پیلوټه الوتکو د الوتنې ویډیوګانې لېږلې. ځايي خلک وايي، په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته د بګرام په اسمان بې پیلوټه الوتکې زياتې تر سترګو کېږي.
د پروان اوسېدونکو په جلا جلا پیغامونو کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې هره ورځ د دغه ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو د لیدو شاهد وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ویناوو کې څو ځله د بګرام اډې يادونه کړې ده.
ټرمپ وروستی ځل د کابینې په غونډه کې وویل، چې امریکا باید د بګرام اډه په افغانستان کې ساتلې وای.
هغه وویل چې دغه اډه «د چین د اټومي توغندیو د تولید ساحې» ته نږدې ده.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ادعا کړې، چې د بګرام اډه د چین په لاس کې ده.
طالبانو تر دې مخکې د دې اډې په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړې وې.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سلواغې په میاشت کې ويلي: «افغانستان خپلواک دی او موږ به خپله خاوره هېڅ هېواد ته ونه سپارو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو (طالبانو) په لاس کې دی، نه د چین.»
ایا ټرمپ به بګرام ته ستون شي؟
ډونالډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په وار وار ویلي و، چې که د ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټي، له طالبانو سره په تعامل به د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي.
ټرمپ په ایوا کې په یوه کنفرانس کې وویل، چې د کابل په شمال کې دغې ستراتیژیکې اډې ته د بیرته ستنېدو هدف د چین څارنه ده.
نوموړي د لوړې مراسمو او سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته بیا تر دې مهاله په رسمي ډول بګرام ته د بېرته ستنېدو په اړه څه نه دي ويلي.
ټرامپ د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې په یوه نا اعلان شوي سفر د کابل شمال ته د بګرام اډې ته لاړ.
دا سفر یو سمبولیک اقدام و، چې د خپلو پوځیانو د ملاتړ او د هغوی د مورال د پیاوړتیا لپاره یې د امریکا ژمنتیا ښودله.
د بګرام اډه د افغانستان یوه له مهمو او ستراتیژیکو پوځي اډو څخه ده، چې د کابل شمال پلو ۱۶ کیلومترۍ کې په پروان ولایت کې موقعیت لري.
دا اډه یو وخت د امریکايي او ناټو ځواکونو تر ولکې لاندې وه او په افغانستان کې یې د ایتلافي ځواکونو د پوځي او لوژستیکي عملیاتو د مرکز په توګه کار کاوه.
خو بګرام د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د بېړنۍ وتلو پر مهال د طالبانو لاس ته ورغی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر نن د پښتونخوا بنو ته د خپل سفر پر مهال یوځل بیا ادعا کړې، چې په ورستیو ترهګریزو بریدونو کې د بهرنیو وسلو کارول ښيي چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټنځای دی.
د پاکستان د پوځ د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د پښتونخوا په بنو کې د موټر چاودنې او وسله وال برید له امله د ټپیانو د لیدنې پرمهال ویلي، چې ډیر ژر به د یاد برید غچ واخلي.
هغه نه دي ویلي، چې څه ډول غچ اخلي، خو تېرځل یې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې هوايي بمبارۍ وکړې، چې ګڼو ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د پوځ په خبرپاڼه کې د عاصم منیر له قوله لیکل شوي، چې د ټي ټي پي په ګډوون ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د پاکستان په وړاندې فعالیتونه کوي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې «په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بهرنیو وسلو کارول د دې ثبوت دی چې افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی».
تر دې وړاندې هم پاکستان په وار وار ادعا کړي چې دا ډول بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیم شوي، خو کابل د پاکستان دغه ډول ادعاوې ردوي.
د پښتخوا په بنو کې د سې شنبې په ماښام پر یوې پوځې چاوڼۍ موټر بم برید او وسله وال برید وشو. د پاکستان د پوځ د رسنیو مرکز ویلي، چې په دغو بریدونو کې د پنځو سرتیرو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي.

طالبانو په فراه ولایت کې د ملي ټلویزیون تصويري خپرونې بندې کړې او د ټلویزیون نشرات يې راډيو بڼې ته اړولي دي. فراه اووم ولایت دی، چې طالبان پکې پر رسنیو ورته بنديزونه پلي کوي.
د افغان خبريالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي، چې د فراه ملي ټلویزيون تصويري نشرات د امربالمعروف ادارې د فشارونو له کبله بند شوي.
د خبريالانو دغه مرکز د خپلو سرچينو له قوله ویلي: « اوس د ملي تلویزیون فعالیت بند شوی، ځایي تصویري خپرونې نه لري او راپورونه یې یوازې په غږیزه بڼه خپرېږي او په ټولنیزو رسنیو کې هم د ودانیو له انځورونو ګټه اخلي.»
د دې ترڅنګ په فراه ولایت کې ځينې طالب چارواکي تصويري مرکو ته هم نه حاضريږي.
په فراه کې ملي ټلویزیون او ۶ خصوصي راډيوګانې فعالیت لري.
د طالبانو د امربالمعروف د قانون په ۱۷ ماده کې محتسبینو ته دنده ورکړل شوې، چې د ساکښو د انځورونو خپرولو مخنيوی وکړي.
د افغان خبريالانو د مرکز د مالوماتو له مخې، له تېرو شپږو مياشتو راهیسې په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار او نورستان کې د ټلویزیوني خپرونو له بندېدو وروسته فراه اووم ولایت دی، چې دغه بندیز پکې عملي کيږي.
د خبريالانو مرکز په دې اړه اندېښنه ښودلې او دا یې د تصويري راپورونو، د معلوماتو د سانسور او بیان ازادۍ د ځپلو بیلګه بللې.
د خبریالانو ملاتړو ادارو په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي، خو یاده ډله وایي چې هېڅ یوې رسنۍ ته د دوی د پالیسیو خلاف د خپرونو او راپورونو اجازه نه ورکوي.

امو سیندد تاجکستان، افغانستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې تېرېږي او پخواني ارال سمندر ته توییږي او د دې اوبو د وېش هر ډول بدلون د یادو هېوادونو پر ایکوسیستمونو او اقتصاد جدي اغېزې کولی شي. د قرغیزستان ماښام بیشکک رسنۍ وايي، اوبه د نوې زمانې تېل دي او ددې لپاره سیالي پیل ده.
د (Vecherniy Bishkek) په وینا، د امو سیند له اوبو یو مهم کانال د قرهقوم کانال دی (چې مخکې د لینین کانال په نوم یادېده). دا کانال د ترکمنستان د اوبو ۸۰سلنه اړتیا پوره کوي. د دې اوږدوالی ۱۳۷۵ کیلومتره دی او له امو سیند څخه ۵۰۰ متر مکعبه في ثانیه اوبه اخلي، خو د ویچرني بیشکک په باور، د دې سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ د قوش تیپې کانال دی، چې افغانستان یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې فعالانه جوړوي.
قوش تیپه د افغانستان تر ټولو لویه بنسټیزه پروژه ده چې د اوبو سرچینو ته وده ورکوي، خو د رسنۍ په باور، دا کانال پرته له دې چې غاړې یې کانکریټ شي، جوړېږي او دا د اوبو د ضایع کېدو لامل ګرځي. یاده رسنۍ وايي، د دغه کانال ظرفیت ۶۰۰ متر مکعبه في ثانیه ته رسېږي، چې د چېرچک سیند له اوبو دوه عشاریه پنځه ځلهزیات دی.
د تخنیکي علومو دکتور صبیر مومادیورویچ قدیروف دې رسنۍ ته ویلي، چې « دا کانال پرته له استحکامه جوړېږي، اوبه شګلنو سیمو ته روانېږي، چې ډېره برخه یې جذبېږي او ضایع کېږي خو اصلي ستونزه دا ده چې ازبکستان او ترکمنستان به د کرنې او څښاک د اوبو لپاره له جدي کمښت سره مخ شي». نوموړی وايي، « افغانستان د دې اوبو د کارولو لپاره لازمې زیربناوې نه لري. دوی کانال لري، خو نه د اوبو رسولو پمپ سټېشنونه شته، نه مناسب سیسټمونه، لکه یوڅوک ګراج ولري، خو موټر ونه لري!».
یاده رسنۍ وايي، چې که د قوش تیپې کانال په بشپړ ډول فعال شي، د امو سیند د اوبو کچه به شدیده راټیټه شي، چې د ازبکستان او ترکمنستان د اوبو رسولو سیسټمونه به له کاره وغورځي او د ازبکستان د کرنې او څښاک د اوبو ستونزه به جدي شي.
ویچرني بیشکک زیاتوي، « د سیمې د هوا وضعیت به خراب شي، دوړې او شګلن توپانونه به زیات شي، د اوبي سرچینو پر سر سیمهییزې شخړې ډېرېدای شي او ګاونډي هېوادونه ښايي پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ولګوي».
ویچرني بیشکک وايي، په ۲۰۲۳ کال کې عبدالعزیز کاملوف کابل ته لاړ او هلته یې د اوبو د همکارۍ پر موضوع خبرې وکړې خو دا ستونزه باید د یوې پراخې ستراتیژۍ له لارې حل شي او هغه « د سرحدي اوبو د کارولو لپاره نړیوال تړونونه، افغانستان ته د اوبو د ښه مدیریت لپاره شریکې پروژې ورکول لکه د بندونو او زېرمتونونو جوړول او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي ټکنالوژۍ استعمال دي».
ویچرني بیشکک وايي، د برېښنا صادرات پر افغانستان د فشار یوه وسیله کېدای شي.