ایران د ماهیرود ـ فراه سړک د جوړولو پروژې چارې بېرته پیل کړې

د ایران د جنوبي خراسان والي وايي، د ماهیرود ـ فراه سړک جوړل د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت په لوړمړیتوب کې دی.نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د دغه سړک جوړول یو ښه فرصت بللی دی.

د ایران د جنوبي خراسان والي وايي، د ماهیرود ـ فراه سړک جوړل د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت په لوړمړیتوب کې دی.نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د دغه سړک جوړول یو ښه فرصت بللی دی.
ایراني رسنیو د جنوبي خراسان ولایت د والي سید محمد رضا هاشمي له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سړکونو او ښار جوړولو وزارت د ماهیرود ـ فراه سړک جوړولو د ځنډول شوې پروژې چارې پیل کړې.
نوموړي ویلي، چې د سړکونو او ښاري پراختیا وزیر اړوندو مرستیالانو ته یو ځانګړی امر صادر کړی چې د دې پروژې د چارو تمویل او څارنه وکړي.
هاشمي ویلي، د دغه سړک جوړول د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله یو ښه فرصت دی، « موږ د ولایت د څلورو سرحدي بازارونو د فعالولو لپاره هره هڅه کوو.»
نوموړي ویلي، د یاد سړک په جوړېدو سره به د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي.
هاشمي زیاته کړه:«د دغه سړک په جوړیدو سره به د موټر چلوونکو تګ راتګ او د توکو تبادلې پروسه اسانه شي».
هغه ټینګار وکړ چې د ماهیرود سربیشه - فراه افغانستان سړک یوه ملي او بین المللي پروژه ګڼل کیږي ځکه دده په باور، دا ټولو ولایتونو او افغانستان ته ګټه رسوي.


د افغانستان د تېرو حکومتونو ځینو جنرالانو د طالبانو تر حاکمیت لاندې په کابل کې د یوې ناستې پرمهال د دې ډلې په ملاتړ وویل چې ګاونډي هېوادونه دې نظامي تجهیزات امریکا ته نه سپاري. دوی زیاتوي:«امريکا چې له موږ وسلې غواړي، نو زموږ وسلې به څوک راکوي؟َ»
له طالبانو د امریکايي تجهیزاتو اخیستو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مکررو غوښتنو وروسته نن یکشنبه د کب ۱۹مه ځینو پخوانيو جنرالانو په یوه خبري ناسته کې د طالبانو په ملاتړ له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل، چې نړیوالو اصولو، قوانینو او ښه ګاونډیتوب ته په کتو ټولې هغه جنګي او ترانسپورټي الوتکې او تجهیزات، چې د افغانستان د ملت او خلکو ملکیت و، بېرته افغانستان ته وسپاري.
په دې خبري ناسته کې د کوم ګاونډي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی او یوازې د امریکا له خوا د افغانستان نظامي تجهیزاتو د له منځه وړو په برخه کې څرګندونې شوې دي.
یادو جنرالانو په دې خبري ناسته کې ویلي، چې امریکا د افغانستان وسلې او پوځي تجهیزات لوټ او له منځه یووړل.
دوی زیاتوي چې دغهراز امریکا د «اشغال» پر مهال خپل زاړه او له کاره لوېدلي پوځي تجهیزات پر افغانستان وپلورل.
پخواني جنرال کامران امان ویلي چې امریکا د ویتنام او عراق له جګړو پاتې شوي ټانکونه او وسلې رنک کړې او د افغانستان پر پوځ یې وپلورلې.
پخواني جنرال شعور ګل پښتون دې ناستې ته په خبرو کې وویل، چې امريکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ثقيله وسلې او ډيسي توپونه د مرستې په نامه د ډاياک او ډي ډي ار پروګرامونو له لارې له منځه يووړل.
د مخکیني جمهوریت پرمهال د دفاع وزارت سلاکار او د ګارنیزیون پخواني قوماندان جنرال افضل یادې ناستې ته وویل، چې له افغانستان څخه بهر ته وړل شوې وسلې د افغان ملت حق دي. جنرال افضل امان وايي، «موږ له خپل حق څخه دفاع کوو او هېچاته یې نه ورپرېږدو.»
نوموړي زیاته کړې، چې بهر ته وړل شوي تجهیزات او وسايط د ملت دي او هېڅوک حق نه لري ووایي، چې بايد امريکا ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړې: « ټرمپ وايي چې د بګرام نيول او وسلې اخيستل غواړو، موږ پخواني جنرالان پر طالبانو غږ کوو، چې څه ډول مو خپل هېواد له اشغاله خلاص کړ، هېچا ته اجازه ورنه کړئ چې خپل جنګونه له افغانستان څخه وکړي او دا خاوره د خپلو سیالانو سره د سيالۍ او د جګړې ډګر وګرځوي».
پخوانی جنرال عبدالستار خټګر وايي، « امريکا چې د وسلو دعوه کوي، موږ هم د هغو وسلو تاوان غواړو چې دوی له منځه وړې او موږ ته يې په مقابل کې کمزورې وسلې او مهمات راکړي دي.»
امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې تایید کړې، چې په ازبکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک اووه چورلکې بېرته دوی ته سپارل شوې دي.
د چارواکو په وینا، د پنتاګون له خوا ارزول شوې او د بیا کارولو وړ ګڼل شوې اووه بلک هاواک چورلکې واشنګټن ته سپارل شوې دي.
دغه چورلکې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې افغان پيلوټانو له طالبانو نه د تښتیدو پر مهال ازبکستان ته ولېږدولې.
د امریکا غږ د رپوټ له مخې، د افغانستان د پوځ ۲۲ الوتکې او ۲۴چورلکې چې بلک هاوک ، MD-530، او Mi-17 پکې شاملې وې، ازبکستان ته انتقال شوې وې.
طالبانو له ازبکستان نه څو ځله ددې الوتکو د ورسپارنې غوښتنه کړې، خو رپوټونه ښیي چې تاشکند او واشنگټن په دې اړه هوکړه کړې چې ۴۶ پوځي الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتن هینیک ددې الوتکو په اړه ویلي و، چې واشنگټن او تاشکند د افغان پوځي الوتکو او هلیکوپټرو په اړه هوکړه کړې ده چې افغان پيلوټانو په ۲۰۲۱ کې ازبکستان ته راوړل، او دا الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.
هغه زیاته کړه، « دغه پوځي الوتکې هیڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د امریکا وې، خو افغان پوځ کارولې».

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر ادعا کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو له حقونو سیاسي استفاده شوې ده. هغه وايي، چې دغه لړۍ لا هم د ځينو نړۍوالو موسسو او هېوادونو لهخوا دوام لري.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پر اېکس پاڼه د نوموړي یو غږیز پیغام خپور کړی چې پکې یې ویلي، د دوی تر واک لاندې ادارو کې افغان مېرمنې له خپلو ټولو شرعي حقوقو برخمنې دي.
د هغه په وینا، د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې متعصبې کړۍ په افغانستان کې د بهرنیو کلتورونو او تمدن د دودولو هڅه کوي.
د ښځو د حقونو فعاله ترنم سیدي د طالب ویاند څرګندونو ته په غبرګون کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي دي، طالبان غواړي چې په دې خبرو سره د افغان مېرمنو پر وړاندې ترسره کړی جنایتونه پټ کړي.
هغه زیاتوي، چې د ښځو حقونه د بهرنیو کلتورونو او تمدنونو سره هېڅ تړاو نلري،؛ بلکې دا د بشري حقونو او عدالت یوه مهمه برخه ده.
همداشان د بشر حقونو یوه بله فعاله ندا افغان وایي، دا د طالبانو لهخوا تش تبلیغ دي چې ورسره غواړي د نړۍوالو پام ځانته واړوي.
د هغې په وینا، د طالبانو د کړنې او د ښځو د حقونو په اړه د هغوی څرګندونې له واقعیته لرې دي.
ندا افغان، ټینګار کوي، چې د ښځو حقونو په اړه پوهاوی باید د ټولنې په ټولو برخو کې پراخ شي؛ ترڅو ښځې خپل حقونه وپېژني او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي.
خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغې ډلې پر ښځو لسګونه فرمانونه صادر کړي؛ نجونې او ښځې یې له زدهکړو، له سیاسي ګډون او ان له اقتصادي فعالیتونو هم بې برخې کړې او ان پر شپږم ټولګي پورته نجونو یې د ښونځیو او پوهنتونونو ټولې دروازې وتړلې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن به د افغانستان او پاکستان سوداګر او قومي مشران په تورخم کې د یادې دروازې د خلاصون او ستونزو د حل په موخه جرګه ترسره کړي.
ګل مراد زیاته کړې، چې د یادې جرګې د ترسره کولو پرېکړه یې د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو د سوداګرو په انلاین غونډه کې کړې ده.
هغه وویل، په نننۍ جرګه کې د سوداګرۍ او صنعایو خونې مشر محمد یونس مومند، د افغانستان - پاکستان سوداګرۍ ګډې خونې مشر نقیب الله صافی او میرزمان پوپل ترڅنګ نور قومي مشران ګډون کوي.
په تورخم کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ته په سیمه کې سرچینو ویلي، چې یاده جرګه به په د افغانستان لهخوا د ۴۱کسیېزې ډلې له ګډون سره په تورخم کې ترسره شي.
سرچینې زیاته کړې، چې د پاکستان له لوري به د سوداګرو د ټولنې مشر معراج الدین او د ګمرکي مرسته کوونکو د ټولنې مشر مجیب شینواري په ګډون د اپريدیو او شینوارو قومي مشران برخه اخلي.
ویل کېږي، چې دواړو لوري تورخم ته رسېدلي دي او په څو شېبو کې به جرګه پیل شي او په دغه جرګه کې پوځي او دولتي کارکوونکي حضور نلري.
تر دې وړاندې د فبروري پر ۲۴مه او د مارچ پر ۳مه شوې خبرې ناکامې شوې، چې وروسته پهډیورنډ کرښه کې د دواړو غاړو د ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي؛ خو دا ځل ترسره کېدونکې جرګه د ترینګلتیاو د کمولو او د ستونزې د حل لپاره یوه مهمه هڅه بلل کېږي.
د تورخم دروازه د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې تړلې ده، چې لامل یې پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوو تاسیساتو پر سر اختلافات دي.
د تورخم دروازه له تېرو څو ورځو د ترسره شویو مذاکراتو له ناکامۍ وروسته، لا هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده، چې د دواړو غاړو سوداګرو او په دغه لار تلونکو ناروغانو، ښځو، ماشومانو او مساپرو ته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

د بیان ازادۍ کور په نوم د افغان خبریالانو د ملاتړ یو سازمان د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت خبر ورکړی، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله په هېواد کې ۸۶سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.
یاد بنسټ وایي، چې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله په رسنیو کې په ازاده توګه د ښځینه خبریالانو د فعالیت او کار مخه ډب شوې ده.
د بیان ازادۍ کور باور لري، چې د افغانستان په نږدې نیمایي ولایتونو کې اوسمهال هېڅ ښځینه خبریاله کار نه کوي.
د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ زیاتوي، چې طالبانو پر ښځینه خبریالانو سخت محدودیتونه لګولي؛ هغوی یې تر وېرې او ځپنې لاندې راوستې دي.
راپور کې راغلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې ګڼ شمېر ښځینه خبریالانې نیول شوې، شکنجه شوې او چوپتیا ته اړ اېستل شوې دي.
د یاد بنسټ په وینا، اوسمهال ښځینه خبریالانې له اقتصادي ستونزو، رواني فشارونو او وېرې سره مبارزه کوي.
سره له دې د بیان ازادۍ کور ټینګار کوي، چې د سختو شرایطو سره، سره ګڼ شمېر افغان ښځینه خبریالانې لا هم له هېواده بهر خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د هېواد دننه له خپلو همکارانو سره ولاړې دي.
طالبانو په خپله واکمنۍ کې رسنۍ تر سختو محدودیتونو او بندیزونو لاندې راوستې دي.
د دوی د واکمنۍ له پیله لسګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان اړ شوي، چې هېواد پرېږدي.
طالبانو سانسور ته زور ورکړی او د معلوماتو ته پر لاسرسي یې کلک بندیزونه لګولي.
دا مهال یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې هم بندیان دي.
د راپورونو له مخې، په کابل کې فعاله رسنۍ په ازاده توګه سیاسي خپرونې او خبرونه نشي خپرولای.
په یو شمېر رسنیو کې طالبانو خپل کسان ګومارلي او د هغوی تر څار او سانسور وروسته رسنۍ خپلې خپرونې خپروي.
له تېرو درې اونیو راهیسې په کابل کې طالبانو پرېکړه کړې وه، چې په رسنیو کې سیاسي بحثونه بند کړي؛ خو تېره اونۍ یې په مشروط ډول د بیا پیلېدو اجازه ورکړې او ورته یې په ډاګه ویلي، چې کېدونکي سیاسي خپرونو کې باید د طالبانو په ملاتړ بحثونه وشي.
د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ یو شمېر هغه افغان خبریالان چې ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شوي له سختو امنیتي، اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي.
په دغو هېوادونو کې مېشت افغان خبریالان افغانستان ته د اېستل کېدو د ګواښ تر څنګ له نامعلوم برخلیک سره هم مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) خبر ورکړی، چې سبا دوشنبه د (کب ۲۰مه) په نیویارک کې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په تړاو ناسته کوي.
یوناما ویلي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان مشره روزا اوتنبایوا به هم د امنیت شورا په یاده ناسته کې ګډون کوي او د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په تړاو به په خپله وینا کې معلومات هم شریک کړي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې داسې مهال د افغانستان پر امنیتي وضعیت ناسته کېږي، چې تازه یاد سازمان خبر ورکړی چې په افغانستان کې یو شمېر ترهګرو ډلو خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې اندېښنه څرګنده شوې، چې د القاعده شبکې، پاکستاني طالبانو او ختیځ ترکستان د وسلهوالې ډلې تر څنګ یو شمېر نورو ترهګرو ډلو ته طالبانو پناه ځایونه ورکړي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان حکومت هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان له خاورې ورته امنیتي ګواښونه پېښ دي.
پاکستان ادعا لري، چې افغان طالبانو تر خپل واک لاندې «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هغې ځایه د دوی په خاوره کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.
د طالبانو ویاند او بېلابېلو غړو یې په وار وار په خپلو څرګندونو کې ډاد ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي او نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کاروي؛ خو د ملګرو ملتونو وروستي راپور د طالبانو دغه څرګندونې دروغجنې ثابتې کړې دي.
هممهاله د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم اندېښنې څرګندې کړې، چې طالبانو د القاعده په ګډون له یو شمېر نورو ترهګرو سره لاسونه یو ځای کړي او په خپله خاوره کې یې دغو ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړي، چې نړۍوال امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېدای شي.