• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم ستونزې حل لپاره جوړه شوې جرګه؛ دغه جرګه به نن د دویم پړاو ناسته ترسره کړي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۶ GMT+۰

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته د پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي ویلي:« ټاکل شوې چې په نننۍ غونډه کې به د افغانستان د سرحدي شخړو د پای ته رسولو او د تورخم د لارې د پرانیستلو په اړه پرېکړه وشي.»

هغه زیاته کړې، چې د دغې لارې د بندېدو له امله سوداګرو ته هر ورځ ۱۵ مېلیونه ډالر زیان اوړي.

ښاغلي کاظمي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، که طالبان د دغه پولې په لانجمنه ساحه کې د ودانیو د جوړولو کار ودروي؛ نو ښايي دغه غونډه یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټاکل شوې، چې نن دوشنبه به په تورخم کې د دې لارې د پرانیستلو په موخه د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د دغې جرګې د دویم پړاو غونډه چې څو ورځې وړاندې لغوه شوې وه؛ ترسره شي.

د جرګې یوه بل غړي او د خېبر د سوداګرو ټولنې مشر محمد یوسف اپریدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، هغه ستونزې یې حل کړې چې له امله یې د جرګې دویمه ناسته لغوه شوې وه.

ښاغلي اپریدي زیاته کړې:« د جرګې په لومړۍ ناسته کې مو پر درېیو مسلو« ډزبندي، په لانجمنه ساحه کې د کار بندول او د لارې خلاصون» هوکړه کړې وه، چې د هوکړې دوه مادې عملي شوې او د درېیمې مادې لپاره چې د لارې خلاصون دی؛ نن د افغاني لوري سره په ناسته کې پرې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو د قومي مشرانو او سوداګرو ترمنځ د سرحدي شخړو د پای ته رسولو او د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو په موخه د جرګې لومړي پړاو غونډه ترسره شوې وه او ټاکلې شوې وه چې ډېر ژر به د جرګې د دویم پړاو خبرو لپاره ناسته ترسره شي؛ خو افغاني لوري د پاکستان له‌خوا په جرګه کې د ګډونوالو په نوملړ کې د زیاتوالي له امله په دویمه ناسته کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده، چې دواړو غاړو ته یې مساپر او سوداګر له جدي ستونزو او سترو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د هېواد په خاوره کې یې د طالبانو له‌خوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله دغه لار تړلې ده.

د دغې لارې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ په پرله پسې ډول نښتې رامنځته شوې دي، چې په پایله کې یې درې طالبان، یو پاکستانی افسر او یو موټر چلوونکی وژل شوي او تر ۱۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

کاتولیک اونیزه: هغه افغانانو چې خپل مذهب عیسویت ته بدل کړی، د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۸ GMT+۰

کاتولیک اونیزې په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې یو شمېر مېشت هغه افغانان چې پخوا مسلمانان وو او اوس یې عیسویت ته مخه کړې د طالبانو د جدي ګواښونو له امله یې پاکستان ته پناه وړې؛ خو اوس یې هلته هم شپې نه کېږي.

په راپور کې راغلي، چې له دغې ډلې یو شمېر کسانو یې له اسټرالیا هېواد څخه د پناه غوښتنه کړې؛ خو لا یې هم پرېکنده ځواب نه دی ترلاسه کړی.

کاتولیک اونیزې د فاطمې په نوم د یوې افغانې عیسوۍ چې پخوا مسلمانه وه نظر هم خپور کړی؛ خو نوم یې ورته د امنیتي ستونزو له کبله مستعار ټاکلی دی.

فاطمې کاتولیک اونیزې ته ویلي، اوس د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې له مخې چې افغان کډوال خپل هېواد ته باسي له جدي ګواښ سره مخ شوې او وېره لري که افغانستان ته ولېږل شي؛ نو له حتمي به له مرګ سره مخامخه شي.

هغې د اسټرالیا هېواد د بشردوستانه ویزې غوښتنه کړې او لا هم ورته په تمه ده.

فاطمه چې د افغانستان د هزاره قوم پورې تړلې ده؛ د یوې لرې پرتې سیمې په غریبه کورنۍ کې لویه شوې او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په ۱۹۹۸ کې پاکستان ته کډه شوې ده.

هغې کاتولیک اونیزې ته ویلي، چې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال یې طالبانو پلار سخت شکنجه کړی او ځورولی و.

نوموړې وویل:« طالبان زموږ کلي ته راغلل، موږ هزاره ګان یو او قومي لږکۍ شمېرل کېږو. هغوی زما پلار زنداني کړ او ان پر شاه یې اوس هم د طالبانو د شکنجې نښې ښکاري».

فاطمه دوه خویندې لري، یوه خور یې په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې اسټرالیا ته کډواله شوه چې په کابل کې پر هزاره ګانو د یو ځانمرګي برید له کبله ټپي شوې وه.

کاتولیک اونیزه لیکي،‌ فاطمه په ۲۰۲۳ کال کې عیسویت ته واوښته؛ خو دې بدلون یې ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی.

طالبان له هغو مسلمانانو سره خورا ناوړه چلند کوي، چې خپل مذهب بدلوي او ان د اعدام تر کچې سزاوې ورکوي.

کاتولیک اونیزې لیکلي، چې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د اېستلو بهیر له امله یو شمېر افغان عیسویان له جدي ګواښ سره مخ دي او وېره لري که افغانستان ته ستانه شي؛ نو طالبان به یې ژوندي پرېنږدي،

جلاوطنه خبریاله: د کرونا وبا او د طالبانو راتګ راته داسې و لکه «مرګ»

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۰
•
زیار خان یاد

نن یې د جلاوطنۍ درې کاله او څلور میاشتې پوره شوې؛ خو لا یې هم کابل سترګو ته نېغ ولاړ دی او د پلار وروستی دیدن یې په زړه ارمان پاتې شوی. هغې نه یوازې د طالبانو واکمنۍ کې خپله دنده له لاسه ورکړه؛ بلکې پلار یې هم د یوې ناروغۍ له امله ومړ.

۳۱کلنه صابره نېکزاده چې د ماسټرۍ تر کچې یې زده‌کړې کړې دي؛ اتلس کاله وړاندې د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ په یوه کلي کې زېږېدلې ده.

هغه پرته له کومو کورنیو محدودیتونو او ستونزو ښوونځي ته روانه شوه او ۱۳۹۰ کال کې له دولسم ټولګي فارغ شوه.

په ۲۰۱۹ کې یې د بامیکا په نوم یې بامیانو له یوه خصوصي پوهنتون څخه په جزایي حقونو کې لېسانس بشپړ کړ او په نړۍوالو حقونو کې یې د کابل له یوه خصوصي پوهنتون څخه ماسټري کړې.

له خبریالۍ سره یې ځانګړې لېوالتیا لرله؛ پلار یې هم په دغه برخه کې د هغې ملاتړ کاوه او بالاخره یې په ۲۰۱۷ کال کې د نسیم په نوم له یوې سیمه‌ییزې راډیو سره د خپرونو د چلوونکې په توګه کار پیل کړ؛ خو ټولنیز خنډونه لا هم د صابرې د پرمختګ پر وړاندې پراته وو.

100%

د هغې په کلي کې کورنیو نجونو ته اجازه نه ورکوله، چې له دولسم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي؛ خو صابرې له دې ټولو ټولنیزو ستونزو سره د خپلې کورنۍ او پلار په ملاتړ مبارزه وکړه. مذهبي او کلتوري بندیزونه یې بې باکه وګڼل او له راډیو یې خپل غږ راپورته کړ.

نوموړې د «ښځې او سولې» تر نامه لاندې راډیوي خپرونه چلوله، چې د پخواني جمهوري نظام او طالبانو ترمنځ پکې د سولې خبرو اترو په تړاو بحثونه کېدل.

صابرې نېکزاد څه موده وروسته د بي‌بي‌سي له فارسي څانګې سره په بامیان ولایت کې د فري لانس یا ازادې خبریالې په توګه کار پیل کړ.

خپل راتلونکي ته یې ډېرې هیلې لرلې، د خبریالانو ملاتړ ته یې هم ودانګل او په بامیان ولایت کې یې د افغانستان د خبریالانو د مصوونیت کمېتې مسوولیت هم پر غاړه شو.

له دې لارې به یې خبریالانو ته د ورپېښو ستونزو او مسلو د حل په تړاو هلې ځلې کولې؛ خو ناڅاپه دا هر څه لمنځه ولاړل.

د ۲۰۲۱ کال (د اګسټ ۱۵مه نېټه) ده، په کور کې خپل موبایل کې بوخته وه؛ خواله رسنیو ته یې سر ورښکاره کړ او ناڅاپه یې ولیدل، چې بامیان هم د طالبانو لاس ته لوېدلی. وارخطا شوه او دا بدلون ورته د یوې ډرامې په توګه ښکارېدو.

صابرې وویل:« بامیان بېخي خالي شو، مرکز کې هېڅوک نه وو. د ګوتو په شمېر خلک په بازار کې لیدل کېدل او په هماغه ورځ مې کابل ته حرکت وکړ».

هغې زیاته کړه: « پلار سره مې چې په کلي کې اوسېده اړیکه وکړه، چې کلي ته نشم درتلای او باید کابل ته لاړه شم».

صابره وایي، هېڅکله یې اسلامي حجاب نه کاوه؛ خو د طالبانو له وېرې مجبوره شوه چې خپل ټول بدن په اسلام حجاب وپوښي او د جمهوري نظام د پرځېدو په لومړۍ ورځ کابل ته سختې وېرې او ګڼو اندېښنو سره وخوځېږي. کابل ته تر تګ دمخه یې ژر ژر خپل اسنادونه راټول کړل، هر یو یې بېل بېل کړل او ځیني یې ترې وسوځول. په دغو اسنادو کې د هغې د خبریالۍ اړوند اسنادونه هم شامل وو چې راتلونکی یې ورپورې تړلی و. روانه شوه او په لاره کې یې زړه کې ګرځېدل، چې طالبان به چېک پواینټونه ولري، ښايي ونیول شي؛ خو بالاخره د میدان وردګ له لارې کابل ته ننوته.

کرونا او طالبان لکه مرګ

د هغې په خبره: « په کابل کې د نجونو یوې لیلیې ته لاړم، په مستعار نوم مې ځان ورسره ثبت کړ او نږدې یوه نیمه میاشت هلته پاتې شوم».

په کابل کې هم د خپل فکر خلاف په کلک حجاب کې پټه ګرځېده.

په لارو کې یې طالبان هم لیدل او دا ورته خورا سخته وه، چې څېرو ته یې وګوري.

د صابرې په وینا:« اصلا طالبان ما ته انسانان نه ښکارېدل، ما فکر کاوه کوم بلایي مخلوق دی».

دغه افغان خبریاله زیاتوي، چې په ژوند کې یې دوه ځله د مرګ احساس کړی، لومړی د کرونا وبا د راتګ پر مهال او دویم ځل د طالبانو د بیا واکمنېدو پر وخت.

نوموړې وایي:« اول ځل د کرونا په وخت کې او بیا چې طالبان راغلل مرګ راته سترګو ته ودرېد او له ژوند مې هیلې پرې شوې».

صابره د ۲۰۲۱ کال په د سېپټمبر په ۲۱مه په یوازې ځان د هېواد پرېښودو ته اړه شوه او نور یې په افغانستان کې د خپل ژوند راتلونکی بایللی ولید.

نوموړې د پاکستان پلازمنې اسلام اباد ته لاړه او هلته یې د جلا وطنۍ ژوند له خپل دوه ورونو، درې خوېندو، مور او پلار څخه لرې پیل کړ.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: « وطن پسې مې سخت وژړل، اوس هم ژاړم او خپلې تروړل شوې هیلې هم ذهن ته راځي».

هغه د جلا وطنۍ په ژوند کې له سختو کړاوونو سره مخ شوه، یو ورور یې چې د پخواني جمهوري نظام کې یې دنده لرله هم اړ شو؛ څو ایران ته کډوال شي او هېواد پرېږدي.

صابرې پاکستان کې د ګټې وټې لپاره هېڅ نه لرل او بې دندې هم وه، چې ناڅاپه یې لس میاشتې وړاندې د خپل پلار د ناروغۍ واورېدل.

پلار یې مغزي سکته کړې وه، بامیان کې یې درملنه ناشونې وه او کورنۍ یې اړه شوې وه چې کابل ته یې یوسي؛ خو د اقتصادي ستونزو او روغتیایي امکاناتو د نشتوالي له کبله یې درملنه ونشوه. د صابرې په خبره:« سخته شېبه وه، چې د پلار د مرګ مې واورېدل، حتی زه یې وروستي دیدن او جنازې ته هم نشوم تلای. ما هېڅوک نه لرل چې راسره مرسته وکړي».

100%

په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو د کار بندیز او پر رسنیو د سختو محدودیتونو له کبله د صابرې ځینې ملګرې هم له دغو ناخوالو خوندي پاتې نه دي.

د هغې دوه تنه رسنیز همکاران اوس هم د طالبانو په زندان کې دي او پر نورو همکارانو یې طالبانو سخت محدودیتونه لګولي دي.

ځینې ملګرې یې لوېدیځو هېوادونو ته تللې دي او ځینې یې د هغې په څېر په ګاونډیو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

اسلام اباد او د ژوند ناخوالې

صابرې تازه په اسلام اباد کې یوه دنده هم ترلاسه کړې؛ خو د قانوني استوګنې ویزه یې تازه پای ته رسېدلې او پاکستان پر افغان کډوالو د ویزو د تمدید موده هم راکمه کړې ده.

هغه څو، څو ځله له پولیسو سره مخ شوې؛ خو د قانوني ویزې په ښودلو یې ورته څه نه دي ویلي. اوس له وېرې سره مخ ده، له یو لوري یې د ویزې موده ختمه شوې او له بل لوري‌ د پاکستان حکومت د خپلې نوې تګلارې له مخې افغانانو ته په اسانۍ ویزې نه تمدیدوي.

صابره نکېزاد وايي:« مخکې به ویزه د شپږو میاشتو لپاره تمدید کېده او اوس د یوې میاشتې لپاره. دا بېخي سخته ده او زه یې توان نه لرم، چې هره میاشت د ویزې تمدید باندې پیسې ورکړم».

صابره په دې حالت کې یوازې نه ده؛ بلکې په دغه هېواد کې لسګونه زره تازه هغه کډوال چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یاد هېواد ته تللي له دغه ستونزې سره مخ دي.

د خبریالانو د نړۍوال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې نږدې دوه سوه افغان خبریالان دا مهال د طالبانو له وېرې د جلاوطنۍ ژوند غوره کړی او هره شېبه د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د خبریالانو ملاتړو نړۍوالو سازمانونو له اسلام اباده غوښتي، چې له افغان خبریالانو سره دې له نرمۍ کار واخلي او د دوی له ایستلو دې ډډه وکړي.

خبریالان د طالبانو تر سیورې لاندې

د جمهوري نظام له پرځېدو سره سم طالبانو په هېواد کې کرار، کرار په رسنیو سخت محدودیتونه او بندیزونه ولګول.

د خبریالانو خبرونه یې سانسور کړل، ځیني یې زنداني کړل او ځیني یې سخت وډبول. پر رسنیو د طالبانو د بندیزونو د دوام له کبله لسګونه یې وتړل شوې او ځینو یې د طالبانو تر سیوري او سپارښتنو لاندې خپرونو ته دوام ورکړ.

طالبانو یو شمېر خبریالان په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې ونیول او د دغو بندیزونو له کبله ان خبریالان د رواني ستونزو سره مخ شول. د دغو بندیزونو له کبله مسلکي خبریالان اړ شول څو خپل سرونه خوند‌ي کړي‌ او هېواد پرېږدي.

100%

سلګونه مسلکي خبریالان پاکستان، ایران،‌ امریکا، اروپا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو ته لاړل. له همدې کبله په کور دننه رسنۍ له مسلکي او تخنیکي پلوه ګڼو ستونزو سره مخ شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز تازه ویلي، چې په ۱۴۰۳ کال کې طالبانو د نورو کلونو په پرتله د رسنیو او خبریالانو حقونو پر وړاندې خپلې سرغړونې ۲۴سلنه زیاتې کړې دي.

یاد مرکز وایي، روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې یې ثبت کړې دي. په دغو پېښو کې د ۲۲ رسنیو تړل کېدل او ۵۰ خبریالانو نیول هم شامل دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو نیول شویو خبریالانو له ډلې لس تنه یې لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.

د طالبانو د بندیزونو له مخې، رسنۍ باید خپلې ټولې سیاسي خپرونې او خبرونه د دوی تر څار وروسته خپاره کړي.

طالبانو هرې رسنۍ ته خپل څارونکي کسان ګومارلي، چې د خپرونو کې د سانسور صلاحیتونه لري.

ګاونډي هېوادونه؛ د خبریالانو ناڅرګند برخلیک

په پاکستان او ایران کې افغان خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ څخه کړېږي. همدا راز په دغو هېوادونو کې د کاري حق نشتوالی د دوی پر وړاندې له لویو خنډونو څخه ګڼل کېږي. د خبریالانو اولادونه له زده‌کړو بې برخې دي او ملاتړو سازمانونه یې هم ستونزو ته پاملرنه نه کوي.

نیوکې دا د‌ي، چې د خبریالانو ملاتړي سازمانونه په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان خبریالانو د ملاتړ په نوم یوازې شعارونه ورکوي او له دوی څخه پروژوي ګټې ترلاسه کوي.

همدا راز لوېدیځو هېوادونو ته د یو شمېر افغان خبریالانو قضیې هم ځنډېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري‌ د کډوالۍ پروګرام بندیز له کبله یو شمېر افغان خبریالان چې د امریکا په ملاتړ یې له جوړو شویو رسنیو سره دندې کړې وې هم له دغه پرېکړې اغېزمن شوي دي.

صابره نېکزاد هم له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو تر څنګ د یو شمېر هېوادونو د کډوالۍ له پروګرام سره ثبت ده؛ خو لا یې هم برخلیک نامعلومه ده.

هغې وویل:« یو نامعلوم حالت دی، د پناه غوښتنلیکونه مو ورکړي؛ خو نه پوهېږو چې ولې پکې دومره ځنډ راغلی. له یوې خوا په پاکستان کې اقتصادي ستونزې او له بلې خوا نامعلوم برخلیک ځورونکی دی».

صابرې نیکزاد زیاته کړه: « اسلام اباد کې د فېټنس ورزش ته په ازاده توګه ځم،‌ د طالبانو او وطن غوندې بندیزونو سره نه یم مخ؛ خو بیا هم جلاوطني سخته ده».

طالبانو یو وار بیا پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو له جبري اېستلو ډډه وکړي

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

طالبانو یو وار بیا پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو له بېړنۍ او جبري اېستنې دې ډډه وکړي. د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د دواړو خواوو په همغږۍ د یوې ګډې تګلارې له مخې افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دغه څرګندونې تېره ورځ د دغې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ په یوې ناسته کې کړې دي.

د دغه کمېسیون له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې له اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو او ادارو غوښتل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ تر څو د ګاونډيو هېوادونو د چارواکو د بېړنۍ او ناعادلانه پرېکړو له امله د افغان کډوالو حقونه ترپښو لاندې نشي.

خبرپاڼه زیاتوي:« ‏یاد نړۍوال بنسټونه بايد له کوربه هېوادونو سره د لېږد په سالمې لړۍ کار وکړي؛ ترڅو هېواد ته د کډوالو راستنېدنه د ځانګړې تګلارې له مخې ترسره شي.»

خو تازه پاکستاني رسني ویلي، چې اسلام‌اباد د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه.

اسلام‌ اباد کابل ته په ښکاره ویلي، چې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ به (د مارچ تر ۳۱مې) وروسته چټکه کړي او له اپرېل لومړۍ نېټې وروسته به د ACC کارت لرونکي افغانان هم له خپل هېواده وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت (د مارچ په ۷مه) رسمي اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره وروستی ضرب‌ الاجل (د مارچ ۳۱مه) ده او که دوی دغه هېواد پرېنږدي؛ نو په زوره به یې وباسي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې شاوخوا ۸سوه زره افغانان د ACC کارتونه لري؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته به دوی ناقانونه کډوال وګڼل شي.

پاکستاني رسنۍ: اسلام‌اباد د کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۲ GMT+۰

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ځنډولو په تړاو د طالبانو غوښتنه رد کړه. اسلام‌ اباد کابل ته په ښکاره ویلي، چې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ به (د مارچ تر ۳۱مې) وروسته چټکه کړي او له اپرېل لومړۍ نېټې وروسته به د ACC کارت لرونکي افغانان هم له خپل هېواده وباسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت (د مارچ په ۷مه) رسمي اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره وروستی ضرب‌ الاجل (د مارچ ۳۱مه) ده او که دوی دغه هېواد پرېنږدي؛ نو په زوره به یې وباسي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې شاوخوا ۸سوه زره افغانان د ACC کارتونه لري؛ خو له ټاکلې نېټې وروسته به دوی ناقانونه کډوال وګڼل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي: «د بې‌اسناده بهرنیانو د اېستلو پروګرام د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شوی. اوس ملي رهبرۍ پرېکړه کړې، چې د ACC کارت لرونکي افغانان هم له هېواده وباسي.»

په دې تړاو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ټولو بې‌اسناده بهرنیانو، په ځانګړې توګه ACC کارت لرونکو ته سپارښتنه شوې چې (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي؛ ګني د اپرېل له لومړۍ نېټې وروسته به د اېستلو بهیر پرې په جبري توګه پلی شي. 

پاکستان وايي، چې افغان کډوالو ته د بېرته تګ لپاره کافي وخت ورکړل شوی؛ خو طالبانو له اسلام‌ اباده غوښتي، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د کډوالو ځورونه به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

خو د پاکستان چارواکو د یکشنبې په ورځ له اسلام اباده خپرېدونکې اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي، چې دا پرېکړه وروستۍ ده او اسلام‌اباد به په خپل دریځ ولاړ پاتې شي.

دغه ورځپانې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، اړوند ادارو ته امر شوی چې د افغان کډوالو د اېستلو چمتووالی ونیسي.

د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۸ لکه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا د ثبت شویو کډوالو او د ACC کارت لرونکو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړې وه؛ خو اوس دغه پرېکړه هم لغوه شوې ده.

اوس‌مهال شاوخوا ۳ مېلیونه افغانان لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.

طالبانو پر پاکستان تور پورې کړی، چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي؛ خو اسلام‌ اباد دغه ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې طالبان باید خپل هېواد کې داسې شرایط برابر کړي چې کډوال په عزت بېرته ستانه شي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې په افغانستان کې دندې کړې وې؛ پاکستان ته کډوال شول. دغه کډوال چې د طالبانو له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ دی هم اوس د پاکستان د دغه نوې پرېکړې له مخې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی، چې د هغو کډوالو د اېستل کېدو په تړاو هم غور کوي چې د امریکا په ګډون یې د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې قضیې رد شوې دي.

د بشري حقونو او کډوالو یو شمېر ملاتړو سازمانونو هم د پاکستان دغه پرېکړې غندلې او پر دغه هېواد یې غږ کړی، چې د افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي.

په ورته وخت کې پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی، چې د دوی پر ضد د ترهګرو د بریدونو اصلي لامل دی.

پاکستان ادعا کوي، چې افغان وګړي د وروستیو بریدونو په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا ایالت د بنو پر پوځي چوڼۍ د ترهګریز برید کې ښکېل وو.

طالبانو بیا د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې د پاکستان دننه امنیتي مسایل د دوی کورنۍ ستونزه ده او باید افغانستان ته د ګوتې نیولو پر ځای خپلو ناکامیو ته پام وکړي.

همدا راز د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د نښتو له امله (د فبرورۍ له ۲۱مې نېټې) څخه د تورخم دروازه هم تړل شوې ده.

پاکستان ادعا کوي، چې طالبانو پر ډیورنډ فرضي کرښه صفري نقطه کې د امنیتي پوستو جوړولو هڅه کوله چې له همدې امله دغه کړکېچ رامنځته شو.

پاکستاني چارواکي وايي، د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ به د تورخم له لارې هم دوام ولري.

امریکا غږ خپلې ټولې پښتو او دري ټلویزیوني خپرونې ودرولې

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۰

له پرون سهار راهیسې د امریکا غږ پښتو او دري برخو خپلې ټلویزیوني خپرونې درولې دي او د ورځنیو خپرونو پر ځای د ځینو انځورونو سره، «امریکا غږ څنګه کار کوي، په ګډون امریکا غږ د متحده ایالاتو د سیاست څرګندونه کوي» کلیمې د ټلویزیون پر څپو راڅرګندېږي.

دغې رسنۍ خپلې خپرونې وروسته له هغه ودرولې، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل یوه اجرایوي فرمان کې د امریکا د حکومت تر چتر لاندې د امریکا غږ او ازادي راډیو / ازادي اروپا راډیو بودجه لغوه اعلان کړه، چې د دغو رسنیو کارکوونکي یې جبري رخصتۍ ته اړ کړل.

د امریکا غږ مشر مایکل ابرامویټز د یوه برېښنالیک په ترڅ کې خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی، چې د ولسمشر ټرمپ فرمان د پلي کېدو په حال کې دی او دوی نور نشي کولی چې د کار ځای ته ننوځي او یا هم له برېښنایي کاري سیسټم څخه ګټه واخلي.

په دغه برېښنالیک کې د امریکا غږ ټول کارکوونکي جبري رخصتۍ ته او اېستل شوي او خبرداری یې ورکړی، چې هیڅوک حق نه‌لري تر راتلونکي اعلانه پورې په دغه اداره کې له خپل مقام او یا هم واکونو ګټه پورته کړي.

د دغې رسنۍ برخلیک لا روښانه نه دی؛ خو د امریکا غږ مشر مایکل ابرامویټز ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ د دغه اجرایوي فرمان په پلي کولو سره به د یادې ادارې ۱۳۰۰ تنه خبریالان، پروډیوسران او نور کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.