• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په روانه اونۍ کې دولتي کارکوونکو ته معاشونه ور کوي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د مالیې وزارت نن اعلان وکړ، چې په دې اونۍ کې به د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي. مخکې له دې، یو شمېر دولتي کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو مالیې وزارت له تیرو دوو میاشتو راهیسې د دوی معاشونه نه دي ورکړي.

د طالبانو مالیې وزارت نن سې شنبه «د کب ۲۸مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دولتي ادارو معاشونو به په دې اونۍ کې د پخوا په څېر ادا شي.

په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو تر واک لاندې دولتي ادارو کارکوونکو شکایت کړی و، چې د تېرو دوو میاشتو معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي.

په پکتیا کې یو ښوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي او نه پوهېږي چې چاته شکایت وکړي.

تېره ورځ له کابل څخه ځینې ویډيوګانې رسېدلې، چې پکې ویل شوي د طالبانو تر واک لاندې د دولتي ادارو کارمندان دي خو طالبانو یې معاشونه نه دي ورکړي.

تېره میاشت هم طالبانو ادعا کړې وه، چې دولتي کارکوونکو ته به معاشونه پر وخت اجرا شي خو د ځینو دولتي کارکوونکو او ښوونکو د نیوکو پر بنسټ هغوی ته تر اوسه پورې معاشونه نه دي اجرا شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي کارکوونکي د طالبانو له لوري د معاش نه ورکولو له امله شکایت کوي. کندهار کې د طالبانو د معارف ریاست یوې سرچینې د کب پر ۱۴مه ویلي و چې د ۶۰۰۰ څخه د زیاتو ښوونکو معاش نږدې درې میاشتې نه دی ورکړل شوی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په تړاو د لویدیز پر سیاستونو نیوکې وکړې

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۱۰ GMT+۰
•
خبرخونه

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر د ۲۰۲۵ کال په «رایزېنا ډیالوګ» کې د لویدیز پر دوه ګونو معیارونو نیوکې وکړې او ویې ویل طالب مشران چې د دوحې او اوسلو په غونډو کې یې هرکلی وشو، اوس د افغانستان د خراب وضعیت له امله بېرته ګوته ورته نیول کیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر چې د ۲۰۲۵ کال په «رایزېنا ډیالوګ» کې یې خبرې کولې د لویدیز پر دوه ګونو سیاستونو نیوکې وکړې.

شنکر د طالبانو او تحریرالشام ډلو ترمنځ د غیر مستقیمې پرتلنې په ترڅ کې وویل، چې پروني بنسټپالي د نېکټايي او درېشۍ په اغوستلو ښه بلل کیږي، خو هغه خلک چې دوی په دوحه او اوسلو کې ورسره خبرو ته ناست وو، نن چې ددوی لپاره مناسب نه دي، ښه کارونه نه کوي.

جې شنکر وویل، « افغانستان در واخلئ، نو همغه افغانستان، همغه منزوي طالبان چې د دوحې په پروسه کې یې هرکلی وشو او د اوسلو په پروسه کې ښه راغلاست ورته وویل شول، ظاهرا، هغه وخت خلک ورسره موافق وو. نن موږ بیا بېرته شاته ګرځو او وایو چې طالبان دا ټول ښه کارونه نه کوي. اوس که هغوی دا ټول کارونه همغه وخت کول، نو په اوسلو او دوحه کې پر څه بحث وشو؟».

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، «تاسې یو برېټانیایی جنرال درلود چې هغه وخت یې طالبان د داسې خلکو په توګه تعریف کړل، چې « د کلیو هلکان» دي او خپل پت ‌کوډ لري. اوس، چې ستاسې لپاره مناسبه وي او تاسې له طالبانو سره معامله کوئ، هغوی سم دي، خو کله چې مناسبه نه وي، بیا سم نه دي. نن که تاسې افراطي یاست، خو دریشي او نیکټایي واغوندئ، نو تاسې ته ښه سړی ویل کیږي. فکر کوم زه له دې ټولو سره ستونزه لرم».

له بریدګر او قرباني سره یو ډول معامله

د کشمیر مسالې په اړه جې شنکر وویل چې هند د نړۍ تر ټولو اوږده غیرقانوني اشغال سره مخ دی.

هغه زیاته کړه، چې د ۱۹۴۷ کال له ازادۍ یوازې دوه میاشتې وروسته پاکستان د یرغل له لارې ځینې سیمې ونیولې او چین هم د ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو په اوږدو کې په لداخ او جمو و کشمیر کې ځینې برخې اشغال کړې.

شنکر د پاکستان د برید مسالې د غلط تعبیر په اړه د لویدیز رول ته اشاره وکړه او ویې ویل: « موږ ملګرو ملتونو ته د یرغل له ستونزې سره لاړو، خو دا مساله د سرحدي شخړې په توګه تعبیر شوه، بریدګر او قرباني دواړه یو ډول وبلل شول».

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبېها وویل چې کیېف له روسیې سره د سولې په تړون کې خنډ نه دی او باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د انصاف او دوامداره سولې ترلاسه کول ممکن دي.
100%
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبېها وویل چې کیېف له روسیې سره د سولې په تړون کې خنډ نه دی او باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې د انصاف او دوامداره سولې ترلاسه کول ممکن دي.

نړیوال نظم

هغه د نړیوال نظم په اړه وویل، چې په لویدیز او ختیز کې وضعیت او مسایل توپیر کوي.

شنکر زیاته کړه، « زه فکر کوم چې موږ باید یو نظم ولرو او دا نظم باید عادلانه وي. موږ د ملګرو ملتونو پیاوړي سازمان ته اړتیا لرو، خو پیاوړي ملګري ملتونه یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي، چې دا عادلانه وي. یو غښتلی نړیوال نظم باید د معیارونو اساسي ثبات ولري».

​د هند د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دا یوازې لوی هیوادونه نه دي چې د نظم له نشتوالي ګټه پورته کوي، بلکې هر هیواد چې خطرناکې تګلارې غوره کوي او سیسټم ازمويي، کولی شي له بې نظمي خپلې ګټې ترلاسه کړي.

شنکر وویل: « موږ په خپل ګاونډ کې دا لیدلي دي. تاسې اړتیا نه لرئ چې یو لوی هیواد اوسئ څو یو خطرناک هیواد واوسئ». ​

ایس. جې شنکر ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د « نړیوالو اصولو اساسي ستنې» وبللې.

هغه د سیاسي مداخلې په اړه هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، « کله چې لویدیز د نورو هېوادونو خاورو ته ننوځي، دا ظاهراً د دموکراتیکو ازاديو د ساتنې په نوم ترسره کیږي. خو کله چې نور هېوادونه د لویدیز پر خاوره ورننوځي، دا بیا د بد نیت درلودو په توګه تعبیرېږي».

شنکر د نړیوال سیاست دوه ګوني معیارونه وغندل، چې څنګه یو عمل د لویدیز له خوا مشروع ګڼل کېږي، خو همغه عمل که نور هېوادونه کوي، نو غندل کېږي.

په دې بحث کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها، سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر یورای بلانار، د سویډن پخواني لومړي وزیر کارل بلدت او د لیښتنشتاین د بهرنیو چارو وزیر هم برخه لرله.

د خبریالانو مرکز: طالبانو د کندهار ولایت په ټولو راډیوګانو کې د ښځو پر غږ بندیز ولګاوه

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۳۶ GMT+۰
•
خبرخونه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې وایي، چې د طالبانو په نوي فرمان کې د کندهار په ټولو راډیوګانو کې د ښځو پر غږ د بشپړ بندیز امر شوی دی.

دغه مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو له رسنیو غوښتي چې له دې ورسته دې د دغې ډلې مشر ملاهبت الله ته د «امیر المومنین» خطاب کوي.

په فرمان کې دا هم ویل شوي، چې د رسنیو کارکوونکي له سیمې څخه د راپور چمتو کولو پر وخت باید د یاد ریاست اجازه لیک له ځان سره ولري.

د افغان خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په کندهار کې هېڅ کوم ټلويزیون فعالیت نه‌لري او ټولې ویډیویي رسنۍ په راډیویي بڼه بدلې شوې دي.

دا په افغانستان کې له هلمند وروسته دویم ولایت شو، چې طالبانو په رسنیو کې د ښځو پر غږ بشپړ بندیز ولګاوه.

داسې ویل کېږي، چې د کندهار رسنیو ته د اطلاعات او فرهنګ ریاست له‌خوا لېږل شوی مکتوب د خبریالانو د نړۍوالې ورځې په مناسبت صادر شوی دی.

100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو نوي بندیزونه غندلي دي.

دغه ینسټ تېره ورځ په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو سرغړونې ۲۴سلنه زیاتې شوې دي.

دغه مرکز زیاته کړې وه، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې چې د ۲۲ رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول پکې شامل دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې یوشمېر رسنۍ تړلې دي، لسګونه خبریالان یې بندیان او شکنجه کړي او دغه راز یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

طالبان: په تېرې سلواغې میاشت کې د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې کموالی راغلی

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغې ډلې د احصایې او معلوماتو ادارې له حوالې خبر ورکړی، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان په وارداتو کې ۲۱ مېلیونه ډالر او په صادراتو کې بیا د ۱۸ مېلیون ډالرو په ارزښت کموالی راغلی دی.

د راپور له مخې، د افغانستان واردات په سلواغې میاشت کې د ۲۱ مېلیونه ډالرو په کمښت یو زر او ۷۶.۱ مېلیون ډالرو ته راکښته شوي دي.

یادې ادارې دا هم ویلي چې، د افغانستان صادرات هم د ۱۸ مېلیونه ډالرو په کمښت ۱۴۴.۲ مېلیونو ته راټيټ شوي دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې په وینا، د افغانستان ډېری واردات له ایران، چین او پاکستان څخه کېږي.

همداراز افغانستان خپل صادرات بیا د هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو بازارونه ته وړاندې کوي.

دې معلوماتو ته په پام سره، د افغانستان د سوداګرۍ په جوړښت کې دغه درې هېوادونه ځانګړي شریکان ګڼل کېږي.

یاده اداره وایي، چې په دغو شمېرو کې د برېښنا د وارداتو احصایه نه ده شامل او یوازې مستقیم او نوي صادرات، همداشان محصولي او غیر محصولي واردات شامل دي.

خو وړمه ورځ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په روان مالي کال کې یې د هېواد د درېیو هوايي ډګرونو له لارې د ۲۹۲ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کړي دي.

د دغه وزارت په وینا، تېر کال د صادراتو او وارداتو کچه ۲۹۰ مېلیون ډالره وه.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دغو درېیو کابل، کندهار او بلخ هوایي ډګرونو له لارې د ۱۲۵ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات او ۱۶۷ مېلیون ډالرو په ارزښت ورادات شوي دي.

‏د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د کمېدو په تړاو راپورونه رد کړل

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۰

‏ د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د کمېدو په تړاو راپورونه رد کړل. دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، له تېرو څو ورځو راهيسې د کارکوونکو د تنخواوو کمېدو په تړاو کوم نوملړونه چې خپرېږي؛ هغه ناسم دي.

خو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د خپلو کارکوونکو تنخواوې کمې کړې دي.

د سندونو له مخې؛ د طالبانو د تنخواوو دغه کمښت د نوي کال له پیله عملي کېږي، چې پکې د د دغې ډلې د رییس الوزرا تنخوا پنځوس زره افغانۍ کمېدو سره له یو لک ۹۸ زرو څخه یو لک ۴۸ زرو افغانیو ته راټیټه شوې ده.

دغه نوملړ دا هم ښيي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیالانو تنخوا له یو لک او ۸۳ زرو افغانیو څخه یو لک او ۳۵ زرو افغانیو ته کمه شوې ده.

د دغه نوملړ پر بنسټ، د طالبانو د اداري کارکوونکو تنخواوې له شاوخوا ۵۰ زره افغانیو ۱۳ زره افغانیو ته راټیټې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې مالیې وزارت کې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته دغه نوملړونه تایید کړي؛ خو د تنخواوو د کمښت لامل لا روښانه نه دی.

خو د طالبانو د مالیې وزارت په یادښت کې راغلي، چې دوی نه یوازې دا چې دغه نوملړونه او اوازې ردوي؛ بلکې خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د ادارو تنخوا به په دې اوونۍ کې اجرا شي.

په پاکستان کې مېشتې ښځینه فعالانې له دغه هېواده د «شړل کېدو» وېره لري

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان او په ځانګړې توګه ښځینه فعالانې ګاونډیو هېوادونو ته کډوالې شوې؛ په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغانانو د جبري اېستنې لړۍ چټکه کړې، چې له امله یې دغه فعالانې له وېرې سره مخ دي.

زهرا موسوي، چې د ښځو د حقونو فعاله ده، د ښځو د حقونو لپاره د طالبانو پر وړاندې له ډېرو اعتراضونو او لاریونونو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستانه ګاونډي هېواد پاکستان ته وتښتېده.

د ډویچه ویلې رسنۍ د خبر له مخې، زهرا موسوي اوس‌مهال په پټه او وېره کې ژوند کوي چې ګواکې د پاکستان پولیسو له‌خوا یو وار بیا ونه نیول شي او بېرته خپل هېواد ته ستنه نه کړل شي.

موسوي زیاتوي:« د فبرورۍ په ۲۲مه پاکستاني پولیس په غیر رسمي جامو کې زما کور ته راغلل، له پلټنو وروسته یې زه او زما لور له ځان سره د بېرته ستنونکو کسانو لپاره جوړ شوي کمپ ته بوتلو. موږ هلته دوه ورځې او یوه شپه په خورا سختو شرایطو کې ساتل شوي وو، چې د بشري حقونو د فعالانو د فشار او ضمانت وروسته خوشې کړل شول.»

یوه بله افغان ښځينه فعاله جمیله احمدي وایي، ګڼې فعالانې لا له وړاندې افغانستان ته په زور شړل شوې دي چې اوس یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

جمیله زیاتوي:« که چېرې زه اړه شم، چې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنه شم؛ نو دا به زما لپاره په ښکاره ډول مرګ وي.»

د دغو ښځو لپاره د خپل ژوند ساتنه او د خپلو فعالیتونو دوام په یوه لویه ننګونه بدله شوې ده.

دوی له نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کړې، چې دوی ته په پاکستان کې د پناه غوښتنې حق ورکړل شي او پر وړاندې یې د شړلو ګواښونه راکم شي.

پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې کور په کور د بې‌اسناده افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.