• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو کې د چین استازي په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې افغانستان دې یوازې نه پریږدي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۹ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی فو کانګ، په نړېواله ټولنه غږ کړی، چې افغانستان له یوه حساس پړاو څخه تیریږي او نړېواله ټولنه باید په عاجله توګه په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره بودجه زیاته کړي.

ښاغلي فو کانګ د دوشنبې په ورځ، ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نشه‌یي توکو د کنټرول، مالي سیستم د پیاوړتیا او بشري ستونزو د حل لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

دغه لوړپوړي چینایي ډیپلومات په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو ته په اشارې سره وایي، چې دا له دغه هېواد سره د ملګرو ملتونو سازمان د غوڅ ملاتړ ښودنه کوي.

هغه وايي، د دې تر څنګ په راتلوونکي کې د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو لپاره دې له طالبانو سره لا زیاتې خبرې اترې وشي.

فو کانګ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې بیجینګ له تېرو درېیو کلونو راهیسې له طالبانو سره نږدې اړیکې پاللې او دغه اړیکې په اوس وخت کې له پټ حالت څخه په ښکاره او ستراتیژیکو اړیکو بدلې شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې په افغانستان کې د یوناما کاري موده د یوه بل کال لپاره وغځوله، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې دغه مرستندویه ماموریت بې ګټې بللی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د شهبازشریف سلاکار: طالبان باید د هند پر نیابتي ځواک بدل نه‌شي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار رانا ثناءالله وايي، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په هکله ځانګړې غونډه به پر دې تمرکز وکړي، چې څنکه وکولای شي د افغانستان خاوره د هند له‌خوا ونه‌کارول شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) له جیونیوز شبکې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې طالبانو د پاکستان خلاف وسله‌والو ته پټن‌ځایونه ورکړي او هند د هغوی تمویل کوي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، دا غونډه یوازې پر دې تمرکز نه کوي چې طالبان بې‌‌طرفۍ ته قانع کړي، بلکې که دا ډله د پاکستان غوښتنه ونه‌مني او په افغانستان کې د دغه هېواد د مخالفو وسله‌والو فعالیتونه ونه‌دروي، د وروستیو اقداماتو په اړه به هم خبرې وشي.

دا غونډه نن (سې شنبه) په خېبرپښتونخوا کې د وروستیو ناامنیو او په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له بریدونو وروسته د پاکستان په پارلمان کې د بندو دروازو ترشا ترسره کېږي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار په وینا، پوځ پر څو اړخیزې تګلارې کار کوي او له مسوولو چارواکو به غوښتنه وشي، چې د هند پر نیابتي ځواک د طالبانو د نه‌بدلېدو په هکله خپل وړاندیزونه شریک کړي.

ثناءالله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پټن‌ځایونو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا ترهګر له هند څخه مالي مرستې ترلاسه کوي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پټن‌ځایونه به په راتلونکو څو میاشتو کې له‌منځه یوړل شي.

د یادونې ده، چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په پرله‌پسې توګه طالبان د هند په مرسته پاکستان کې د ناامنیو پر لاس‌لرلو تورنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي و، چې اسلام‌اباد به د طالبانو او هند پر خلاف د «ترهګرۍ ملاتړ» په تور یاد سازمان ته یو پرېکړه‌لیک وسپاري.

د افغانستان له امنیتي وضعیته وېره؛ پوتین له تاجکستان سره امنیتي همکارۍ ډېروي

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۴۶ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د افغانستان له خاورې څخه راپورته‌شویو امنیتي ننګونو ته په کتو د منځنۍ اسیا هېوادونو د امنیت په هکله بې‌پروا نه شي پاتې کېدای.

هغه د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) له خپل تاجکستاني سیال سره د لیدو پرمهال ویلي، نیت لري چې له دغه هېواد سره د پوځي او مخدره توکو پرضد همکاري پراخه کړي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون د یوه رسمي په ترڅ کې مسکو ته تللی او د روسیې له ولسمشر سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکارۍ او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.

پوتین له دې لیدنې وروسته ویلي، چې روسیه به په اسیا کې د سولې او ثبات د ساتلو په موخه د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه کې له تاجکستان سره خپله همکاري پراخه کړي.

هغه څرګنده کړې: «په طبیعي ډول نه شوای مو کولای چې په مرکزي اسیا کې امنیتي مسایلو ته پاملرنه وکړو، په ځانګړې توګه هغو ننګونې او ګواښونه ته چې د افغانستان له خاروې څخه سرچینه اخلي.»

د روسیې ولسمشر زیاته کړې: « زمونږ د ۲۰۱ پوځي اډې د کارونې په ګډون چې په تاجکستان کې ده لا هم په سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکوو. پرېکړه مو کړې چې دفاعي، پوځي او تخنیکي همکارۍ نورې هم پراخې کړو او همداراز د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړو.»

پوتین همداراز د تاجکستان په سرحدي غرنۍ سیمه کې د دغه هېواد پوځي اډې ته په اشارې چې د ۲۰۲۳ په وروستیو کې پرانیستل شوې، وویل: «دا اډه د روسیې په فدرالي بودیجې جوړه شوې او په تخنیکي تجهیزاتو او وسلو سمبال ده. نن موږ په دې برخه کې د همکارۍ د دوام هوکړه وکړه.»

تاجکستان په افغانستان کې د انصارالله وسله‌والې ډلې له فعالیتونو څخه چې د تاجکستان د اسلامي غورځنګ یوه څانګه بلل کېږي، سخت اندېښمن دی.

د امنیتي ګواښونو سربېره، له افغانستانه مرکزي اسیا او روسیې ته د مخدره توکو قاچاق هم د دواړو هېوادونو لپاره پر یوې جدي ننګونې بدله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي خبرداری ورکړی و، چې له ټولې نړۍ څخه ترهګرې ډلې افغانستان خوا ته روانې دي.

په خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۰

له خوست څخه ولسي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکوي، چې د دغه ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ ته څېرمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه روانه ده.

سرچینې زیاتوي چې دا جګړه څو شېبې مخکې د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په سيټوان او پالڅو کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، جګړه په دې دوو کلیو کې د طالبانو پر پوستو روانه ده، چې له امله یې د سیمې خلک کډه‌کولو ته مجبور شوي دي.

دوی دغه راز زیاتوي، چې هغوی د جګړې په منځ کې بند پاتې دي.

د دغې جګړې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د طالبانو لوی درستیز: خپل پوځ په پرمختللو او عصري وسلو سمبالوو

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت اعلان وکړ، چې د دې ډلې ځواکونه به په پرمختللو وسلو او عصري تجهیزاتو سمبال شي. هغه ټینګار وکړ، چې د «اسلامي پوځ» د پیاوړتیا موخه له ګاونډیو هېوادونو سره جګړه نه ده.

د طالبانو حکومت تر اقتصادي او پوځي بندیزونو لاندې دی او دا نه ده څرګنده، چې له کوم هېواد څخه عصري وسلې اخلي.

د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته طالبانو وکولای شول، چې امریکايي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دغې ډلې غوښتي، چې پاتې امریکايي وسلې دې بېرته ورکړي.

فطرت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو د پوځ د عصري کولو هدف د هېواد د پولو او اسلامي ارزښتونو ساتنه ده.

هغه زیاته کړه: "موږ له ګاونډیو یا نړۍ سره د جګړې او شخړې په لټه کې نه یو او د جوړجاړي له لارې خبرو ته ترجیح ورکوو."

یاد طالب چارواکي خبرداری ورکړی، چې که څوک په زور له دغې ډلې سره د مقابلې هڅه وکړي، د درېیو زبرځواکونو په څېر به ورته ځواب ورکړل شي.

هغه په ​​افغانستان کې د برېتانوي، پخواني شوروي او امریکايي ځواکونو د ماتې یادونه وکړه.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د خپلو دوښمنانو د تعقیبولو ګواښ کړی دی.

تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول له کوم هېواد نه د وسلو د پېرلو په اړه خبرې نه دي کړي.

د پنټاګون نوی ویاند: طالبانو ته د افغانستان سپارل زما لپاره ډېره دردونکې وه

۲۷ کب ۱۴۰۳ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون نوی ویاند شان پارنل وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ټول مسوولان به له ځواب‌ویلو سره مخ شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په خپل لومړي خبري کنفرانس کې خبریالانو ته زیاته کړې، چې طالبانو ته په دې ډول د افغانستان سپارل د هغه لپاره ډېره دردونکې وه.

پارنل له افغانستانه د امریکا د وتلو پر ستراتیژۍ د نیوکې ترڅنګ وايي، ولسمشر ټرمپ او د دفاع وزیر دا بیخي درک کوي چې کله امریکا یوې جګړې ته ښکېله کېږي، اخلاقي دنده لري څو یو مشخص وروستی هدف، د وتلو روښانه ستراتیژي او د بري دقیق تعریف ولري.

د هغه په وینا، کله چې امریکا جګړې ته دننه کېږي، باید په پرېکنده ډول بری ترلاسه کړي، له دې پرته به د امریکايي سرتېرو یو نسل له ځانه وپوښتي: «دې ټولو جګړو څه پایله له ځان سره لرله؟»

پارنل همداراز ویلي، یوازې ده د افغانستان په جګړه کې خپل ۳۰ ملګري له لاسه ورکړي او اوس له ځانه پوښتي، چې د دې ټولو قربانیو په بدل کې څه ترلاسه شوي دي؟

نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ټولو مسوولانو پر ځواب‌ویلو ټینګار کړی او زیاتوي: «که یو سرتېری خپله وسله ورکه کړي، هغه به ځواب ورکوي. له همدې امله ټول معیارونه باید پر لوړپوړو پوځي چارواکو پلي شي.»

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپانونو پرمهال ویلي و، چې له افغانستانه د وتلو ټول عاملین به له دندو ګوښه کړي.

هغه په وار-وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له امله پر جو بایډن د نیوکو ترڅنګ ټینګار کړی و، چې دا نامسوولانه وتل باید و ارزول شي.