• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جعفر مهدوي: کابل ته د امریکایي پلاوي سفر د طالبانو د غوره ډېپلوماسۍ لاسته راوړنه ده

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د تېر جمهوري حکومت د پارلمان پخواني غړي او طالبانو ته نږدې کس جعفر مهدوي افغانستان ته د امریکایي پلاوي سفر د طالبانو هوښیاري او غوره ډېپلوماسي بللې ده. نوموړي ویلي، چې وروستي تعاملات د نړۍوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ هیله بښونکې ده.

نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د یوه پلاوي په ترکیب کې څلور ورځې وړاندې کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ګډه ناسته او خبرې اترې وکړې، چې په پایله کې طالبانو امریکایي وګړی جوج ګلزمن خوشې کړ.

د امریکایي پلاوي د سفر په اړه جعفر مهدوي په خپل اېکس کې لیکلي: «د سرپرست حکومت د ډیپلوماټیکو ادارو له مشرتابه سره د دوه اړخیزو ګټو په اړه خبرې اترې او همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د سرپرست حکومت د نورو چارواکو باندې د بندیزونو لرې کولو اقدام، د امریکا د حکومت او په افغانستان کې د سرپرست حکومت ترمنځ په اړیکو کې د روانې واقعیت لرونکې، هوښیارۍ او عملي ډیپلوماسۍ ښودنه کوي.»

نوموړي وړاندې لیکلي: «وروستي تعاملات د نړۍوالې ټولنې او د سرپرست حکومت ترمنځ د اړیکو په برخه کې د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره د یوې هیله بښونکې پیل ژمنه کوي.»

افغانستان ته د امریکایي پلاوي سفر او له طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته نه یوازې امریکایي وګړی جورج ګلزمن خوشې شو، بلکې په کابل کې د امریکا سفارت په دېوال د فتحې لیکل شوي شعارونه او د شهادت کلمه هم پاکه کړای شوه او ترڅنګ یې د حقاني شبکې درې مهم غړي چې سراج الدین حقاني هم پکې وو، د بندیزونو له نوملړ څخه لرې شول او د متحده ایالاتو له خوا پرې ټاکلی انعام ختم شو.

انس حقاني هم له الجزیرې سره په خبرو کې منلې، چې امریکا د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني ټاکل شوې نغدي جایزه لغوه کړې ده.

هغه د متحده ایالاتو دغه ګام «لویه سیاسي لاسته راوړنه» بللې ده.

د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرې په دې تړاو وایي، چې د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر د اېښودل شوې جایزې لرې کول یو لوی سیاسي پیغام لري او دا ښيي، چې که څه هم د دوحې تړون پر مهال د ځینو طالب مشرانو د تعقیب موضوع د بحث له اساسي موضوعاتو څخه یوه موضوع وه، خو هغه مذاکرات بې پایلې پاتې شول او اوس افغانستان وتوانېد چې د امریکامتحده ایالاتو سره د دې مسایلو پر سر یوې موافقې ته ورسېږي.


ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او طالبان د سوداګرۍ، امنیت او د افغان کډوالو د ستونزو پر حل هوکړې ته رسېدلي

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۷ GMT+۰

پاکستان او افغانستان د شنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې د سوداګرۍ، امنیت او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په ګډون د روانو دوه اړخیزو ننګونو د حل لپاره به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې دوامداره کړي.

دغه هوکړه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په کابل کې د ليدنې پر مهال کړې.

محمد صادق دا مهال د افغانستان په درې ورځیني سفر تللی، چې موخه یې د امنیتي اندېښنو له امله د ترینګلو اړیکو وروسته د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا رغول دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لورو د ګډو غونډو پر جوړېدو او د شته ستونزو د هواري لپاره د پلاوي پر تبادلې ټینګار کړی.

له امیر خان متقي سره له لیدنې وروسته، صادق په خپل اېکس ولیکل: «د دواړو هېوادنو مشرانو د دوه اړخېزو اړیکو د پېاوړتیا لپاره د لوړې کچې ډېپلوماټانو ناستې او ډیالوک ته وده ورکولو په تړاو هوکړه کړې.»

هغه له طالبانو سره د دوامداره او دوه اړخیزو ګټورو اړیکو لپاره د پاکستان ژمنې یو ځل بیا تایید کړې.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خبر کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو او ټرانزیت په اړه خبرې شوي.

په سوداګریزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ د تورخم بندر له ۲۷ ورځیني تړل کېدو وروسته بیا پرانیستل دي.

دغه لاره د فېبرورۍ په ۲۱ مه د ساختماني چارو پر سر د شخړې له امله تړل شوې وه او د جرګې په منځګړیتوب د خبرو اترو وروسته بېرته پرانستل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي ټینګار وکړ:« د ټرانزیټي لارو او سوداګرۍ په وړاندې خنډونه د دواړو خواوو په ګټه نه دي او باید له نورو شخړو سره ونه تړل شي."

په ځواب کې د پاکستان ځانګړي استازي صادق ډاډ ورکړ، چې پاکستان به د دغو اندېښنو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بله مهمه موضوع په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت دی.

اټکلونه ښيي، چې له ۳.۱ میلیونو څخه زیات افغانان په پاکستان کې اوسېږي او د پاکستان حکومت د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو او غیرقانوني اوسېدونکو لپاره د مارچ تر ۳۱ مې نېټې وخت ټاکلی، څو په خپله خوښه له دې هېواده ووځي، چې وروسته به د کورنیو چارو وزارت د رسمي خبرداري سره سم په ډله ییزه توګه و اېستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید اجازه ورکړل شي، څو په زوره د شړلو پر ځای په تدریجي او عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.»

په ځواب کې محمد صادق ډاډ ورکړی، چې د افغانانو لپاره به د ویزو په ورکولو او د سفر ترتیباتو کې اسانتیاوې برابروي.

هغه د طالبانو ادارې ته هم ډاډ ورکړ، چې پاکستان د افغانستان امنیت د سیمې د ثبات لپاره اړین ګڼي.

اوکراین او د امریکا استازو په سعودي عربستان کې خبرې پیل کړې

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د اوکراین او امریکا چارواکو د یکشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې خبرې اترې پیل کړې، چې موخه یې د انرژۍ اسانتیاوو او مهمو زیربناوو خوندي کول دي. دا خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د اوکراین د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده.

د دغو خبرو په درشل کې، د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف د جګړې د پای ته رسېدو په اړه هیله‌مندي وښوده او ویې ویل، «زه باور لرم چې ولادیمیر پوتین سولې ته لېواله دی».

وټکوف وویل چې تمه ده د دوشنبې په ورځ، چې د امریکا او روسیې پلاوي سره وګوري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند په اړه پرمختګ وشي.

هغه زیاته کړه، « موږ فکر کوو چې دا به مو په طبیعي توګه د بشپړ اوربند پر لور بوځي».

د رویټرز د رپوټ له مخې، د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف وویل، « موږ د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ هڅه کوو چې عادلانه سولې ته نږدې شو او امنیت پیاوړی کړو».

تېره اونۍ پوتین د ټرمپ وړاندیز ومانه چې دواړه هېوادونه دې د ۳۰ ورځو لپاره د یو بل د انرژۍ پر تأسیساتو بریدونه نه کوي، خو دا محدود اوربند ډېر ژر تر پوښتنې لاندې راغی، ځکه دواړو خواوو د بریدونو د دوام راپورونه ورکړل.

اوکرایني چارواکو وویل چې د کییف پر ښار د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو د پراخ برید له امله لږ تر لږه ۳کسان وژل شوي، چې پکې یو ۵کلن ماشوم هم دی.

په ورته وخت کې، روسي چارواکو وویل چې د دوی دفاعي سیسټم ۵۹ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې، خو د روسیې د روستوف په سیمه کې یې د یو کس د مرګ خبر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې امریکا هڅه کوي د باور جوړونې تدابیر عملي کړي، چې د اوربند هوکړې ته لار هواره کړي.

نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې چې امریکا ممکن له اروپا لاس واخلي او له روسیې سره د سولې معامله وکړي، خو امریکايي چارواکي وايي چې دا خبرې به د اوکراین سرحدي کرښې، نظارت میکانېزمونو او د تلپاتې سولې پر جوړښت متمرکزې وي.

د ملالې بنسټ افغان نجونو ته: د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه‌ یواځې بې‌عدالتي بلکې جنایت دی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د افغانستان د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت افغان نجونو ته په یوه لیک کې ویلي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه یوازې بې‌عدالتي، بلکې یو جنایت دی.

ملالې ویلي، « فغان نجونې باید نن د ښوونځي په ټولګي کې ناستې وای، کتابونه یې پرانیستي وای او د خپل راتلونکي د جوړولو فرصت یې درلودای».

د ملالې بنسټ د یکشنبې په ورځ د وري پر۳مه د نوي ښوونیز کال د پیل په تړاو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ته په غبرګون کې ویلي، « تاسې باید نن د ښوونځي میزونو ته ناستې وای، کتابونه مو پرانېستي وای او د هغه راتلونکي په اړه مو فکر کولای چې زده‌کړې یې درته راوړي».

په لیک کې راغلي چې افغان نجونې هر سهار له داسې نړۍ سره مخ کېږي چې د دوی راتلونکی یې ترې تروړلی.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې طالبانو د څلورم کال لپاره د افغان نجونو د زده‌کړو حق غصب کړی دی.

هغې ټینګار کړی، « دا یوازې ژوره بې‌عدالتي نه ده، بلکې یو جنایت دی، داسې جنایت چې زه یې هېڅکله نه‌منم».

د ملالې بنسټ وايي چې د نړۍ له بېلابېلو برخو نجونو افغان نجونو ته د ملاتړ پیغامونه استولي او هغوی ته یې ویلي، « تاسې د جګړې یا طبیعي ناورین له امله له زده‌کړو نه‌ یئ محرومې شوې، بلکې یوازې د دې لپاره چې نجونې یئ، ښوونځي ته د تګ حق درڅخه اخیستل شوی».

په پیغام کې ویل شوي چې طالبان نه یوازې له زده‌کړو د نجونو بې برخې کول غواړي، بلکې د ټولنې له ټولو برخو یې ایستلې دي.

د ملالې بنسټ په خپل پیغام کې لیکلي، « هغه نړۍ چې د جنسیتي اپارتاید اجازه ورکوي، له ځان سره خیانت کوي».

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پوهنې وزارت په څلورم ځل د زده‌کړو کال د نجونو له ګډون پرته پیل کړ. طالبانوله شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځې د زده‌کړو له هر ډول فرصت څخه منع کړې دي.

د طالبانو دا بندیزونه د نړیوالو سازمانونو او ډېری هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي خو طالبان پر نجونو د زده‌کړو بندیز «داخلي موضوع» ګڼي.

د حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای له تور نوملړه نه دی لرې شوی

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نوم لاهم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اف بي ای د بندیزونو نوم نوملړ کې شته دی. تېره ورځ طالبانو اعلان وکړ، چې د حقاني نوم له نوملړه لرې شوی، خو واشنګټن په دې اړه په رسمي ډول لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عدالت لپاره انعام ادارې، چې د مطلوبو کسانو اړوند معلومات خپروي، تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د هغه د ورور عزیزالدین حقاني او ددې ډلې د یوه بل غړي یحیی حقاني نومونه له خپلې وېبپاڼې لرې کړل.

تېره ورځ سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینو وویل، چې د نوموړي پر سر اېښودل شوې جایزه لغو شوې، خو د طالبانو له اعلان نه ۲۴ ساعته اوړي، مګر لا هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت او اف بي اي په ویبپاڼو کې د نوموړو نومونه ترسترګو کیږي.

100%

د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته وویل، چې پر سراج الدین حقاني سربېره د هغه ورور عزیزالدین حقاني او ترورزی یحیی حقاني هم چې د حقاني شبکې مهم غړي دي، د متحده ایالتونو د بندیزونو له نوملړه لرې شوې دي.

عزیزالدین حقاني د خپل ورور بدرالدین حقاني له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې مسوولیت پرغاړه درلود، چې د متحده ایالتونو پر ځواکونو او افغان دولت د بریدونو مسوول ګڼل کیږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی څه موده وړاندې کندهار ته د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده احضار کړی و او له هغه وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې له مشرۍ لرې شوی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو په روزنه کې د پردې ترشا رول لوبوي.

د امریکا له تور نوملړه د حقاني شبکې ددریو جګپوړو غړو د نومونو لرې کېدو په تړاو رپوټونه کابل ته د واشنکټن د جګپوړي پلاوي او یوه امریکايي زنداني ګلزمن له خلاصون سره هممهاله دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې دا د امریکا او طالبانو په اړیکو کې مهم پرمختګ بولي.

طالب چارواکي: تېرکال نورستان د ۳۰۰ زره کورنيو او بهرنيو سیلانیانو کوربه و

۳ وری ۱۴۰۴ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د نورستان له تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاوو ۳۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سېلانیانو لیدنه کړې ده. مولوي سميع‌الحق حق‌بیان وویل چې د سیلانیانو د جذب او اسانتیاوو لپاره پارون کې یو عصري هوټل جوړ شوی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د رپوټ له مخې، تېره ورځ د وري دویمه د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۱۴۰۳ کال د لاسته راوړنو راپور رسنیز کړ.

طالبان وایي، چې د کال په تېرېدو سره نورستان ته د سېلانیانو راتګ مخ په زیاتېدو دی.

یو شمیر سېلانیانو له دې وړاندې ویلي و چې د نورستان هره دره له طبیعي ښکلاوو ډکه ده، خو دوی غوښتنه کوله چې د عمومي سړک په جوړېدو سره به سیلانیانو ته لا زیات سهولتونه رامنځته شي او شمېر به یې ډېر شي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېر کال کې د نورستان مرکز پارون تر څنګ، په واما او کانتیوا ولسوالیو کې درې کتابتونونه ترمیم او بیا رغول شوي او د عامه کتابتون لپاره ۸۰۰ ټوکه نوي کتابونه راوړل شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي چې د نورستان په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۰۰۰ ځوانانو ته فکري روزنه ورکړل شوې او سلګونه نور د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ښوونیزو مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

هغه همداراز وویل چې د اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې، د ولایت په کچه باوري راپورونه راټول شوي او خلکو ته پر وخت رسېدلي دي.

طالب چارواکي وايي، هڅې روانې دي چې د دوی د راټولو کړو بېلابېلو اثارو لپاره په ختیځ، لوېدیځ، او مرکزي نورستان کې ځانګړي موزیمونه جوړ شي.