د افغانستان ۳۳ مدني بنسټونو په ناروې کې طالبانو ته د افغان سفارت پر سپارلو اعتراض وکړ

د افغانستان یو شمېر مدني بنسټونو په ناروې کې طالبانو ته د افغان سفارت پر سپارلو اعتراض وکړ او وایي، چې دغه پرېکړه د افغان کډوالو رواني امنیت ته زیان رسوي.

د افغانستان یو شمېر مدني بنسټونو په ناروې کې طالبانو ته د افغان سفارت پر سپارلو اعتراض وکړ او وایي، چې دغه پرېکړه د افغان کډوالو رواني امنیت ته زیان رسوي.
دغو بنسټونو د ناروې حکومت ته په یوه لیک کې همداراز ویلي، چې دغه هېواد په دې اقدام سره د ښځو پروړاندې د تبعیض د منع کولو کنوانسیون په چوکاټ کې خپلې ژمنې نقض کړي دي.په لیک کې راغلي: «دغه ګام د ناروې له نړۍوالو ژمنو سره په ټکر کې دی او همداراز د زرګونو افغان کډوالو باور او رواني امنیت زیانمنوي.»دغه لیک د ښځو د حقونو د ملاتړو ادارو په ګډون د ۳۳ سازمانونو او مدني ټولنو له خوا لیکل شوی دی.د دغو سازمانونو او ټولنو د لیک یوه نسخه چې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، پکې راغلي: «د طالبانو د استازو رسمي حضور ان که د اداري خدماتو په کچه هم وي په دې معنا ده، چې په نړۍواله کچه یادې ډلې ته د مشروعیت ورکولو دروازې پرانیزي.»یاد شمېر بنسټونه د طالبانو له خوا افغان کډوالو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو مخالف دي او د ناروې له حکومته غواړي، چې د خدمتونو د وړاندې کولو بدیل جوړښت په پام کې ونیسي.دوی دغه راز ټينګار کړی، چې د ناروې حکومت باید په خپلو پرېکړو کې د افغانستان د ښځو غږ واوري.دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان انترنشنل د روان کال د وري په لومړۍ نېټه په یوه ځانګړي راپور کې خبر ورکړ، چې په اسلو کې د افغانستان د سفارت له تړل کېدو سره - سره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو ډيپلومات نجیبالله شېرخان د دې سفارت د لومړي سکرتر په توګه منلی دی.د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت شېرخان ته د ډیپلوماتیکې استوګنې یو کلن کارټ ورکړی دی.تر دې یوه ورځ وروسته بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د ناروې په شاهي هېواد کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت بیا پيلوي.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې هېواد کې د کونسلي خدمتونو بیا پيل یو مثبت ګام بللی دی.