ازبکستان افغانستان ته پر قزاقي اوړو ټرانزیټي تعرفې ۴۰ سلنه کمې کړې

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت (KTZ) افغانستان ته د قزاقي اوړو او غلو دانو د ترانزیټ تعرفې ۴۰ سلنه کمې کړې.

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت (KTZ) افغانستان ته د قزاقي اوړو او غلو دانو د ترانزیټ تعرفې ۴۰ سلنه کمې کړې.
قزاقستان تمیر ژولي شرکت وايي، د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د بار وړلو حجم د زیاتولو لپاره ازبکستان پرېکړه کړې چې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو پر ترانزیت تعرفې کمې کړي. د قزاقستان تیمیر ژولي شرکت وايي، دا کموالی به ۴۰ سلنه وي.
د محصولاتو لېږد به له اوایسز سرحدي لارې غلبه تمځای ته ترسره کیږي. دا پرېکړه د قزاقستان د اورګاډو ملي شرکت او د ازبکستان د اورګاډو ادارې (تیمیر یوللاري) ترمنځ په الماتا کې د مذاکراتو په پایله کې شوې ده.
په دې ناسته کې دواړو غاړو یادونه کړې چې د سریاغاش سرحدي لارې ظرفیت د ۵۰سلنه زیاتوالي له امله د بار وړونکو او سوداګرو غوښتنې په بشپړ ډول پوره کېدای شي.
د تعرفو پر کمښت سربېره، دواړو غاړو موافقه کړې چې د ترانس-افغان ترانزیتي دهلېز د پراختیا لپاره همکاري پراخه کړي، چې دا به د لوژستیکي بهیرونو ښه والي ته زمینه برابره کړي او سیمه ییزه سوداګري به نوره هم پیاوړې کړي.
انټرفاکس اژانس او قزاقستانۍ رسنۍ وايي، په دې ناسته کې د ترانسپورت او لوژستیک په برخه کې د همکاریو د لا پراختیا مسایل هم څیړل شوي دي.


له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون خبر ورکړی، چې د جمهوري نظام هغه لوړپوړي کارکوونکي چې د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته له هېواده وتلي وو، ۱۰۶۱ تنه یې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق په کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې په دغو کسانو کې د تېر جمهوري نظام پخواني وزیران، والیان، رییسان، د پوځ جنرالان، ولسوالان او د ولسي جرګې ځیني غړي هم شامل دي.
طالبانو زیاته کړې، چې هېواد ته دغو ستنو شویو پخوانیو چارواکو ته یې د خوندیتوب په موخه کارتونه هم ورکړي؛ څو د دوی د غړو له لوري له ستونزو سره مخ نشي.
دغه کمېسیون داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې هېواد ته د پخواني نظام ځیني پوځیان تر ستنېدو وروسته لادرکه شوي او یا هم د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
پخوانیو امنیتي منسوبینو په وار، وار خپلو ملګرو ته سپارښتنې کړې، چې د طالبانو د دغه کمېسیون پر خبرو تېر ونه وځي او باید هېواد ته اوسمهال له تللو ډډه وکړي.
بل خوا د دغه کمېسیون له لارې ځیني ستانه شوي کسان د طالبانو د بښنې کارتونو د لرلو سره، سره بیا هم نیول شوي او ترې پوښتنې ګروېږنې شوې دي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد هم له همدغه لارې کابل ته تللی و؛ خو تر څه مودې وروسته طالبانو زنداني کړ او لا هم له بې برخلیکه حالت سره مخ دی.
طالبانو ویلي، چې پر نوموړي د قتل تور دی او له همدې کبله زندان ته اچول شوی دی.
د دغو ستنو شویو کسانو له ډلې یې یو شمېر بېرته له هېواده وتلي؛ ځیني یې د خپلو شخصي کاروبارونو تر څنګ د جایدادونو او شتمنو د خوندیتوب لپاره بېرته ستانه شوي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصاډي مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې په ورځ د ( وري ۱۰مه) ارګ کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال له هېواده بهر پر مېشتو افغانانو او سیاستوالو غږ کړی، چې کولای شي بېرته خپل وطن ته ستانه شي.
د طالبانو لوړپوړو چارواکو په وار، وار دغه غوښتنې کړې دي؛ خو له هېواده بهر سیاستوال باور لري، چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند یې د بیان ازادۍ تر څنګ د فعالیتونو له محدودولو سره مخ کوي.
دغه ډلې په کابل کې پر سیاسي فعالیتونو او ګوندونو بندیز لګولی دی.
په هېواد کې شته پخواني ولسمشر حامد کرزی، د ملي روغې جوړې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله او د دوی ملګري هم له دغو بندیزونو خوندي نه دي.
د دغو پخوانیو چارواکو ناستې ولاړې د طالبانو له لوري محدودې شوې او هره ناسته ولاړه یې د دغه ډلې د استخباراتو له لوري په جدي توګه څارل کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې یوې مشاعرې ته د وینا پر مهال ویلي، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې تر دوی بل بهترین او پیاوړی نظام نه دی راغلی. هغه دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د دغې ډلې ترمنځ اختلافات خورا ژور شوي دي.
د نوموړي په خبره، په ۲۰۰۱ کال کې د دوی د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو د دوی مشرانو ته د ګڼو امتیازاتو د ورکړې په تړاو اړیکې وکړې؛ خو دوی ونه منلې.
هغه وویل، له دوی وغوښتل شول چې خپلې وسلې کېږدي؛ خو دوی ورسره ونه منله.
هغه همدا راز زیاته کړې، چې په تېر جمهوري نظام کې له دوی سره د سولې مذاکراتو پر مهال طالبانو ته د ولایتونو د ورکړې تر څنګ د وزارتونو او لوړو څوکیو وړاندیزونه وشول؛ خو دوی د خپلې مفکورې له مخې دغه ټول وړاندیزونه رد کړل.
د متقي په وینا، د طالبانو تحریک د جمهوريت د امتیازاتو په ورکړې سره خپلې موخې ته نشو رسېدلی او له همدې کبله یې هغه امتیازات ونه منل.
هغه یادونه کوي، چې د دوی د همدغه دریځ له کبله اوس پر کابل واکمن دي او که یې امتیازات هغه وخت منلي و؛ نو هېڅکله به یې بشپړه واکمني نه وه ترلاسه کړې.
د طالبانو دغه لوړپوړی چارواکی همدا راز ادعا کوي، چې په ټول هېواد کې یې هېڅ مخالفه وسلهواله ډله نشته او د هېواد په یوې لوېشتې خاورې هم له دوی پرته بل څوک واک نه لري. هغه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ورته خبرې کړې وې.
د طالبانو د امنیت او واکمنۍ دعوې داسې مهال دي، چې د داعش ډلې په ګډون د ملي مقاومت او ازادۍ جبهو په نوم وسلهوالې ډلې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ډول، ډول بریدونه ادعاوې کوي.
د ازادۍ او ملي مقاومت جبهو ادعاوې کړې، چې په لسګونه بریدونو کې یې د یادې ډلې سلګونه غړي تېر کال وژلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یاده ناسته کې شاعرانو او لیکوالانو څخه غوښتنه کړې، چې د طالبانو د نظام د دفاع په موخه دې خپلې هڅې وکړي؛ څو د بهرنیو تبلیغاتو مخه ډب شي.
هغه همدا راز په اقتصادي برخه کې د طالبانو پر ځان بساینې یادونه په داسې حال کې کوي، چې په هېواد کې لوږه ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده.
هغه همدا راز د خپلې ډلې له ملاتړو فرهنګیانو غوښتنه کړې، چې په خواله رسنیو او مجلسونو کې خلکو ته پېغورونه ورنکړي؛ بلکې هڅه دې وکړي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
د متقي دغه سپارښتنې ښايي له دې کبله وي، چې د طالبانو فرهنګیان په خواله رسنیو کې د دوی ضد کسانو ته سپکې سپورې لیکي.
د طالبانو لوړپوړو غړو په خپلو اختریزو ویناوو کې هم ټینګار کړی، چې دوی له نړۍ سره د ښه تعامل غوښتونکي دي او غواړي له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري.
طالبان چې د سیاسي مشروعیت له تشې سره مخ دي او لا هم هېڅ هېواد په رسمي توګه نه دي پېژندلي، هڅه کوي چې ځانونه نړۍوالو ته نږدې کړي؛ خو د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله سختدریځو بندیزونو له کبله څوک نه غواړي دوی ته نږدې شي.
پر دغه ډلې د نړۍوالو له لوري نیوکې دي، چې افغان نجونې او مېرمنې یې د زدهکړو تر څنګ له نورو اساسي حقونو بې برخې کړې دي، د بیان پر ازادۍ یې بندیزونه لګولي، سیاسي ازادي یې له منځه وړې او د حکومتي جوړښتونو د رامنځته کولو لپاره پر ډېموکراټیکو ارزښتونو باور نه لري.
له همدې کبله دغه ډله د هېوادونو په منځ کې منزوي شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره د دغې ډلې ویاند په یوې ځانګړې مرکه کې دا په ډاګه کړې، چې د «ذبیح الله مجاهد» کارېدونکی نوم یې اصلي نه بلکې مستعار دی. هغه خپل لومړنی نوم نه دی ښودلی؛ خو دا یې منلې چې رسنیو کې کارېدونکی نوم یې خپل نه دی.
د طالبانو ویاند وايي، په ۲۰۰۶ کال کې دی په دغه دنده تر ګومارل کېدو وروسته د امنیتي ستونزو له کبله یې د «ذبیح الله مجاهد» په نامه خپل فعالیت پیل کړ.
هغه زیاته کړې، چې د شپږو میاشتو لپاره پر دغه مستعار نامه د ده پر ځای د طالبانو یو بل ویاند هم دنده ترسره کړې ده.
د طالبانو دغه ویاند که څه هم خپل اصلي نوم نه دی ښودلی؛ خو معلوماتو په ډاګه کړې چې د ذبیح الله مجاهد اصلي نوم «طاهر شاه» دی.
نوموړی د طالبانو په واکمنۍ کې اوس په رسمي توګه هم له خپل مستعار نوم څخه ګټه اخلي او لا تر اوسه له خپل اصلي نوم سره رسنیو ته نه دی را څرګند شوی.
د ذبیح الله مجاهد په خبره، د ویاند په توګه دنده ترسره کول یې انتخاب نه و؛ بلکې دا دنده پر ده تحمیل شوې او خورا ستړی کار دی.
د هغه په وینا، د دغه دندې پر مهال له سختو کږلېچونو او ننګوونو سره هم مخ شوی دی.
د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د خپلې دندې پر مهال له سختو ګواښونو سره مخامخ و او د دندې په لومړنیو ورځو کې یې د اړیکو لپاره له سټلایټ ټلېفون کار اخیستلو.
نوموړی په دغه مرکه کې په ډاګه کوي، چې د سټلایټ ټلېفون څخه ګټه اخیستل یې هغه مهال په خورا لوړ لګښت ترسره کول او له رسنیو سره د اړیکو پر مهال به یې د ځای موندلو ګواښ هم ډېر و.
هغه دا هم روښانه کړې، چې ځینو جعلي کسانو هم د هغه له نوم څخه په ګټنې له بهرنیو رسنیو سره مرکې کړې وې.
د طالبانو ویاند دا هم منلې، چې په رسنیو کې یې له ځینو خبریالانو سره ملګرتیا هم لرله چې په دغه ډله یې د «بيبيسي» ژورنالېستان هم یاد کړي دي.
د طالبانو په منځ کې د بدلو یا مستعارو نومونو کارول که څه هم کومه نوې خبره نه ده؛ خو د دغه ډلې غړي اوس د خپلې واکمنۍ پر مهال په رسمي چارو کې هم خپل اصلي نومونه نه کاروي. طالبانو د مستعارو نومونو کارولو لاملونه دا ګڼي، چې ګوندې له پخواني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې پر مهال یې د خپل خوندیتوب له کبله دا چاره ترسره کوله.

د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي د کمکي اختر په مناسبت پېغام کې ویلي، افغانان به هغه وخت یو رېښتونی اختر ولري چې له ظلم او توپیر پرته د یو ولسي اسلامي نظام تر سیورې لاندې سره راټول شي.
نوموړی له طالبانو سره په خبرو اترو کې د پرځېدلي جمهوري نظام د سولې پلاوي یو مهم غړی هم و، چې وخت ناوخت یې په قطر کې له طالبانو سره مخامخ مذاکرات هم کول.
یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په اختریزو پېغامونو کې پر طالبانو توندې نیوکې کړې او د دې ډلې کړنې یې ظالمانه بللې دي.
پخوانیو چارواکو کې یې ځینو ډاډ څرګند کړی، چې د طالبانو د واکمنۍ وخت مخ په راکمېدو دی او ډېر ژر به دغه ډله تر پاشل کېدو وروسته له واکه وپرځېږي.
ان د بلخ پخواني والي عطا محمد نور لا دا هم ویلي و، چې طالبان به تر راتلونکي یو کال وروسته نور په افغانستان واکمن نه وي.
که څه هم د طالبانو لوړپوړو غړو په اختریزو ویناوو کې د پخواني جمهوري نظام چارواکو ته په اشارې بلنې ورکړې، چې خپل هېواد ته دې ستانه شي؛ خو نیوکې دا دي چې طالبانو په هېواد کې پر هر ډول سیاسي فعالیتونو بندیز لګولی او له همدې کبله کابل ته بېرته ستنېدونکي سیاستوال د بیان له ازادۍ محرومېږي.
طالبانو په خپلو اختریزو پېغامونو کې له نړۍ سره په مثبت تعامل ټینګار کاوه او له هېوادونو یې وغوښوتل، چې د ښو او نويو اړیکو باب دې ورسره پرانېزي.

په قطر کې د امریکايي پوهنتون افغان زده کړیالانې وېره لري، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د مرستو او ویزو له بندېدو وروسته به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړای شي.
نیویارک ټایمز په قطر کې د امریکایي پوهنتون افغان زده کړیالانو ته ځانګړې شوي راپور کې د یوې افغانې زده کړیالې نیلاب اندېښنې راخیستي او لیکلي یې دي، چې د جنوري په ۲۰ نیلاب د خپل سایبري امنیت درجې لپاره خپله وروستۍ پروژه پلان کړې وه، چې ولسمشر ټرمپ د کډوالو د بیا مېشتېدنې ځنډولو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ.
د متحده ایالاتو حکومت د نیلاب او د هغې د ټولګیوالو لپاره د کډوالۍ ژمنه کړې وه، خو د دوی هیلې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په متحده ایالاتو کې پناه اخیسته، تر ډېره په اوبو لاهو ښکاري.
د ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو پروګرامونو لغوه کولو سره په قطر کې امریکایي پوهنتون هم خپله ډېره بودیجه له لاسه ورکړه.
د دغه پوهنتون مشرتابه وایي، چې یوازې تر جون میاشتې بودیجه لري چې له هغې وروسته به پوهنتون وتړل شي او زده کوونکي به د قطر ویزې له لاسه ورکړي.
کله چې په ۲۰۲۱ کې د متحده ایالاتو ملاتړی افغان حکومت ړنګ شو، طالبان بیا پر افغانستان حاکم شول او د ښځو لپاره یې د زده کړې ترلاسه کول غیرقانوني کړل.
نیلاب د ۲۰۲۳ په جولای کې قطر ته جلا وطنه شوه او په امریکایي پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې.
د ټرمپ د ادارې له خوا د بهرنیو مرستو بندېدو او متحده ایالاتو ته د کډوالو په داخلېدو باندې بندیز د افغان زده کړیانو ترمنځ وېره رامنځته کړې ده، چې افغانستان ته به بېرته ستنېدو ته اړ شي او د هر ډول حقونو به بې برخې شي.
۳۰ کلنه نیلاب وایي: «نجونې څنګه کولای شي بېرته افغانستان ته ولاړې شي؟ زموږ سره به څه کېږي؟ جنسي تېری، جبري ودونه او که مرګ.»
هغې وویل: «ما فکر کاوه چې دا اوږد سفر پای ته رسېدلی دی، خو زه غلطه وم.»
د افغانستان لپاره امریکایی پوهنتون په ۲۰۰۶ کې د لېبرال هنرونو کالج په توګه تاسیس شو، چې په انګلیسي ژبه لارښوونې لري.
دا د افغان مشرانو او نوښتګرانو راتلونکي نسل ته د عدالت، ازادۍ او ډېموکراسۍ د غربي نظریاتو د زده کړې لپاره ډیزاین شوی.
د متحده ایالاتو حکومت په دغه پوهنتون کې له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېره پانګونه کړې او تر تیرې میاشتې پورې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې (یوسایډ) له خوا تمویلیږي.