ګارډین: د امریکا د نړیوالې پراختیا موسسې د مرستو بندیدو میلیونونه افغانان اغیزمن کړي

برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې د امریکا د نړیوالې پراختیا پر سازمان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستو بندولو له امله په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري پرمخ وړل کېدونکي له ۲۰۰ ډیر روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې هم فعالیت درېدلی دی.