په راپور کې ویل شوي، چې په تړل شویو روغتیايي مرکزونو کې د واکسین، د مېندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدماتو او په نورو حیاتي برخو کې د ۱،۸۴ میلیونه کسانو لپاره خدمات وړاندې کېدل.
راپور زیاتوي، چې په جنوري میاشت کې د ډونالډ ټرمپ له لوري د امریکا پر بهرنیو مرستو له بندیز لګولو وروسته د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۸ روغتیايي مرکزونه بند شوي دي.
پر همدغه مهال د روغتیا نړیوال سازمان یاد وضعیت د «بشري ناورین د زیاتیدو» لامل بللی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په شمال لویدیزو او شمال ختیزو ولایتونو کې له درېیمې برخې ډیر کلینیکونه تړل شوي او د بودجې د نشتوالي له امله به تر جون میاشتې ښايي ۲۲۰ نور کلینیکونه وتړل شي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د اړېکو مشر ډاکټر اجیال سلطاني وايي:« د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل دا بحرانونه لا پسې زیاتوي، په ځانګړې توګه بې ځایه شوي او ټولنې د ناروغیو، خوارځواکۍ او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له جدي خطر سره مخ دي.»
نوموړی وايي، په کلیوالي سیمو کې همدا روغتیايي مرکزونه خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو یوازینۍ سرچینه وه او د طالبانو له لوري له محرم پرته ښځو ته د سفر نه ورکولو محدودیتونه به روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود کړي.
د امریکا له لوري پر بهرنیو مرستو بندیز نور سازمانونه هم اغیزمن کړي دي.
د ماشومانو د ژغورنې (Save the Children) ادارې هم د مالي کمښت له امله د خپلو ۳۲ کلینیکونو څخه ۱۸ تړلي او پاتې ۱۴ یې یوازې د یوې میاشتې لپاره مالي امکانات لري.
د یاد سازمان ویاند ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:« دغو ۳۲ کلینیکونو کې د جنوري په میاشت کې یوازې ۱۳۴۰۰۰ ماشومانو لپاره روغتیايي خدمتونه ترسره کړي.»
پر همدغه مهال د عبدل په نوم په هرات کې د یوه روغتیايي مرکز همغږوال ګارډین ورځپاڼې ته وویل:« زموږ سازمان د مالي سرچینو د نشتوالي له امله مجبور شو، چې ۲۳ روغتیايي مرکزونه وتړي. په دغو کې ګرځنده روغتیايي ډلې هم شاملې وې.»
نوموړی وایي، دغو کلینیکونو د هرات ولایت په نهو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲زره کسانو، په ځانګړې ډول ۲۰ زره نوزېږو ماشومانو او امیدوارو میندو ته روغتیايي خدمات وړاندې کول. هغه وايي، «موږ توانیدلي یو چې د یوې بلې سرچینې له لارې لږ مالي مرسته ترلاسه کړو او څلور کلینیکونه مو بېرته پرانیستل، خو لا هم ډیر خلک له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیايي سکټور د لا خرابیدو په اړه اندیښنه ښودلې او وايي، چې د یوسیډ د مرستو بندیدو سره ښايي نور نړیوال مرستندویان هم خپل بشري ملاتړ کم او یا هم بند کړي.
ډاکټر اجیال سلطانی زیاتوي:« که نور مرسته کوونکي خپلې مرستې کمې یا بندې کړي دا به د عملیاتو پر وړتیا منفي اغیزې وکړي او د ژوند ژغورنې خدماتو وړاندې کولو ظرفیت به کم کړي.»
د ګارډین ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې د ناروې د کډوالو شورا هم د امریکا د مالي بندیزونو له امله خپل ځینې پروګرامونه درولي دي.
په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا سرپرسته مشره سوزان میګن وایي:« زه غواړم دا واضح کړم چې د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې خپل فعالیتونه نه بندوي، خو د امریکا د مالي بندیزونو له امله موږ مجبور شوي یو چې خپل ځینې پرورګرامونه پای ته ورسوو.»
د ناروې د کډوالو شورا ګارډین ته ویلي، چې د بې ځایه شویو لپاره د استوګنې، خوراکي توکو او نورو اړتیا وړ توکو چمتو کولو په برخه کې یې خپل دوه دفترونه تړلي او دوه نور یې هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.