په میانمار کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۴۷۱ تنو ته ورسېد

د میانمار دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په دغه هېواد کې د یوې سختې زلزلې له امله د مړو شمیره ۳۴۷۱ ته ورسېده، خو لا هم د لټون او ژغورنې ډلې د نورو جسدونو موندلو ته دوام ورکوي.

د میانمار دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په دغه هېواد کې د یوې سختې زلزلې له امله د مړو شمیره ۳۴۷۱ ته ورسېده، خو لا هم د لټون او ژغورنې ډلې د نورو جسدونو موندلو ته دوام ورکوي.
په میانمار کې د ۷.۷ درجې زلزله چې د مارچ په ۲۸مه وشوه، له څلورنیم زره څخه زیات کسان ټپیان کړي هم دي او تراوسه ۲۱۴ کسان لا هم نادرکه دي.
د ملګرو ملتونو لوړپوړي مرستندویه چارواکي ټام فلیچر چې د زلزلې مرکز ته څېرمه د منډالې په مرکزي ښار کې د قربانیانو سره کتل، وضعیت "حیرانونکی" وباله او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې "د میانمار د خلکو تر څنګ ودرېږي."
مرستندویه ډلې وېره لري، چې غیر موسمي بارانونه او سخته تودوخه کولی شي د کولرا په ګډون د نورو ناروغیو د خپرېدو لامل شي.
فلیچر په اېکس لیکلي: "کورنۍ د خپلو کورونو له کنډوالو بهر خوب کوي په داسې حال کې چې د دوی د عزیزانو جسدونه له خاورو را اېستل کېږي. د لا زیاتو زلزلو اصلي وېره شته،"
په عین وخت کې د یانګون - منډالي اورګاډي لاین او د منډالي نړۍوال هوایی ډګر د زلزلې له امله زیانمن او تړل شوی دی.
زلزلې د یانګون - منډالي لاین په اوږدو کې ۶۰ بندونه او د اورګاډي ۱۱ پلونه زیانمن کړي.
په گاونډي هېواد تایلنډ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۴ تنو ته رسېدلی او ۷۷ تنه لادرکه دي.

د یمن د الحدیده په سوېل التحیتا سیمه کې د اسلامي جمهوریت تر ملاتړ لاندې د حوثي قوماندانانو په یوې غونډه د امریکا د جنګي الوتکو په برید کې د څو جګپوړو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې ۷۰ غړي وژل شوي دي.
تر دې لږ مخکې حوثي رسنیو د یکشنبې په ورځ د یمن په الحدیده ولایت کې پر کامران ټاپو د امریکا د څلورو هوايي بریدونو خبر ورکړ.
د شنبې په ماښام د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) له خوا په اېکس کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د متحده ایالاتو هوایي ځواکونه په یمن کې د اسلامي جمهوریت ملاتړو د حوثي یاغیانو باندې د برید لپاره جنګي جیټ الوتکو تیاری ننداره کوي.
سېنټکام لیکلي: "زموږ د الوتکې وړونکي جنګي ډلې هاري اېس ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای دي او دوی د ایران په ملاتړ د حوثیانو پر ضد پرله پسې عملیات کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا جنګي الوتکو د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړ څخه د برخمنو حوثيانو پر مرکزونو خپلو بريدونو ته زور ورکړی او لسګونه قومندانان یې وژلي دي.
د امریکا بریدونه د حوثيانو له خوا د سره سمندر په ستراتیژیکه سیمه کې د خطرونو له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.
دا هغه سیمه ده، چې د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري او حوثيانو له ۲۰۲۳ کال راهیسې هلته څو بریدونه کړي او ادعا کوي، چې دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره ترسره کوي او د اسراییل اړوند کښتۍ په نښه کوي.

د ترکیې جمهوري غوښتونکي ګوند مشر او د رجب طیب اردوغان یو له مهمو مخالفانو اوزګور اوزیل اعلان وکړ، چې د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو د نیولو په غبرګون کې به د خلکو اعتراضونه دوام وکړي. نوموړي دغه راز په دغه هېواد کې له وخت وړاندې د ټاکنو غوښتنه وکړه.
اوزیل د یکشنبې په ورځ په کنګره کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.
نوموړي په دغه کنګره کې وویل، چې جمهوري غوښتونکی ګوند پلان لري چې هره اوونۍ د ترکیې په یوه ښار کې د امام اوغلو د نیولو په اعتراض کې لاریونونه وکړي.
اوزیل د چهارشنبې په شپه په استانبول کې د اوونۍ لاریونونو پلانونه هم اعلان کړل.
د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند ځانګړې کنګره وروسته له هغې جوړه شوه، چې ګوند اعلان وکړ چې د ترکیې حکومتي چارواکي پلان لري څو د ۲۰۲۳ کال په کانګرس کې د احتمالي سرغړونو په اړه د څارنوالۍ له تحقیقاتو وروسته د ګوند د چلولو لپاره یو څارونکی وټاکي.
د یادولو ده، چې امام اوغلو د "مالي فساد" په تور نیول شوی دی.
له هغه وخت راهیسې ترکیه د پراخو اعتراضونو له څپو سره مخامخ ده او د هېواد سیاسي فضا ډېره توده شوې ده.
رویټرز خبري اژانس په ترکیه کې د حکومت لاریونونو کې د ګډون کوونکو شمېر سل زره اټکل کړی او لیکلي یې دي، چې د دغو لاریونونو په ترڅ کې شاوخوا دوه زره کسان نیول شوي دي.
له دې جملې څخه ۳۰۰ تنه لا هم په زندان کې دي او محاکمې ته منتظر دي.
وروستۍ غونډې په ترکیه کې په څه باندې یوه لسیزه کې د اعتراضونو تر ټولو لویې څپې ګڼل کېدای شي.
د ترکیې اپوزیسیون له وخت وړاندې د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده
اوزیل د ریپبلیکن د خلکو د ګوند د مشر په توګه له بیا انتخابېدو وروسته په انقره کې د ګوند کنګرې ته نږدې په یوه لاریون کې ګډون وکړ.
نوموړي په دې غونډه کې یو ځل بیا په ترکیه کې له وخت وړاندې د ټاکنو غوښتنه وکړه.
په ترکیه کې عمومي ټاکنې په ۲۰۲۸ کال کې ترسره کېږي.
له دې سره، د هېواد په سیاسي ډګر کې د اردوغان دوامداره شتون به د پارلمان په تصویب پورې اړه ولري چې ژر تر ژره ټاکنې ترسره کړي، ځکه چې هغه د ولسمشریزو شرایطو قانوني حد تېر کړی او نه شي کولی د اساسي قانون له مخې بیا ټاکنو ته ودرېږي.
په همدې حال کې ځینې نظرپوښتنې ښيي، چې امام اوغلو له اردوغان سره په سیالۍ کې مخکښ دی.
د خلکو جمهوري غوښتونکو ګوند د استانبول د ښاروال د خوشې کېدو او له وخت وړاندې د ټاکنو د ترسره کېدو په ملاتړ د لاسلیکونو د راټولولو لپاره سمبولیک کمپاین پیل کړی دی.
د اوزیل په وینا، تر اوسه له اوو میلیونو څخه زیاتو خلکو دا لاسلیک کړی دی.

د اسراییل یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر یسراییل کاتز د یکشنبې په ورځ یو سند او داسې مخابراتي پیغامونه افشا کړل، چې پکې حماس پر اسراییل د اکټوبر ۷مې نیټې بریدونو لپاره له ایران څخه د مالي مرستې غوښتنه کړې.
دغه سندونه چې د یکشنبې په ورځ د اسراییل د دفاع وزیر له لوري افشا شوي، اسراییلي سرتیرو پر غزې د برید پر مهال نیولي او د دغه هېواد استخباراتو ته یې سپارلي وو.
د اسراییل د دفاع وزیر یسراییل کاتز ادعا کوي او وايي، دغه سندونه ښيي چې حماس له ایران څخه پنځه سوه میلیونه ډالرو غوښتي وو، څو د اسراییل د له منځه وړو لپاره یې ولګوي.
نوموړی وايي، د حماس له لوري دا غوښتنه د اکټوبر د ۷مې له برید څخه مخکې یا د برید پرمهال شوې وه.
د اسراییل د دفاع وزیر وایي، چې د ایران د سپاه پاسداران او قدس ځواک د فلسطین د چارو مسوول چې «ایزدي» نومیږي د حماس د پخوانیو مشرانو یحیی سنوار او محمد ضیف له خوا شوې غوښتنه منلې وه.
کاتز وايي:«ایزدي د حماس غوښتنه پر ایران د اقتصادي فشارونو او بندیزونو سربیره تایید کړې وه، ځکه تهران ته د اسراییل او امریکا په ضد جګړې ډیر ازرښت لري.»
د اسراییل د دفاع وزیر وايي، نړۍ باید په دې وپوهیږي، چې ایران د « مار سر» دی او د حماس، حزب الله، حوثیانو، د سوریې او عراق د ترهګرو ډلو فعالیتونه رهبري کوي.
سره له دې چې اسراییل د حماس او ایران ترمنځ د اړېکو سندونه افشا کړي، خو د دغه هېواد استخباراتو ویلي، چې ایران د اکټوبر د ۷مې برید په اړه معلومات نه لرل، خو دا ناشونې ده، چې حماس دې د ایران د قدس ځواک له روزنې، وسلو او مالي ملاتړ پرته دا برید ترسره کړی وي.

زرګونوو کسانو په واشنګټن ډي سي او د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه شتمن ملاتړي ایلان ماسک پر ضد لاریونونه کړي.
د لاریونونو تنظیموونکو رویترز ته ویلي، چې نږدې ۱۵۰ ډلو په دغو مظاهرو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې وه او یادې مظاهرې د امریکا د ټولو ایالتونو تر څنګ په کاناډا او مکسیکو کې هم پلان شوې وې.
د ټیري کلاین په نوم یوه متقاعده ساینس پوه چې د امریکا د نیو جرسي څخه راغلی او په واشنګټن کې یې د ټرمپ ضد لاریون کې برخه اخیستې، رویټرز ته ویلي، په دغه لاریون کې یې د ټرمپ د سیاستونو پر ضد ګډون کړی:«زه دلته له کډوالۍ څخه نیولې د ایلان ماسک ادارې پورې، د زده کړو او تعرفو هرڅه. زما هدف دادی، چې د دې هر څه له امله زموږ ټول هېواد او بنسټونه تر برید لاندې دي.»
په دغو لاریونونو کې یو شمېر لاریونوالو د اوکراین بیرغونه او د فلسطین د زادۍ شعارونه هم له ځان سره لیږدول.
پر همدغه مهال د امریکا د استازو جرګې ډیموکراټو غړو هم د ټرمپ پر پالیسیو سختې نیوکې کړې دي.
د واین هافمن په نوم یو ۷۳ کلن تقاعد شوی مالي مشاور وايي، چې د ټرمپ اقتصادي پالیسیو او تعرفو ته اندیښمن دی، « دا به په ځینو ایالتونو کې کروند ګرو ته زیان ورسوي، خلک به خپلې دندې له لاسه ورکړي.»
ټرمپ چې په دې اونۍ کې یې د سوداګریزو تعرفو په لوړولو سره مالي بازارونه ولړزول او د نړۍ ګڼ هېوادونه یې خپه کړل، تېره ورځ د همدې لاریونونو پرمهال په فلوریډا کې و.
یو بل لاریون کوونکی ۸۴ کلن سو ان فریډمین وايي:«ما فکر کاوه چې زما د لاریون کولو ورځې نورې پای ته رسیدلې دي، خو اوس بیا د ټرمپ او ماسک په څیر کسانو سره مخ یو.»
دغه لاریونونه په داسې حال کې کیږي، چې د ټرمپ په ملاتړ د ماسک له لوري د حکومت د موثریت ادارې له ۲۰۰زره ډیر دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.
د دغو لاریونو په ترڅ کې سلګونه کسان بالټیمور ته نږدې د ټولنیز امنیت ادارې مرکزي دفتر مخ ته هم راټول شوي وو، چې د دغې ادارې د کارکوونکو د کمښت پرضد اعتراض وکړي.
یوه لاریون کوونکې چې دوه میاشتې وروسته به ۶۵ کلنه شي وايي:« زه له ۱۶ کلنۍ څخه مالیه ورکوم. زه ویریږم، غوسه یم، حیرانه یم چې دا څنګه ممکنه ده. زه امریکا سره مینه لرم، خو زړه مې مات دی. زه خپلې پیسې غواړم، خپل حق غواړم.»
پر همدغه مهال د سپینې ماڼې ویاند مرستیال هوسټن رویټرز ته ویلي:«ټرمپ به هیڅکله د ټولنیز خوندیتوب ملاتړ پر قانوني مستحقینو بند نه کړي. خو ډیموکراټان غواړي دا امتیازات غیر قانوني کډوالو ته ورکړي، چې دا به د دې پروګرامونو د خرابیدو سبب شي.»
په امریکا کې له لاریونونو وړاندې په اروپا کې مېشتو امریکایانو هم د ډونالډ ټرمپ د کورنيو او بهرنيو پالیسیو غندلو په موخه په برلین، فرانکفورټ، پاریس او لندن کې لاریونونه وکړل.

رویټرز راپور ورکړی، چې ایران له امریکا سره د مستقیمو خبرو پرځای غیر مستقیمو خبرو ته چمتووالی ښودلی، خو د سیمې هېوادونو ته یې خبرداری ورکړی، چې که د امریکا له بریدونو سره مرسته وکړي ښه پایله به ونه لري.
رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره د مستقیمو خبرو اترو مخالفت کړی او غواړي د عمان له لارې له واشنګټن سره غیر مستقمي خبرې وکړي.
یاد چارواکي ویلي:«غیر مستقیمي خبرې دا امکان برابروي، چې د سیاسي حل لپاره د واشنګټن جدیت و ارزول شي.»
پر همدغه مهال ایراني چارواکو عراق، کویټ، متحده عربي امارات، قطر، ترکیې او بحرین ته رسما خبرداری ورکړی، چې که د امریکا له برید سره مرسته وکړي سختي پایلې به ولري.
دغه ایرانی چارواکی زیاتوي:« علي خامنه يي د ایران وسله والو ځواکونو ته د بشپړ تیارسي حالت امر کړی.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته دوه میاشتې وخت ورکړی، چې د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي او د نه رسیدو په صورت کې یې د نظامي اقدام خبرداری ورکړی.
ټاکل شوې، چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د عمان په پلازمېنه دمشق کې د عمان په منځګړیتوب ترسره شي.
خامنه يي په دې خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یا د هغه مرستیال مجید تخت روانچې ته د ګډون اجازه ورکړې ده.
ایران له اوږدې مودې راهیسې د اټومي وسلو جوړول ردوي، خو د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې خبرداری ورکړی، چې ایران په ډراماټیک ډول د یورانیمو غني کولو کچه ډیره کړې او اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی.
