ټرمپ: متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته اعلان وکړ، چې متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته اعلان وکړ، چې متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر وویل: "له ایران سره زموږ خبرې اترې په لوړه کچه ترسره کېږي. موږ مستقیم له هغوی سره خبرې کوو. موږ به د شنبې په ورځ له ایران سره په لوړه کچه خبرې وکړو."
هغه زیاته کړه: "موږ به یوه مهمه غونډه ولرو او وبه ګورو چې څه پېښېږي. زه فکر کوم چې هرڅوک به موافق وي چې یو تړون د زیاتو انتخابونو څخه غوره دی."
ډونالډ ټرمپ ټينګار وکړ، چې ښایي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې د نتنیاهو تر څنګ ناست و، خبریالانو ته وویل چې له ایران سره موافقه له هغو اقداماتو غوره ده چې "زه غواړم په کې ښکېل شم، یا اسراییل په کې ښکېل شي".
هغه زیاته کړه: "زه هیله لرم چې دا خبرې به بریالۍ وي، او زه فکر کوم که بریالۍ شي، دا به د ایران په ګټه وي."
ټرمپ وویل، چې هغه د نتنیاهو سره د ایران او سوداګرۍ مسلو په اړه "ښې خبرې" کړي دي.
د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له کتنې وروسته نتنیاهو وویل: "موږ له ټرمپ سره د سوریې پر وضعیت او د ترکیې په اړه مو خبرې وکړې."
هغه زیاته کړه: "موږ په دې خبرې وکړې چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو که ترلاسه یې کړي او ډېپلوماټیکې لارې حل لاره نه وي نو هغه څه به ترسره شي کوم چې په لیبیا کې ترسره شوي وو."


د فرانسې پولیسو پرون د ۱۹ او ۲۴ کلونو ترمنځ درې ځوانان په پاریس او د هغه په شاوخوا سیمو کې د یوه «ترهګریز» برید د پلانولو او د چاودیدونکو توکو د درلودلو په شک ونیول. دوی وايي، نیول شويو کسانو له داعش الهام اخیستی، دغو کسانو پلان درلود چې په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه وکړي.
دغه درې کسان چې په اصل کې د فرانسې په شمال کې د لیل او ډنکرک د ښارونو اوسېدونکي دي، په ښکاره یې په ټولنیزو شبکو کې خپل افراطي تمایلات څرګند کړل او پرته له کومې پټې د خپلو افراطي باورونو دفاع یې وکړه.
تر ټولو ځوان، چې د دې ډلې د مشر په توګه پیژندل شوی، په سنپ چټ کې خورا سخت او ګواښونکي پیغامونه خپاره کړي، چې ویلي یې دي "موږ به کافران په وینو کې ډوب کړو."
دغه کس داسې ویډیوګانې هم شریکې کړې وې چې پکې یې ترهګري او د تاوتریخوالي د کړنو ستاینه کوله.
دغه ډله دفرانسې دپوليسو له خوا دځانګړو او چټکو څيړنو له لارې چې د کورني امنيت د لوى رياست او له تروريزم سره د مبارزې د لوى رياست له خوا تر سره شول وپيژندل او ونيول شول.
پولیسو ته د یوې نږدې سرچینې له قوله ویل شوي، چې دغو کسانو د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی او امنیتي ځواکونو ته یې اجازه ورکړې، چې تر اقدام کولو مخکې یې ونیسي.
د داعش د دریو مشکوکو کسانو نیول یو ځل بیا ښیي چې تروریستي ګواښونه لا هم په دغه هېواد کې یو له سترو امنیتي ننګونو څخه دی.
فرانسه تر دې وړاندې هم د داعش د خونړي برید هدف و.
د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کې د داعش غړو په پاریس کې په څو ځایونو کې په یو لړ همغږو بریدونو کې ۱۳۰ کسان ووژل.

اسراییل له تېرې میاشتې راهیسې، چې د حماس پر ضد یې جګړه بیا پیل کړې، په غزه کې خپل نفوذ پراخ کړی دی. اوس اسراییل د غزې تر۵۰ سلنې ډېره برخه کنټرولوي او فلسطینیان په کوچنیو سیمو کې ځای پر ځای کوي.
د اسوشیتیډ پرېس د رپوټ له مخې، د اسراییل تر ټولو ستره وصل سیمه چې پوځ یې کنټرولوي د غزې په پوله کې ده.دلته اسراییلي پوځ د جګړو په ترڅ کې د فلسطینیانو کورونه، ځمکې او بنسټیز جوړښتونه ویجاړ کړي، چې نور د استوګنې وړ نه دي.
د اسراییلي پوځیانو او د بشري حقونو ډلو په وینا، دا پوځي بفر زون په دې وروستیو کې دوه برابره شوی دی.
اسراییل خپل سخت کنټرول د موقتي اړتیا په توګه یادوي څو حماس مجبور کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې برید پر مهال نیول شوي پاتې یرغمل کسان خوشي کړي.
د بشري حقونو ډلې او د غزې کارپوهان وايي، د اسراییل په واک کې ځمکه چې د دهلیز په توګه ددې سیمې شمال له جنوب نه بېلوي، کېدای شي د ډېر وخت لپاره کنترول شي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اونۍ وویل، چې د حماس له ماتې وروسته به هم دوی په غزه کې خپل امنیتي کنټرول خوندي وساتي او فلسطینیان به تخلیې ته اړباسي.
پنځو اسراییلي سرتېرو اسوشیټیډ پرېس ته وویل، چې د اسراییل پولې ته نږدې سیمو ویجاړول او د حایل سیمې سیستماتیکه پراختیا له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې جریان لري.
یوه سرتېري چې د ټانک لوا کې د تخریب ډلو په ساتنه ګومارل شوی، اې پي ته له نومښودنې پرته ویلي، « دوی هر هغه څه ویجاړ کړل چې دوی کولای شول، دوی هر هغه څه وویشتل چې ممکن وو، (فلسطینیان) به د بیرته راستنیدو لپاره هیڅ شی ونه لري، دوی به هیڅکله بیرته رانه شي».
د چوپتیا ماتېدل په نامه یوې ډلې په خپل رپوټ کې ویلي، چې اسراییلی پوځ د پراخو ویجاړیو له لارې پر دې سیمه د راتلونکي کنټرول لپاره لاره پرانیزي.
اسراییلي پوځ ددې رپوټونو په اړه ویلي، چې دوی د خپلې خاورې او هغو اسراییلي ټولنو د خوندیتابه په چارو بوخت دي، چې د حماس د اکتوبر د اوومې برید له امله زیانمنې شوې او ۱۲ سوه کسان پکې وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل شوي.
اسراییلي پوځ دغه راز ویلي، چې دوی په غزه کې ملکي خلکو ته د زیان رسونې هوډ نه لري او د نړیوالو قوانینو پیروي کوي.

د پاکستان د لویو لارو د چارو ادارې له پېښور څخه تر تورخمه د نوې لویې لارې د جوړولو کار پیل کړی دی. دغه لویه لار به ۴۸کیلومتره اوږدوالی او د تګ راتګ څلور کرښې ولري.
د دغې لويې لارې د جوړولو موخه د پښتونخوا ایالت سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ ته د اسانتياوو برابرول دي.
د پاکستان د اقتصادي چارو ادارې د وېبپاڼې د راپور له مخې، د خیبر پاس د لویې لارې د جوړولو موخه له پېښور څخه تر تورخمه پورې د ۴۸کیلومترو په اوږدوالي څلور کرښو لرونکې لارې جوړول دي؛ ترڅو د پښتونخوا او د شاوخوا سیمو د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل شي.
ویل کېږي، چې دغه پروژه په لومړي سر کې په ۲۰۱۷کال کې پیل شوې وه؛ خو د بېلابېلو لاملونه له امله یې چارې په ټپه درېدلې وې؛ خو اوس د دغې پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې د سړک جوړولو لسو شرکتونو ګډون کړی و، چې یو یې غوره شوی دی.
د دغې پروژې لګښت ۳۸۵مېلیونه ډالر اټکل شوی، چې په کې د ۲۲پلونو او سړکونو، ۱۳۹پلچکونو او دوو لویو مقطعو جوړول شامل دي.
پاکستان او افغانستان د خیبر له لارې منځنۍ اسیا سره نښلول شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، دغه پروژه د منځنۍ اسیا د سیمهییزو اقتصادي همکاریو یوه برخه ده چې د پاکستان، افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او عربي سمندر ترمنځ لنډه لار برابروي.
دغه لار له پېړیو راهیسې د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ مهمه برخه وه.
د پېښور او تورخم تر منځ په اوسنۍ لویه لار هره ورځ شاوخوا لس زره موټرې تګ راتګ کوي؛ خو ګڼه ګوڼه او سختو لارو د موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.
د پاکستان د لویو لارو د ادارې د سروې له مخې؛ د تورخم – پېښور اوسنۍ لار د زیاتو موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.
دغه اداره وايي، د سوداګرۍ د حجم له ډېرېدو سره به د ورځې له ۱۰زرو څخه تر ۳۰زرو پورې د موټرو تګ راتګ کچه هم لوړه شي.

د پاکستان پوځ وايي، تېره شپه یې د دېره اسماعیل خان په تکواره سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیاتو کې د اورپکو د ځايي مشر شیرین په کډون یې ۹ وسلوال وژلي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر زیاتوي چې دا وسلوال له سختې جګړې وروسته وژل شوي. پوځ د خپلې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي
دا اداره په خپله اعلامیه کې وايي چې له وژل شویو وسلوالو یې وسلې هم لاسته راوړې دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د وسلوالو وژل شوی مشر شیرین په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د ځینو بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې لاس درلود.
وژل شوی قومندان د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۰مه د پاکستاني نظامي تورن حسنین اختر د وژلو مسوول هم و.

په غزه کې حماس وسلهوالې ډلې ویلي، چې د اسراییلي پوځ د بريدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد سوېلي ښارونه په توغندیو وېشتي دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د اسراییل پوځ ویلي چې حماس ډلې شاوخوا لس توغندي توغولي دي؛ خو دوی په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.
پر همدې مهال اسراییلي رسنیو په سوېلي ښار عسقلون د مخامخ برید خبر هم ورکړی دی.
د اسراییل د بېړنیو چوپړتیاوو ادارې ویلي، چې دوی د ټپي شویو درملنه کوي او کاري ټیمونه یې هغو سیمو ته په لار دي چې توغندي پرې لګېدلي دي.
د دغې ادارې لهخوا په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې د موټرو ښیښې ماتې شوې دي او په ښار کې ګډوډي روانه ده.
حماس وسلهواله ډله په داسې حال کې پر اسرییل توغندیز برید کوي، چې پرون په غزه کې سیمهییزو روغتیایي چارواکو اعلان وکړ چې د اسراییل په برید کې ۳۹ تنه وژل شوي دي.
له دغه توغندیز برید وروسته د اسراییل پوځ پر اېکس پاڼه د غزې تړانګې د مرکزي ښار دېرالبلاح اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.
د اسراییل پوځ د خبرداري په اعلامیه کې راغلي:« دا تاسو لپاره له برید وړاندې وروستی خبرداری دی.»
ویل کېږي، چې د اسراییل لومړی وزیر نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې لپاره د واشنګټن په سفر دی او د دغه هېواد د دفاع وزیر لهخوا ورته د توغندیز برید په اړه خبر ورکړل شوی دی.
د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې بنیامین نتنیاهو د حماس ډلې په وړاندې د اسراییل د سختو عملیاتو په تایید سره د پرېکنده ځواب امر کړی دی.
اسراییل د مارچ په ۱۹مه وویل، چې د دوی ځواکونو د غزې په مرکزي او سوېلي سیمو کې ځمکني عملیات بیا پیل کړل. دواړو لورو یو بل د اوربند په خبرو کې په خنډ اچولو تورن کړي دي.
فلسطيني چارواکي وايي، د جګړې له پيل راهيسې پر غزې د اسراييل په بريدونو کې تر پنځوس زرو زيات فلسطينيان وژل شوي دي.