• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فلمي لوبغاړې شریا ګپتا: د پېژندل شوي فلمي لارښود د جنسي ځورونې قرباني یم

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱

د هندي سینما (بالیووډ) فلمي لوبغاړې شریا ګپتا ویلي، چې فلمي لارښود یې په فلم کې د کار کولو لپاره نامناسبې غوښتنې ترې کړي. هندي سینما په فلمي صنعت کې هغه اداره ده، چې زیات وخت ترې دغه ډول خبرونه ترلاسه کېږي.

شریا د لوېدیځ بنګال څخه ده او په ډېرو فلمونو او سریالونو کې یې کار کړی دی.

دغه فلمي لوبغاړې په سکندر فلم کې هم د تامل صنعت له مشهورو ستورو راجني کانت، سوریا او سلمان خان سره راڅرګنده شوې ده.

شریا په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې د جنسي ځورونې قرباني کېدو دعوه وکړه او ویې ویل، چې هغه په ​​چینا کې د جنسي ځورونې قرباني شوې وه.

نوموړې وویل: هغه په ۲۰۱۴ کې د خپلې مور سره په فلم کې د کار کولو لپاره د پېژندل شوي فلمي لارښود دفتر ته لاړه.

شریا زیاتوي، کله چې د فلمي لارښود دفتر ته لاړم هغه وویل چې زما په غېږ کې کښېنه او په فلم کې ستا برخې سکریپ ولوله.

هغې وویل، چې زه ډېره کوچنۍ وم او وېرېدم، عذر مې ورته وکړ چې خپله برخه تمثیل به ولولم ځان به اماده کړم او سبا به راشم.

د نوموړې په وینا، له دې خبرو ورسته د ډېر وخت لپاره له فلمي صنعت څخه لرې پاتې شوم او همدا لامل وو چې ممبۍ ښار ته لاړم.

شریا ګپتا په دغه مرکه کې ونه ویل چې کوم فلمي لارښود وو چې دغه ډول ناوړه غوښتنه یې ترې کړې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو فلمي لوبغاړو په ډاګه کړې، چې د فلم جوړونکو او فلمي لارښود له خوا د جنسي ځورونې قرباني شوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د هندي سینما وتلی لوبغاړی منوج کمار د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د هندي سینما وتلی لوبغاړی او ډایرکټر منوج کمار د جمعې په سهار د وري ۱۵مه، د ۸۷ کلونو په عمر د ممبۍ په یوه روغتون کې مړ شو. هندي رسنیو د ښاغلي کمار د مړینې لامل «د زړه شدیدې حملې» بللې دي.

منوج کمار د فبرورۍ په وروستیو کې د روغتیايي وضعیت له خرابیدو وروسته په روغتون کې بستر شو.

هغه د بالیووډ په وطنپالو فلمونو کې په خپلو ښو رولونو پیژندل کیده، چې له امله یې هغه ته د «بهارت کومار» لقب ورکړل شو. بهارت د هند دودیز نوم دی.

منوج کمار، چې اصلي نوم یې هریکشن ګوسوامي و، د ۱۹۳۷ کال د جولای په میاشت کې د ایبټ‌اباد په سیمه کې زیږیدلی و، چې اوس د پاکستان برخه ده.

د خپل هنري ژوند په جریان کې، هغه ډیری جایزې وګټلې او د هند حکومت د لوړو ملکي جایزو څخه یو «پادما شري» ورکړل شوه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه یوه پیغام کې د دغه «افسانوي لوبغاړي» په مړینه خواشیني څرګنده کړه. مودي ولیکل، «هغه د هندي سینما یو سمبول و، په ځانګړي توګه د هغه د وطنپالنې لیوالتیا حس یاد شوی، کوم چې د هغه په اثارو کې هم خپور شوی و.»

«اپکار/نیکي»، «شهید»، «دوه بدنونه» او «وو کان هې/څوک وو» ځینې مشهور فلمونه دي چې منوج کمار په کې راڅرګند شوی دی.

نارنج ګل مشاعره؛ یو شمېر شاعرانو ته د شعرویلو اجازه نه‌ده‌ ورکړل شوې

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱

د نارنج ګل مشاعري یو شمېر ګډون‌والو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ګډون‌والو شعرونه د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې ټاکل شوې کمېټې په خوښه‌ انتخاب شوي دي.

دغو ګډون‌والو د پنجشنبې په شپه ( د وري ۱۴مه) زیاته کړې، د اطلاعاتو او کولتور ریاست د شعرونو د انتخاب او ارزونې کمېتې یو شمېر شاعرانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په دغې دودیزې مشاعره کې خپل شعرونه ووايي.

د ګډونوالو د معلوماتو پر بنسټ، د هغو ادبیانو شعرونو چې پر دغې ډلې یې ډېره انتقادي بڼه لرله، د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شعرونو د ارزونې او انتخاب کمېټې له‌خوا رد شوي او لیکوالانو ته یې د ویلو اجازه نه ده‌ ورکړل شوې.

ګډون‌وال وړاندې وايي چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د اکثریت طالب پلوه شاعرانو او فرهنګیانو په حضور کې ترسره شوې ده.

دا مشاعره تېره شپه د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت تاریخي بڼ کې جوړه شوې او په‌کې د خېبرپښتونخوا یو شمېر فرهنګیانو او شاعرانو هم ګډون درلود.

100%

په ننګرهار کې د طالبانو د حقاني شبکې اړوند کس او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس قاري احسان‌الله ساجد د دغې ډلې له ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې د نارنج ګل د سږنۍ مشاعرې د ګډون‌والو شمېر تر ۱۰ زرو کسانو ډېر بللی دی.

بل‌خوا، د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې شوې ویډیوګانې څرګندوي چې یو شمېر طالب پلوه شاعرانو د پښتون‌ژغورنې غورځنګ پر ضد هم شعارونه ورکړي چې د یو شمېر هېوادوالو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

همداراز په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ښځو د زده‌کړو، کار او نورو حقونو پر ضد هم شعارونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ مخکې په دغه مشاعره کې نه یوازې افغان قلم‌والو ښځو ګډون کاوه، بلکې د هغوی د مساوي حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره هم هر ځل غږ پورته کېده، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته نه یوازې په دغه مشاعره کې ښځو ته د ګډون اجازه نشته، بلکې د حاکم رژیم په خوښه یې یو ناخپلواک رنګ خپل کړی دی.

د یادونې ده چې نارنج ګل مشاعره د تېر جمهوري نظام په وخت کې د افغانستان لومړنۍ لویه مشاعره بلل کېده چې په‌کې شاعرانو او ادبیانو د شعر ژبه د نیوکو ترڅنګ د افغاني ټولنې غوښتنې بیانولې.

نارنج ګل له ۱۳۴۴ لمریز کال راپدېخوا د ننګرهار فرهنګیانو او شاعرانو له‌خوا پيل شوې او هرکال د وخت د حاکمیتونو په همکارۍ د پسرلي موسم په پیل کې جوړېږي.

د پښتو ژبې پېژندل شوی ممثل میراوس د ۷۰ کلونو په عمر مړ شو

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا اویا کلن حیات خان چې د میراوس په نامه یې لسګونه کاله پښتنو ته ټوکې، مسخرې، تمثیلي پارچې او سندرې وویلې د ورپېښې ناروغۍ له امله د پېښور په یو روغتون کې مړ شو. میراوس د شکر ناروغي لرله.

میراوس درې لسیزې د راډيو او تلوېزون له لارې طنزیه پروګرامونه مخته یوړل، د سټيج په سر یې تمثیلي پارچې وړاندې کړې او په خپل طنز، ټوکو ټکالو او طنزیه سندرو یې پښتانه وخندول.

د پښتو ژبې دغه ممثل له اوږدې مودې په روغتون کې و او درملنه یې روانه وه؛ خو سخت اقتصادي مشکلات یې درلودل.

د نوموړي مینه وال حکومتي ادارې او پښتون قام ملامته کوي چې د مېرواس په درملنه کې یې ورسره لاسنوی ونه کړ.

په دې ورستیو کې د خېبرپښتونخوا حکومت د سیاحت ادارې د مېراوس له کورنۍ سره ۵ لکه کالدارې مرسته کړې وه؛ خو د کورنۍ غړو یې ویلي وو چې په درملنه یې ډېرې پېسې راځي.

دغه پېژندل شوی ټوکمار د خېبر پښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ اړوند د تنګي ملاخېلو اوسېدونکی و، نوموړي له یوې مېرمنې پنځه اولادونه درلودل.

د کورنۍ غړو یې رسنیو ته ویلي وو، چې د نوموړي جنازه به سبا د جمعې په ورځ د چارسدې په تنګي سیمه کې ادا شي او په خپل پلرني ټاټوبي کې به خاورو ته وسپارل شي.

په پاکستان کې مېشت افغان سندرغاړي او موسیقي غږوونکي افغانستان ته له ستنېدو وېره لري

۱۴ وری ۱۴۰۴ - ۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱

ندیم بخش د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ یو سندرغاړی دی، چې د پاکستان پولیسو ته یې د خپل ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې رشوت ورکړی، تر څو یې بېرته افغانستان ته ستون نه کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ده نیوز راپور ورکړی، چې هغه د راولپنډۍ پولیسو ته هغه مهال یادې پیسې د رشوت په توګه ورکړې، چې د نوموړي پر کور یې چاپه ووهله.

 ندیم چې اوس مهال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شوی هلته په یوه کوچني کور کې چې دوه خونې لري اوسېږي.

هغه وویل: «نه پوهېږم چې دلته به تر کومې پورې خوندي پاتې شو. دا هم نه ده معلومه چې افغانستان ته به مو وشړي او که بل ښار ته به ځان اوباسم.»

د موسیقۍ او افغان کډوالو پر ضد فشارونه

سندرغاړی ندیم بخش د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې څخه دی، چې د پاکستان له لوري د بې ‌اسنادو افغانانو د ایستل کیدو له اعلان وروسته یا په پټو ځایونو کې ژوند کوي او یا هم د پاکستان پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

د پاکستان حکومت د مارچ په ۷مه پرېکړه وکړه، چې ټول ناقانونه افغان کډوال باید د هماغې میاشتې تر پایه خپل هېواد ته ستانه شي،‌ خو لیدل کېږي چې په دغه موده کې اوس مهال بدلون راغلی دی.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، د افغان کډوالو ایستل کیدو بهیر یې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د اپریل تر لسمې ځنډولی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واک ته رسیدو راهیسې پر موسیقۍ او سندرغاړو سخت بندیزونه لګیدلي دي.

د طالبانو حکومت موسیقي حرامه بللې، د موسیقۍ الې یې ماتې کړي، د موسیقي ښوونځي یې بند کړي او ان په بېلابېلو پېښو کې یې هنرمندان هم ځورولي دي.

له همدې کبله ډېری هغه افغان موسیقي‌ غږوونکي او سندرغاړي پاکستان ته کډه شوي او نشي کولای چې د دغو بندیزونو له کبله بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان د کراچۍ ښار د بشري حقونو وکیله مونیزه کاکړ وايي،‌ چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ۱۰۰۰ ډېر افغانان نیول شوي او تر ۲۰ زره زیات په زور ایستل شوی دي.

هغې زیاته کړې: «پاکستان د افغان کډوالو قضیه د طالبانو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کاروي. کله چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې وي، پاکستان افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابروي، خو کله چې سیاسي کړکېچ زیات شي، هغوی د لوبې د مهرې په توګه قرباني کېږي.»

په افغانستان کې د موسیقۍ د هنر نابودي

د ۵۲ کلن ندیم بخش لپاره افغانستان ته ستنیدل د نسلونو موسیقي دود ته د پای ټکی کېښودل دي.

نوموړی د هندستانۍ کلاسیکې موسیقۍ د «پټیاله ‌ګهرانه» مکتب پیرو دی چې د ده نیکه علي بخش خان په ۱۹مې پېړۍ کې بنسټ ورته ایښی و.

د ندیم په خبره: «موسیقي زموږ د وینو برخه ده». په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو د ده پر کور چاپه ووهله، د سازونو الې یې ور ماتې کړې او د ده په ګډون یې د هغه زامن زندانیان کړل. نوموړی وایي: «له سپکاوي ډک چلند یې راسره وکړ، موږ ته یې وویل چې موسیقي باید پرېږدو او د سبزیو خرڅولو روزګار باید شروع کړو.»

ندیم او کورنۍ یې له افغانستان څخه د تېښتې وروسته د ویزې د نشتوالي له کبله په پاکستان کې ناقانونه پاتې شول.

د ده ۲۴ کلن زوی نازیم بخش چې طبله غږوي له اقتصادي ستونزو څخه سر ټکوي. هغه وویل: «موږ د کور کرایه او د خوړو پیسې نه لرو، نو څنګه به ویزې واخلو؟»

افغانستان ته د ستنېدو وېره

د ۲۶ کلن محمد یاسر حویده لپاره افغانستان ته ستنېدل د مرګ معنا لري.

حویده چې یو وخت د موسیقۍ ښوونکی و، په ۲۰۲۲ کال کې د موسیقۍ د یوه بنډار له کبله د طالبانو له لوري ونیول شو او هغه پرېکړه وکړه چې نور یې په خپل هېواد کې ژوند ستونزمن شوی. له همدې امله نوموړی پاکستان ته کډوال شوی دی.

د ده په وینا: «که افغانستان ته لاړ شم ښايي ووژل شم. طالبان له ما کرکه لري، ځکه زه هزاره یم، شیعه یم او موسیقي هم کوم. دوی زموږ هنر حرام بولي.»

خو طالبانو څو څو ځله ویلي چې هزاره‌ ګان باید له طالبانو ونه ډار شي او هغوی په افغانستان کې د نورو وګړو په څېر د ژوند ځانګړي حقونه لري.

طالبانو موسیقۍ غږوونکو ته دا هم په ډاګه ویلي، چې د دغه هنر پالل په اسلامي شریعت کې حرام کار دی او باید د نورو کارونو په موندلو سره له دې کسبه لاس واخلي.

اپرېل فول؛ د درواغو او شوخۍ ورځ

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

نن د اپرېل لومړۍ نېټه ده، په دې ورځ به په ټولې نړۍ کې بې شمېره درواغ ویل شوي وي. ځینو به د خپلې کورنۍ غړي غولولي وي او ټوکې به یې پرې جوړې کړې وي؛ ځکه نن د درواغو او شوخۍ "اپرېل فول" ورځ ده.

د اپرېل د میاشتې لومړۍ نېټه د "اپرېل فول" په نوم یادېږي، چې خلک پکې یو بل ته درواغ وایي، ټوکې جوړوي او د خندا او شوخۍ لپاره خپل ملګري، کورنۍ او عزیزان په بېلابېلو بڼو غولوي.

دا دود په ډېرو هېوادونو کې مروج دی، که څه هم په اړه یې بېلابېل روایتونه موجود دي خو روایتونه خودجوشه او په فلکلوریکه بڼه ایجاد شوي دي.

شالید:

د اپرېل فول اصل مبهم دی، خو ځینې فلکلورپوهان یې د ۱۵۸۲ کال د فرانسې د کالیز بدلون ته منسوبوي.

روایت دی، کله چې پاپ گریګوري دیارلسم د جولیني کالیز "تقویم" پر ځای ګریګوریایي تقویم رامنځته کړ؛ نو د نوي کال لومړۍ ورځ د جنورۍ لومړۍ نېټه وټاکل شوه.

خو ډېرو خلک د اپرېل لومړۍ ته د نوي کال په سترګه کتل او دا ورځ به یې نمانځله، چې نورو خلکو به پرې خندل او ټوکې به یې ورسره کولې.
د اپرېل فول دودونه:

اپرېل فول د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د بېلابېلو دودونو سره یادېږي.
په انګلستان او امریکا کې خلک هڅه کوي، چې یو بل ته درواغ ووایي او د ورځې تر نیمايي وروسته د خپلو درواغو او ټوکو په اړه ورته ووايي.
په فرانسې او ایټالیا کې خلک د "اپرېل کب" (Poisson d’Avril) په نوم کوچني کاغذي ماهیان د نورو خلکو پر شا نښلوي.
په افغانستان، ایران، هند او ځینو اسیایي هېوادونو کې دا دود دومره عام نه دی، خو ځینې کسان بیا هم د ملګرو ترمنځ دا ټوکې کوي.
اخلاقي او ټولنیزې اغېزې:

که څه هم د اپرېل فول هدف خندا او تفریح وي، خو دا ورځ کله - کله ستونزې هم رامنځته کوي. ځینې درواغ خلک غولوي او حتا خطرناکې پایلې هم لري، لکه جعلي خبرونه، بې‌ځایه اندېښنې یا حتا د اضطراري خدماتو کارول.

د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د اپرېل فول دود نمانځه او وخت نا وخت به یې ټوکې جوړولې؛ خو اکثره وخت به یادو درواغو لویې ستونزې ایجادولې او لامل یې هم له یاد دود سره په ذهني ډول د خلکو نابرابري وه.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بیا دا ورځ بیخي له خلکو هېره ده، یوازې په ټولنیزو شبکو کې یو شمېر لوستي ځوانان د یادې ورځې یادونه کوي.

ځینې انتقاد کوونکي دا ورځ د اخلاقي ارزښتونو خلاف بولي، خو پلویان یې استدلال کوي چې که په اعتدال سره وکارول شي، نو بې‌ضرره خندا رامنځته کوي.