• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین: د ټرمپ د تعرفو پر وړاندې به تر پایه مبارزه وکړو

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا په چین باندې د تعرفو له لګولو سره نړیواله سوداګریزه جګړه پیل کړې ده. د راپور له مخې چین ویلي، چې تر پایه به دې جګړې ته دوام ورکړي او په هېڅ صورت به تسلیم نه شي.

د امریکا په وړاندې د چین ورته عکس العمل وروسته له هغې ترسره کیږي چې ټرمپ پدې وروستیو کې د نړۍ د دویم لوی اقتصادي هېواد په توګه د چین څخه په وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ چین ته ګواښ کړی، چې که پر امریکایي توکو ۳۴سلنه غچ اخیستونکې تعرفه لرې نه کړي، نو امریکا به د چینايي توکو پر وارداتو ۵۰سلنه اضافي تعرفه ولګوي.

‏ټرمپ، چین ته تر سې شنبې ورځې وخت ورکړی، چې خپله تعرفه لرې کړي.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي: د تعرفو د زیاتولو لپاره د امریکا ګواښ د امریکا له خوا یو ځل بیا یوه بله تېروتنه ده. «که امریکا دا لاره تعقیب کړي، چین به یې تر پایه مبارزه وکړي.»

بلخوا بیا اروپايي ټولنې هم د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې د خپلو متقابلو تعرفو د لوړوالي وړاندیز کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې په چین، کاناډا او اروپا باندې د متحده ایالاتو لخوا د تعرفو لګولو نړیوال اقتصاد او د ونډو بازارونه له بحران سره مخ کړي او دا کړکیچونه د اقتصادي جګړې لامل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا ولسمشر ټرمپ او نتنیاهو د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو په اړه خبرې کړي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۱

الجزیرې ټلویزون راپور ورکړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې د هغو هېوادونو په اړه خبرې کړي، چې له غزې په جبري ډول د شړل شویو فلسطینیانو لپاره مناسب دي. ورته مهال اسراییل تر ۶۰ پورې فلسطینیان هم وژلي دي.

د الجزیرې د خبر له مخې، د اسراییلي پوځ د بمباریو له امله د دوشنبې ورځې له سهار راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او له ۴۰۰ زرو ډیر خلک بې ځایه شوي دي.

د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې هغه او ټرمپ له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو لپاره د امریکا د مشر د «زړور» لید په اړه خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې هغه له امریکا سره د یرغمل شویو وګړو د خوشې کولو لپاره پر یوه بل تړون کار کوي. هغه وویل: «موږ اوس په یوه بل تړون کار کوو، چې هیله لرو بریالي به شو.»

نتنیاهو دا ادعا هم وکړه، چې اسراییل ژمن دی «د غزې خلکو ته دا وړتیا ورکړي چې په ازاده توګه هر چیرې چې وغواړي لاړ شي.»

تیره اوونۍ، هغه وویل چې اسراییل «سیمه نیسي» او اراده لري، چې د نوي امنیتي دهلیز په جوړولو سره د غزې تړانګه «تقسیم» کړي.

د ملګرو ملتونو د شپږو ادارو مشرانو د غزې په تړانګه کې د اوربند د بیړني تمدید غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې اسراییل د اوربند له ماتولو راهیسې یوازې په لومړۍ اوونۍ کې تر زرو ډیر ماشومان وژلي او ټپیان کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، پر غزې د اسراییل په جګړه کې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۶۹۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵ زره او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي.

د حکومت د رسنیو دفتر د مړو شمیره له ۶۱،۷۰۰ څخه ډیره ښودلې، او ویلي یې دي، چې په زرګونو خلک تر خاورو لاندې لادرکه دي چې ګومان کیږي مړه شوي دي.

بلخوا په غزه کې حماس وسله‌والې ډلې ویلي، چې د اسراییلي پوځ د بريدونو په ځواب کې یې پرون د اسراییل سوېلي ښارونه په توغندیو وېشتلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د اسراییل پوځ ویلي، چې حماس ډلې شاوخوا لس توغندي توغولي دي؛ خو دوی په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.

ټرمپ: متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته اعلان وکړ، چې متحده ایالات له ایران سره مستقیمې خبرې کوي.

د امریکا ولسمشر وویل: "له ایران سره زموږ خبرې اترې په لوړه کچه ترسره کېږي. موږ مستقیم له هغوی سره خبرې کوو. موږ به د شنبې په ورځ له ایران سره په لوړه کچه خبرې وکړو."

هغه زیاته کړه: "موږ به یوه مهمه غونډه ولرو او وبه ګورو چې څه پېښېږي. زه فکر کوم چې هرڅوک به موافق وي چې یو تړون د زیاتو انتخابونو څخه غوره دی."

ډونالډ ټرمپ ټينګار وکړ، چې ښایي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې د نتنیاهو تر څنګ ناست و، خبریالانو ته وویل چې له ایران سره موافقه له هغو اقداماتو غوره ده چې "زه غواړم په کې ښکېل شم، یا اسراییل په کې ښکېل شي".

هغه زیاته کړه: "زه هیله لرم چې دا خبرې به بریالۍ وي، او زه فکر کوم که بریالۍ شي، دا به د ایران په ګټه وي."

ټرمپ وویل، چې هغه د نتنیاهو سره د ایران او سوداګرۍ مسلو په اړه "ښې خبرې" کړي دي.

د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له کتنې وروسته نتنیاهو وویل: "موږ له ټرمپ سره د سوریې پر وضعیت او د ترکیې په اړه مو خبرې وکړې."

هغه زیاته کړه: "موږ په دې خبرې وکړې چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو که ترلاسه یې کړي او ډېپلوماټیکې لارې حل لاره نه وي نو هغه څه به ترسره شي کوم چې په لیبیا کې ترسره شوي وو."

د فرانسې پولیسو د داعش درې شکمن کسان د "تروریستي" برید د پلانولو په شک کې ونیول

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د فرانسې پولیسو پرون د ۱۹ او ۲۴ کلونو ترمنځ درې ځوانان په پاریس او د هغه په شاوخوا سیمو کې د یوه «ترهګریز» برید د پلانولو او د چاودیدونکو توکو د درلودلو په شک ونیول. دوی وايي، نیول شويو کسانو له داعش الهام اخیستی، دغو کسانو پلان درلود چې په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه وکړي.

دغه درې کسان چې په اصل کې د فرانسې په شمال کې د لیل او ډنکرک د ښارونو اوسېدونکي دي، په ښکاره یې په ټولنیزو شبکو کې خپل افراطي تمایلات څرګند کړل او پرته له کومې پټې د خپلو افراطي باورونو دفاع یې وکړه.
تر ټولو ځوان، چې د دې ډلې د مشر په توګه پیژندل شوی، په سنپ چټ کې خورا سخت او ګواښونکي پیغامونه خپاره کړي، چې ویلي یې دي "موږ به کافران په وینو کې ډوب کړو."

دغه کس داسې ویډیوګانې هم شریکې کړې وې چې پکې یې ترهګري او د تاوتریخوالي د کړنو ستاینه کوله.
دغه ډله دفرانسې دپوليسو له خوا دځانګړو او چټکو څيړنو له لارې چې د کورني امنيت د لوى رياست او له تروريزم سره د مبارزې د لوى رياست له خوا تر سره شول وپيژندل او ونيول شول.
پولیسو ته د یوې نږدې سرچینې له قوله ویل شوي، چې دغو کسانو د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی او امنیتي ځواکونو ته یې اجازه ورکړې، چې تر اقدام کولو مخکې یې ونیسي.
د داعش د دریو مشکوکو کسانو نیول یو ځل بیا ښیي چې تروریستي ګواښونه لا هم په دغه هېواد کې یو له سترو امنیتي ننګونو څخه دی.
فرانسه تر دې وړاندې هم د داعش د خونړي برید هدف و.

د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کې د داعش غړو په پاریس کې په څو ځایونو کې په یو لړ همغږو بریدونو کې ۱۳۰ کسان ووژل.

اسراییل اوس د غزې تر ۵۰ سلنې ډېره برخه کنټرولوي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

اسراییل له تېرې میاشتې راهیسې، چې د حماس پر ضد یې جګړه بیا پیل کړې، په غزه کې خپل نفوذ پراخ کړی دی. اوس اسراییل د غزې تر۵۰ سلنې ډېره برخه کنټرولوي او فلسطینیان په کوچنیو سیمو کې ځای پر ځای کوي.

د اسوشیتیډ پرېس د رپوټ له مخې، د اسراییل تر ټولو ستره وصل سیمه چې پوځ یې کنټرولوي د غزې په پوله کې ده.دلته اسراییلي پوځ د جګړو په ترڅ کې د فلسطینیانو کورونه، ځمکې او بنسټیز جوړښتونه ویجاړ کړي، چې نور د استوګنې وړ نه دي.

د اسراییلي پوځیانو او د بشري حقونو ډلو په وینا، دا پوځي بفر زون په دې وروستیو کې دوه برابره شوی دی.

اسراییل خپل سخت کنټرول د موقتي اړتیا په توګه یادوي څو حماس مجبور کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې برید پر مهال نیول شوي پاتې یرغمل کسان خوشي کړي.

د بشري حقونو ډلې او د غزې کارپوهان وايي، د اسراییل په واک کې ځمکه چې د دهلیز په توګه ددې سیمې شمال له جنوب نه بېلوي، کېدای شي د ډېر وخت لپاره کنترول شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اونۍ وویل، چې د حماس له ماتې وروسته به هم دوی په غزه کې خپل امنیتي کنټرول خوندي وساتي او فلسطینیان به تخلیې ته اړباسي.

پنځو اسراییلي سرتېرو اسوشیټیډ پرېس ته وویل، چې د اسراییل پولې ته نږدې سیمو ویجاړول او د حایل سیمې سیستماتیکه پراختیا له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې جریان لري.

یوه سرتېري چې د ټانک لوا کې د تخریب ډلو په ساتنه ګومارل شوی، اې پي ته له نومښودنې پرته ویلي، « دوی هر هغه څه ویجاړ کړل چې دوی کولای شول، دوی هر هغه څه وویشتل چې ممکن وو، (فلسطینیان) به د بیرته راستنیدو لپاره هیڅ شی ونه لري، دوی به هیڅکله بیرته رانه شي».

د چوپتیا ماتېدل په نامه یوې ډلې په خپل رپوټ کې ویلي، چې اسراییلی پوځ د پراخو ویجاړیو له لارې پر دې سیمه د راتلونکي کنټرول لپاره لاره پرانیزي.

اسراییلي پوځ ددې رپوټونو په اړه ویلي، چې دوی د خپلې خاورې او هغو اسراییلي ټولنو د خوندیتابه په چارو بوخت دي، چې د حماس د اکتوبر د اوومې برید له امله زیانمنې شوې او ۱۲ سوه کسان پکې وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل شوي.

اسراییلي پوځ دغه راز ویلي، چې دوی په غزه کې ملکي خلکو ته د زیان رسونې هوډ نه لري او د نړیوالو قوانینو پیروي کوي.

پاکستان له پېښوره تر تورخمه نوې لویه لار جوړوي

۱۸ وری ۱۴۰۴ - ۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د لویو لارو د چارو ادارې له پېښور څخه تر تورخمه د نوې لویې لارې د جوړولو کار پیل کړی دی. دغه لویه لار به ۴۸کیلومتره اوږدوالی او د تګ راتګ څلور کرښې ولري.

د دغې لويې لارې د جوړولو موخه د پښتونخوا ایالت سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ ته د اسانتياوو برابرول دي.

د پاکستان د اقتصادي چارو ادارې د وېب‌‌پاڼې د راپور له مخې، د خیبر پاس د لویې لارې د جوړولو موخه له پېښور څخه تر تورخمه پورې د ۴۸کیلومترو په اوږدوالي څلور کرښو لرونکې لارې جوړول دي؛ ترڅو د پښتونخوا او د شاوخوا سیمو د اقتصادي ودې او پرمختګ لامل شي.

ویل کېږي، چې دغه پروژه په لومړي سر کې په ۲۰۱۷کال کې پیل شوې وه؛ خو د بېلابېلو لاملونه له امله یې چارې په ټپه درېدلې وې؛ خو اوس د دغې پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې د سړک جوړولو لسو شرکتونو ګډون کړی و، چې یو یې غوره شوی دی.

د دغې پروژې لګښت ۳۸۵مېلیونه ډالر اټکل شوی، چې په کې د ۲۲پلونو او سړکونو، ۱۳۹پلچکونو او دوو لویو مقطعو جوړول شامل دي.

پاکستان او افغانستان د خیبر له لارې منځنۍ اسیا سره نښلول شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، دغه پروژه د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو یوه برخه ده چې د پاکستان، افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او عربي سمندر ترمنځ لنډه لار برابروي.

دغه لار له پېړیو راهیسې د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ مهمه برخه وه.

د پېښور او تورخم تر منځ په اوسنۍ لویه لار هره ورځ شاوخوا لس زره موټرې تګ راتګ کوي؛ خو ګڼه ګوڼه او سختو لارو د موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی دی.

د پاکستان د لویو لارو د ادارې د سروې له مخې؛ د تورخم – پېښور اوسنۍ لار د زیاتو موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.

دغه اداره وايي، د سوداګرۍ د حجم له ډېرېدو سره به د ورځې له ۱۰زرو څخه تر ۳۰زرو پورې د موټرو تګ راتګ کچه هم لوړه شي.