د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د توماس نیکلسون ماموریت پای ته ورسېد

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه د توماس نیکلسون ماموریت په رسمي توګه پای ته ورسېد.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه د توماس نیکلسون ماموریت په رسمي توګه پای ته ورسېد.
توماس نیکلسون د یکشنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي: "اروپایي ټولنه په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي، د افغانستان خلکو ته ژمن دي، د خپلو ګټو او ارزښتونو دفاع کوي او د اروپايي ټولنې د شورا له پرېکړو سره سم له افغانستان او نړۍوالو شریکانو سره همکاري کوي."
نوموړي دغه راز ویلي، چې د ماموریت پای ته رسېدل یې په دې معنا نه دی چې ګینې اروپایي ټولنې په افغانستان کې خپل چلند ته بدلون ورکړی.
نیکلسون وایي، چې تر بل استازي د اروپايي اتحادیې د بهرني عمل خدمت کې د افغانستان او پاکستان د څانګې مشر ډارین دریا دغه مسوولیت پر غاړه اخلي.
د افغانستان لپاره د اورپایي ټولنې دغه ځانګړي استازي د تېر جمهوري نظام پر مهال دنده پیل کړې وه، خو د څو میاشتو له دندې وروسته جمهوري نظام وپرځېد او د دویم ځل لپاره طالبان په افغانستان حاکم شول.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دغه ځانګړی استازی د طالبانو د حکومت له لورې د نجونو پر زده کړو د بندیز ترڅنګ د معترضه ښځو او خپلسرو نیولو او نادرکه کولو سرسخت مخالف وو.
هغه د دې تر څنګ د طالبانو پر حکومت نیوکې کولې او ویلې یې چې دوی باید د خلکو په خوښه داسې حکومت جوړ کړي، چې د عامو خلکو رایه پکې شامله وي.


ایران د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۴مه) دوه افغانان د نشهيي توکو په تړاو په قزوین بندخونه کې اعدام کړل.
د بشري حقونو سازمان ههنګاو د دې خبر په خپرولو سره د اعدام شويو کسانو نومونه «ربیع شاهمراد» او «وسیم احمد» یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې دغو کسانو ته د نشهيي توکو اړوندو تورونو په تړاو د اعدام سزا ورکړل شوې وه.
د دې راپور له مخې، ۲۷ کلن ربیع شاهمراد او ۴۰ کلن وسیم احمد د کندوز اصلي اوسېدونکي وو او درې کاله وړاندې د نشه یي توکو یوې ګډه قضیه کې نیول شوي و.
په راپور کې زیاته شوې، چې دغه کسان ماما او خوریی وو.
تر اوسه دا روښانه شوې نه ده، چې د محاکمې عادلانه بهیر تر کومې اندازې رعایت شوی او ایا تورنو کسانو مدافع وکیل ته لاسرسی درلود او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان د وري په ۲۱مه هم خبر ورکړ، چې د دغه هېواد حکومت د سعود میرزایي په نوم یو افغان وګړی د قتل په تور د شېراز په عادل اباد زندان کې اعدام کړی دی.
د ایران د بشري حقونو نړۍوال سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې ایران ۴۱۹ کسان د قتل په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام کړي دي.
ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان، چې د دوی قضیې مخ ته یوسي.

د طالبانو عدلیې وزارت د جایدادونو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته امر کړی، چې راستنو شویو افغان کډوالو ته له کمېشن پرته او په ټيټه بیه کورونه په کرایه ورکړي. دغه امر د کومې ځانګړې لایحې پرته ترسره شوی دی.
د طالبانو یاد وزارت همدا ډول له خیریه بنسټونو غوښتي چې افغان کډوالو سره مرستې وکړي او اړتیاوې یې پوره کړي.
دغه خبر د طالبانو په حکومت کې د مدیریت په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.
سرچینې وایي، چې د طالبانو نظام په ټولو مدیریتي بستونو ملایان او وسله وال په دندو ګومارلي او دغه کسان د دې وړتیا نه لري، چې د کډوالو اړوند رامنځته شوی ناورین په سمه توګه مدیریت کړي.
د طالبانو عدلیې وزارت نن یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي: «لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر زیاتوالی موندلی؛ په داسې حال کې چې ګڼ شمېر دغه کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د افغانستان په داخل کې هېڅ ډول امکانات او یا سرپناه نه لري، نو له همدې امله له ټولو خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوو، چې له راستنو شویو کډوالو سره مرستې او د هغوی اړتیاوې پوره کړي.»
دغه وزارت همدا ډول د جایدادونو له مالکانو او د معاملاتو لارښوونې له ټولو دفترونو غوښتي، چې راستنو شویو کډوالو ته جایدادونه په لوړه بیه په کرایه ورنکړي او کمېشن ترې وانخلي.
د افغانستان انټرنشنل ځينو سرچینو د طالبانو د عدلیې وزارت دغه اعلامیې ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان ته د جبري بېرته ستنو شویو کډوالو څپه بحراني حالتو ته تلونکې ده او مدیریت به یې ناممکن شي.
یوه سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم نه خپروو افغانستان انټرنشنل - پشتو ته وویل: «د طالبانو د نظام په نږدې ټولو بستونو ملایان، قاریان او د دوی وسله وال په دندو ګومارل شوي، دوی ناورین مدیریت کولی نه شي، دوی په دې نه پوهېږي چې دغه ډول بحراني حالاتو لپاره څه وکړي، څنګه د نړۍ مرستې راجلب کړي او څه ډول یې مدیریت کړي، ددې لپاره متخصص خلک پکار دي چې دغه ډول بحراني حالاتو ته د مدیریت پلان ولري او نړۍوالو ادارو ته یې وړاندې کړي چې مرستې پرې ترلاسه کړي.»
په دې وروستیو کې ایران او پاکستان په دغه هېوادنو کې د مېشتو افغان کډوالو جبري بېرته ستنول پیل کړي، په دغه دواړو هېوادنو کې په افغان کډوالو د ژوند کړۍ راتنګه شوې.
پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا د افغانانو د نیولو په موخه کور په کور تالاشۍ روانې دي، زیات شمېر افغانان د پولیسو له لورې نیول شوي او په جبري توګه بېرته ستانه کړای شوي دي.
د خپرو شویو معلومات له مخې، په دې وروستیو کې پاکستان نږدې شپږ لکه افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
که څه هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان دریځ په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوې، خو لا هم دا لړۍ راونه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان او د بشر حقونو نړۍوال سازمان د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول غیر قانوني او غیر انساني بللی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول ودروي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په لندن کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي چې افغانستان ته یې «مخلصانه مشوره» داده، چې هغوی دې ژر تر ژره جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په لندن کې د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف سره تر لیدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو فعالیتونو ته په اشاره ویلي، چې طالبان دې وسله والې ډلې کنټرول کړي.
نوموړی وايي:« افغانستان ته مې مخلصانه مشوره داده، چې هغوی دې ژر تر ژره ترهګرې ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي».
د پاکستان لومړی وزیر وايي، تحریک طالبان، داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
نوموړی وايي، «د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تنظیم شویو ترهګریزو بریدونو پرمهال قرباني شويو نظامي او ملکي وګړو قربانۍ به ضایع نه شي».
شهباز شریف د دوحې تړون ته په اشاره زیاته کړه:«افغانستان زموږ ګاونډی او ورور هېواد دی او موږ باید د ګاونډيانو په ډول و اوسو. دا په موږ په پورې اړه چې موږ څنګه یو بل سره د ښه ګاونډي په توګه و اوسو. خدای مه کړه داسې نه چې زموږ په منځونو کې اخلافات را پیدا شي. افغان سرپرست حکومت ته موږ څو ځله دا پیغام ورکړی، چې وګورئ له تاسې سره دوه تړونونه شوي، د هغو تړونونو مطابق د افغانستان له خاورې په هیڅ صورت ترهګرو ته د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه نشته.»
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اسلام اباد د توقع خلاف واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو کې د پخوا په پرتله ناامنۍ ډیرې شوې او پاکستان ادعا کوي، چې په یادو ایالتونو کې بریدونه په افغانستان کې تنظیمیږي، خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د بودجې د کسر له امله په یوه تازه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلی، ددې ډلې د امنیتي ادارو دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست ۲۰ سلنه کارکوونکي فعال احتیاط ته سوق کړي دي.
ددغه خبر بشپړ جزئیات وروسته خپریږي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله ددې ډلې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي له تشکیل نه تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي. افغانستان انټرنشنل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست سندونو ته لاسرسی موندلی.
ددغو سندونو له مخې، د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو معینانو، رییسانو، د معینیتونو د دفتر رییسانو او مشاورینو د خپل مشر مولوي هبت الله د حکم په اړه ځانګړې ناسته کړې او د تشکیلاتي تنقیص یا احتیاط ته د سوق کېدونکو کارکوونکو څرنګتیا یې ارزولې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په سند کې د تشکیلاتي تنقیص او فعال احتیاط ته د کارکوونکو د سوق په تړاو د ددې ډلې د مشر مولوي هبت الله د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د لسمې میاشتې د ۹مې نېټې د «۵۵۲۸» ګڼې د حکم یادونه شوې ده.
په سند کې راغلي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د طالبانو دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوي ریاست د تشکیلاتي سقفونو د ټاکلو په موخه دې د یادو ادارو شل سلنه کارکوونکي فعال احتیاط ته سوق کړل شي.
په دغو سندونو کې لیکل شوي، هغه کسان چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له یادو امنیتي ادارو سره یوځای شوي او عملا پر دندو بوخت دي او د امنیتي او تصفیوي کمېسون انتظار لیکونو ته منتظر دي، فعال احتیاط ته سوق شي.
د طالبانو په سند کې همدراز لیکل شوي، هغه کسان چې د طالبانو له واک څخه مخکې د طالبانو د همکارانو په توګه پاتې شوي او یا هم د طالبانو په لیکو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړي او خپلوان دي، فعال احتیاط ته سوق کړل شي.
طالبانو پرېکړه کړې، چې فعال احتیاط ته سوق شوي منسوبان به تر هغه چې په یادو امنیتي او دفاعي ارګانونو او یا هم د طالبانو په نورو ادارو کې دندې ترلاسه کوي، د اړوندو امنیتي او دفاعي ادارو له لارې به د بانکي حسابونو له لارې په میاشتني ټول پنځه زره افغانۍ د مساعدت په توګه ترلاسه کوي.
طالبانو بله پرېکړه دا کړې، چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو هغه منسوبین چې ددې ډلې د امنیتي او تصفیوي کمېسون له خوا منفور او نا مطلوب تثبیت شوي، له دندو منفک کړل شي.
د سند په پای کې لیکل شوي، چې په همدې اساس ټولو امنیتي معینیتونو او خپلواکو ریاستونو ته دنده سپارل شوې چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله د حکم د تطبیق په برخه کې اجراات ترسره کړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې درول شوې دي او وخت ناوخته دولتي کارکوونکي د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه کوي.